Professional Documents
Culture Documents
د مالیاتي اظهارلیک طرزالعمل
د مالیاتي اظهارلیک طرزالعمل
.1د سګټاس سیستم له الرې د سټیکر چاپولو سره یوځای د سپینو اظهارلیکونو ویشل:
د مالیاتي اظهارلیکونو د فورمونو (کلنې اظهارلیک ،د ربعواره انتفاعي مالیې اظهارلیک او د موضوعي مالیاتو فورمې)
ترالسه کولوپه موخه د مالیه ورکوونکي د رجوع پر مهال ،د خدمتونو وړاندې کولو څانګه باید سپین اظهارلیک له ټولو
ضمیمه پاڼو سره یوځای د سټیکر په لګولو سره چمتو ،مالیه ورکوونکي ته یې توزیع او پرله پسې شمیره یې په سیستم او د
ثبت په کتاب ورسوی .همدا راز مالیه ورکوونکی کوالی شي مالیاتي اظهارلیکونه د مالیې وزارت له ویبپاڼې څخه ترالسه
او ورڅخه ګټه واخلی.
1
په همدې توګه مالیه ورکوونکي کوالی شي خپله مالیه د بانک له الرې مالیاتي حساب ته چې د مالیاتي ادارې لخوا معرفي
شوې ،ولیږدوي.
.3د مالیاتي ادارې د خدمتونو وړاندې کولو څانګی یا آرشیف ته د مالیاتي اظهارلیک وړاندې کول او تسلیمي ترالسه کول:
پس له دې چې مالیه ورکوونکی د اظهارلیک له مخې د ورکړې وړ مالیه اړوند بانک کې تحویل کړي ،دقانون د حکمونو
سره سم مکلف دی چې مالیاتي اظهارلیک د تحویلۍ له سند سره یوځای په ټاکل شوی موده کې اړوندې مالیاتي ادارې ته
وړاندې کړي .د خدمتونو وړاندې کولو د میز مسؤل یا د آرشیف مسؤل کارکوونکی اظهارلیک تسلیموي او مالیه ورکوونکي
ته د اظهارلیک سپارلو تصدیق ورکوي.
د اظهارلیک توزیع کول ،ډکول او وړاندې کول په الندیني ډایاګرام کې ښودل شوي دي:
2
اړونده برخه مالیاتي اظهارلیکونه له ټولو ضمیموي سندونو سره یوځای ارزوي او خپلې لمړنۍ موندنې وړاندې کوي .که
چیرې اظهارلیک او ضمیموي اسناد کوم نواقص یا نیمګړتیاوې ولري په دې صورت کې مالیه ورکوونکي ته خبر ورکول
کیږي ترڅو ژر تر ژره د نواقصو په لیری کولو او د نیمګړتیاوو په بشپړولو کی اقدام وکړي.
که چیرې لومړنې موندنې په اظهارلیک کې وړاندې شوې مالیاتو سره چې پخپله د مالیه ورکوونکي لخوا محاسبه شوې دی
توپیر ولري ،د مالیې ټاکلو تعدیل شوې یاداښت مالیه ورکوونکي ته د مالیې د ورکړې په موخه صادر یږي او اړوند بانکې
حساب ته د مالیې د تحویلولو سند ترالسه کولو څخه وروسته د مالیه ورکونکي دوسیه د خطر ارزونې کمیټې ته معرفي او
راجع کیږي او همدا راز د جواز د نوي کولو مکتوب هم مالیه ورکوونکي ته صادر کیږي .په دې برخه کې د سندونو ارزونه
او لومړنۍ موندنې باید د لسو ورځو مودې په ترڅ کې بشپړ شي.
د دوسیې د پړاوونو طې کول (طی مراحل) لکه څنګه چی پورته توضیح شو په الندی ډیاګرام کی هم ښودل شویدی.
3
دغه طرزالعمل د منظورۍ له نیټې څخه نافذ او ټولې مالیاتي ادارې یې پر تطبیق باندې مکلفې دي.
دعوایدو لوی رئیس د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس د عوایدو د پالیسۍ د طرح او تحلیل آمر
وکتل شو
منظور دی
4