Professional Documents
Culture Documents
په لمانځه کی اووه ډېرې تکرارېدونکې تیروتنی
په لمانځه کی اووه ډېرې تکرارېدونکې تیروتنی
(انځوريز)
عبادات ,معارف اسالمي 4 /تبصره ها on May 6, 2009 4:05 am in
د پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم عادت مبارک وو چی د دی سورت د هر آیت څخه وروسته یو څه تم کیده (ابو
داود)
دویمه تیروتنه -د رکوع او سجدو په وخت کی د السونو (مړوندونو) له ځان سره نښلول یا ننویستل ،او د سجدو
په وخت کی خیټه یا نس له ورنونو سره یو ځای کول.
پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم فرمایلی دی :هیڅ یو له تاسو دی خپل ځان په خپلو څنګلو یا لیچو نه ډاډه کوی (په
سجدو کی) لکه د سپی په څیر .په خپل ورغوی دی تکیه وکړی او څنګلی دی له خپل وجود نه لیری وساتی.
(صحیح مسلم).
د پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم عادت مبارک وو چی خپل السونه به یی د تنی څخه په رکوع او سجدو کی لیری
ساتل تر دی چی د تخرګونو سپینوالی به یی ښکاریده (صحیح مسلم)
د لمونځ په وخت کی پورته خواته کتل کوالی شی چی په پاملرنه کی مو خلل منځته راولي .مونږ دا سپارښتنه کوو
چي د لمونځ په وخت کی هغه ځای ته وکتل شی چی چیرته په سجده کی سر لګیږی .پیغمبر اکرم صلی هللا علیه
وسلم امر کړی چی هغو کسانو ته چی په لمونځ کی پورته خواته ګوری ووایه چی دا کار بس کړی ،ځکه کیدایشی
چی ددوی لید به بیرته ورته راونه ګرځی .یعنی د سترګو لید به له السه ورکړي( .مسلم)
پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم فرمایلی :ماته امر شوی چی په اوه()۷هډوکو سجده وکړم په تندي او په پوزه ،په
دوه السونو(تلی) ،په دوه زنګنونو او په دوه پښو( .صحیح مسلم)
د پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم مبارکی وینا ته په کتلو سره الزمی ده چی خپل تندی او پوزه د سجدی پر وخت
پر زمکه کیږدو.
پنځمه تیروتنه – د لمونځ د رکنونو په بیړه ادا کول په ځانګړی ډول رکوع او سجدی په هوسا شکل نه کول.
پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم یو کس ولید چی رکوع یی پوره نکړه ،او ډیری لنډی سجدی یی وکړي ،هغه صلی
هللا علیه وسلم وفرمایل کچیری دا سړی پداسی حال کی مړ شی چی دارنګ لمونځ کوی ،نو هغه به مړ شی پداسی
حال کی چی د محمد (صلی هللا علیه وسلم) ددین نه بغیر په بل دین وی.
ابو هریره رضی هللا عنه فرمایی :زما زړه ته نږدی ملګری محمد صلی هللا علیه وسلم زه لدی نه منعه کولم چی
لمونځ پداسي ډول وکړم لکه د چرګ ټونګی وهل(یعنی د لمونځ په تیزۍ سره ادا کول) ،د ګیدړی په څیر د سترګو
اړول راړول او د بیزوګانو په څیر کیناستل(لکه په ورنونو کیناستل) امام احمد او التیالیسی.
پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم فرمایلی :تر ټولو بد غل هغه دی چی له خپل لمونځ څخه غال وکړی ،خلکو پوښتنه
وکړه ،ای د خدای رسول (صلی هللا علیه وسلم)! یو څوک څنګه له خپل لمونځ غال کوالی شي؟ هغه(صلی هللا علیه
وسلم) وفرمایل :چی کله یی رکوع او سجده پوره (صحیح) ونکړي( .التبرانی او الحکیم).
د رکوع پوره والی پدی ترتیب چی د رکوع په حال کی دومره ځنډ وکړی چی دری ()۳ځله پکی سبحن ربی
العظیم وویل شی البته په ورو ،او دغه رازپه سجدو کی سبحن ربی االعلی دری ځله په ورو سره ویل .هغه(صلی
هللا علیه وسلم) :دا هم فرمایلی:هر هغه څوک چی د لمونځ رکوع او سجدی نه پوره کوی د هغه لمونځ باطل یا
بیکاره دی( .ابو داود او نور)
د پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم عادت مبارک وو چی له لمونځ وروسته تسبیح به یی د خپل ښی الس په ګوتو
ویلی .ابن قدامه رضی هللا عنه فرمایلی :پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم په خپل ښی الس د لمونځ وروسته
تسبیحات ویل(.ابو داود)
پورته حدیث په روښانه ډول دا ښایی چی پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم د تسبیحاتو د شمارلو لپاره یواځی له یو
الس څخه کار اخیست .هیڅ مسلمان چی د سالمو دماغو درلودونکی وی به دا فکر ونکړی چی پیغمبر اکرم صلی
هللا علیه وسلم د تسبیحاتو شمارل په چپ الس کړیدی .عایشه رضی هللا عنها وایی چی پیغمبر اکرم صلی هللا علیه
وسلم خپل چپ الس یواځی د استنجا او د حاجت د رفعی پر وخت د پاکی لپاره استعمالوه .هغه(صلی هللا علیه
وسلم) هیڅکله هم د تسبیح شمارلو لپاره خپل چپ الس ندی استعمال کړی .ياسیراه رضی هللا عنها څخه روایت
دی چی :پیغمبر صلی هللا علیه وسلم ښځو ته امر کړی چی تسبیحات په ګوتو وشماری.
پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم فرمایلی :هغوی (ګوتی) به خبری شروع کړی او پوښتنی به تری وشی(د قیامت
په ورځ).ترمذی.
پورته ذکر شوی حدیث دا روښانه کوی چی تسبیحات ویل د ښی الس په ګوتو افضل او غوره دی.
پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم خبرداری ورکړی چی:هغه څوک چی د لمونځ کونکی مخی ته تیریږی کچیری
ددی کار له پایلی خبر شی نو هغه به دا غوره وګڼی چی څلویښت(نوټ) انتظار وکړی تر دی چی د لمونځ کونکی
مخی ته تیر شی( .صحیح بخاری او مسلم)
نوټ :د دود له مخی د څلویښتو نه مراد کیدایشی ورځی ،میاشتي او یا هم کلونه وی .هللا ښه پوهیږي.
په لمونځ کی اوه ( )۷عادی تیروتنی یا اشتباهات چی باید مخنیوی ورځینی وشی .هیله ده چی خپل نږدی او ښاغلی
ملګری او خپلوان خبر کړۍ تر څو ذکر شوو خبرو ته جدی پاملرنه وکړی .مهربانی وکړی ټول مسلمان امت په
خپلو دعاوو کی په ياد ولرۍ