You are on page 1of 31

‫برقي سرکيټونه‬

‫دبرقي سرکټونو پيژندنه‬


‫یوبرقي سرکيټ دهغه آلی دمجموعی څخه عبارت دی چه دهغی څخه‬
‫دبرق دجریان دتوليد لپاره استفاده کيږی‪.‬‬

‫یوبرقی سرکيت اصال ترکيب شوی دی دانرژی دمنبع څخه‪ ،‬مصرف‬


‫کوونکی اولينونو څخه چـه مـــنبع اومصرف کوونکی سره‬
‫وصلوی‪.‬‬

‫‪.‬‬
‫‪I‬‬ ‫‪L‬‬
‫‪+‬‬
‫‪S‬‬

‫‪E‬‬
‫‪r‬‬
‫‪ro‬‬
‫_‬
‫‪I‬‬
‫=‬

‫=‬

‫شکل‬ ‫‪1‬‬

‫د (‪ ) 1‬شکل یو ابتدایی سرکيټ مونږته راښی‪.‬‬

‫معمولا یوبرقی سرکيټ په خارجی اوداخلی سرکيټونو تقسيم شوی‬


‫‪Ketabton.com‬‬
‫دی‪ .‬داخلی سرکيټ دانرژی دمنبع څخه عبــارت دی پداسی حال‬
‫کی چه پــه خارجــی سرکــيټ کی مصرف کـــوونکی‬
‫اوليــــنونه شامـــــل دی‪.‬‬

‫په (‪ )1‬جدول مونږ ته هغه سمبولونه راښــــی چه دسرکــــيټ‬


‫په دیاګرامونوکی ورڅــخه اســـتفاده کيږی‪.‬‬

‫دانرژی منابع کولی شی چه برقی جنراتورونه اوسی چه‬


‫ميخانيکی انرژی په برقی انرژی تبدیلوی‪.‬اویاهم کولی شی چه‬
‫ذخيره کوونکی بطری اوسی چه کيماوی انرژی په برقی انرژی‬

‫‪1‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫تبدیلوی‪ .‬برقی موتورونه‪ ،‬الکتروليتی بطری ګانی او چراغونه‬


‫داټول مصرف کوونکی کی شامل دی‪.‬‬

‫موتورونه عبارت له هغه الی څخه دی چه برقی انرژی په‬


‫ميخانيکی انرژی بدلوی‪ .‬الکترليتی بطری څخه دخالص فلزاتو‬
‫په استعمال کی استفاده کيږی‪ .‬چه دغه الکتروليتی بطری ګانی‬
‫برقی انرژی په کيماوی انرژی بدلوی‪ .‬چراغونه او برقی‬
‫منقلونه برقی انرژی په نوري انرژي اوحرارتي انرژي بدلـوی‪.‬‬

‫دبرقي محرکه قوه په یوه منبع کې دانرژي یو شکل په بل شکل‬


‫(برقی انرژی) بدليږی‪ .‬داجراشوی کارپه سبب دخارجی قوی‬
‫(غيربرقی) په واسطه هرواحدچارج چه په هادی کی حرکت کوی‬
‫یواندازه انرژی لس ته راوړی‪ .‬چه لسته راغلی انرژی‬
‫مقداردواحدچارج په واسطه په یوهادی کی دبرقي محــــرکه‬
‫قوه‬

‫سره‬ ‫‪Emf‬‬ ‫)‪ )Electro Motive Force‬په نوم یادیږی چه په خلص ډول‬
‫ښودل کيږی‪.‬‬

‫دسرکيټ اجزوای‬ ‫سمبول‬

‫دانرژی منبع‪ .‬دبرقی محرکه‬


‫‪_-‬‬ ‫‪E‬‬ ‫‪+‬‬
‫قوی منبع‬

‫)‪(emf‬‬

‫‪G‬‬
‫)‪(D.C‬جنراتور‬ ‫‪g‬‬
‫‪G‬‬
‫‪G‬‬
‫‪M‬‬
‫)‪(D.C‬موتور‬ ‫_‬ ‫‪+‬‬

‫دکيماوی انرژی منبع‬

‫برقی چراغ‬

‫‪2‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫لين یاکيبل‬

‫برقی ارتباط‪.‬موقتی اودایمی‬


‫ارتباط‪.‬موقتی ارتباط‬

‫فيوز‬

‫دمصرف کوونکی مقاومت‬

‫امپير‪ ،‬ولت متر‪ ،‬واټ متر‬

‫‪1‬جدول‬

‫که چيری خارجی سرکيټ یوخالص سرکيټ وی په دی صـــورت کی‬


‫برقی محرکه قوه مـــساوی کيږی دانرژی منبع دولتيج سره‪.‬‬

‫څرنګه چه مصرف کوونکی برقی انرژی په حــرارتی‪ ،‬ميخانيکی‬


‫اوکيماوی انرژی بدلوی نوولــتيج ‪ V‬دمصرف کوونـــکی راښی‬
‫چه څومــــره برقی انـرژی په فـــی واحــــد چارج کی‬
‫مصــرف شــوی دی‪.‬‬
‫عبارت دهغه انرژی څخه دی دیوواحد چارج‬ ‫توپير‬ ‫اوولتيج‬
‫دبرقی محرکی قوی ‪ E‬دانتقال لپاره په منبع‬

‫کی په حرارت بدليږی یعنی دلسه ورکوی اودولتيج دسقوط په‬


‫نوم یادیږی چه په ‪ V‬سره ښودل کــــيږی‪ .‬پس ليکالی شوچه ‪:‬‬

‫اویا‬

‫برقی انرژی دانــرژی دمنبع په واسطه توليد او دلينونوپه‬


‫واسـطـــه مصرف کوونــــکو ته ورکول کيږی اورسيږی ‪.‬‬
‫پرتــه له ذکرشــوی عناصــروڅخه امپيرمتر‪ ،‬ولټ متراوواټ‬
‫متر هم په برقی سرکيټونو کی داستفادی وړګرځی ‪.‬‬

‫‪3‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دثابت جریان په سرکيټ کی دوچ بيل برسيره ګلوانی‬


‫اواکومولتوری بطری چه کمياوی انرژی په برقی انرژی بدلوی‬
‫هم استعمالولی شو‪.‬‬

‫مختلفی دستګاوی موجودی دی چه متناوب )‪ (A.C‬جریان په ثابت‬


‫جریان باندی اوړی لکه الکترونی دستګاه‪ ،‬اډپتر‪ ،‬نيمه‬
‫اوهمدارنګه الکتروماشينی جنراتورونه ميخانيکی انرژی په‬
‫برقی بدلوی‪ .‬په صنعت کی جنراتورونه دبرقی انرژی عمده‬
‫منابع ګڼل کيږی‪.‬‬

‫که چيری دجریان جهت نظروخت ته په برقی دوره کی ثابت وی‬


‫جریان ته ثابت یامستقيم وایی اوپه )‪ (D.C‬ښودل کيږی‪ .‬په‬
‫تخنيک کی مستقيم جریان د )‪ (-‬په سمبول ښودل کيږی‪.‬‬

‫اوکه چيری دجریان جهت نظروخت ته متحول وی جریان دمتناوب‬


‫په نامه یادیږی او په )‪ (A.C‬ښودل کيږی‪ .‬دمتناوب جریان‬
‫) دی دجریان دقطع کولو لپاره په‬ ‫~‬ ‫تخنيکی سمبول (‬
‫سویچ استعماليږی‪.‬‬ ‫سرکيټ کی‬

‫دمتناوب جریان برقی ساده سرکيټ دبرقی جنراتور )‪ (G‬برقی‬


‫مقاومت )‪(R‬چه دجریان مصرف کوونکی دی اوداتصالی لينونو ) ‪( L‬‬
‫چه منبع اومقاومتونه سره تړی تشکيل شوی دی‪.‬‬

‫ليـــن ) ‪ ( L‬اومقاومــت ) ‪ ( R‬چه دلينــونوپه دواړوڅوکو پوری‬


‫تړل کــيږی ‪ ،‬خارجی ســـرکيټ جوړوی‪.‬‬

‫په تړلی سرکيټ کی دبرقی محرکی قوی ‪ Electro Motive Force‬یا په‬
‫لنډ توګه ‪ Emf‬توری سره ښودل کيږی دعمل څخه جریان )‪(Current‬‬
‫چه په )‪ (i‬سره ښودل کيږی ‪ ،‬پيداکيږی اوداتصالی سيمانو‬
‫اوبرقی مقاومتونو څخه تيریږی‪.‬‬

‫‪+‬‬

‫‪L‬‬ ‫‪L‬‬
‫‪I‬‬

‫‪G‬‬ ‫‪E‬‬ ‫‪R‬‬

‫‪4‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪I‬‬
‫‪L‬‬ ‫‪L‬‬

‫‪-‬‬
‫‪ 2‬شکل‬
‫‪-‬‬
‫څرنګه چه پوهيږی محرکه برقی قوه عبارت دهغه کارڅخه ده چه‬
‫ده چه دبهرنی قوی دعمل په ساحه کی نقل کيږی اجراکوی‪ .‬ساکن‬
‫چارجونه دخارجی برقی قوی دتاثيراتوله امله یودبــل څخه‬
‫بيلـــــيږی ‪( ،‬مثبت یوطرف اومنفی بل طرف) اودمنبع‬
‫دڅوکوترمنځ دپوتانشيل اختالف موجودیږی دخارجــــــی قوی‬
‫دساحی عمل محدود دی اوپه داخل دګلوانی عناصرو‬
‫اواکومولتوری بطری کی وجود لری اوداساحه ددایری پـه شکل‬
‫دغشی په واسطه ښودل کيږی‪ )3( .‬شکل‬

‫‪+‬‬

‫‪E‬‬

‫_‬
‫( ‪)3‬شکل‬

‫غشی دمثبت چارجونودانتقال جهت چه دخارجی قوی په واسطه‬


‫صورت نيسی ښېي‪ .‬په تړلې سرکيټ کې دمحرکه برقي قوې دتاثير‬
‫له عمل څخه دچارجونوحرکت یوې معينی جهت ته شروع کيږی‬
‫اوثابت پاتې کيږي‪ .‬یعنی )‪ (I‬برقی جریان پيداکيږی دچارجونو‬
‫تعداد په واحد وخت کی )‪ (sec‬چه دهادی دمقطع څخه تيریږی‬

‫‪5‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دجریان قيمت تعينوی‪ .‬که جریان ثابت وی ‪ I= const‬په دی صورت‬


‫کی‪.‬‬

‫اوکه چيری جریان متغير وی نوپه دی صورت کی لروچه‪.‬‬

‫‪ Ampair‬دی‪ .‬یوامپيردهغه جریان دشدت‬ ‫دجریان دشدت واحد‬


‫دمقدار څخه عبارت دی چه دسپينوزرو دنایترایت دمحلول څخه‬
‫دیوی ثاینی به موده کی ‪ 1.11800mg‬نقری ته رسوب ورکړی‪.‬‬

‫ثانيه‪/‬کولن = = ‪1Amp‬‬
‫‪1clo/1sec‬‬

‫به فلزاتو کی جریان دالکترونونو اوپه نيمه هادیوکی‬


‫دپروتونونودحرکت څخه عبارت دی په هادی محلولونوکی جریان‬
‫دایونونو (کتيونونو اوانيونونو)د حرکت څخه عبارت دی دبرقی‬
‫قوی دعمل ) ‪ ( E‬څخه دمنبع په څوکوکی دپوتانسيل ټاکلی اختالف‬
‫برقراریږی‪ .‬هغه انجام چه لوی پوتانسيل لری دمثبت ‪ Positive‬په‬
‫نامه او هغه څوکه چه وړوکی پوتانسيل لری دمنفی ‪ Negative‬په‬
‫نامه یادیږی‪ .‬دالکتروډیناميک څخه پوهيږوچه پوتانسيل دیوی‬
‫معينی نقطی په ساحه کی دهغه کارڅخه عبارت دی چه دبرقی قوی‬
‫ساحه مثبت چارج ددی معينی نقطی څخه دهغی نقطی چه دهغی‬
‫پوتانسيل صفرفرض شوی دی اجراکړی‪.‬‬
‫په الکتروتخنيک کی اکثرآ دځمکی پوتانسيل صفرنيول کيږی ‪،‬‬
‫ځکه چه ځمکه یودیرلوی هادی دی مګرپه عمل کی دپوتانسيل‬
‫اختالف چه دصفری نقطی تابع نه وی استعماليږی‪ .‬څرنګه چه په‬
‫پراکتيک کی دجریان تخنيکی جهت دمثبت چارجونومحرکه برقی‬
‫قوه دجهت سره سمون خوری‪ ،‬یا په بل عبارت په داخل کی جریان‬
‫دمنفی څخه ومثبت ته اوپه خارجی سرکيټ کی دمثبت څخه ومنفی‬
‫خواته تيریږی‪ .‬کله چه برقی انرژی دمنبع څخه خارجی سرکيټ‬
‫ته ورکول کيږی دانرژی په نوروشکلونو باندی بدليږی‪.‬‬

‫‪6‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په سرکيټ کی هغه عنصرته چه برقی انرژی په حرارتی انرژی‬


‫بدلوی مقاومت وایی اودلندی شکل پـه واسطه ښودل کيږی‬
‫_‬
‫‪+‬‬ ‫‪R‬‬ ‫_‬
‫‪_-‬‬
‫‪-‬‬
‫_‬
‫‪I‬‬ ‫_‬
‫‪u‬‬ ‫‪_-‬‬

‫)‪ (4‬شکل‬

‫که چيری د دیوی برقی دوری څخه جریان تيرشی دهغی په څوکوکی‬
‫دپوتانيسيل اختالف پيداکيږی‪ .‬خوداباید به یادولری چه جریان‬
‫یوازی په تړلی دوره کی موجودیدای شی‪ .‬دسرکيټ ددوو نقطو‬
‫ترمنځ دپوتانشيل اختالف ته ‪ Voltage‬وایی اوپه ‪ V‬سره ښودل‬
‫کيږی‪.‬‬

‫دپوتانسيل اختالف یا ولتاژ د ‪ Volt‬په واحد اندازه کيږی‬


‫دولتاژواحد هغه مقداربرقی فشارڅخه عبارت دی چه دیوسيم څخه‬
‫چه یواوم )‪ (ohm‬مقاومت لری دیوامپيرپه شدت سره جریان‬
‫انتقال کړی‪.‬‬

‫دبرقی سرکيټ مهم عناصر‬


‫هرسرکيټ دلندی عناصروڅخه تشکيل شوی‬

‫‪۱‬ـ دانرژی منبع لکه جنراتوراویا بطری‪.‬‬

‫‪۲‬ـ اتصالی سيمان چه دمسوڅخه تشکيل شوی وی اومصرف کوونکی‬


‫دمنبع سره وصلوی‪.‬‬

‫‪۳‬ـ مصرف کوونکی یا مقاومت‪.‬‬

‫دانرژی منبع‬
‫جنراتور‪ :‬هغه الت چه کولشی یوډول انرژی په برقی انرژی‬
‫تبدیل کړی جنراتوربلل کيږی‪.‬‬

‫‪7‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مونږدوه قسمه جنراتورلرو‪:‬‬

‫‪۱‬ـ ‪ DC‬یا ‪. Direct current‬‬

‫‪۲‬ـ ‪ AC‬یا ‪. Alternative current‬‬

‫‪ DC_ a‬جنراتور‬
‫که چيری دجریان جهت نظروخت ته ثابت وی جریان ته ‪ DC‬وایی‪.‬‬
‫‪ DC‬مختلف اقسام لری لکه‪ :‬ولتاپيل‪ ،‬وچ پيل اوداسی نور‬

‫دغه بطری د ‪ DC‬جنراتورڅخه‬ ‫بطری (ولتاپيل)‪:‬‬ ‫‪۱‬ـ‬


‫عبارت چه دکيماوی تعامل څخه ترلسه شوی انرژی به برقی‬
‫دووميلویا‬ ‫له‬ ‫یي‬ ‫ډول‬ ‫اوساده‬ ‫تبدیلوي‬ ‫انرژی‬
‫دوومختلفولوحوڅخه چه دبرق هادي وی تشکيل شویدي اودسلفریک‬
‫اسيد به محلول کي یا دقلوي په محلول کي چه دالکتروليت په‬
‫نامه یادیږي غوټه کيږي چه ترټولوساده ډول یي ولتاپيل دي‪.‬‬
‫داپيل لومړئ ځل دولتا ایټالوي فزیک پوه په واسطه اختراع‬
‫شواوترتکميل وروسته دمسو اوجستوددوو لوحو په بڼه رامنځته‬
‫شو د ګوګړوپه رقيق تيزابي محلول کي په یوه ښيښه یي لوښي‬
‫داخل کړي شوی وو‪.‬‬

‫دیوساده پيل د کارطریقه‬


‫مخکی مووویل چه دیوساده پيل دجوړولولپاره دوی مختلف‬
‫النوعي دبرق هادي لوحي چه دتيزابوپه محلول کي القلي محلول‬
‫اودمالګي په محلول کي داخلوي کله چه دمسواوجستولوحي‬
‫دسلفریک اسيد په محلول کي داخلی شي اولوحي دیوهادی په‬
‫واسطه سره ونښلول شي دجستولوحه په حلکيدوشروع کوي او دمسو‬
‫لوحي به اطرافوکي دهایدروجن پوقاڼي تشکيليږي ددي عمل سره‬
‫سم په سيم کي دالکترونونوجریان دجستوڅخه دمس خواته‬
‫برقراریږي چه داپيښه په لندی ډول تشریح کولي شو‪.‬‬

‫څرنګه چه د سلفریک اسيد ماليکول د ‪ H₂SO₄‬په اتمونواوپه ‪H₂‬‬


‫دوه اتمونوجداکيږي اوپه دي عمل کي ‪ SO₄‬دوه الکترونه‬

‫‪8‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دهایدروجن له دوواتمو(له هوا اتوم څخه یوالکترون) څخه‬


‫اخلي په همدي دليل دهایدروجن اتومونه دمثبت چارج لرونکي‬
‫او ‪ SO₄‬دمنفي چارج درلودونکي دي‪ .‬اویاپه بل عبارت په ایون‬
‫تبدیليږي اوعمل یي په دي ډول وړاندي کيږي‬

‫له بلي خوانه دسلفوریک اسيد په محلول کي دجستو د لوحي‬


‫دحـــل کيدوپه وخت ‪ Zn‬اتــمونه دایـــونو ‪ Zn‬دشکل محلول ته‬
‫داخليږي نو ځکه دجستوهراتوم دلوحي نه دجداکيدوپه وخت کي‬
‫خپل دوه الکترونونه حل ته پریږدي‪ .‬همدغه په ځاي پاتي‬
‫الکترونونه دجستو دلوحي دمسو‪ Cu‬لوحي ته په سيم کــې د‬
‫تللودالکترون د جریان منبع جوړیږي‪ Zn .‬ایونونه په محلول کي‬
‫د ‪ SO₄‬ایونونولخوا جذبيږي اودکيمياوي تــعامالتـولــه مخي‬
‫وایوچي )‪ (Zn‬په محلول کي حل شوي او ‪ ZnSO₄‬جوړوي‪ .‬اسيدي‬
‫محلول ته دجــــستو د ایـونونو په واردیدوسره همزمان‬
‫دهایدروجن ایونونه هم د ‪ Zn‬دایونونو دمقدارسره د ‪ Cu‬لــوحي‬
‫ته حرکـــت کـوي او ‪ Cu‬لوحي پرمخ ټوليږي او ‪ Cu‬څخه الکترون‬
‫داخيــستلونه وروســـته دخنثی اتمونوپه شــــکل راځـــي‬
‫او هایدروجن د پوقاڼو په بڼه دلوحي اطراف پټوي‪ .‬دمسولوحه چه‬
‫په دي ډول الکترون له لسه ورکوي مثبت برقي چارج پيداکوي‬
‫اود جست دلوحي نه دازادوالکترنوجذب ته چمتووي اودهغه سيم‬
‫له لري اخــلي چه دواړه لوحي سره نښلولي دي دمسو لوحه چه‬
‫مثبت چارج لري مثبت قطب (مثبت الکترود) اودجستولوحه چه‬
‫منفي چارج لري منفي قطب (منفي الکترود) نوميږي اوهغه کامل‬
‫مــسيرچه برق یي طي کوي دبرقی دوري په نامه یادیږي‪.‬‬

‫وچ پيل دبرقي انرژي مناسب ترینه کوچني‬ ‫‪۲‬ـ وچ پيل ‪:‬‬
‫منبع ده چه مثبت قطب یي دکاربن یوه ميله اومنفي قطب یي‬
‫دجست فلزدي اودمعمولي مایع په بدل کي یوخميره یی دي چه په‬
‫هغي کي دجستوکلوراید اوامونيم کلوراید استعماليږي که څه‬
‫هم داسي وچ پيلونه چه لوړولتا لري جوړشویدي مګرواحد‬
‫پيلونه معمول د استواني شکل لري‪ ،‬جست دیوه بسته قطي په‬
‫شکل اودکاربن الکترود یي په منځ کي وي ددوي ترمنځ فضا‬
‫خميری نيولي ده اوپورتني برخه یي د مومو یا قيرو په یوي‬

‫‪9‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫طبقي سره ټينګه کړي شویده‪ .‬همداچه پيل خارجيږي دجست فلزپه‬
‫دوه ولنسه ایونونوپرمنفي قطب باندي تبدیليږي اوپه مثبت‬
‫قطب کي دامونيا مثبت ایونونه دمنګنيزداي اکساید سره‬
‫دکيمياوي تعامالتو له مخي عکس العمل ښي‪:‬‬

‫په خالص دوره کي دیووچ پيل محرکه قوه چه خالصه جوړه شویدي‬
‫‪ ) 12‬ترمنځ وی اودالکترودپه‬ ‫ولټ او(‬ ‫یو)‬ ‫د( ‪1‬‬
‫شرایطوپوري اړه لري‪ .‬کله چي پيل په کارواچول شي مجموعي‬
‫پوتانسيل سقوط کوي کله چه دبي قطبيکدو عمل ورو وي‪ .‬که پيل‬
‫د لنډ وخت وروسته له کارولویږي دبــي قطبيکيدوتعامل یي‬
‫چټک شــوي اومجموعي پوتانـــسيل تقریبا لومړني قيمت ته‬
‫راګـــرځي دډیراستــعمال وروسته داخلـی مقاومت ترهغه وخته‬
‫زیاتيږي چه پـيل له کاره ولویږي ښایي داتاثـيربه‬
‫دمنګنيزدای اوکساید دمنــځه تلوله امله راپيداکيږي‪.‬‬

‫د بطری اقسام‬
‫مونږکولی شوداسی بطری ګانی جوړکړوچه په اوسط ډول سره ‪5‬‬
‫کال کاروکړی چه دغه بطری ګانوڅخه مونږکولی شودالکترونيکی‬
‫وسایلولپاره استفاده واخلو‪.‬‬

‫دبطری اقسام عبارت دی له‪:‬‬

‫‪ (GROE- OGI- GPZS- FNC)-1‬دستګاوی بطری‪.‬‬

‫‪۲‬ـ مخابراتی بطری ګانی ‪.NET Power power .‬‬

‫‪۳‬ـ هغه بطری ګانی چه په ریل او مترو کی ورڅخه استفاده‬


‫کيږی‪.‬‬

‫‪۴‬ـ هغه بطری ګانی چه دنفت ‪ ،‬ګاز‪ ،‬اوپطرول په پروژو کی‬


‫ورڅخه کاراخيستل کيږی )‪.(FNC‬‬

‫‪۵‬ـ دلمربطری ګانی یا )‪.(Soler . Bloc‬‬

‫‪10‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کی‬ ‫‪۶‬ـ هغه بطری ګانی چه په )‪UPS (Uninterruptible Power Supply‬‬


‫ورڅخه استفاده کيږی‪.‬‬

‫‪۷‬ـ دتغذیوی منابع بطری ګانی )‪. (SLA- URLA‬‬

‫‪۸‬ـ دموټربطری‪ ،‬دموټر سایکل بطری‪.‬‬

‫‪AC _b‬جنراتور‬
‫که چيری دجریان جهت نظروخت ته تغيروکړی جریان ته ‪ AC‬وایی‪.‬‬
‫‪ AC‬جنراتوردمقناطيسی خطونوقطع کولوپه وسيله برقی انرژی‬
‫منځ ته راوړی ‪.‬هغه اله چه مقناطيسی خطونه قطع کوی ارميچر‬
‫بلل کيږی‪ .‬ارميچيردمقناطيسی ساحی دننه په ميخانيکی ډول‬
‫دوران سرته رسوی‪ .‬دارميچردننه جریان القاء کيږی اوسليـــب‬
‫رنګونوته ځی اوله هغـــه ځایه دبرش ‪ Brush‬په وسيله‬
‫وصلوونکی ساحــــی ته داخليــــــــږی‪.‬‬

‫‪۱‬ـ ممکن ارميچر متحرک اومقناطيسی قطبون ساکن وی‪.‬‬

‫‪۲‬ـ ممکن ارميچرثابت اومقناطيسی قطبونه متحرک وی‪.‬‬

‫دجنراتورخصوصيت‪ :‬دجنراتوردفعاليت لپاره که چيری د ‪ DC‬برق‬


‫په وسيله کارپيل شی جنراتورته زینکرون وایی اودکه ‪Stater‬‬
‫سټاټرپه وسيله پيل شی ازینکرون بلل کيږی‪.‬‬

‫‪۲‬ـ مصرف کوونکی یا مقاومت ‪Reactance‬‬


‫په الکترونيک هغه آلتوته چه دجریان په مقابل کی مزاحمت‬
‫ایجادوی مقاومت وایی په برق فزیک کی معمول مقاومتـــونه‬
‫په برقی ســـرکيټ کی دزیـــګزاګ خطونوشکل ښودل کيږی لکه‬
‫په( ‪ )5‬شکل کـی ‪.‬‬

‫‪11‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متغيرمقاومت‬

‫ثابت‬

‫مقاومت‬

‫(‪)5‬شکل‬

‫په راډیودستګاه کی دمقاومتونومختلف ډولونه په‬


‫مختلفومــوادوکی لکه دجریان دشــدت تغيـــر‪ ،‬ټاکلـــــی‬
‫ولتاژبرابرول‪ ،‬ددو مدارونو ترمنځ دارتباط ټينګول‬
‫اودارتباط قطع کول‪ ،‬دجریان فلترکول ‪ ..‬استعمالږی ‪.‬‬

‫دمقاومتونوپه انتخابولوکی باید دی ټکی ته پام وکړوچه‬


‫مقاومت دجریان په مقابل کی څومره زغم لری‪ .‬دهرمقاومت تحمل‬
‫دهغه دحرارتی دفع په قدرت سره محدودیږی‪ .‬نوموړی قدرت کولی‬
‫شی دژول دقانون له مخی محاسبه کړو‪.‬‬

‫‪W = E. I,‬‬ ‫)‪(1‬‬

‫په برقی مدارونوکی دمقاومت محاسبه داوم )‪ (ohm‬دقانون له‬


‫مخی کيږی‪.‬‬

‫مصرف کوونکی یا مقاومت په یوبرقی سرکيټ برقی انرژی په‬


‫نوروانرژی ګانوباندی تبدیلوی چه په لندی ډول ذکرکيږی‪.‬‬

‫پکه‪،‬‬ ‫لکه‬ ‫انرژی‬ ‫‪۱‬ـ دبرقی انرژی تبدیل په ميخانيکی‬


‫کولر‪....................‬اوداسی نور‪.‬‬

‫منقل‪،‬‬ ‫لکه‬ ‫انرژی‬ ‫‪۲‬ـ دبرقی انرژی تبدیل په حرارتی‬


‫اوتو‪....................،‬اوداسی نور‪.‬‬

‫‪12‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪۳‬ـ دبرقی انرژی تبدیل په نوری انرژی لکه ‪ ،‬ګروپ‪.‬‬

‫په یوبرقی سرکيټ کی مونږکولی شوچه مقاومتونه په مختلف‬


‫شکلونوځای په ځای کړو‪.‬‬

‫دمقاومتونوتړل په مسلسل توګه‬


‫دمقاومتونوپه مسلسل تړلوکی دیومقاومت انجام دبل مقاومت‬
‫شروع سره وصل کيږی‪ .‬لکه )‪ (6‬شکل‪ .‬کله چه دغه مقاومت دانرژی‬
‫دمنبع سره وصل شو نو ټولوڅخه یوقسم جریان تيریږی‪.‬‬

‫‪.‬‬
‫‪V₁‬‬ ‫‪V₂‬‬ ‫‪V₃‬‬

‫‪R₁‬‬ ‫‪R₂‬‬ ‫‪R₃‬‬


‫‪i‬‬
‫‪V‬‬

‫( ‪ )6‬شکل دمقاومتونو مسلسل تړل‬

‫د سرکيټ د انجامونو ولتيج مساوی دی د مقاومتونو د ولتيج‬


‫سره‪.‬‬

‫‪V = V₁ + V₂ + V₃,‬‬ ‫)‪(2‬‬

‫که چيری د)‪ (2‬معادلی اطراف په ‪ i‬باندی وویشو نو‬

‫نوله دی نه ليکالی شوچه‪.‬‬

‫‪R = R₁ + R₂ + R₃,‬‬ ‫)‪(3‬‬

‫د ‪ R‬معادل مقاومت سره بدل شی په هغه صورت کی چه ولتيج‬


‫ثابت وساتونو دسرکيټ به جریان کی تغيرنه راځی‪ .‬بناپردی‬
‫دیوسرکيټ معادل مقاومت دمسلسلومقامتومجموعی څخه عبارت ده‪.‬‬

‫‪13‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دمقاومتونودانجامونو ولتيج دلندی افادی په واسطه لس ته‬


‫راځی‪.‬‬

‫‪V₁ = I R₁ ; V₂ = IR₂ ; V₃ = I. R₃‬‬

‫نودمقاومتونوپه مسلسل تړلوکی ولتيج دمقاومت سره مستقيم‬


‫تناسب لری‪.‬‬

‫‪۱‬ـ مثال‪ :‬دبرقی موتورسرکيټ د ‪ R=24 Ω‬درلودونکی دی دیو‬


‫روستات سره چه مقاومت ئی دصفرڅخه تر ‪ 96Ω‬پوری عيارکيدای شی‬
‫په مسلسل ډول دیومنبع سره چه ‪ 120 Volt‬برق لری وصل شوی دی‪.‬‬
‫په سرکيټ کی معياری اندازه دجریان دسرکيټ لپاره پيداکړی‪.‬‬

‫حل‪ :‬دسرکيټ معادل مقاومت عبارت دی له‪R = R₁ + R₂ :‬‬

‫که دیو روستات مقاومت صفر )‪ (R₂ = o‬وی نوپه سرکيټ جریان‬
‫بهمساوی وی په‪:‬‬

‫که دیو روستات مقاومت ‪ (R₂ = 96) 96Ω‬وی نوجریان به مساوی وی‬
‫په‪:‬‬

‫دمقاومتونوموازی تړل‬
‫په موازی تړل کی مقاومتونو دواړه انجامونه دمشترک اتصال‬
‫درلودونکی وی څرنګه چه په )‪ (7‬شــــکل‬

‫کی ليدل کيږی‪ .‬بناپردی امکان لری په سرکيټ کی دمنبع د‬


‫دووانجامونوپه منځ کی موازی شاخونه موجوداوسی دمقاومتونو‬
‫دانجامونو ولتيج یوشی اومساوی دی له ولتيج دمنبع سره‪.‬‬

‫‪V= V₁ = V₂ = V₃‬‬

‫د مقاومتونو جریان د اوم د قانون په مرسته پيدا کولی شو‪.‬‬

‫‪14‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪i‬‬
‫‪i₁‬‬ ‫‪i₂‬‬ ‫‪i₃‬‬

‫‪R₁‬‬ ‫‪R₂‬‬ ‫‪R₃‬‬ ‫‪.‬‬

‫‪i‬‬
‫‪V‬‬
‫د مقاومتونو موازی تړل‬ ‫(‪ )7‬شکل‬

‫یعنی په موازی تړلوکی جریان معکوساً متناسب دی له مقاومت‬


‫سره‪ .‬په یوبرقی سرکيټ کی څومقاومت دیومعادل مقاومت سره‬
‫تعویض کيدای شی څرنګه دی جریان مجموعه په ‪ ∑I‬په عين ولتيج‬
‫وی‪ .‬بناپردی‬

‫‪ V₁= V₂ = V₃ = V‬سره دی‪ .‬نو(‪ ) 4‬دمــعادلوطرف په طــرف دجمع‬


‫کولوڅـــخه لس تــه راځـــی چــــه‪.‬‬

‫نوله دی ځای نه ليکالی شوچه‪:‬‬

‫‪15‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د)‪ (6‬معادلی څخه کولی شودمعادل مقاومت دموازی تړلولپاره‬


‫یوافاده لس ته راوړو‪ .‬دمثال په توګه ددری مقاومتونولپاره‬
‫لروچه‪:‬‬

‫که چيری مقاومتونه سره مساوی وی نوليکالی شوچه‪:‬‬

‫شميرمقاومتونه په موازی توګه وصل شوی وی ‪n‬که چيری‬


‫نودسرکيټ معادل مقاومت مساوی کيږی لکه‪:‬‬

‫‪۱‬ـ مثال‪ :‬یوبرقی موتور د ‪ 5.5kw‬طاقت سره اویوولس ‪ ۱۱‬برقی‬


‫چراغونه د ‪ 100 W‬په طاقت سره په یومنبع پوری چه ‪ 220 volt‬برق‬
‫سره وصل شوی دی‪ .‬نو جریان په دی سرکيټونوکی پيداکږی‪.‬‬

‫حل‪ :‬دموتورجریان عبارت دی له‪.‬‬

‫دچراغ جریان عبارت دی له‪.‬‬

‫جریان به لينونو کی عبارت دی له‪.‬‬

‫‪16‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪۲‬ـ مثال‪ :‬دلسوبرقی چراغونومعادل مقاومت چه طاقت یی ‪200W‬‬


‫وی پيداکړی چه هغه صورت کی چه په موازی توګه تړل شوی وی‬
‫اوپه هغی باندی ولتيج ‪ 220 volt‬تطبيق شوی وی‪.‬‬

‫حل‪ :‬دیوبرقی چراغ مقاومت عبارت دی له‪:‬‬

‫نودلس برقی چراغونومعادل مقاومت عبارت له‪:‬‬

‫دمقاومتونومسلسل موازی تړل‬


‫په دی ډول تړلوکی ځينی مقاومتونه په مسلسل ډول اوځينی‬
‫مقاومتونه په موازی ډول تړل کيږی‪ .‬چه ددی یوه نمونه په )‪(8‬‬
‫شکل کی ښودل شوی دی او دا سرکيت د دوه برخو نه تشکيل شوی‬
‫دی چه په مسلسل توګه وصل شوی دی‪ .‬د ‪ bc‬برخه چه ددری موازی‬
‫مقاومتونو څخه تشکيل شوی دی اود ‪ ab‬برخه چه د ‪ R₁‬مقاومت‬
‫لرونکی ده‪ .‬د ‪ bc‬معادل مقاومت لرونکی د دری موازی‬
‫مقاومتونو دی چه عبارت دی له‪:‬‬

‫پس دټول سرکيټ معادل مقاومت عبارت دی له‪:‬‬

‫‪,‬‬ ‫)‪(9‬‬

‫داوم قانون داستفاده څخه دسرکيټ جریان عبارت دی له‪:‬‬

‫د ‪ ab‬او ‪ bc‬برخودانجامونوولتيج عبارت دی له‪:‬‬

‫‪17‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫;‬

‫دموازی شاخوجریان په دی توګه ليکالی شو‪:‬‬

‫لندی شکل مونږ ته د مقاومتونو مسلسل موازی تړل ښيي‪.‬‬

‫‪R₁‬‬
‫‪a‬‬
‫‪b‬‬

‫‪I‬‬

‫‪I₂‬‬ ‫‪I₃‬‬ ‫‪I₄‬‬

‫‪R₂‬‬ ‫‪R₃‬‬ ‫‪R₄‬‬

‫‪V‬‬ ‫‪I‬‬
‫‪c‬‬

‫(‪)8‬شکل د مقاومتونو مسلسل موازی تړل‬

‫‪۱‬ـ مثال‪ :‬دهغه سرکيټ جریانونه او ولتيج پيداکړی چه په ‪(1-‬‬


‫)‪ 11‬شکل کی ښودل شوی چه هغه صورت کی هغه ‪R₄ = 50 Ω and R₃ =10 Ω ,‬‬
‫‪R₂ = 20Ω , R₁ = 2. 12 Ω, V= 240 volt‬وی‪.‬‬

‫حل‪ :‬د ‪ bc‬دموازی شاخونو معادل مقاومت عبارت دی له‪:‬‬

‫‪18‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫معادل مقاومت دسرکيټ عبارت دی له‪:‬‬

‫دسرکيټ دجریان لپاره ليکالی شوچه‪:‬‬

‫د ‪ R₁‬دمقاومت دانجامونوولتيج عبارت دی له‪:‬‬

‫دموازی برخودانجامونوولتيج لپاره ليکوچه‪:‬‬

‫دموازی شاخونودجریانونو لپاره ليکوچه‪:‬‬

‫اتصالی سيمان‬
‫سيم په یوبرقی سرکيټ کی دانرژی منبع دمقاومت سره وصولوی‬
‫مونږدوه ډوله سيمانوڅخه دبرق دانتقال لپاره په یوبرقی‬
‫سرکيټ کی استفاده کوو‪.‬‬

‫‪19‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪۱‬ـ مسی سيمان چه دمسوڅخه جوړشوی دی اودبرق ډیرښه هادی بلل‬


‫کيږی‪ .‬اومقاومت ئی عبارت دی له‬

‫‪۲‬ـ المونيمی سيمان چه دالمونيم څخه جوړشوی اوډیرښه هادی‬


‫دبرق دی اومقاومت ئی مساوی کيږی له‬

‫مونږکولی شوچه دبرق دانتقال لپاره نوروفلزاتوڅخه هم‬


‫استفاده وکړولکه اوسپنه‪ ،‬نيکل‪ ،‬اوداسی نورفلزاتوڅخه چه‬
‫دځينو لپاره مقاومتونه په لس راوړل شوی چه په لندی جدول‬
‫کی ښــودل شـــوی دی‪.‬‬

‫جنس‬ ‫مقاومت ‪ R‬په ‪Ω‬‬ ‫مخصوصه مقاومت ‪Ωm.‬‬

‫مس‬ ‫‪0.57‬‬ ‫‪0.01785‬‬

‫المونيم‬ ‫‪0.91‬‬ ‫‪0.0286‬‬

‫اوسپنه‬ ‫‪4.15‬‬ ‫‪0.13‬‬

‫نيکل‬ ‫‪9.55‬‬ ‫‪0.3‬‬

‫کنستاننان‬ ‫‪15.9‬‬ ‫‪0.5‬‬

‫کرم نيکل‬ ‫‪31.8‬‬ ‫‪0.1‬‬

‫‪2‬جدول‬

‫مقاومت دسيم اوږدوالی اودسيم‬ ‫دیوسيم مقاومت په مخصوصه‬


‫دمقطی مساحت پوری مربوط دی‪.‬‬

‫‪20‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫الف‪ :‬هرڅومره چه مخصوصه مقاومت لوی وی مقاومت مقدارهم‬


‫زیات وی‪.‬‬

‫ب‪ :‬هرڅومره چه دسيم اوږدوالی زیات وی نودسيم مقاومت به هم‬


‫زیات وی‪.‬‬

‫ج‪ :‬هرڅومره چه دسيم مقطع کوچنی وی مقاومت ئی زیات وی‪.‬‬


‫نوليکالی شوچه‪:‬‬

‫‪S‬مخصوصه مقاومت دی او واحد یی ‪ Ωm‬دی‪A .‬عرضي مقطع ‪ L،‬د سيم‬


‫اوږدوالی دی‪ .‬که دسيم اوږدوالی ‪ L‬په متر ‪ m‬د عرضی مقطی‬
‫‪ R‬په ‪ Ω‬سره‬ ‫اندازه شي نومقاومت‬ ‫په مترمربع‬ ‫مساحت‪A‬‬
‫اندازه کيږي‪.‬‬

‫فيوز‪Fuse:‬‬
‫په برقی دوره کی فيوزونه دبرقی اوتخنيکی دستګاه دنوعيت‬
‫اوکيفيت (دجریان مقدار) له مخی انتخابيږی په الکتروتخنيک‬
‫( سمبول په واسطه ښودل کيږی فيوزپه‬ ‫کی فيوزد )‬
‫دوره کی په مسلسل ډول تړل کيږی‪ .‬ځينی فيوزونه دشارتی رژیم‬
‫اویا دسرکيټ څخه دډیرزیات جریان ومصرف له امله وصليه‬
‫کنتاکت پورته کوی اوپه دی ترتيب جریان قطع کوی لکه دسویچ‬
‫نامه یادیږی‪.‬‬ ‫په څير‪ .‬نوموړی فيوزونه داتومات فيوزپه‬
‫خوپه ځينی نوروفيوزونوکی دنازکوسيمانوڅخه استفاده کوی چه‬
‫دجریان په مقابل کی یعنی کله چه جریان ډیرزیات شی ویلی‬
‫کيږی اوسرکيټ قطع کيږی‪.‬‬

‫دانتقالی‬ ‫استعماليږی‬ ‫کی‬ ‫دوره‬ ‫په‬ ‫چه‬ ‫فيوزونه‬ ‫کوم‬


‫سيمانودمقطع اومجازجریان سره متناسب وی‪ .‬که چيری هغه‬
‫فيوزچه ددوری لپاره استعماليږی دټاکل شوی فيوزونودجملی‬
‫څخه وی دسرکيټ دهغی برخی لپاره چه ددی فيوزپه واسطه ساتل‬
‫کيږی (محافظت) دحریق خطرنشته‪ .‬دکورونواوښارونوپه برقی‬
‫سرکټونو کی دفيوزاستعمال حتمی اولزمی دی ځکه چه حتی که‬
‫چيری په لين دوانی کی دسيم قطردمجازجریان په رعایت سره‬

‫‪21‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫تعين شوی وی بيا هم کيدای شی دساکټونوڅخه دزیات برق‬


‫داخيستوپه اثراویاهم دشارتی دژیم درامنځته کيدوپه اثردسيم‬
‫دجریان مقداردمجازحد څخه تجاوزوکړی‪.‬‬

‫څرنګه چه دځينی فيوزونودکاراصل په دی کی دی چه اتصال سيم‬


‫ا باید دسيم دمقطع څخه دجریان دمجازحد په‬ ‫یی ذوبيږی بنا‬
‫جدولونوکی ورکړشوی دی لوی فيوزاستعمال نشی‪ .‬دوړوکی‬
‫‪،‬‬ ‫لوړوی‬ ‫ميزان‬ ‫دحفاظت‬ ‫اودسيم‬ ‫ضررنلری‬ ‫فيوزانتخاب‬
‫مګرفيراقتصادی دی‪.‬‬

‫دفيوزهغه برخه چه دعمل به وخت کی ویلی کيږی سرخالصه نه‬


‫پریښودل کيږی ځکه چه کيدای شی دسيم دذوب له امله حریق‬
‫شاوخواساحی ته خپور شی له دی امله دفيوزذوبيدونکی سيم‬
‫دکاشی یا شيشه ئی محفظی په داخل که ځای په ځای کيږی‬
‫اودسيم شاوخواساحه دشګی څخه ډکوی چه دفيوزدسوځيدنی په‬
‫صورت کی لمبه ژردمنځه لړه شی‪.‬‬

‫ریزونانس اوولتيج‬
‫هغه سرکيټ چه په هغه کی کوایل یا ګوټک اومساوی ریکټنس‬
‫خازنونه په مسلسل ټوګه وصل شوی وی دولتيج ریزونانس به نوم‬
‫یادیږی‪ .‬مونږیوسرکيټ په نظرکی نيسوچه په هغه کی یوهادی د‬
‫‪ R‬په مقاومت کوایل داندکتيوپتی ضریب )‪ (L‬سره اوخازن د ‪ C‬په‬
‫ظرفيت سره د )‪ (9‬شکل په مطابق په مسلسل ډول وصل شوی ده‬
‫اوفرضوو چه د ‪ i‬جریان ددوی نه تيریږی‪.‬‬

‫ددی سرکيټ دانجامونوولتيج مساوی کيږی دمجموعه د دری‬


‫مرکبوسره )‪ (10‬شکل یعنی د ‪ R‬مقاومــــت دانجامونوولتيج‬

‫چه دجریان سره دعين فازلرونکی دی ‪ ،‬دکوایل‬

‫(‬ ‫دپریود‬
‫( چـه دجریـان په نسبـت )‬ ‫دانجـامونوولتيج )‬
‫دڅلورم حصی په اندازه دابتدائی فازدرلودونکی ده اودخازن‬
‫دانجامونوولتــــيج‬

‫‪22‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫چه دجریان په نسبت دپریود دڅلورم حصی په اندازه دتاخيری‬


‫فازدرلودونکی دی‪.‬‬

‫‪C‬‬
‫‪R‬‬ ‫‪L‬‬

‫‪V‬‬

‫شکل )‪ (9‬هغه حرکت چه دیومقاومت ‪ ،‬یوکوایل اویوخازن په‬


‫مسلسله توګه وصل شوی دی‪.‬‬

‫‪V‬‬

‫‪I‬‬
‫‪Z‬‬
‫‪X‬‬

‫‪r‬‬

‫‪23‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫سرکيټ لپاره په هغه‬ ‫(‪)11‬شکل د امپيدانس مثلث د‬


‫(‪)10‬شکل وکتور‬
‫دیاګرام یو‬

‫سرکيت لپاره په هغه‬ ‫وی‪.‬‬ ‫صورت چه‬


‫صورت کې‬

‫وی‪.‬‬ ‫چه‬

‫دیوسرکيټ دانجامونوولتيج کولی شوچه د قایم الزاویه مثلث‬


‫نه )‪ (11‬شکل کی پيداکړو‪.‬‬

‫چه دمثلث په یوضلع کی دمقاومت دولتيج وکتوراوپه بله ضلع‬


‫کی دکوایل اودخازن دوکتورونوترمنځ توپيرښئی‪ .‬دریاضی له‬
‫نګاه نه ليکالی شوچه‪:‬‬

‫)‪(11‬‬
‫=‪V‬‬ ‫‪,‬‬

‫د قيمتونو په وضع کولو سره‬ ‫‪،‬‬ ‫‪،‬‬ ‫‪،‬‬ ‫د‬


‫په (‪( 11‬معادله کې جریان په مقاومت په ریکتنس کوایل او‬
‫ریکتنس خازن له جنسه حاصلووږ‬

‫=‪V‬‬ ‫‪=I‬‬ ‫‪= I.Z,‬‬ ‫) ‪(12‬‬

‫له دی ځایه به داوم قانون د ‪ rms‬قيمتونه په نظرکی نيولوسره‬


‫لندی شکل به ولری‪:‬‬

‫‪24‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫=‪Z‬‬ ‫=‬ ‫‪,‬‬


‫)‪(14‬‬ ‫امپيدانس‪:‬‬

‫آمپيدانس د ‪ Z‬څخه عبارت دی چه په )‪ (14‬شکل کی ښودل شوی دی‪.‬‬


‫جریان نظرولتيج ته یوفازتوپير د الفا دزاویی په اندازه‬
‫لری چه دهغی تانجانت عبارت دی له‬

‫دې‪.‬‬ ‫وی نو په نتيجه کې‬


‫هرکله چه‬

‫د)‪ (11‬او)‪ (10‬شکلونو په مطابق اوجریان نسبت ولتيج ته د ‪θ‬‬


‫زاویی په اندازه تاخيری فازلرونــکی دی‪.‬‬
‫وی نو په هغه صورت جریان ولتيج ته‬ ‫هرکله چه‬
‫دابتدایی فاز درلودونــکی دی‪.‬‬

‫‪Z=r‬‬

‫سرکيت لپاره په هغه صورت‬ ‫)‪( 12‬شکل دامپيدانس مثلث د‬


‫وی‪.‬‬ ‫کې چه‬

‫‪25‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫سره کيږی )‪ (10‬او )‪(11‬‬ ‫وی په نتيجه کی‬ ‫هرکله چه‬


‫شکلونه نو ویالی شــــوچــه ولتيج ریزونانس نيسی‪ .‬نو پدی‬
‫حال کی دنوسانی سرکيټ امپيدانس عبارت دی له خالص مقاومـت‬
‫څخــه یعنی ‪:‬‬

‫پدی ترتيب‬ ‫دی په داسی حال چه دسرکيټ دانجامونوولتيج‬


‫اصغری امپيدانس ‪ V‬وی پس جریان یی اعظمی دی‪.‬‬

‫رنکټنس یوبل له‬ ‫بناپردی دریزونانس په حال کی د‬


‫منځه وړی اوجریان په سرکيټ کی یا دسرکيټ دانجامونوولتيج‬
‫خازن‬ ‫کوایل دانجامونوولتيج او د‬ ‫هم فازد‬
‫دانجامونوولتيج دمقدارله نګاه نه سره مساوی دی مګرفازونه‬
‫ءیی مختلف دی‪ .‬یعنی یوبل له منځه وړی اودسرکيټ‬
‫دانجامونوولتيج مساوی دی دمقاومت دانجامونودولتيج سره‪.‬‬

‫دکوایل دانجام ولتيج نسبت دمجموعی سرکيټ برولتيج باندی‬


‫اوهم دخازن دانجامونوولتيج نسبت دمجموعی سرکيټ پرولتيج‬
‫باندی د ‪ Q‬فکتور (دغټ ښودنی فکتور) سرکيټ په نویادیږی‪.‬‬

‫‪26‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫شکل )‪ (13‬دجریان شکلونه‪ ،‬ولتيج اوطاقت دریزونانس دولتيج په‬


‫سرکيت کی‪.‬‬

‫– فکتورښي چه دنوسانی سرکيټ دریزونانس په حالت کی‬


‫څومرتبه د ‪ V‬دانجامونودولتيج په نسبت لوی دی‪ .‬د ‪ Q‬په‬
‫خازن‬ ‫د کوایل دانجامونوولتيج اود‬ ‫لویوقيمتونوکی د‬
‫دانجامونوولتيج د ‪ V‬دانجامونودولتيج څوبرابره دی‪.‬‬

‫سره مساوی اومختلف العالمه وی یعنی‬ ‫هرکله چه‬


‫په نتيجه کی دخازن اوکوایل لحظوی طاقتونه په هر وقت کی‬
‫‪ (13) .‬شکل‬ ‫سره مساوی او مختلف العالمه وی‪.‬‬

‫دی‪ .‬بناپردی ویالی شوچه‬ ‫ځکه چه‬


‫دذخيره شوی انرژی دکميدوپه سبب دبرقی ساحې په واسطه‬
‫یوتزاید په ذخيره شوی انرژی کی په مقناطيسی ساحه کی صورت‬
‫نيسی او هم برعکس ددی‪.‬‬

‫خازن ریکټنس قيمتونه منبع‬ ‫کوایل ریکټنس او‬ ‫د‬


‫دفریکونسي اړه لري یعني‪:‬‬

‫‪27‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دی پس‬ ‫چونکه دریزونانس ولتيج په حالت کی‬


‫کولي شوچه وليکوچه‪:‬‬

‫بناپردي دریزونانس فریکونسي عبارت دی له ‪:‬‬

‫‪,‬‬ ‫)‪(17‬‬

‫دریزونانس حالت په دي سرکيټ کی پردوومختلفوطریقوسره منځ‬


‫ته راځي‪:‬‬

‫)‪ (a‬د ‪ L‬او ‪( C‬یویا دواړو) پارامترونوپه تغيرورکولوسره په‬


‫هغه صورت کي چه دمنبع فریکونسي ثابت وی‪.‬‬

‫)‪ (b‬دفریکونسی په تغيرورکولوسره په هغه صورت کي چه د ‪ L‬او ‪C‬‬


‫پارامترونه ثابت وی‪ .‬ددي واقعي په نطرکي نيولوسره ‪ ،‬دجدا‬
‫ګانه عناصرودجریانونه او ولتيج تابعيت دفریکونسي دسرکيټ‬
‫په تابع په ګرافيکي شکل چه دریزونانس دمنحني په نوم‬
‫یادیږي په )‪ (14‬شکل کي ښودل شوی دي ‪.‬‬

‫دسرکيټ دریکټنس تغيردفریکونسي په تابع په )‪ (14‬الف کي ښودل‬


‫کوایل ریکټنس‬ ‫شوي دی‪ .‬دشکل نه ليدل کيږي چه د‬
‫خازن ریکټنس معکوسا‬ ‫دفریکونسي سره مستقيما متناسب او‬
‫کي‬ ‫متناسب دي دفریکونسي سره دریزونانس په فریکونسي‬
‫دامپيدانس سرکيټ ‪ Z‬اصغري اودمقاومت سره مساوي کيږي‪.‬‬

‫خازن دریکټنس په تناقص سره‬ ‫وي نود‬ ‫� هرکله چه‬


‫کوایل‬ ‫په صورت کي د‬ ‫فریکوینسي تزاید کوي اود‬
‫دریکټنس په تزاید سره فریکوینسي هم زیاتيږي پورتنی تابعيت‬
‫امپيدانس سرکيټ دفریکوینسي دسرکيټ دجریان تغيردفریکوینسي‬
‫حالت کی جریان‬ ‫په نسبت په ثابت ولتيج کې تعينوی‪ .‬د‬
‫صفردی اودفریکوینسي په تزایدسره جریان زیاتيږي ترڅوچه په‬
‫کی اعظمي قيمت ته رسيږي‪ .‬دفریکونسي تزاید ددي سبب‬

‫‪28‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کيږي چه جریان په تدریج سره سقوط کړي اود ∞=𝝎 په صورت کي‬
‫جریان صفرکيږي‪.‬‬

‫(الف)‬

‫‪29‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫(ب)‬

‫شکل )‪ (14‬دریزونانس ښودونکي‪.‬‬

‫دسرکيټ دانجامونودمقاومت ولټيج دمشابه قانون په اساس تغير‬


‫هرکه‬ ‫ا متناسب دې دجریان سره‬
‫خوري‪ ،‬ځکه ولټيج مستقيما‬
‫خازن ولټيج مساوی دی دداخلی‬ ‫وی د‬ ‫چه فریکوینسي‬
‫سره کيږي‬ ‫سره نوبنا پردی دخازن ریکټنس‬ ‫ولټيج‬
‫اوپه نتيجه کي داسی فرض کيږی چه سرکيټ په دی نقطه کی خالص‬
‫خازن ولټيج دفریکوینسی په تزاید سره تزاید کوی‬ ‫دی‪ .‬د‬
‫اوپه ډیر کم قيمت دفریکوینسي سره خپل اعظمي قيمت ته رسيږي‬
‫وروسته دهغي نه دخازن ولټيج دفریکوینسي په تزاید سره سقوط‬
‫قيمت کې صفرکيږي‪.‬‬ ‫کوي اوپه‬

‫دکوایل دانجامونو ولټيج صفروي ځکه د‬ ‫وي د‬ ‫کله چه‬


‫ولټيج دفریکوینسي په‬ ‫د‬ ‫کوایل ریکټنس صفردي‪.‬‬
‫تزاید سره تزاید کوي اوکله چه دفریکوینسي قيمت لږ دسرکيټ‬
‫ولټيج اعظمي قيمت ته‬ ‫دریزونانس دقيمت نه زیات شي نود‬
‫ولټيج سقوط کوي‬ ‫رسيږي‪ .‬دفریکوینسي دلزیاد تزاید سره‬
‫کی دمنبع ولټيج سره مساوی کيږي اوپه دي‬ ‫اوبالخره په‬
‫مطابقت کوي‪ .‬په هغه‬ ‫نقطه کې سرکيټ دخالص نقطي سره‬
‫فریکوینسيو کي چه دریزونانس دفریکوینسي نه کم وي‪ ،‬دخازن‬
‫منفي فاز‬ ‫ریکټنس زیات وي پس جریان اوداخلي ولټيج‬
‫تفاوت درلودونکي دي‪ .‬دفریکوینسي په تزاید سره دفازتفاوت‬
‫اوبيا‬ ‫کميږي اوپه فریکوینسي کي ریزونانس صفرکيږي‬
‫صفرکيږي اودفریکوینسي په تزایدسره تزاید کوي‪.‬‬

‫‪30‬‬
Get more e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library

You might also like