Professional Documents
Culture Documents
ﺻﺒﺮ ﭘﻪ اﺳﻼم ﻛﯥ ﻋﻤﻮﻣﺎً او ﭘﻪ ځﺎﻧګړي ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﺗـﺼﻮف ﻛـﯥ ﻟـﻮى ﻣﻘـﺎم ﻟـﺮي
ځﻜﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻗﺮآﻧﻜﺮﻳﻢ ﻛﯥ څﻮ څﻮ وارې ﻟﻪ ﺻﺒﺮ څﺨﻪ ﻳﺎدوﻧﻪ ﺷﻮي ده او ﭘﻪ ﻫﻐـﻪ ﻳـﯥ اﻣـﺮ
ﻛړى دى او ښﻪ ﻳﯥ ﺑﻠﻠـﻰ ﻟﻜـﻪ ﭼـﯥ ﻓﺮﻣـﺎﻳﻲ )) :وﺻـﺒﺮو ﻣـﺎ ﺻـﺒﺮك اﻻ ﺑـﺎ اﷲ (( ژﺑـﺎړه :
ﺻﺒﺮ وﻛړه او ﺳﺘﺎ ﺻﺒﺮ ﻟﻪ ﺧﺪاى ) ج ( څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻮر ﭘﻪ ﻫﻴڅ څﻴﺰ ﻧﻪ دى .
ﻳﺎ داﭼﯥ ﻓﺮﻣﺎﻳﻲ )) :اﻧﻤﺎ ﻳﻮﻓﻲ اﻟﺼﺎﺑﺮﻳﻦ اﺟﺮﻫﻢ ﺑﻐﻴﺮ ﺣـﺴﺎب (( ﻳﻌﻨـﯥ ﭘـﻪ رښـﺘﻴﺎ ﺳـﺮه
ﺻﺒﺮ ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﺑﯥ ﻟﻪ دې ﭼﯥ ﻣﺤﺎﺳﺒﻪ ورﺳﺮه وﺷـﻲ ﭘـﻮره اﺟـﺮ او ﻛﺎﻣﻠـﻪ ﺛـﻮاب ورﻛـﻮل
ﻛﻴږي .
اﺑﻲ ﻧﺼﺮ ﺳﺮاج ﻃﻮﺳﻲ واﻳـﻲ ﭼـﯥ ﻣـﺎ ﭘـﻪ ﺑـﺼﺮه ﻛـﯥ ﻟـﻪ اﺑـﻦ ﺳـﺎﻟﻢ څﺨـﻪ دﺻـﺒﺮ ﭘـﻪ ﺑـﺎب
ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه او ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ راﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺻـﺒﺮ ﭘـﻪ درې ډوﻟـﻮ دى :ﻣﺘـﺼﺒﺮﻳﻦ
،ﺻﺎﺑﺮﻳﻦ او ﺻﺒﺎر .
ﻣﺘﺼﺒﺮﻳﻦ :ﻫﻐﻪ ﺧﻠﻚ دي ﭼﯥ ﻛﻠﻪ د ﻧﻔﺲ ﭘﻪ ﻏﻮښـﺘﻠﻮ ﻏـﺎﻟﺒﻴږي او د ﺧـﺪاى ﭘـﺎك د
رﺿﺎ د ﭘﺎره دﻧﻔﺲ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻛﺎر ﻛﻮي او ﻛﻠﻪ داﺳﯥ ﭘﻴښﻴږ ي ﭼﯥ د ﻧﻔـﺲ ﻏﻮښـﺘﻨﯥ ﭘـﺮې
زورورې وي او ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻮﻟﻰ ﭼﯥ دﻫﻐﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻣﻘﺎوﻣﺖ او ﺻﺒﺮ وﻛړي .
:ﻫﻐــﻪ ﻛــﺴﺎن دي ﭼــﯥ دﺧــﺪاى ) ج ( ﭘــﻪ ﻻ ر ﻛــﯥ ﺧــﺎص د ﺧــﺪاى ) ج ( د ﭘــﺎره د ﺻــﺎﺑﺮﻳﻦ
ژوﻧﺪ ﺗﻜﻠﻴﻔﻮﻧﻮ ﺗﻪ اوږه ﻻ ﻧﺪ ې ﻛﻮ ي ﺑﯥ ﻟـﻪ ﺟﺰﻋـﯥ ﻓﺰﻋـﯥ ) ﺷـﻮر و ﻓﺮﻳـﺎد ( ،ﺗﻨـډارو ،
ژړا او واوﻳﻼ څﺨﻪ د ﺧﺪاى ﭘﺎك اﻣﺮ ﺗﻪ ﻏﺎړه ږدي او ﻛﻮم ﺷﻜﺎﻳﺖ ﻧﻪ ﻛﻮي .
ذواﻟﻨﻮن ﻣﺼﺮي ﻛﻴﺴﻪ ﻛـﻮي ﭼـﯥ )) :ﻳـﻮه ورځ د ﻳـﻮه رﻧځـﻮر ﭘﻮښـﺘﻨﯥ ﺗـﻪ وﻻړم ،ﻛﻠـﻪ
ﭼﯥ زه ورﻧـﻨﻮﺗﻢ ﻟﻪ ﻣﺎ ﺳﺮه ﻳـﯥ ﭘـﻪ ﺧﺒـﺮو ﭘﻴـﻞ وﻛـړ او ﭘـﻪ دې ﻣـﻨځ ﻛـﯥ ﻳـﯥ ﭘـﻪ ځګﻴـﺮوى
وﻛړ ﻧﻮ ﻣﺎ ورﺗﻪ ووﻳﻞ ] :ﻫﻐﻪ څﻮك ﭼﯥ وﻫﻠـﻮ ﺗـﻪ ﻳـﯥ ﻃﺎﻗـﺖ وﻧﻜـړي ﭘـﻪ ﻣﺤﺒـﺖ ﻛـﯥ ﻳـﯥ
رښﺘﻴﺎﻧﻰ ﻧﻪ دى [ .دې رﻧځﻮر راﺗﻪ ووﻳﻞ )) :ﻫﻐﻪ څﻮك ﭼـﯥ ﻟـﻪ وﻫﻠـﻮ ټﻜﻮﻟـﻮ څﺨـﻪ ﻳـﯥ
ﻟﺬت او ﺧﻮﻧﺪ واﻧﻪ ﺧﻠﻲ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ او دوﺳﺘۍ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺻﺎدق او رﻳښﺘﻨﻰ ﻧﻪ دى (( .
ﺻﺒﺎر :ﻫﻐﻪ ﻛﺴﺎن دي ﭼﯥ دﺧﺪاى ) ج ( ﭘﻪ ﻻ ره ﻛﯥ دﺧﺪاى ) ج ( دﭘﺎره دﺧﺪاى ﭘﺎك
ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ او ﻛﻮﻣﻚ ﺻـﺒﺮ ﻛـﻮي او ﻛـﻪ ﭼﻴﺮﺗـﻪ دژوﻧـﺪ ټـﻮل ﻏﻤﻮﻧـﻪ ،دردوﻧـﻪ ،رﻧځﻮﻧـﻪ او
ﻣﺼﻴﺒﺘﻮﻧﻪ ورﺗﻪ ﻣﺘﻮﺟﻪ ﺷﻲ ،دوي ﭘﺮې ﭘﺮوا ﻧﻪ ﻛﻮي ،رﻧګ ﻳﯥ ﻧﻪ ﺑﺪﻟﻴږي او ﻧﻪ ﻳﯥ
ﭘﻪ اﺧﻼ ﻗﻮ روﺣﻴﺎﺗﻮ ښﻜﺎره او ﭘټﻮ ﺧﻮاﺻﻮﻛﯥ ﻛﻮم ﺑﺪﻟﻮن راځﻲ .
د ﺻﺒﺮ دا ﻣﺮﺣﻠﻪ ﺷﻴﻠﻲ ﭘﻪ دې ﻻ ﻧﺪﻳﻨﻴﻮ اﺷﻌﺎرو ﻛﯥ داﺳﯥ ښﻜﺎره ﻛړى ده :
ﻗﺪ ﻗﺮا ﻫــﺎ ﻣﻦ ﻟﻴﺲ ﻳﺤﺴﻦ ﻳﻘﺮا ﻋﺒﺮات ﺧﻄﻄﻦ ﻓـﻲ اﻟﺨـﻂ ﺳــﻄﺮا
26
و ﺧــﻮف اﻟــﻔـــﺮاق ﻳـﻮرث ﺿــﺮا ان ﺻﻮت اﻟﻤﺤﺐ ﻣﻦ اﻟـﻢ اﻟﺸﻮق
ﻓـﺼﺎح اﻟﻤﺤـﺐ ﺑﺎاﻟﺼـﺒﺮ ﺻـﺒﺮا ﺻﺎﺑﺮاﻟﺼﺒﺮ ﻓﺎ ﺳﺘﻐﺎث ﺑﻪ اﻟــﺼﺒﺮ
ژﺑﺎړه :اوښﻜﻮ دې ﭘﻪ ﻣﺦ ﺑﺎﻧﺪې داﺳﯥ ﺧﻂ وﻟﻴﻜﻪ دﻫﻐﻮ ﭼﯥ ﻟﻴﻚ او ﻟﻮﺳﺖ ﻳﯥ ښﻪ ﻧـﻪ
وه زده ﻫﻐﻮ ﻫﻢ وﻟﻮﺳﺘﻰ ﺷﻮ .
دﻋﺎﺷﻖ ﻏږ او آواز د ﺷﻮق ﻟﻪ درده او د ﺟﺪاﻳﻰ او ﺑﻴﻠﺘﻮ ن ﻟﻪ وﻳـﺮې دوﻣـﺮه ﺗُﻨـﺪ او ﺗﻴـﺰ
دى ﭼﯥ د اذﻳﺖ او ﺿﺮر ﺳﺒﺐ ﻛﻴږي .
ﻋﺎﺷﻖ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺻﺒﺮﺳﺮه ﻣﺴﺎﺑﻘﻪ وﻛړه ﻧﻮﺻﺒﺮدده ﻟﻪ ﻻ ﺳﻪ اﺳﺘﻐﺎﺛﻪ ) ﺷﻜﺎﻳﺖ او ﻓﺮﻳﺎد (
وﻛړ ،ﻋﺎﺷﻖ ﭘﻪ ﺻﺒﺮ ﺑﺎﻧﺪې ﻏږ وﻛړ ﭼﯥ اى ﺻﺒﺮه ! ﺻﺒﺮ وﻛړه !
دﭘﻮرﺗﻨﻴﻮ څﺮګﻨﺪوﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺳﺮه ارواښﺎد ګﻞ ﭘﺎﭼﺎ )) اﻟﻔﺖ (( د ﺻﺒﺮ ﻣﺎﻧﺎ
داﺳﯥ ﻛړى ده :
)(١
د اوﻻ د ﭘﻪ ﻣــړﻳﻨـﻪ ږﻳــﺮه ﻧـﻪ ﺷــﻜﻮل دي ځﻴﻨﯥ واﻳﻲ ﺻﺒــﺮ ﻏــﻢ ﻛﯥ ﻧﻪ ژړل دي
ﭘﻪ ﺳﺨﺘﻴﻮﻛﯥ د ﺧﭙﻞ ځﺎن ﻧﻪ ﺑﺎﻳﻠﻞ دي ﻛﻪ ﺻﺤﻴﺢ ﻣﻌﻨﻰ ﻳﯥ ﻏﻮاړى زﻣﺎ ﺟﺎﻧﻪ
)(٢
ﺻﺎﺑﺮ ﻧﻪ دى ﻛﻪ زﺣـﻤﺖ ﻧﻪ څﻮك وﻳﺮﻳږي ﻳﺎ ﻫــﺮ ﺷــﻰ ﺗﻪ ﻟـﻜﻪ ووړﻛـﻰ ﻫـﻮﺳـﻴږي
ﺑﯥ ﺻﺒﺮي ده ﭼﯥ ﺑﯥ ځﺎﻳﻪ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ ﻛړي ﻳﺎڅﻮك زﻳﺎت ﻟﻪ ﺿﺮورﺗﻪ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻴږي ) ( ١
ﻫﻤﺪارﻧګﻪ د روښﺎﻧﻲ دورې دﻳﻮان ﻟﺮوﻧﻜﻰ ﺳـﺘﺮ ﺷـﺎﻋﺮ دوﻟـﺖ ﻟـﻮاڼﻰ دﺻـﺒﺮ ﭘـﻪ ﻫﻜﻠـﻪ
داﺳﯥ وﻳﻠﻲ دي :
ﭘﺮ ﻛﺮﻳﻢ رﺣﻴﻢ ﺳﺘﺎ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ﺑﻞ ﻏﻤﺨﻮار ﻫﻴڅ ) ( ٢ ﭘﻪ ﻗﺴﻤﺖ ﺧﭙﻞ ﺻﺒﺮ ﺷﻜﺮ ﻛړه راﺿﻲ ﺷﻪ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١د اﺳﺘﺎد اﻟﻔﺖ ﻛﻠﻴﺎت ٢٦٩ ،ﻣﺦ
) ( ٢د دوﻟﺖ ﻟﻮاڼﻲ دﻳﻮان ،ﭘښﺘﻮ ټﻮﻟﻨﻪ ٤٣ ،ﻣﺦ
ﻫﻤﺪارﻧګﻪ دوﻟﺖ ﻟﻮاڼﻰ ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﻞ ځﺎى ﻛﯥ د ﻧﺎ ﺻﺒﻮره اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ داﺳﯥ واﻳﻲ :
ﻧﺎ ﺻﺒﻮر ﺑﯥ ﻗﻨﺎﻋﺘﻪ ﺧـﻮار ګﺪاى وي
)( ١ ﭘﻪ دﻧﻴﺎ ﻛﻪ زﻳﺎت ﺗﻮاﻧګﺮ وي ﻟﻪ ﻗﺎروﻧﻪ
27
ﺧﻮﺷﺤﺎل ﺧﺎن ﺧټﻚ ﻫﻢ دﻗﺮآﻧﻜﺮﻳﻢ او ﻧﺒﻮي ﺣﺪﻳﺜﻮ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ د ﺻﺒﺮ ﭘـﻪ ﻫﻜﻠـﻪ داﺳـﯥ
وﻳﻠﻲ دي :
ﭘـــﻪ ﺑــــﻼ ﺗـــﺮ ﻫــــﺮه څــﻴــــــﺰه ﺻﺒﺮ ډﯦﺮ ښــﻪ دى ﻋﺰﻳﺰه
ﻣﻞ دى ﺧﺪاى ) ج ( د ﺻﺎﺑﺮاﻧﻮ ﺻﺒﺮ ډﯦﺮ ښﻪ دى ﻳﺎراﻧﻮ
ﻇـﻔـﺮ ﻣﻮﻣﻲ وروﺳﺘﻪ وړاﻧﺪي ﻫﺮ ﺳړى ﭼﯥ ﺻﺒﺮ ﻛﺎﻧﺪي
څــﻮك ﭼــﯥ ﺻﺒﺮ ﻛـﺎ ﭘـﺮې وﻳــﺎړي ﺧﺪاى ) ج ( ﺻﺎﺑﺮدى ﺻﺒﺮﻏﻮاړى
زړه ﭘــټــﻰ دى ﺻــﺒــــﺮ اﺑـــــــﺮ د ﻓــﺮخ ﻣــﻔﺘــﺎح دى ﺻﺒـﺮ
ﺗــﺮې ګـــﻠــﻮﻧﻪ زرﻏــﻮﻧﻪ ﺳــﻲ ﭼﯥ ﺑﺎران ﭘﻪ ﭘټﻲ وﺳـــﻲ
ځﻤﻜــﻪ ﻧــﻮﻧـﻲ ﻫﻢ ﻛﺎر وﻛﯥ ﭼﯥ ﻧﻢ ﻧﻪ ورﺳﻲ ﻧﺮ ځﻤﻜﯥ
ﭼـﯥ ﺻﺎﺑـﺮ وي دا ﻫـﺎﻟـﻪ ﺷـﻲ ﻣﺮدﭘﻪ ﺻﺒﺮﻣﺸﻜﻞ وړه ﺷﻲ
)(٢ ﻣــﺮد ﺑـﻪ ﻏـﻢ ﭘـﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ ﻣﻮﻣﻲ ﭼﯥ ﭘﺮې ﺳﻞ ﺑﻼ را دروﻣﻲ
رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ د دﻧﻴﺎﻳﻲ ﭼﺎرو څﺨﻪ د ځﻴﻨﻮ ﺧﻠﻜﻮ دزړوﻧﻮ د ﻧﺎ ﺻﺒﺮى ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ داﺳـﯥ وﻳﻠـﻲ
دي :
ﻟــﻴﻮﻧـﻰ ﻛـړې ډﯦﺮ ﺣـﺮص ډﯦﺮې ﻫﻮا ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﺣﺎل ﻛﯥ دې ﻗﺮاروﺻﺒﺮﻧﻪ ﺷﻲ
)(٣ ﻳﻮې ګﻴډ ې ﻣﺨﺘﻮرن ﻛړې ﻫﻢ رﺳﻮا ﺗــﻤـﺎم ﻋﻤـﺮ ﺗـﺮ اﺷـﻨﺎ ﺗـﺮ ﻋـﺰﻳـﺰ ﭘــﻮرې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١دوﻟﺖ ﻟﻮاڼﻲ دﻳﻮان ،ﭘښﺘﻮ ټﻮﻟﻨﻪ ٤ ،ﻣﺦ
) ( ٢ﺧﻮﺷﺤﺎل ﻛﻠﻴﺎت ،داﻧﺶ ﺧﭙﺮﻧﺪوﻳﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ٦٠٨ ،ﻣڅ
) ( ٣رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ دﻳﻮان ٢٤ ،ﻣﺦ
اوﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺗﺼﻮﻓﻲ ذوق ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺤﺒﻮب څﺨﻪ ﺻﺒﺮ ﻛﻮل ﻟﻴﺮې او ﻧﺎ ﺷﻮﻧﯥ ﺑﻮﻟﻲ :
ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ددې ﭼﺎرې ﺗﻮان ﻳﻮ ﻣﻮي ﻗﺪر ځﻤﺎ ﺻﺒﺮ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻋﺸﻖ ﻛﯥ داﺧﺒﺮه څﻪ اوزه څﻮك
وﻟـﯥ ﺧﺎورې ﻧﻪ ﺷﻲ ﭘﻪ دا ﻻر ﺑـﺸﺮ ځﻤﺎ ) ( ١ ﺳﺘﺎ ﻟﻪ ﻣﺤﺒﺘﻪ ﺟﺎروا ﺗـﻪ ځﻤــﺎ دروغ دي
28
ﺑﺎﻳﺰﻳﺪ روښﺎن ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﻴﺮاﻟﺒﻴﺎن ﻛﯥ د ﺻﺒﺮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ داﺳﯥ وﻳﻠﻲ دي :
)) ﻧﺒﻲ وﻳﻠﻲ دي ﺻﻠﻰ اﷲ ﻋﻠﻴﻪ واﻟﺴﻼ م ،ﻓﺮض ﻣﯥ ﻛړى دى ﭘـﺮ ادﻣﻴـﺎن ،ﭼـﯥ اﻧـﺪوه ﭘـﻪ
ﺻــــﺒﺮ وﺟﺎرﺑﺎﺳــــﻲ ﭼــــﯥ ﻳــــﯥ څــــﻮ وﺷــــﻲ زﻳــــﺎن .....ﻳﺎاﻳﻬﺎاﻟــــﺬﻳﻦ اﻣﻨــــﻮ ا اﺳــــﺘﻌﻴﻨﻮ ا
)(٢ ﺑﺎاﻟﺼﺒﺮواﻟﺼﻠﻮة
اى ﻣﻮء ﻣﻨﺎﻧﻮ دﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻛﺎر وﺑﺎر ﻛﯥ ﻟﻪ ﺻﺒﺮ او ﻟﻤﺎﻧځﻪ څﺨﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻏﻮاړئ
ﻳﺎدوﻧﻪ :ځﻴﻨﯥ ﺧﻠﻚ ادﻋﺎ ﻛﻮي ﭼﯥ د ﺻﺒﺮ ﺣﻜﻢ ﭘﻪ ژوﻧﺪاﻧﻪ ﻛﯥ ډﯦـﺮه ﻏټـﻪ ﻧـﺎوړه اﻏﻴـﺰه
ﻟﺮي اوﻫﻐﻪ داﭼﯥ ﻣﻈﻠﻮﻣﻮ ﺧﻠﻜﻮ ﺗﻪ ﺗﺴﻞ ورﻛـﻮي ﭼـﯥ د ﻇـﺎﻟﻢ ﭘـﻪ وړاﻧـﺪې وﻧـﻪ درﻳـږي او
دﻫﻐﻪ د ﻇﻠﻢ ﻻ س ور ﻟﻨډ ﻧﻪ ﻛړي دوي ﺗﻞ دټـﻮﻟﻨﻴﺰو ﻧـﺎﺧﻮاﻟﻮ ﭘـﻪ وړاﻧـﺪې ﺑـﯥ ﺗﻔﺎوﺗـﻪ وي
او واﻳﻲ )) :زﻣﻮﻧږ دې ﺻﺒﺮ وي ،ﺧﺪاى ) ج ( دې ﭘﺨﭙﻠﻪ ددې ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻮ ﺧﻮﻧﯥ ﺧﺮاﺑـﯥ ﻛـړي
(( .
ښﺎﻳﻲ دﻟﺘﻪ ﻏﻠﻂ ﻓﻬﻤﻲ وﻧﻪ ﺷﻲ ،راځـﺊ ﭼـﯥ وﭘﻮښـﺘﻮ :دا ﻣﻈﻠـﻮم ﻛـﺴﺎن څـﻪ ډول ﺧﻠـﻚ
دي ؟ اوﻟﻪ څﻪ ډول ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻮ ﺳـﺮه ﻳـﯥ ﺳـﺮ ﺷـﻮى دى ؟ اﻳـﺎ دوي ﻛـﻮﻟﻰ ﺷـﻲ او دا ﻗـﺪرت او
وﺳﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ ددې ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻮ ګﻮﺗﯥ ورﻣﺎﺗﯥ ﻛړي او ﻛﻪ ﻧﻪ ؟
ﻛﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ دوي ﻛـﻮﻟﻰ ﺷـﻲ ﭼـﯥ د ﻇﺎﻟﻤـﺎﻧﻮ ﺧـﻮﻟﯥ ﭘـﻪ ﺳـﻮك ﻣـﺎﺗﯥ ﻛـړي او ﭘـﻪ ﻧﺘﻴﺠـﻪ ﻛـﯥ
ﺧﭙﻞ ځﺎن دﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﻇﻠﻢ څﺨﻪ وژﻏﻮري ا و دوي دا ﻛﺎر ﻧﻪ ﻛﻮي او واﻳـﻲ ﭼـﯥ زﻣـﻮﻧږ ﺻـﺒﺮ
دې ﭘﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك وي ،دا ﺻﺒﺮ ،ﺻﺒﺮ ﻧﻪ دى او ﭘﻪ دې ډول ﺻﺒﺮ ﻛﻮﻟـﻮ ﺧـﺪاى ) ج ( اوﺧﻠﻜـﻮ
ﺗﻪ ﻣﺨﺘﻮرن دى ،دداﺳﯥ ﺻﺒﺮ ﭘﻪ وﺳﻴﻠﻪ ﻳﻮازې داﻧﻪ ﭼﯥ ﺧﺪاى ﭘﺎك ﻛﻮم ﺛﻮاب ﻧـﻪ ورﻛـﻮي
ﺑﻠﻜﯥ دﻫﻐﻪ دﻗﻬﺮ او ﻋﺬاب وړ ګﺮځﻲ .
ﻧﻮ ﺻﺒﺮ ﭘﻪ اﺳﻼ م ﻛﯥ ددې ﻟﭙﺎره دى ﭼﯥ ژوﻧﺪ ﺳړې ،ﺗﻮدې ،ﺧﻮږې او ﺗﺮﺧﯥ ﻟﺮي ،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١د رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ دﻳﻮان ٢٤ ،ﻣﺦ
) ( ٢ﺑﺎﻳﺰﻳﺪ روښﺎن ،ﺧﻴﺮاﻟﺒﻴﺎن ،ﻛﺎﺑﻞ ﭼﺎپ ١٢١ ،ﻣﺦ
اﻧﺴﺎن ﺗﻪ ښﺎﻳﻲ ﭼﯥ د ژوﻧﺪ ﭘﻪ دې اړودوړ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﻮﻫﻪ اوﻋﻘـﻞ ﻟـﻪ ﻻ ﺳـﻪ ورﻧـﻪ ﻛـړي اود
ﺗﻞ ﻟﭙﺎره ﺧﭙﻠﻪ ﺑڼﻪ اوﺣﺎﻟﺖ ﻣﻌﺘﺪﻟﻪ وﺳﺎﺗﻲ ﺗـﺮ څـﻮ ﭼـﯥ د اﻓـﺮاط او ﺗﻔـﺮﻳﻂ ﭘـﻪ ﻛﻨـﺪو ﻛـﯥ د
ﻗــﺪرت ﻳــﺎ ﻛﻤــﺰورى ﭘــﻪ وﺧﺘــﻮ ﻛــﯥ وﻧــﻪ ﻏــﻮرزﻳږ ي .ﺻــﺒﺮﭘﻪ اﺳــﻼ م ﻛــﯥ د روﺣــﻲ ﻣــﺎﺗﯥ د
ﻣﺨﻨﻴﻮي ﻟﭙﺎره ټﺎﻛﻞ ﺷﻮى او اﺳﻼم ﭘﺮې اﻣﺮ ﻛړى دى .
29
دﺗﺼﻮف ﭘﻨځﻢ ﻣﻘﺎم ﺗﻮﻛﻞ
دﻧﻮرو ﻣﻘﺎﻣﻮﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ دﺗﻮﻛﻞ ﻣﻘﺎم ﻫﻢ ﭘﺨﭙﻞ ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﺪاى ) ج ( ﺑﺎﻧـﺪې ﺗﻮﻛـﻞ ﭘـﻪ
ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻛﯥ ﻋﻤﻮﻣﺎً او د ﺻﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣـﻨځ ﻛـﯥ ﭘـﻪ ځـﺎﻧګړي ﺗﻮګـﻪ ځـﺎى ﻟـﺮي ځﻜـﻪ ﭼـﯥ
ﻗﺮآﻧﻜــﺮﻳﻢ ﻓﺮﻣــﺎﻳﻲ )) :و ﻋﻠــﻰ اﷲ ﻓﻠﻴﺘــﻮ ﻛــﻞ اﻟﻤﺘﻜﻠــﻮن (( ﻳﻌﻨــﯥ ﻳــﻮازې ﭘــﻪ ﺧــﺪاى ﭘــﺎك
ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻮﻛﻞ ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﺑﺎﻳﺪ ﺗﻮﻛﻞ وﻛړي .
ﺑﻞ ځﺎى ﺑﻴﺎ واﻳﻲ )) :وﻣﻦ ﻳﺘﻮﻛﻞ ﻋﻠﻰ اﷲ ﻓﻬﻮ ﺣﺴﺒﻪ (( ﻳﻌﻨﯥ ﻫﻐﻪ څﻮك ﭼـﯥ ﭘـﻪ ﺧـﺪاى
ﭘﺎك ﺗﻮﻛﻞ وﻛړي ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﺑﺲ دى .
اﺑﻮﻧﺼﺮ ﺳﺮاج ﻃﻮﺳﻲ واﻳﻲ :ﭼﯥ ﺗﻮﻛﻞ ﭘﻪ درﻳﻮ ډوﻟﻮ دى :
ﻟﻮﻣړى دﻋﺎﻣﻮ ﻣﻮء ﻣﻨﺎﻧﻮ ﺗﻮﻛﻞ :
ﻫﻐﻪ دا ﺳﯥ څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ اﺑﻮﺗﺮاب ﻧﺨﺸﺒﻲ وﻳﻠﻲ دي )) :ﺗﻮﻛﻞ د ﺧﺪاى ) ج ( ﭘﻪ ﺑﻨـﺪګﻰ ﻛـﯥ
دځﺎن ﻻ ﻫﻮ ﻛﻮﻟﻮ ،او دﻫﻐﻪ ﺗﺮ رﺑﻮﺑﻴﺖ ﭘﻮرې دځﺎن ﺗړﻟﻮ څﺨﻪ ﻋﺒﺎرت دى ﭼﯥ اﻧـﺴﺎن ﺑﺎﻳـﺪ
دﻫﻐﻪ دﺑﺨښﻨﯥ او ﻋﻄﺎ ﭘﻪ اﻧﺘﻈﺎر ﻛﯥ وي ﻛﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ څﻪ ورﻛړي دﻫﻐﻪ ﺷﻜﺮ ﺑﺎﺳﻲ او ﻛﻪ څـﻪ
ورﻧﻜړي ﺻﺒﺮ ﻛﻮي او ﭘﻪ ﺗﻘﺪﻳﺮ راﺿﻲ ﻛﻴږ ي .
ذواﻟﻨﻮن ﻣﺼﺮي واﻳﻲ )) :ﺗﻮﻛﻞ د ﺧﭙﻞ ﻧﻔﺲ ﺗﺪﺑﻴﺮ ﭘﺮﻳښﻮدو او دﺧﭙﻞ ﻗـﺪرت او ﻃﺎﻗـﺖ
څﺨﻪ د ﺑﻴﺨﯥ وﺗﻮ څﺨﻪ ﻋﺒﺎرت دى .
دوﻫﻢ د ﺧﺎﺻﺎﻧﻮ ﺗﻮﻛﻞ :
ﻫﻐﻪ ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ اﺑﻮﻟﻌﺒﺎس ﺑﻦ ﻋﻄﺎ واﻳﻲ )) :ﻫﻐﻪ څﻮك ﭼـﯥ ﭘـﻪ ﺧـﺪاى ) ج ( ﺑﺎﻧـﺪې ﻟـﻪ
ﻫﻐﻪ څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ د ﺑﻞ څﻪ ﻟﭙﺎره ﺗﻮﻛﻞ وﻛړي ،ده ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺗﻮﻛـﻞ ﻛـﯥ ﭘـﻪ ﺧـﺪاى ﭘـﺎك ﺗﻮﻛـﻞ ﻧـﻪ
دى ﻛــړى .څــﻮ ﭘــﻮرې ﭼــﯥ ﭘــﻪ ﺧــﺪاى ) ج ( ﺑﺎﻧــﺪې ﺗﻮﻛـﻞ ﺧﭙﻠــﻪ د ﺧــﺪاى ﭘــﺎك ﭘــﻪ ﻣﺮﺳــﺘﻪ او د
.ﭼﯥ ﻳﻮازې ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ دى وﻳﻠﻲ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﺪاى ) ج ( ﺧﺪاى ) ج ( ﻟﻪ ﭘﺎره وﻧﻪ ﻛړي
ﺗﻮﻛﻞ ﻟﺮي .
30
دﺗﻮﻛﻞ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻟﻪ ﺻﻮﻓﻴﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﻋﺠﻴﺒﯥ او ﻏﺮﻳﺒﯥ ﻛﻴﺴﯥ ﭘـﺎﺗﯥ دي ،ﻣـﺚﻻً :اﺑـﻮﺣﻤﺰه
ﺧﺮاﺳﺎﻧﻲ داﺳﯥ ﻛﻴﺴﻪ ﻛﻮي :
)) ﻳﻮﻛـﺎل دﺣــﺞ ﭘـﻪ ﻟــﻮرې وﺧﻮځﻴـﺪم ﭘــﻪ ﻻره ﺗﻠــﻢ ﻳـﻮ ﻧﺎڅﺎﭘــﻪ ﭘـﻪ ﻳــﻮه څـﺎه ) ﻛــﻮﻫﻲ ( ﻛــﯥ
وﻟﻮﻳﺪم زړه ﻣﯥ راﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﭼﻴﻐﯥ ﻛړم ﭼﯥ څﻮك راﺧﺒﺮ ﺷﻲ ،ﺑﻴـﺎ ﻣـﯥ زړه ﻛـﯥ ووﻳـﻞ
ﭼﯥ ﻧﻪ ،ﻗﺴﻢ ﭘﻪ ﺧﺪاى ﭼﯥ ﻫﻴﭽﺎﺗﻪ ﻧﺎرې ﻧﻪ ﻛړم ،دا ﺧﺒـﺮه ﻣـﯥ ﻻ ﭘـﻪ زړه ﻛـﯥ وه ﭼـﯥ ګـﻮرم
دوه ﺗﻨﻪ دڅﺎه ﺳﺮ ﺗﻪ راﻏﻠﻞ او ﻳﻮ ﺑـﻞ ﺗـﻪ ﻳـﯥ ووﻳـﻞ ﭼـﯥ راځـﻪ ددې څـﺎه ﺳـﺮ ﭘـټ ﻛـړو ﭼـﯥ
څﻮك ﭘﻪ ﻛﯥ وﻧﻪ ﻏﻮرزﻳږ ي ،ﻫﻤﻐـﻪ و ﭼـﯥ دروي ،ﻟﺮګـﻲ او ﻧـﻮر ﻟـﻮازم ﻳـﯥ راوړل او د
څﺎه ﺳﺮ ﻳﯥ ﭘټ ﻛړ ،ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ ﻣﯥ ﺑﻴﺎ وﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ ﻧﺎرې ﻛړم ،ﺑﻴﺎ ﻣـﯥ ووﻳـﻞ ﭼـﯥ
ﻫﻐﻪ ﭼﺎﺗﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﻧﺎرې ﻛړم ﭼﯥ ﻟﻪ دوى څﺨﻪ ﺗﺎﺗﻪ ﻧﮋدې دى او ﻏﻠﻰ ﺷﻮم ﻛﻠﻪ ﭼـﯥ ﻳـﻮ ه ﺷـﻴﺒﻪ
ﺗﻴﺮه ﺷﻮ ه ﻳﻮ ﺷﻰ ﻣﯥ وﻟﻴﺪ ﭼـﯥ د څـﺎه ﺳـﺮ ﻳـﯥ ﺧـﻼص ﻛـړ او ﻛـښﺘﻪ ﻳـﯥ ﭘـښﯥ راځﻮړﻧـﺪې
ﻛړى او آواز ﻳﯥ ﺧﻮت ﻧﻮ زه ﭘﻮه ﺷﻮم ﭼﯥ ﻣﺎﺗﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﻻ س دې زﻣﺎ ﭘـﻪ ﭘـښﻮ ﻛـﯥ ﻛﻠـﻚ
ﻛړه .ﭘﻪ دې ﻫﻜﻠﻪ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ واﻳﻲ :
ﭼﯥ ﭘﻪ ځﺎى ﻳﯥ ﻛښﻴﻨﻮﻟﻰ ﻳﻢ ﻗﺮار ﺗﻮﻛﻞ ﻣﯥ ﻻس ﭘښﯥ ﺳﺮه ﻛړه ﭘﻪ ﻧﻜﺮﻳﺰو
)(٢ ﻣﺎ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﻻ ﺳﻮﻧﻪ او ﻣﻨګﻮﻟﯥ ﭘﺮې ښﺨﯥ ﻛړې او ﻟﻪ څﺎه څﺨﻪ ﻳﯥ راﺟګ ﻛړم .
ﺳﺘﺮ ﺷﺎﻋﺮ ﺧﻮﺷﺤﺎل ﺧﺎن ﺗﻮﻛﻞ داﺳﯥ ﺳﺘﺎﻳﻲ :
ﺟــﺰ ﻳـﯥ ﻣــﻪ ګڼﻪ ﭼﯥ ﻛﻞ دي ﭼــــﯥ ﺧﺒﺮ ﭘـــﻪ ﺗــﻮﻛــــﻞ دي
ﺳﺒﺐ ﻣﻪ ﭘﺮﻳږده ﺧﭙﻞ راى ﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﺎروﺳﭙﺎره و ﺧﺪاى ﺗﻪ
ﻣـﻪ ﭘـﻪ ﻣـﺎل ﻣـﻪ ﭘـﻪ درم ﻛړه اﻋـﺘﻤـﺎد ﻳــﯥ ﭘــﻪ ﻛـﺮم ﻛـړه
ﻛــﻪ دې څـﻪ ﻧـﻮره ﻫـﻴﻠــﻪ وي ﻛــﻪ وﻛـﻴـﻞ ﻛــﻪ وﺳﻴــﻠـﻪ و ي
ﻣـﺎل و ﻣـﻠـﻚ ﻟــﺮي ﺑـﯥ ﺣـﺪه ﻛـــﻪ ﻟــښﻜﺮ ﻟـــﺮي ﺑــﯥ ﻋـﺪه
ﻛـﻪ ﺗـﻜﻴﻪ ﻛـړى ﭘـﻪ . . . . ﻛﻪ دې ﺗﻮان د ﺷﺠﺎﻋﺖ وي
ﻛــﺎر ﻣـﺴﺒـﺐ اﻻ ﺳـﺒـﺎ ب ﻛـــﺎ ﻛــﻪ ﺳړى ﺳﺒﺐ ﻛﺎﻣﻴﺎب ﻛﺎ
31
اﻧﺘﻘﺎد :ﻟﻪ ﺻﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺷﺮﻳﻌﺖ دﺗﻮﻛﻞ دا ﻣﻌﻨـﻰ ﻧـﻪ ﻣﻨـﻲ ﭼـﯥ دژوﻧـﺪ ﻟـﻪ اﺳـﺒﺎﺑﻮ ﺳـﺮه
ﺿﺪﻳﺖ وﻟﺮي ﻳﻌﻨﯥ ﺗﻮﻛﻞ دې ﺗﻪ ﻧﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﺳړى دې ﺑﻴﺨﯥ د دﻧﻴﺎ ﻛـﺎرو ﺑـﺎر ﭘﺮﻳـږدي او
ﭘﻪ ﻳﻮه ګﻮښﻪ ﻛﯥ دې ژوﻧﺪ ﻏﻮره ﻛړي .
ځﻴﻨﯥ ﺻﻮﻓﻴﺎن دﺗﻮﻛﻞ ﭘـﻪ ﺣﻘﻴﻘـﺖ او ﻣﺎﻧـﺎ ﻧـﻪ دي ﭘﻮﻫﻴـﺪﻟﻲ ،ځﻜـﻪ ﻛـﻪ ﭼﻴﺮﺗـﻪ دوى د
ﺗﻮﻛﻞ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﺎ ﭘﻮره ﭘﻮﻫﻴﺪﻟﻲ واى ﻫﻴڅ وﺧﺖ ﺑﻪ ﻳﯥ د دﻧﻴﺎ ﻟﻪ ﻛﺎروﺑﺎر ﺳﺮه ﺿﺪ ﻧﻪ ښﻮده .
د ﺗﻮﻛﻞ ﻣﺎﻧﺎ داده ﭼﯥ دﺳړي زړه ﭘﻪ ﻳﻮه وﻛﻴﻞ ډاډه وي ا و ﻛﻠﻚ ﺑﺎور ﭘﺮې وﻟﺮي ﺧﻮ
دا داﺳﯥ ﻣﺎﻧﺎ ﻧﻪ ورﻛﻮي ﭼﯥ ﺳړى د دﻧﻴﺎ ﭘﻪ ﻛﺎروﺑﺎر ﭘﺴﯥ ځﺎن وﻧﻪ ښﻮروي
ﻳﻮه ورځ ﻳﻮ ﺳړى ﭘﻴﻐﻤﺒﺮ ) ص ( ﺗﻪ راﻏـﻰ او ﺧﭙﻠـﻪ اوښـﻪ ﻳـﯥ ﻟـﻪ ﻣـﺴﺠﺪ څﺨـﻪ د ﺑﺎﻧـﺪې
ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دې ﭼﯥ وې ﺗړي ﺧﻮﺷﯥ ﻛړه او دى ﻣﺴﺠﺪ ﺗﻪ ورﻧﻨﻮت ،ﭘﻴﻐﻤﺒﺮ ) ص ( ﺗـﺮې ﭘﻮښـﺘﻨﻪ
وﻛړه ﻫﻐﻪ ﺳړي ورﺗﻪ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ووﻳﻞ :ﭼـﯥ ﺧﻮﺷـﯥ ﻣـﯥ ﻛـړه اوﭘـﻪ ﺧـﺪاى) ج ( ﻣـﯥ ﺗﻮﻛـﻞ
(٢) . وﻛړ .ﭘﻴﻐﻤﺒﺮ ) ص ( ورﺗﻪ وﻓﺮﻣﺎﻳﻞ :ګﻮﻧډه ﻳﯥ ﻛړه او ﻧﻮر ﺗﻮﻛﻞ وﻛړه
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﺧﺒﺮې ﻛﯥ دې ﺗﻪ اﺷﺎره ده ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ ښﺎﻳﻲ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ وﺳﯥ او ﻛﻮښښ
څﺨﻪ وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ دﻛﺎر ﭘﻪ اﻧﺠﺎم ﻛﯥ ﭘﻪ ﻟﻮى ﺧﺪا ى ) ج ( ﺗﻮﻛـﻞ وﻛـړي ا و ﭘـﻪ دې ﻫﻜﻠـﻪ دﻫـﺮ
رﻧګ ﺳﺒﺐ او وﺳﻴﻠﯥ ﭘﺴﯥ وګﺮځﻲ .
ﻫﻐﻪ څﻮك څﻪ ارزښﺖ ﻟﺮي ﭼﯥ دﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل د ﺗﻮﻛـﻞ ﺷـﺮط دادى ﭼـﯥ ټـﻮل ﻛﺎروﻧـﻪ دې
ﺧﺪاى ) ج ( ﺗﻪ ﭘﺮﻳښﻮدل ﺷﻲ ،اﻧـﺴﺎن ﺑﺎﻳـﺪ ﻛـﺴﺐ او ﻛـﺎر وﻧـﻪ ﻛـړي ،دﺳـﺒﺎ ورځـﯥ ﻏـﻢ وﻧـﻪ
ﺧﻮري ،ﻟﻪ ﻣﺎر ،ﻟړم ،زﻣﺮي ،ﻟﻴﻮه څﺨﻪ ﺳړى ﺑﺎﻳـﺪ وﻧـﻪ ﺗـښﺘﻲ ،ﻛـﻪ ﭼﻴﺮﺗـﻪ ﻧـﺎروغ ﻛﻴـږي
درﻣﻞ دې وﻧﻪ ﺧﻮري ،دا ﺧﺒﺮې ټﻮﻟﯥ ﺧﻄﺎ دي اوﻟﻪ ﺷﺮﻳﻌﺖ څﺨﻪ ﻣﺨﺎﻟﻔﯥ دي .
ﻛﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ څﻮك ﺧﭙﻞ ﻻ س ډوډى ﺗﻪ ﻧﻪ ور اوږدوي او ﺧﻮﻟﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ﺟګﻮي او واﻳـﻲ ﭼـﯥ ﺧـﺪاى ) ج (
دې ﻣﺎ ﻟﻪ ډوډۍ ﭘﺮﺗﻪ ﻣﻮړ ﻛړي او ﭘﻪ ﻣﺎ ﻛﯥ دې ﻣړښﺖ ﭘﻴﺪا ﻛړي ﻳﺎدې ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮراك راﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻛړي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﺧﻮﺷﺤﺎل ﻛﻠﻴﺎت ،داﻧﺶ ﺧﭙﺮﻧﺪوﻳﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ٦١١ ،ﻣﺦ
) ( ٢ﺗﻠﺒﻴﺲ اﺑﻠﻴﺲ ،ﺑﻦ ﺟﻮزي ،دﺑﻴﺮوت ﭼﺎپ ٣١٢ ،ﻣﺦ
اوﻳﺎداﭼﯥ واده ﻧﻪ ﻛﻮي او واﻳﻲ ﭼﯥ ﺧﺪاى ﭘﺎك دې ﺑﯥ ﻟﻪ ښځﯥ ﻣﺎﺗﻪ ځـﻮى راﻛـړي او داﺳـﯥ ګﻤـﺎن ﻛـﻮي
ﭼﯥ داﺗﻮﻛﻞ دى ،ﺣﺎل داﭼﯥ دا ﺗﻮﻛﻞ ﻧﻪ دى ﺑﻠﻜﯥ ﺣﻤﺎﻗﺖ دى ( ١ ) .
ﭘﻴﻐﻤﺒﺮ ) ص ( ﻗﻨﺎﻋﺖ ﻫﻢ دﺗﺼﻮف او ﺻﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﯥ ډﯦﺮ ﻟﻮړ ﻣﻘﺎم او ارزښﺖ ﻟﺮي .ﻟﻪ
څﺨﻪ رواﻳﺖ دى )) :ﻗﻨﺎﻋﺖ داﺳﯥ ﻳﻮه ﺧﺰاﻧﻪ ده ﭼﯥ ﭘﺎى ﻧﻪ ﻟﺮي (( .
32
ﻟﻪ اﺑﻮﻫﺮﻳﺮه ) رض ( څﺨﻪ رواﻳﺖ دى ﭼﯥ ﭘﻴﻐﻤﺒﺮ ) ص ( ﻣﺎﺗﻪ ووﻳـﻞ )) :ﻗﻨﺎﻋـﺖ وﻛـړه ﭼـﯥ
ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ څﺨﻪ ﭘﺮﻫﻴﺰګﺎر او ﻋﺎﺑﺪ ﺷﻲ ،ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ وﻣﺴﺮور اوﺳﻪ ،ﭼﯥ ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ څﺨـﻪ ﺷـﻜﺮ
ﻛﻮوﻧﻜﻰ ﺷﻲ ،او ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﯥ ﻟﻪ ځﺎن ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ ﻏﻮاړې د ﻧﻮرو دﭘﺎره ﻳﯥ ﻫـﻢ ﻫﻴﻠـﻪ ﻛـﻮه ،
ﭼﯥ رښﺘﻴﺎﻧﻰ ﻣﻮء ﻣﻦ ﺷﻲ ،ﻟﻪ ګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮه ښﻪ ګﺎوﻧډﻳﺘﻮب ﻛﻮه ﭼﯥ رښـﺘﻴﻨﻰ ﻣـﺴﻠﻤﺎن
) (٢ ﺷﻲ ا و ډﯦﺮ ﻣﻪ ﺧﺎﻧﺪه ﭼﯥ ډﯦﺮه ﺧﻨﺪا زړه وژﻧﻲ (( .
اﺑﻮﺑﻜﺮ ﻣﺮاﻏﻲ واﻳﻲ :ﻫﻮښﻴﺎر ﻫﻐﻪ څـﻮك دى ﭼـﯥ د دﻧﻴـﺎ دﻛـﺎروﻧﻮ ﺗـﺪﺑﻴﺮ ﭘـﻪ ﻗﻨﺎﻋـﺖ
ﺳﺮه وﻛړي .
ﻟﻪ ﺑﺎﻳﺰﻳﺪ څﺨﻪ ﭘﻮښـﺘﻨﻪ وﺷـﻮه ﭼـﯥ دا دوﻣـﺮه ﻟـﻮړه درﺟـﻪ دې ﭘـﻪ څـﻪ وﻣﻮﻧﺪﻟـﻪ ؟ ﻫﻐـﻪ
ووﻳﻞ )) :د دﻧﻴﺎ اﺳﺒﺎب ﻣﯥ راټﻮل ﻛړل او ﻫﻐﻪ ﻣﯥ د ﻗﻨﺎﻋﺖ ﭘﻪ رﺳـۍ وﺗـړل او درښـﺘﻴﺎ او
( ﻛﯥ ﻣﯥ ﻛﻴـښﻮدل او د ﻧـﺎ ﻫﻴﻠـۍ ﺳـﻤﻨﺪر ﺗـﻪ ﻣـﯥ ورګـﺬار ﺻﺪاﻗﺖ ﭘﻪ ﻣﻨﺠﻨﻴﻖ )
ﻛړل او ﻛﺮار ﻛﺮار ﭘﻪ اراﻣﻪ ﺷﻮم (( .
ذواﻟﻨﻮن ﻣﺼﺮي واﻳﻲ )) :ﻗﻨﺎﻋﺖ ﺑﻪ دې د زﻣﺎﻧﻲ ﻟﻪ اﻫﻞ څﺨﻪ ﺑﯥ ﭘﺮوا او ﭘﻪ ټﻮﻟـﻮ ﺑـﻪ
)(٣ دې ﻟﻮړ ﻛړي (( .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﺗﺤﻔﺔ اﻟﺴﺎﻟﻜﻴﻦ ،ﺗﺤﻘﻴﻘﺎت ﺧﻮاﺟﻪ ﻣﺤﻤﺪ ﭘﺎرﺳﺎ ،د دﻫﻠﻲ ﭼﺎپ ١٢٧ ،ــــــ ١٢٨ﻣﺦ
) ( ٣ﺗﺮﺟﻤﻪ رﺳﺎﻟﻪ ﻗﺸﻴﺮﻳﻪ ،اﺑﻮاﻟﻘﺎﺳﻢ ﻋﺒﺪاﻟﻜﺮﻳﻢ ﻗﺸﻴﺮي ،ﺗﻬﺮان ٢٢٠ ،ـــ ٢٢٢ﻣﺦ
ﭘﻪ ﻧـﺮﻣــﻰ ﻟـﻜــﻪ اوﺑﻪ د اور ﺳــﺰا ﻳﻢ ﭘﻪ ښﻪ ﺧﻮي ﻟﻪ ﺑﺪﺧﻮاﻫﺎﻧﻮ ﺑﯥ ﭘﺮوا ﻳﻢ
آﺋﻴﻨﯥ ﻏﻮﻧﺪې ﺑـﯥ روﻳﻪ ﺑﯥ رﻳﺎ ﻳﻢ وﻫﺮﭼــــﺎﺗﻪ ﭘﻪ ﺧـﭙﻞ ﺷﻜﻞ څـﺮګﻨﺪﻳږم
ﭘټ ددرﺳﺖ ﺟﻬﺎن ﭘﺎﭼﺎ ﻇﺎﻫﺮ ګﺪاﻳﻢ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﻣﯥ ﺗﺮ ﺧﺮﻗﯥ ﻻ ﻧﺪې اﻃﻠﺲ دى
ﻟﻜﻪ ﺑﻮي ﻫﺴﯥ ﭘﻪ ﭘټﻪ ﺧﻮﻟﻪ ګﻮﻳﺎ ﻳﻢ ) ( ١ دﻏﻨﭽﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ ﭘﻪ ﺳﻞ ژﺑﻮ ﺧﺎﻣﻮش ﻳﻢ
33
ﻫﻢ درﻫﻢ و ﻫﻢ دﻳﻨﺎر ددې دﻧﻴﺎ ) ( ٢ د ﻗﺎﻧﻊ ﻟﻪ ﻗﻨﺎﻋﺘﻪ ﺻﺪﻗﻪ ﺷﻪ
ددې ﻛــــﺎ ر ﭘــﻪ ﻛــﻨـــﻨــﺪه و اﻓـﺮﻳـــﻦ دى ﭘﻪ دﻧﻴﺎ ﻛــﯥ ﻛﻪ څﻪ ﻛﺎر دى ﺧﻮ د دﻳـﻦ دى
دﻫـــﻐـــﻮ دﺳـﻌـــﺎدت ﺳـﺘـــﻮرى ﻗـﺮﻳـــﻦ دى ﭼـﯥ ﺗـﻘــﻮى او دﻳـﺎﻧـــﺖ ﻳــﻲ ﺷـــﻲ ﭘــﻪ ﺑـﺨــﺮه
ﭼﯥ وچ ټﻮك ﻣﯥ ﭘﻪ دﻫﻦ ﻛﯥ اﻧګﺒﻴﻦ دى )( ٣ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﻣﯥ ﻫﺴﯥ ﺧﻮﻧﺪﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻛﯥ ﻛﻴښﻮد
ﭼﯥ ﺑﯥ ﻣﻠﻜﻪ ﺑﯥ ﺣﺸﻤﺘﻪ دوﻟﺘﻤﻨﺪ وي ﺧﺪاﻳﻪ ګﻨﺞ و ﻗﻨﺎﻋﺖ رﺣﻤﺎن ﺗﻪ ورﻛړې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ﺑﺎﻳﺰﻳﺪ روښﺎن ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﻴﺮاﻟﺒﻴﺎن ﻛﯥ دﻗﻨﺎﻋﺖ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ داﺳﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ دي )) :دﻣﺎ ﭘـﻪ ورﻛـړه
دې ﻗﻨﺎﻋﺖ ﻛﺎ ،ﺗﻞ دې ﻟﻴﺮي اوﺳﯥ ﭼﯥ زﻳﺎن وي د اﻳﻤﺎن . . . .ﻳﺎ ﻣﻮﺳـﻰ اﻣـﻦ ﻟـﻢ ﻳـﺼﺒﺮ
ﺑﺒﻼ ﻳﻲ وﻟﻢ ﻳﺸﻜﺮ ﺑﻨﻌﻤﺎى وﻣـﻦ ﻟـﻢ ﻳـﺮض ﺑﻘـﻀﺎى وﻟـﻢ ﺗﻘﻨـﻊ ﺑﻌﻄـﺎى ﻓﻠﻴﺨـﺮج ﻋـﻦ ﺗﺤـﺖ
( ١ ) (( . ﺳﻤﺎى ﻓﻠﻴﻄﻠﺐ رﺑﺎً ﺳﻮاى ،وﻳﻠﻲ دي ﺳﺒﺤﺎن
ژﺑــﺎړه :اى ﻣﻮﺳــﻰ ! څــﻮك ﭼــﯥ زﻣــﺎ ﭘــﻪ ازﻣﻴــښﺘﻮﻧﻮ ﺻــﺒﺮ وﻧــﻪ ﻛــړي او زﻣــﺎ دﻧﻌﻤﺘﻮﻧــﻮ
درﻧﺎوي وﻧﻪ ﻛړي او زﻣﺎ ﭘﻪ ﻗﻀﺎ اوﻗﺪر ﺧﻮښ ﻧﻪ ﺷﻲ او زﻣﺎ ﭘﻪ ورﻛـړه ﻗﻨﺎﻋـﺖ وﻧـﻪ ﻛـړي
ﻧﻮ زﻣﺎ د آﺳﻤﺎﻧﻮﻧﻮ ﻻ ﻧﺪې دې ﻧﻪ اوﺳﻲ او ودې وځﻲ او زﻣﺎ څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ دځﺎن ﻟﻪ ﭘـﺎره دې
ﺑﻞ ﺧﺪا ى وﻟټﻮي .
34
ﺑـﯥ رازق ﺑﻪ ﺗﺎ ﻫﻴڅﻮك ﻧﻪ ﻛﻪ ﺧﺒﺮ ﻛﻪ ﻗﺎﻧﻊ ﻳﻲ ﻟﻪ ﻣﺨﻠﻮﻗﻪ ﻃﻤﻊ ﻣﻪ ﻛړه
دﻗﺎﻧﻊ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ګﻨﺞ دﺳﻴﻢ و زر ﻫﻴڅ ) ( ٢ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﺗﻞ ﺑﺎﻗﻲ ګﻨﺞ د ﭘﻴﻐﻤﺒﺮ دى
دﻣﺨﻠﻮق ﻟﻪ دره ﺷﻮه دﺧﻮاﺳﺖ ﭘښﻪ ﺷﻠﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ زړه ﻣﯥ د ﻳـﻘﻴﻦ ډﻳﻮه ﺷﻮه ﺑــﻠــﻪ
ﻋﺰوﺟﻠﻪ )(٣ ﻗﺎﻧﻌﺎن ﺑﻪ ﻫﻴڅ ﺳﺎﻋﺖ درزق ﻏﻢ ﻧﻪ ﺧﻮري ﭼﯥ ﺿﺎﻣﻦ ﻳﯥ ﻗﺎدر ﺧﺪاى دى
ده ﻳﯥ دا ﻃﻤﻊ ﭘﻠﻴﺘﻪ ورﺑﺎﻧﺪې ﻛښﻴښ ) ( ٤ درﻧځﻮر زړګﻲ ﻋﻼ ج ﻳﯥ ﻗﻨﺎﻋﺖ دى
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ورك زﻣﺎ ﺣﺮص و ﻫﻮاﻛړى زﻣﺎ رﺑﻪ ﻗــﻨــﺎﻋـــــﺖ راﺗــﻪ ﻋـﻄـــﺎ ﻛـــړى زﻣــﺎ رﺑــﻪ
راﺗــﻪ اﻳــﻠــﻪ دا ﺑـــﻼ ﻛړى زﻣﺎ رﺑﻪ دا ﺳﺮﻛښ ﻧﺲ ﻣﯥ ﺳﺮﻛﻮزى ﻛړي ﭘﻪ ﺻﺒﺮ
ﻟﻪ ﻟــﻐــﺰﺷﻪ ﻣـﯥ ﻧﺠﺎ ﻛړى زﻣﺎ رﺑﻪ دم ﻗــﺪم زــﺎ ﺳـــﻴــﺪه ﻟـــﺮى ﭘــــﻪ ﺷــﺮﻋــﻪ
ﭘﻪ ﻳﻮه ځﺎى ﻛﯥ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﺳﺘﺎﻳﻠﻲ اودﺣﺮص ﻏﻨﺪﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ډول ﻛړى ده :
داﻛــﻴﻤﻴﺎ ﻛــﻪ زده ﻛﺎ ﭘﻪ ﺧــﺮﻗـﻪ ﻛﯥ اﻣﺮا وي ﻟـﻮږه ﺗﻨﺪ ه ﻧــﻪ ﺷﺘﻪ د ﻗﺎﻧﻊ ﭘﻪ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﻛﯥ
ﺑﻠﻜﻪ دﻗﺤﻄﻰ ﭘﻪ ﻣﻠﻚ ﻛﻪ ﺷﺎه وي ﻫﻢ ګﺪا وي ﻫﻴﭽﺎﺳﻴﺮ ﭼﺸﻤﻲ ﺣﺎﺻﻠﻪ ﻧﻪ ﻛړه ﭘﻪ ﺣﺮص ﻛﯥ
35
آه و ﻓــﺮﻳــﺎد دواړه ﭘـــﻪ ﻣــﻘـﺪار د ﺗــﻤـﻨـــﺎ وي ﺑـــﯥ ﺧــﺲ و ﺧــﺎﺷــﺎﻛﻪ د آﺗـﺶ ﺑﻘﺎ ﭘﻪ څﻪ وي
ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ډول رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ څﻮځﺎﻳﻪ دﻗﻨﺎﻋﺖ څښﺘﻦ ﺑډاى او ﺗﻮاﻧګﺮ ﺑﻠﻠـﻰ دى او داﺳـﯥ
ﻳﯥ وﻳﻠﻲ دي :
ﺑﻞ ﺗﻮاﻧګﺮ ﭘﻪ ﺟﻬﺎن ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ﺗﻮاﻧګﺮ دى ﭼﯥ ﺗﻮاﻧګﺮ دﻗﻨﺎﻋﺖ ﭘﻪ ﺧﺰاﻧﻪ ﺷﻲ
ﻫﻤﺪﻏﻪ ﻣﻄﻠﺐ دوﻟﺖ ﻟﻮاڼﻲ ﭘﻪ ﻻ ﻧﺪې ډول ﺑﻴﺎن ﻛړى دى ،او واﻳﻲ :
د دﻧﻴﺎ اﻫﻞ ﻳﯥ واړه ﺧﻮﺷﻪ ﭼﻴﻦ ﺷﻪ ﭼﯥ ﻗﺎﻧﻊ دﻗﻨﺎﻋﺖ ګﻨﺞ ﻛﻪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ
ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ﺑﻴﺖ ﻛﯥ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﻟﻪ دﻳﻦ او ﺣـﺮص ﻟـﻪ دﻧﻴـﺎ ﺳـﺮه ﺗـﺸﺒﻪ ﻛـړى دى او د
دﻧﻴﺎ ﻃﻠﺐ ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﻳﯥ ﺑﯥ وﻗﻮﻓﺎن ﺑﻠﻠﻲ دي :
ﺧﻮﺷﺤﺎل ﺧﺎن ﺧټﻚ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻳﻮه ﺷﻌﺮ ﻛﯥ دﻧﻮرو څﻴﺰوﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﻛﯥ ﻗﻨﺎﻋﺖ ډﻳﺮ ﻏﻮره ﺑﻠﻠـﻰ
دى ،واﻳﻲ :
36
ﻫﻐﻪ څﻪ دى ﻣﺼﻠﺤﺖ دى ﭼــﯥ ﻓــﺎﻳـﺪه ﻟـﺮي ﺑـﯥ ﺷـﻤـﺎره
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻳﻮﺻﻮﻓﻲ ﻟﻪ ﺗﻮﺑﯥ وروﺳﺘﻪ د ورع ﻣﻘﺎم ﺗﻪ راځﻲ او ﻫﻐﻪ ﭘﺨـﻮي او ﺑﻴـﺎ دزﻫـﺪ ﻻ ره
ﻧﻴﺴﻲ ﺗﺮ دې ﭼﯥ دزﻫﺪ ﭘﻪ ﻣﻘﺎم ﻛﯥ دژوﻧﺪ ټﻮل ﻛړاووﻧﻪ زﻏﻤﻲ او دﻫﻴڅ څﻴﺰ ﭘﺮوا ﻧﻪ ﻛـﻮي
ﺗﻮﻛﻞ ﻛﻮي ا و ﺗﻮﻛﻞ ﭘﻪ ﻣﻘﺎم ﻛﯥ ځﺎن ﭘﺨﻮي ،وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ دژوﻧـﺪ ،ﻳﻮازې ﭘﻪ ﺧﺪاى ) ج (
ﭘﻪ ډګﺮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻗـﻮت ﻻ ﻳﻤـﻮت ﻗﻨﺎﻋـﺖ ﻛـﻮي ﺗـﺮ دې ﭼـﯥ ﭘـﻪ ﭘـﺎى ﻛـﯥ د ﺧـﺪاى ﭘـﺎك دﻗـﻀﺎ
)ج( اوﺗﻘﺪﻳﺮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﯥ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺧﺪاى ورﺑـښﻠﻰ اﺳﺘﻌﺪاد ﭘﺮﻳـږدي او د ﺧـﺪاى
ﭘﻪ ﺗﻘﺪﻳﺮ ﺑﺎﻧﺪې ﻫﺮ څﻪ ﭼﯥ وي ،د زړه ﻟﻪ ﻛﻮﻣﯥ ﺧﻮښ او راﺿﻲ وي .
37
ﻧﻔﺲ داﺳﯥ ﺣﺎل راﻣﻨځﺘﻪ ﻛړي ﭼـﯥ دﻫﻐـﻪ ﭘـﻪ ﻣﺮﺳـﺘﻪ د ﻃﺒﻴﻌـﺖ د ټﻮﻟـﻮ ﭘﻴـښﻮ ﭘـﻪ وړاﻧـﺪې
ﺧــــــﻮ ﺧﻮﺷــــــﺤﺎﻟﻪ او ﺧﻨــــــﺪان وي .
ﻋﺮاﻗﻴﺎن واﻳﻲ ﭼﯥ رﺿﺎ ﻟﻪ ﻣﻘﺎﻣﺎﺗﻮ څﺨﻪ ﻧﻪ ده ﺑﻠﻜﯥ د اﺣﻮاﻟﻮ ﻟﻪ ﺟﻤﻠﯥ څﺨـﻪ ده او اﻧـﺴﺎن
ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻮﻟﻰ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﺧﺘﻴﺎر او ﻛﺴﺐ ﻻ ﺳﺘﻪ راوړي او ﭘﻪ زړه ﻛﯥ داﺳـﯥ ﺣﺎﻟـﺖ
راﻣﻨځﺘﻪ ﻛړي ﭼﯥ دﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﺮې ﭘﻴښﯥ ﺧﻮښ اوﺳـﻲ او ﭘـﻪ زړه ﻛـﯥ ﻳـﯥ ﻛﻮﻣـﻪ
ﻛﺮﻛﻪ ﭘﻴﺪا ﻧﻪ ﺷﻲ ،ﺧﻮ اﻣﻜﺎن ﻟﺮي ﭼﯥ دا دواړه ﻣﺴﻠﻜﻮﻧﻪ ﺳﺮه ﭘﺨﻼ ﺷﻲ او ﻳﻮ ﺷـﺎن ﻧﻈـﺮ
ﺗﻪ ﺳﺮه ورﺳﻴږي او داﺳﯥ ووﻳﻞ ﺷﻲ ﭼﯥ د ﺧﺪاى ) ج ( د رﺿﺎ ﻟﻮﻣړ ۍ ﻣﺮﺣﻠـﻪ ﻛﻴـﺪاى ﺷـﻲ
ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﺴﺐ ا و اﺧﺘﻴﺎر ﺣﺎﺻﻠﻪ ﻛړي ﭼﯥ دا د ﻣﻘﺎﻣﺎﺗﻮ ﻟﻪ ډﻟﯥ څﺨﻪ وﺷـﻤﻴﺮل
ﺷﻲ ﺧﻮ د رﺿﺎ وروﺳﺘﻨﻰ ﭘړاو ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ اﻧﺴﺎن ﺧﭙﻠﻪ ﻛﻮﻣﻨﻪ اراده او ﺧﻮښﻪ ﻧـﻪ ﻟـﺮي ﺑﻠﻜـﯥ
دده اراده د ﺧﺪاى ﭘﺎك د ارادې ﺑﻴﺨﯥ ﺗﺎﺑﻊ ګﺮ ځﻴـﺪﻟﻰ وي ﭼـﯥ دا د اﺣﻮاﻟـﻮ ﻟـﻪ ﺟﻤﻠـﯥ
)(١ څﺨﻪ دى او د ﺑﻨﺪه ﭘﻪ واك او اﺧﺘﻴﺎر ﻛﯥ ﻧﻪ دى (( .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اﺑﻮاﻟﻘﺎﺳﻢ ﻋﺒﺪاﻟﻜﺮﻳﻢ اﻟﻘﺸﻴﺮي ،رﺳﺎﻟﻪ ﻗﺸﻴﺮﻳﻪ ،دﺗﻬﺮان ﭼﺎپ ٢٩٥ ،ـــ ٢٩٦ﻣﺨﻮﻧﻪ
اﺑﻮﻧﺼﺮ ﺳﺮاج ﻃﻮﺳﻲ د رﺿﺎ ﻣﻘﺎم ﭘـﻪ درﻳـﻮ ﺑﺮﺧـﻮ وﻳـﺸﻲ ا و واﻳـﻲ )) :د رﺿـﺎ اﻫـﻞ درې
ډﻟﯥ دي :
ﻟﻮﻣړى :ﻫﻐﻪ ﺧﻠﻚ دي ﭼﯥ دﻧـﺎوړو ﭘﻴـښﻮ ﭘـﻪ ﻣﻘﺎﺑـﻞ ﻛـﯥ ﺟـﺰع و ﻓـﺰع زګﻴـﺮوي او
ﻧﺎﻟښﺖ ﻧﻪ ﻛﻮي ﺑﻠﻜﯥ د ﺳﺨﺘﻴﻮ او ﺗﻜﻠﻴﻔﻮﻧـﻮ ،ﻣﺤﺮوﻣﻴـﺖ ﭘـﻪ وړاﻧـﺪې ﭘـﻪ دې ډول ډاډه
وي ﻟﻜﻪ څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ د راﺣﺖ ،آراﻣﺘﻴﺎ او ورﻛړى ﭘﻪ وﺧـﺖ ﻛـﯥ ﺧﻮﺷـﺤﺎل او ﺧـﻮښ وي
او ﻟﻪ دې رﺿﺎ څﺨﻪ ﺧﻮﻧﺪ اﺧﻠﻲ ،او وﻳﻨﻲ ﻳﯥ .
ﭘـﻪ رﺿـﺎ ﻛـﯥ ګـﻮري او ﺧﭙﻠـﻪ رﺿـﺎ ﻳـﯥ ﭼﯥ ﻫﺮڅﻪ د ﺧـﺪاى ) ج ( دوﻳﻢ :ﻫﻐﻪ ﻛﺴﺎن دي
ﺑﻴﺨﯥ ﻟﻪ ﻳﺎده وﺗﻠﻲ وي او ﻧﻪ ﻟﻪ ﻫﻐﯥ څﺨﻪ ﻛـﻮم ﺧﻮﻧـﺪ اﺧﻠـﻲ ﻧـﻮ دوى ﺗـﻪ رﻧـځ ،ﺗﻜﻠﻴـﻒ ،
ﻛړاو ،ورﻛړه ،ﺑﺨښﻨﻪ ،د روزي ﭘﺮاﺧﻮاﻟﻰ ټﻮل ﭘﻪ ﻳﻮ ﻟړ ﻛﯥ ﺑﺮﻳښﻲ او ﻛﻮم ﺗـﻮﭘﻴﺮ ورﺗـﻪ
ﻧﻪ ﻟﺮي او د دوى وروﺳﺘﻨۍ ﻫﻴﻠﻪ د ﺧﺪاى ﭘﺎك د رﺿﺎ ﺣﺎﺻﻠﻮل دي .
درﻳﻢ :درﻳﻤﻪ ډﻟﻪ ﻫﻐﻪ ده ﭼﯥ ﻟﻪ دې څﺨﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﺗﻴﺮى ﻛړى وي ،ﻫﻐﻮى ﻟﻪ ﺧﭙﻠـﯥ ﺧﻮښـﯥ
او رﺿﺎﻳﺖ څﺨﻪ ﺧﻮ ﺗﯧﺮ ،ﺗﯧﺮ دي ﺣﺘﻰ ﻟﻪ دې څﺨﻪ ﻫﻢ ﺗﯧﺮ دي ﭼﯥ ﺧﺪاى )ج (
38
دې ﻟﻪ دوى څﺨﻪ راﺿﻲ ﺷﻲ ،ﺑﻠﻜﯥ دوى واﻳﻲ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ څﻪ ﺧﻮښ ﻳـﻮ ﭼـﯥ زﻣـﻮﻧږ
ﻟﻪ ﻣﻮﺟﻮدﻳـﺖ او ﻣﻨځﺘـﻪ راﺗـګ څﺨـﻪ ﺗـﺮ ﻣﺨـﻪ د ﺧـﺪاى ) ج ( رﺿـﺎ او ﺧﻮښـﻪ وه .ﻧﻮدﻟﺘـﻪ ﻧـﻪ
زﻣﻮﻧږ رﺿﺎ ﻣﻄﻠﺐ دى او ﻧﻪ دا ﭼﯥ ﺧﺪاى دې ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ څﺨﻪ راﺿﻲ ﺷﻲ ،ﺑﻠﻜـﯥ ﻣﻄﻠـﺐ دا
ﺟﻨﻴـﺪ دى ﭼﯥ څﺮﻧګﻪ د ﺧﺪاى ﭘـﺎك ﺧﭙﻠـﻪ ﺧﻮښـﻪ وي ﻫﻐـﻪ زﻣـﻮږ ﻣﻘـﺼﺪ دى او ﺑـﺲ .
ذواﻟﻨـﻮن ﻣـﺼﺮي واﻳﻲ :رﺿﺎ دې ﺗﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﺳړى ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻪ واﻛﻪ ﺗﻴﺮ ﺷﻲ .
)(١ واﻳﻲ )) :رﺿﺎ دې ﺗﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ د ﺗﻘﺪﻳﺮ ﭘﻪ ﺣﻜﻢ د ﺳړي زړه ﺧﻮښ وي ((.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١اﺑﻲ ﻧﺼﺮ ﺳﺮاج اﻟﻄﻮﺳﻲ ،اﻟﻠﻤﻊ ،دﻣﺼﺮ او ﺑﻐﺪاد ﭼﺎپ ٨٠ ،ـــ ٨١ﻣﺨﻮﻧﻪ
راﺑﻌﻪ ﺑﻠﺨﻲ واﻳﻲ )) :رﺿﺎدې ﺗﻪ واﻳﻲ ﭼـﯥ اﻧـﺴﺎن ﭘـﻪ ﻣﺤﻨـﺖ او ﺳـﺨﺘﻴﻮ داﺳـﯥ ﺧـﻮښ
وي ﻟﻜﻪ څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ورﻛړه او ﻧﻌﻤﺖ ﺧﻮښﻴږ ي (( .
١ــ دا ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﻟﻪ ﺧﭙﻞ اﺧﺘﻴﺎر څﺨﻪ ﭘﻪ ﺗﻘﺪﻳﺮﺑﺎﻧﺪې ﻟﻪ ﺧﺒﺮﻳﺪو ﻧﻪ ﻣﺨﻜﯥ ﻻ س واﺧﻠﻲ .
39
ﻣــــﻬــﻴﺎ دى ﻫــــﻢ ﻣـــﻮﺟـــﻮد ﻫـــﺮاﺳـﺒـﺎب د ښــﻮ د ﺑـــﺪ و
ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﻞ ځﺎى ﻛﯥ د ﺧﺪاى ﭘﺎك رﺿﺎ ﺗﻪ ځﺎن ﺗﺴﻠﻴﻤﻮل د ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻴﻮ د راﺗګ ﻻﻣﻞ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ﭘﻪ ﺑــﻨــﺪه ﻛــﻪ ﻧـــــﺎروا دى ﻫــﻢ روا دى ﭘﻪ ﻫﺮ څﻪ ﭼﯥ د ﺻﺎﺣـﺐ د زړه رﺿﺎ ﺷﻲ
ﭼﯥ ﻳﯥ ﺣﻜﻢ ﺟﺎري ﺷﻮي ﭘﻪ ﻫﺮ ﭼﺎدى ځــﺎن ﺟـﻬـﺎن ﺳـﭙﺎرﻟــﻰ ﺑــﻮﻳـﻪ و ﻫـﻐﻪ ﺗﻪ
ﺟــﻬـﺎن واړه د ﻫــﻐــﻪ ﭘـﻪ ﻣـﺪﻋــﺎ دى د ﻫـﺮﭼﺎ ﭘـﻪ ﻻ س ﭼـﯥ ﺣﻜﻢ ﺣﺎﻛﻢ ورﻛﺎ
40
ﭼـﯥ ﻣﻮﻻ ورﺳـﺮه ﻣـﻞ ﻧﻪ وي رﺣﻤﺎﻧﻪ
ﻣﻮﺷګﺎف او ﻧﺎزﻛﺨﻴﺎل ﺷﺎﻋﺮ ﺣﻤﻴﺪ ﺑﺎﺑﺎ د ﺧﺪاى ) ج ( درﺿﺎ ﭘﻪ اړه داﺳﯥ وﻳﻠﻲ دي :
زر ﻣﯥ ﺳﺎزه دا ﺳﻮدا ﻛړئ زﻣﺎ رﺑﻪ ﻛـﻪ رﺿــﺎ دا ﺳـﺘـﺎ ﭘــﻪ ﺳـﺮوﭘـﻪ ﻣـﺎل ﻣﻮﻣﻢ
ﻫـــﻐـﻪ ﻛﺎر ﺷـﻐـﻞ زﻣـﺎ ﻛړئ زﻣﺎ رﺑﻪ ﻫﺮﭼﯥ ﺳﺘﺎ،ﺳﺘﺎ درﺳﻮل ﭘﻪ ﻛﯥ ﻣﺮﺿﻲ وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ﻫﻢ ﻫﻐﻪ زﻣﺎ روزګﺎر ﻛړئ زﻣﺎ رﺑﻪ ﭼﯥ دا ﺳﺘﺎ ،ﺳﺘﺎ درﺳﻮل ډﯦﺮه ﻣﺮﺿﻲ وي
دﭘښﺘﻮ ادب ﭘﻮﻫﺎﻧﺪ او ﺳﺘﺮ ﺷﺎﻋﺮ ﺧﻮﺷﺤﺎل ﺧﺎن ﺧټﻚ رﺿﺎ داﺳﯥ ﺳﺘﺎﻳﻲ :
ﭘـﻪ ﺑﻼ ﻛـﯥ ﺑـﻪ ﺑـﯥ ﺑـﻴـﻢ ﺷـﻲ ﻛــﻪ ﻗـﻀـﺎ وﺗــﻪ ﺗـﺴـﻠـﻴـﻢ ﺷـــﻲ
ﺧـﺪاى ﺑــﻪ ﻫـﻢ راﺿﻲ ﻟﻪ ﺗﺎ ﺷﻲ ﭘـﻪ ﻗـﻀـﺎ ﻛــﻪ ﺳـﺘــﺎ رﺿـﺎ ﺷﻲ
41
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ﺗﺼﻮﻓﻲ اﺣﻮال
دﻋﺮﻓﺎن او ﺗـﺼﻮف دﻟـﻮﻳﯥ ﻻ رې ﺳـﺮ ،دﺳـﺎﻟﻚ او ﺻـﻮﻓﻲ ﻟـﻪ ﺧﭙﻠـﯥ ارادې څﺨـﻪ ﻋﺒـﺎرت
دى او ﻫﻐﻪ څﻮك ﭼﯥ ﻏﻮاړي دا ﻟﻮﻳﻪ ﻻر ووﻫﻲ ،دى ﺑﺎﻳﺪ ﺗﺮ ﻫـﺮ څـﻪ دﻣﺨـﻪ ﻟـﻪ ﻧـﺎوړو ﻛـړو
وړو څﺨﻪ ﻻ س واﺧﻠﻲ او ﭘﻪ ﻛﻠﻚ ﻋﺰم او ټﻴﻨګﻪ اراده دې ددې ﻻ رې ﺗګ ﺗﻪ ﻣﻼ وﺗـړي .
ﻟــﻪ دې وروﺳــﺘﻪ ﺑﻴــﺎ ﻫﻐــﻪ ﺗــﻪ ښــﺎﻳﻲ ﭼــﯥ ﺧﭙــﻞ ﻧﻔــﺲ او روح د ﺗــﺼﻮف دﻧــﻮرو ﻣﻘﺎﻣــﺎﺗﻮ ﭘــﻪ
ورﺳﻴﺪو ﺗﺰﻛﻴﻪ او ﺳﻮﭼﻪ ﻛړي ﺗـﺮ دې ﭼـﯥ دﺧﭙـﻞ روح ﻟـﻪ ﻓـﻀﺎ څﺨـﻪ ﻟـﻪ ﺧـﺪاى ﭘـﺎك څﺨـﻪ
ﭘﺮﺗﻪ ټﻮل ﺷﻴﺎن ﻟﺮې ﻛړي او دﻫﻐﻮ ﻣﻴﻨﻪ ﻟـﻪ زړه څﺨـﻪ وﺑﺎﺳـﻲ او ﭘـﻪ ﭘـﺎى ﻛـﯥ ﺧﭙﻠـﯥ ﻧـﺎوړى
ﻫﻴﻠﯥ او ﻏﻮښﺘﻨﯥ ) ﻧﻔﺲ اﻣﺎره ( د ﻋﻘﻞ ،وﺟـﺪان او ﭘـﻮﻫﯥ ) ﻧﻔـﺲ ﻣﻄﻤﺌﻨـﻪ ( ﺗـﺮ اﻏﻴـﺰې
ﻻﻧﺪې راوﻟﻲ او ﺧﭙﻞ روح او ﻧﻔﺲ د ﺧﺪاى ﭘـﺎك د ﭘﻴﮋﻧـﺪﻧﯥ ﻟﭙـﺎره د ﻫﻨـﺪارې ﭘـﻪ څﻴـﺮ روڼ
او ﺻﺎف ﻛړي .
ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ دده اراده دﻧﻔﺲ او روح دﺗـﺼﻔﻴﻲ ﭘـﻪ ﻣﺮﺳـﺘﻪ ﭘﺨـﻪ ﺷـﻲ او دده روح ﭘـﻪ
ﻋﻤﻠﻲ ﺗﻮګﻪ دې ﻣﺮﺣﻠﯥ ﺗﻪ ورﺳﻴږي ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ د اﷲ ) ج ( ﻟﻪ اﻧﻮارو او ﭘﻠﻮﺷﻮ څﺨﻪ ﺧﻮﻧـﺪ
واﺧﻴﺴﺘﻠﻰ ﺷﻲ ،دﻟﺘﻪ وﻳﻠﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ دﺻﻮﻓﻲ ﭘﻪ زړه داﺣﻮاﻟـﻮ دﺑﻬﻴـﺮ ﺳـﺮﻳﺰه ﭘﻴـﻞ ﺷـﻮه او
)(١ ﻫﻤﺪﻏﻪ ﭘﻴښﻪ د ﺣﺎل د ﭘﻴﺪاﻳښﺖ ﻧښﺎﻧﻪ ده .
ﭘﻪ ﻋﻤﻠـﻲ ﺗـﺼﻮف ﻛـﯥ ﺗـﺮ ﻣﻘﺎﻣـﺎﺗﻮ وروﺳـﺘﻪ دا اﺣـﻮال را ځـﻲ ١ :ـــ د ﻣﺮاﻗﺒـﻪ ﻳـﺎدزړه
٥ـــ څﺎرﻧﻪ ٢ ،ــ ﻗﺮب ﻳﺎ ﺧﺪاى ) ج ( ﺗﻪ ﻧږدﻳﻮاﻟﻲ ٣ ،ــ ﻣﺤﺒـﺖ ٤ ،ـــ ﺧـﻮف او وﻳـﺮه ،
42
ﻫﻴﻠﻪ او رﺟﺎ ٦ ،ــ ﺷﻮق ٧ ،ــ ډاډ ﻳﺎ اَﻧﺲ ٨ ،ــ ﻟﻴﺪﻧـﻪ ﻳـﺎ ﻣـﺸﺎﻫﺪه ٩ ،ـــ ﺑـﺎور او ﻳﻘـﻴﻦ .
ددې ټﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛﯥ د ﺻﻮﻓﻲ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ دﺧﭙﻞ زړه څﺎرﻧﻪ او ﻣﺮاﻗﺒﻪ ﭘﻴﺪاﻛﻴږي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﻣﺤﻤﺪ ﺗﻘﻲ ،ﺟﻌﻔﺮي ،ﺗﻔﺴﻴﺮ ،ﻧﻘﺪ وﺗﺤﻠﻴﻞ ﻣﺜﻨﻮي ،د ﺣﻴﺪر آﺑﺎد ﭼﺎپ ٦٣١ ،ﻣﺦ
ﺻﻮﻓﻲ ﭘﻪ دې ﭘﻮﻫﻴږي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ اﺣﺴﺎﺳﺎت او ﻋﺎﻃﻔﻰ او ﻧﻮر داﺳﯥ ﺷﻴﺎن ﭼﯥ دده ﭘﻪ
زړه ﻛﯥ ﺗﻴﺮﻳږي ﻫﻐﻪ ټﻮل دﺧﺪاى ﭘﻪ ﻋﻠﻢ او ارادې دي ﻧﻮ ﻟﻪ دې ﻛﺒﻠﻪ د ﺧﭙﻞ زړه ټﻮل
ﺧﺎﻃﺮات ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﺴﻲ او ﻟﻪ ﺷﺮﻳﻌﺖ ﺳﺮه ﺳﻢ ﺑﺎﻳﺪ ﻋﻤﻞ وﻛړي .د زړه دڅﺎرﻧﯥ او
ﻣﺮاﻗﺒﯥ دﭘﺎره ﺻﻮﻓﻴﺎن ﭘﻪ درﻳﻮ ډﻟﻮ وﻳﺸﻞ ﺷﻮي دي :
ﻟﻮﻣړى :ﻫﻐﻪ ډﻟﻪ ﭼﯥ د ﻫﻐﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب ﺣﺴﻦ ﺑﻦ ﻋﻠﻲ داﻣﻐﺎﻧﻲ داﺳﯥ وﻳﻠﻲ دي )) :دا ډﻟﻪ
ﺻﻮﻓﻴﺎن ﺑﺎور ﻟﺮي او ﭘﻮﻫﻴږي ﭼﯥ د دوى ﭘﻪ اﺳﺮارو ﺑﺎﻧﺪې ﺧﺪاى ) ج ( ﺧﺒﺮ او ﭘﻪ زړوﻧﻮ
ﻳﯥ ﭘﻮره ﭘﻮﻫﻪ ﻟﺮي (( .
ﻫﻐﻪ څﻮك ﭼﯥ ﭘﻪ دې ډول ﺑﺎور او ﻋﻘﻴﺪه ﻟﺮي ﻫﺮوﻣﺮو ﺧﭙﻞ زړه او ﺧﭙﻠﻮ ﻛړو وړو ﺗﻪ ﭘﻪ
ﻛﻠﻜﻪ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﻛﻮي .
دوﻳﻢ :ددې ډﻟﯥ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ اﺣﻤﺪ ﺑﻦ ﻋﻄﺎ داﺳﯥ واﻳﻲ )) :ﺳﺘﺎﺳﯥ ﻟﻪ ډﻟﯥ څﺨﻪ ډﯦﺮ ښﻪ
ﻣﺠﺎﻫﺪه ﻛﻮوﻧﻜﻰ ﻫﻐﻪ څﻮك دى ﭼﯥ د ﺣﻖ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ دﺣﻖ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ
وﻛړي ﭼﯥ ﺣﻖ ﻛﯥ ﻓﺎﻧﻲ او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ټﻮﻟﻮ ﻛړو وړو ﻛﯥ د ﻣﺤﻤﺪ ﺻﻠﻰ اﷲ ﻋﻠﻴﻪ وﺳﻠﻢ ﺗﺎﺑﻊ
وي (( .
درﻳﻴﻢ :دا ﻫﻐﻪ ډﻟﻪ ده ﭼﯥ ﻫﻐﻮي ﻟﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك څﺨﻪ ﻫﻴﻠﻪ ﻛﻮ ي ﭼﯥ د دوى ﻛﺎروﻧﻪ ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮښﻪ څﺮﻧګﻪ ﻳﯥ ﭼﯥ ﻏﻮښﺘﻲ وي ﺳﻢ او ﺳﻤﺒﺎل ﻛړي ،دې ډﻟﯥ ﺻﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﺑﻴﺨﯥ ﻟﻪ
43
ﺧﭙﻠﯥ ارادې ،واك او اﺧﺘﻴﺎر څﺨﻪ ﻻ س ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛړى او ټﻮﻟﻪ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﻳﯥ د ﺧﺪاى ﭘﺎك
)(١ ارادې ﺗﻪ ده (( .
دا ډﻟﻪ ﺻﻮﻓﻴﺎن د ﺧﭙﻞ زړه د څﺎرﻧﯥ او ﺧﭙﻠﻮ ﻛړو وړو ﺗﻪ د ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﯥ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺗﺮ ﺣﺪه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١اﺑﻲ ﻧﺼﺮ ﻃﻮﺳﻲ ،اﻟﻠﻤﻊ ،دﻣﺼﺮ ﻳﺎ ﺑﻐﺪاد ﭼﺎپ ١٩٦٠ ،ع ﻛﺎل ٨٢ ،ـــ ٨٣ﻣﺨﻮﻧﻪ
ﺗﻴﺮ ﺷﻮي ﺗﺮ دې ﭼﯥ ﻫﻐﻮي ﺧﭙﻞ ځﺎن ﺗﻪ ددې ﺣﻖ ﻧﻪ ورﻛﻮي ﭼﯥ ﺣﺘﻰ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﺧﺘﻴﺎر
دې ﭘﻪ زړوﻧﻮ ﻛﯥ څﻪ ﺗﻴﺮ ﻛړي ﭘﻪ دې ﺗﻮګﻪ ﻳﯥ ځﺎن ﻳﻮ روﺣﻲ ﺟﺒﺮ ﺗﻪ ﺗﺴﻠﻴﻢ ﻛړى .
رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ د ﺧﺪاى ﭘﺎك ﭘﻪ ﻳﺎد د زړه د روښﺎﻧﺘﻴﺎ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ داﺳﯥ وﻳﻠﻲ دي :
ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﻞ ځﺎى ﻛﯥ ﺧﺪاى ﭘﺎك ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙـﻞ زړه ﻛـﯥ دځـﺎى ورﻛﻮﻟـﻮ ﭘـﻪ ﺑﺪﻟـﻪ ﻛـﯥ ﻟـﻪ ﺧﭙـﻞ
ﺳﺮ او ﻣﺎل څﺨﻪ ځﺎرﻳږ ي ) ﺗﻴﺮﻳږي ( او داﺳﯥ واﻳﻲ :
ﭼـﯥ آﺷـﻨـﺎ ﭘـﻪ ﺗﻴﻎ ﺣـﻼ ل ﺷـﻲ دآﺷـﻨـﺎ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ زﻣﺎ دزړه ﺑﻪ ﻫﻐﻪ دم وي
ﭘﻪ ﻫﺮدم ﭼﯥ زړه ﺧﻮﺷﺤﺎل ﺷﻲ دآﺷﻨﺎ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ زﻣﺎ دزړه ﺑﻪ ﻫﻐﻪ دم وي
44
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ﭼﯥ ﭘﻪ زړه ﻣﯥ زرﻏﻮن ﺧﻴﺎل ﺷﻲ دآﺷﻨﺎ زرﻏﻮﻧﻪ ﻛﺎﻧــﺪې داﻧـﻪ زﻣﺎ دﻋـﻴـﺶ
ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﻠﻪ ﻏﺰﻟﻪ ﻛﯥ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ﺧﭙﻞ زړه د ﺧﺪاى ) ج ( ﭘـﻪ ذﻛـﺮ ) ﻳـﺎدوﻟﻮ ( ﺧـﻮښ او ﺧـﺮم
څﺮګﻨﺪوي او ﺧﭙﻠﻪ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﻣﻴﻨﻪ داﺳﯥ ﺗﻤﺜﻴﻠﻮي :
ﻧـﻦ ﻣـﯥ ﺳـﺘــﺎ ﻟـﻪ ﻏﻤﻪ ﭘـﺎڼﻪ د ﺧـﺰان دى زړه ﻣـﯥ ﺳـﺘـﺎ ﭘـﻪ ﻓـﻜـﺮ ،ذﻛـﺮ ګﻠـﺴﺘـﺎن دى
ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ ﻣﯥ ﺟﻮړ رود روان دى ﺳﺘـﺎ ﻟـﻪ ﻫـﺠـﺮه ﭘﻪ زړه ﻫﺴﯥ ﺑﻬﺮه ﻣـﻨﺪ ﻳﻢ
ﭼﯥ ﻫﻢ وﻳﻨﯥ ﺗﺮې ﺑﻬﻴږي ﻫﻢ ﺧﻨﺪان دى ﺳـﺘـﺎ ﻛـﺘـﻮ ﻣـﯥ ﻋـﺠـﺐ زﺧـﻢ ﭘــﻪ زړه وﻛــړ و
ﭼﯥ ځﺎن درﺳﺖ راﺗﻪ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ دﺟﺎﻧﺎن دى ﻫﺴﯥ رﻧګ ﻣﯥ د ﺧﭙﻞ زړه ﻟﻪ وﻳﻨﻮ واﺧﻴﺴﺖ
ﺑﻴﺎ دﺧﭙﻞ ﺳﻮي زړه ﻛﻴﺴﻪ داﺳﯥ ﻛﻮي ،او واﻳﻲ :
ﻏﻢ د ﻫـﺠـﺮدﻏﻪ ﻣﻪ ګڼﻪ ﻻ ﻧﻮردى ﻛﻪ ﻣﯥ زړه ﻟﻪ ﻏﻤﻪ وﭼﻮي راﺗﻪ واﻳﻲ
45
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ﻣﻴﺮزاﺧﺎن اﻧﺼﺎري ﻫﻢ د ﺧﺪا ى ) ج ( ﭘﻪ ﻳﺎد ﺑﺎﻧﺪې د زړه د ﺑﺴﻴﺎ ﻛﻴﺪو او روښﺎﻧﻴﺪو ﭘﻪ اړه
داﺳﯥ وﻳﻠﻲ دي :
ﭘـﻪ ﻳـﻘـﻴـﻦ ﻟـﻪ ﻏـﻴـﺮه ﺧـﻮﻳـﻪ ﭘــﻪ ﺣــﺬر ﺷــﻲ ﭘﻪ ﻫﺮزړه ﭼﯥ دآﺷﻨﺎ دﺑﺎد ګﺬر ﺷﻲ
د آﺳـﻤـﺎن د ځـﻤـﻜـﯥ ﻣـﺦ ﭘـﺮې ﻣﻨﻮر ﺷﻲ د داﻧﺎ زړګﻲ ﻋﺠﻴﺒﻪ روښـﻨﺎﻳﻲ ده
ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﻞ ځﺎى ﻛﯥ ﺑﻴﺎ ﻫﻤﺪا ﻣﻴﺮزا ﺧﺎن زړه د ﻳﻮې ﻛﺮوﻧﺪې ﺳﺮه ﺗﺸﺒﻪ ﻛﻮي او ﭘﻪ
ﻫﻐﯥ ﻛﯥ د ښﻮ ﺧﻮﻳﻮﻧﻮ او ﻧﺎوړه اﺧﻼ ﻗﻮ اﺳﺘﻌﺪاد وﻳﻨﻲ ،واﻳﻲ :
ﭘﻪ ﻧﺮﻣﻰ ﺑﻪ ﺳﻮد ﻳﻮﻧﻪ ﺳﯥ ﻟﻪ ﺧﻨﺎﺳﻪ ﻣﻼ دﻧــﻔﺲ ﭘـﻪ ﻣﻴﺮڅـﻲ وﺗـړه اﺳـﺘﻮار ه
46
ﻫﻤﺪارﻧګﻪ داﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻳﻮه ځﺎى ﻛﯥ وﻳﻠﻲ دي :
ﭘﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮو ټﻮﻟﻮ اﺷﻌﺎرو ﻛـﯥ د زړه ﺑـﻴﻼ ﺑﻴـﻞ ﺣـﺎﻻ ﺗـﻮ څﺎرﻧـﻪ ﻫﻐـﯥ ﺗـﻪ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧـﻪ ﻟـﻪ
وراﻳﻪ څﺮګﻨﺪﻳږ ي .
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﺻـﻮﻓﻲ ﺧﭙـﻞ زړه څـﺎري او ډﯦـﺮه ﻛﻠﻜـﻪ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧـﻪ ﻛـﻮي ﭼـﯥ ﻟـﻪ ﻧـﺎوړه ﻛـﺎر او ﻧـﺎوړو
ﻫﻴﻠﻮ څﺨﻪ ځﺎن وﺳﺎﺗﻲ او ﺗﻞ ﻳﯥ د ﺧـﺪاى ﭘـﺎك ﭘـﻪ ﻟـﻮري ﻫڅـﻪ وي ،ﺗـﺮ د ې ﭼـﯥ ﻫﻐـﻪ ﻟـﻪ
ټﻮﻟﻮ ﺷﻴﺎﻧﻮ څﺨﻪ ځﺎن ﺗﻪ ﻧږدې ﺑﻮﻟﻲ او ﭘﻪ دې ﺑـﺎب د ﻗﺮآﻧﻜـﺮﻳﻢ ﭘـﻪ دې آﻳـﺎﺗﻮﻧﻮ اﺳـﺘﻨﺎد
ﻛﻮ ي ﭼﯥ )) :ﻧﺤﻦ اﻗﺮب اﻟﻴﻪ ﻣﻦ ﺣﺒﻞ اﻟﻮرﻳﺪ (( ﻳﻌﻨﯥ زه ﻫﻐﻪ )) اﻧﺴﺎن (( ﺗـﻪ دﻫﻐـﻪ ﻟـﻪ
ﺷﺎرګ څﺨﻪ ورﻧـﮋدې ﻳﻢ .
ﻳﺎ )) :و ﻧﺤﻦ اﻗﺮب اﻟﻴﻪ ﻣﻨﻜﻢ وﻻ ﻛﻦ ﻻ ﺗﺒﺼﺮون (( ﻳﻌﻨﯥ زه ﻫﻐﻪ )) رﻧځﻮر (( ﻟﻪ ﺗﺎﺳﯥ
څﺨﻪ ډﯦﺮ ورﻧـﺰدې ﻳﻢ ﺧﻮ ﺗﺎﺳﯥ ﻣﯥ ﻧﻪ وﻳﻨﻰ .
ﭘــﻪ ﺗــﺼﻮف ﻛــﯥ ﺧــﺪاى ) ج ( ﺗــﻪ د ﻧـــﺰدې واﻟــﻲ ﻣﺎﻧــﺎ دا ده ﭼــﯥ دﺻــﻮﻓﻲ ﭘــﻪ زړه ﻛــﯥ داﺳــﯥ
ﻧښﺎﻧﯥ او ﻋﻼ ﻣﯥ ﺗﻴﺮﻳږي او ﭘﻴـﺪاﻛﻴږي ﭼـﯥ ورځ ﭘـﻪ ورځ دﻫﻐـﻪ ﺗﻠﻮﺳـﻪ د ﺧـﺪاى ) ج ( ﭘـﻪ
ﻟــﻮري زﻳــﺎﺗﻮي ،ﭼــﯥ ﭘــﻪ ﻧﺘﻴﺠــﻪ ﻛــﯥ ﺗــﻞ دﺧــﺪاى ) ج ( ﭘــﻪ ﻳــﺎدوﻧﻮ ﺑــﺴﻴﺎ او د ﻫﻐــﻪ ﭘﺎﻟﻨــﻪ او
ﺳﺘﺎﻳﻨﻪ ﻳـﯥ ﺑﻴﺨـﻲ ﺧـﻮى او ﺧﺎﺻـﻴﺖ ګﺮځـﻲ ،او ﺻـﻮﻓﻴﺎن ددې ﺣـﺎل ﻟـﻪ ﭘﻠـﻮه ﺑﻴـﺎ ﻫـﻢ ﭘـﻪ
درې ډﻟﻮ وﻳﺸﻞ ﺷﻮي دي :
ﻫﻐـﻪ ﺻـﻮﻓﻴﺎن دي ﭼـﯥ ﺗـﻞ د ﺧـﺪاى ) ج ( ﭘـﻪ ﻋﺒـﺎدت ﻣـﺸﻐﻮل ،او ﺧﭙـﻞ ځﺎﻧﻮﻧــﻪ ﻟـﻮﻣړى :
دﻫﻐــﻪ ﻗــﺪرت او ارادې ) ﺷــﺮﻳﻌﻲ ارادې ( ﺗــﻪ ﭘــﻪ ﻫــﺮ ﺣــﺎل ﺳــﭙﺎري او ﺧــﺪاى ﭘــﺎك ځــﺎن ﺗــﻪ
ﻧـﺰدې ﺑﻮﻟﻲ .
47
دوﻳﻢ :ﻫﻐﻪ ډﻟﻪ ﺻﻮﻓﻴﺎن دي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ څﻴﺰ ﻛﯥ ﺧﺪاى ) ج ( وﻳﻨﻲ او ﻟﻪ ﻫﻐﻪ څﺨﻪ ﻫـﻴڅ ﺷـﻰ
دوى ﺗﻪ ﻧـﺰدې ﻧﻪ ښﻜﺎري .
ﻋﺎﻣﺮﺑﻦ ﻗﻴﺲ ددې ډﻟـﯥ ﭘـﻪ اﺳـﺘﺎزﻳﺘﻮب داﺳـﯥ واﻳـﻲ )) :ﻫـﺮ څﻴـﺰ ﺗـﻪ ﭼـﯥ وګـﻮرم او ﻧﻈـﺮ
ﺑﺮﻳښﻲ ( ١ ) . ورﺗﻪ ﻛﻮم ﻟﻪ ﻫﺮ څﻪ ﻧﻪ ﻣﺎﺗﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك ﻧـﺰدې
ﻟﻪ دې ډﻟﯥ څﺨﻪ ﻳﻮ ﺗﻦ ﻳﻌﻘﻮب اﻟﺴﻮﺳﻲ دا ﻧـﺰدې واﻟﻰ ﺗﻤﺜﻴﻠﻮي او واﻳﻲ : درﯦﻴﻢ :
)) څﻮ ﭘﻮرې ﭼﯥ ﺻﻮﻓﻲ د ﻧـﮋدﯦﻮاﻟﻲ اﺣـﺴﺎس ﻛـﻮي ،ﺗـﺮ دې وﺧﺘـﻪ ﻻ د ﻗـﺮب درﺟـﯥ ﺗـﻪ ﻧـﻪ
دى رﺳﻴﺪﻟﻰ ﻣګﺮ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ ﭘﻪ ده ﻛﯥ دﺧـﺪاى ﭘـﺎك د ﻧﮋدﯦﻜـﺖ ﭘﻮاﺳـﻄﻪ ﻟـﻪ ﻫﻐـﻪ څﺨـﻪ
دﻗﺮب او ﻧـﮋدﯦﻮاﻟﻲ ﺧﺎﻃﺮه ﻣﺤﻮه ﺷﻲ او ﻟﻪ ﻳﺎده ﻳﯥ ووځﻲ .ﻧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ دﻫﻐﻪ څﺨﻪ د ﺧـﺪاى
) ج ( د ﻧـﮋدﯦﻮاﻟﻲ اﺣﺴﺎس ﻣﺤﻮه ،او ټﻮل دﻫﻐﻪ د ﻧـﮋدﯦﻮاﻟﻲ ﻟﻪ اﻣﻠﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺑﺴﻴﺎ او ﻣـﺸﻐﻮل
ﺷﻲ ،ﻳﻮازې دې ﺗﻪ رښﺘﻴﺎﻧﻰ ﻗﺮب او ﻧـﺰدﻳﺘﻮب واﻳﻲ ( ٢ ) (( .
ﻟﻪ )) روﻳﻢ (( څﺨﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﺷﻮه ﭼﯥ د ﺧﺪاى ) ج ( د ﻗﺮب ﻣﺎﻧـﺎ څـﻪ ده ؟ ﻫﻐـﻪ ووﻳـﻞ )) :
دژوﻧﺪ ټﻮل ﻣﻮاﻧﻊ او ﻋﻮارض ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺨﯥ ﻟﺮې ﻛﻮل ،دﺧـﺪاى ) ج ( د ﻧــﮋدﻳﻮاﻟﻲ ﻣﺎﻧـﺎ ده .
)(٣ ((
ﻋﺒﺪاﻟﻘﺎدر ﺟﻴﻼ ﻧﻲ ) ﻏﻮث اﻻ ﻋﻈﻢ ( د ﺧﺪاى ) ج ( دﻗﺮب ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ داﺳﯥ واﻳﻲ :
)) ﺗــﻪ ﺑــﻪ ﻟــﻪ دوو ﺣــﺎﻟﺘﻮﻧﻮ ﺧــﺎﻟﻲ ﻧــﻪ ﻳــﯥ ،ﻳــﺎ داﭼــﯥ د ﺧــﺪاى ) ج ( څﺨــﻪ ﺑــﻪ ﻟــﺮې ﻳــﯥ او ﻳــﺎ ﺑــﻪ
ورﻧـﮋدې ،ﻛﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﺧﺪاى ) ج ( څﺨﻪ ﻟﺮې ﻳﯥ ﻧﻮ د څﻪ ﻟﭙﺎره ﻧﺎﺳﺖ ﻳﯥ او څﻨګﻪ ددې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ٣دﺧﻮاﺟﻪ ﻣﺤﻤﺪ ﭘﺎرﺳﺎ ﺗﺤﻘﻴﻘﺎت ،ﺗﺤﻔﺔ اﻟﺴﺎﻟﻜﻴﻦ ،ددﻫﻠﻲ ﭼﺎپ ٢٤٧ ،ﻣﺦ
48
ﻟﻮﻳﯥ ﻧﺼﻴﺒﯥ ﭘﻪ ګټﻠﻮ ﻛﯥ ﻟټﯥ ﻛﻮي او ﭘﻪ دې ﻧﻌﻤﺖ ﭘﺴﯥ ﻧﻪ ګﺮځﯥ ،ژر ﺷﻪ ﺟګ ﺷﻪ
دﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﻮا ﭘﻪ دوو وزروﻧﻮ ورواﻟﻮزه ،ﻳﻮ وزر د دﻧﻴﺎدﻟﺬﺗﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺮﻳښﻮدﻟﻮ څﺨﻪ
ﻋﺒﺎرت دى ،ﺣﺮام او ﺣﻼ ل ټﻮل ﭘﺮﻳږده او ﺧﻮب ،راﺣﺖ ،ﻛﺮار ﺗﻴﺎ ) اﺳﺘﺮاﺣﺖ ( ﭘﻪ ځﺎن
ودروه .او ﺑﻞ وزر ﻟﻪ دې څﺨﻪ ﻋﺒﺎرت دى ﭼﯥ ﭘﻪ ځﺎن ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻜﻠﻴﻔﻮﻧﻪ ،ﻛړاووﻧﻪ ،
ﺳﺨﺘﯥ او رﺑړوﻧﻪ راوﻟﻪ او ډﯦﺮو ﻣﺸﻜﻼﺗﻮ ،رﻳﺎﺿﺖ او زﺣﻤﺖ ﺗﻪ اوږه ورﻛړه ،ﻟﻪ ﺧﻠﻜﻮ
ځﺎن ګﻮښﻪ او ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻴﻠﻮ او ارادې څﺨﻪ ﻛﻪ د دﻧﻴﺎ ﭘﻪ ﺑﺎب وي او ﻛﻪ د اﺧﺮت ،ځﺎن ﺧﻼ
ص ﻛړه ﺗﺮ څﻮ ﺣﻖ ﺗﻪ ورﺳﻴږې او وﻛﻮﻟﯥ ﺷﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ورﻧـﮋدې ﺷﯥ ،ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ
ﻫﺮ څﻪ ﭼﯥ ﻏﻮاړې او ﻫﺮ رﻧګﻪ ) ﺷﺮﻋﻲ ( ﻫﻴﻠﯥ ﭼﯥ ﻟﺮې ټﻮﻟﯥ ﺑﻪ ﭘﻮره او ﻳﻮ ﺑﺮاﺑﺮ ﺷﻲ او
)(١ ﻟﻮې ﻛﺮاﻣﺖ ﺑﻪ دې ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﺷﻲ (( .
رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ د ﺧﺪاى ﭘﺎك ﻗﺮب او ﻧـﺰدﯦﻮاﻟﻲ ﺗﻪ داﺳﯥ ﺗﻠﻮﺳﻪ ﻟﺮي ،واﻳﻲ :
ﭘﺎﺑـﻪ ﻧﻪ څـﻢ ﻟـﻪ دې دره ﭘــﻪ ﺣــﻴﺎت ﻛــﻪ ﻣـــﯥ وﺷــﻲ ﻟــــﻪ دﻟــﺒــﺮه ﻣـــــﻼ ﻗــــــــﺎت
ﻫــﻐــﻪ ﻳــﺎر زﻣـﺎ ﻗـﺒـﻠﻪ دى د ﺣـﻴﺎت ) ( ٢ ښـﺎﻳـﻲ دا ﻛـﻪ زه ﺧـﭙـﻞ ﻳـﺎر وﺗـﻪ ﺳــﺠــﺪه ﻛــړم
ﺳﺘﺎ دوﺻﻞ ﭘﻪ ﻧﺴﺒﺖ ګﻠﺴﺘﺎن څﻪ دى زه ﺑﻠﺒﻞ ﺳﺘﺎ دوﺻﺎل ﻳﻢ ﺑﻮﺳﺘﺎن څﻪ دى
اﻧﺘﻈﺎر ﻳﯥ ﭘﻪ روﺿﻪ د رﺿﻮان څﻪ دى ﭼـﯥ اﺷـﻨـﺎ ﺷــﻲ ﺳــﺘـﺎ ﻟــﻪ دره ﻟــﻪ دﻳﻮاره
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﻋﺒﺪاﻟﻘﺎدر ،ﺟﻴﻼ ﻧﻲ ،ﻓﺘﻮح اﻟﻐﻴﺐ ،د ﻧﻮاﻟﻜﺸﻮر ﭼﺎپ ١٧٩ ،ـــ ١٨٠ﻣﺨﻮﻧﻪ
49
ﻫﻤﺪارﻧګﻪ روښﺎﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ارزاﻧﻲ ﻫﻢ د ﻗﺮﺑﺖ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ داﺳﯥ وﻳﻠﻲ دي :
ﭼﯥ اﺷﻨﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻗﺮﺑﺖ دى ﻟـﻪ ﺧـﭙـﻞ رﺑـﻪ ﺑـﻪ اﺷـــﻨــﺎ ﺷــﻲ
ﺑﻞ روښﺎﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ دوﻟﺖ ﻟﻮاڼﻰ ﻫﻢ د ﻗﺮﺑﺖ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ داﺳﯥ وﻳﻠﻲ دي :
دا اﻓﻜﺎر ﻟﻜﻪ ﺳﺮود اﺷﻴﺎ ﺗﺎروﻧﻪ ﺑﯥ ﻣﺜﻠﻲ ﻋﺠﺐ اواز ﭘﻪ زﻳﺮو ﺑﻢ ﻛﺎ
ﻧﻮﻣﻴﺎﻟﻰ روښﺎﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﻣﻴﺮزاﺧﺎن اﻧـﺼﺎري د وروﺳـﺘﻲ ډﻟـﯥ ﺻـﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﻗﺮﺑـﺖ ﭘـﻪ ﻳـﻮ ﻟﻨـډ
ﺑﻴﺖ ﻛﯥ داﺳﯥ ﺑﻴﺎﻧﻮي :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﻋﺒﺪاﻟﺤﻰ ،ﺣﺒﻴﺒﻲ ،دﭘښﺘﻮ ادﺑﻴﺎﺗﻮ ﺗﺎرﻳﺦ ،ﭘښﺘﻮ ټﻮﻟﻨﻪ ١٣٤٢ ،ﻫـ ش ٣٤٠ ،ـــ ٣٤٩ﻣﺨﻮﻧﻪ
50
٣ــ دﻣﺤﺒﺖ ﺣﺎل :
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﺻﻮﻓﻲ ﺧﭙﻞ زړه ﺗﺮ ﺳﺨﺘﯥ څﺎرﻧﯥ ﻻ ﻧﺪې وﻧﻴﺴﻲ او ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﺷﻴﺎﻧﻮ څﺨﻪ ورﺗﻪ
ﺧﺪاى ﭘﺎك ﻧـﮋدې ښﻜﺎري او دﻫﻐﻪ ﺟﻼ ل ،ﻋﻈﻤﺖ ،ﻗﺪرت ،ﻋﻠﻢ ﻣﻬﺮ او ﺗﺮﺣﻢ ﺗﻪ ځﻴﺮ ﺷﻲ
،ﻟﻪ ﻳﻮې ﺧﻮا دﻫﻐﻪ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ وﻳﺮه او ﻟﻪ ﺑﻠﯥ ﺧﻮا ﻳﯥ ﻟﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ او ﻣﺤﺒﺖ
ﭘﻴﺪاﻛﻴږي .
دﻣﺤﺒﺖ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭘﻪ ﻗﺮاﻧﻜﺮﻳﻢ ﻛﯥ ډﯦﺮ آﻳﺘﻮﻧﻪ او ﻫﻤﺪارﻧګﻪ ﭘﻪ دې اړه ډﯦﺮ ﻧﺒﻮي اﺣﺎدﻳﺚ
ﺷﺘﻪ ،ﻣﺜﻼً )) :ﻓﺴﻮف ﻳﺎءﺗﻰ اﷲ ﺑﻘﻮم ﻳﺤﺒﻬﻢ و ﻳﺤﺒﻮﻧﻬﻢ (( ﻳﻌﻨﯥ ژر دى ﭼﯥ اﷲ ﭘﺎك ﺑﻪ
داﺳﯥ ﻗﻮم راﻣﻨځﺘﻪ ﻛړي ﭼﯥ دى ﺑﻪ ﻣﺤﺒﺖ ورﺳﺮه ﻟﺮي او ﻫﻐﻮى ﺑﻪ ﻟﻪ ده ﺳﺮه ﻣﺤﺒﺖ ﻟﺮي .
ﻳﺎ دا ﭼﯥ )) :ﻳﺤﺒﻮﻧﻬﻢ ﻛﺤﺐ اﷲ واﻟﺬﻳﻦ اﻣﻨﻮ ا اﺷﺪ ﺣﺒﺎً اﷲ (( .ﻳﻌﻨﯥ ) ﻛﺎﻓﺮان ( ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ
ﺑﺘﺎﻧﻮ ﺳﺮه داﺳﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﻟﻜﻪ ﻟﻪ ﺧﺪاى ) ج ( ﺳﺮه او ﻫﻐﻪ ﻛﺴﺎن ﭼﯥ ﻣﻮء ﻣﻨﺎن او ﺑﺎور ﻟﺮوﻧﻜﻲ
دي ﻟﻪ ﺧﺪاى ) ج ( ﺳﺮه زﻳﺎﺗﻪ ﻣﻴﻨﻪ او ﻣﺤﺒﺖ ﻟﺮي .
ﭘﻪ ﻟﻮﻣړي آﻳﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺤﺒﺖ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ذﻛﺮ ﻛړ او ﭘﻪ دوﻫﻢ ﻛﯥ ﻳﯥ د دوى ﻣﺤﺒﺖ اول
راوړ او ﭘﻪ درﯦﻴﻢ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻳﻮازې د دوى ) اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ( ﻣﺤﺒﺖ څﺨﻪ ﻳﺎدوﻧﻪ وﻛړه .
د اﺑﻲ ﻧﺼﺮ ﻃﻮﺳﻲ ﻟﻪ ﻧﻈﺮه ﺻﻮﻓﻴﺎن ﺑﻴﺎﻫﻢ ﭘﻪ درﻳﻮ ډﻟﻮ وﻳﺸﻞ ﺷﻮي دي :
ﻫﻐﻪ داﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﻐﻮي ﺳﺮه دﺧﺪاى ﭘﺎك د ښﻴګڼﻮ او ﻣﻬﺮﺑﺎﻧﻴﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻣﻴﻨﻪ او ﻣﺤﺒﺖ
ﭘﻴﺪاﻛﻴږي .
51
ﺳﻤﻨﻮن ددې ﺧﻠﻜﻮ د ﻣﻴﻨﯥ او ﻣﺤﺒﺖ د رښﺘﻴﺎ واﻟـﻲ ﻧـښﺎﻧﻪ داﺳـﯥ ﺑﻴـﺎﻧﻮي )) :دﺗـﻞ ﻟﭙـﺎره
ﺑﺎﻳﺪ دا ﻣﻴﻨﻪ وﭘﺎﻳﻲ او ﻳﺎدوﻧﻪ ﻳﯥ وﻛړي ځﻜﻪ څﻮك ﭼﯥ ﻟﻪ ﻛﻮم ﺷﻲ ﺳﺮه ﻣﺤﺒﺖ ﻟﺮي ،ﻫﻐﻪ
ﺑﻴﺎ زﻳﺎت او ډﯦﺮ ﻳﺎدوي (( .
٢ــ دوﻳﻤﻪ ډﻟﻪ :داﭼﯥ ﻛﻠﻪ دا ډﻟﻪ د اﷲ ﺗﻌﺎﻟﻰ اﺳﺘﻐﻨﺎ ،ﺟﻼ ل و ﻋﻈﻤـﺖ ،ﻋﻠـﻢ او ﻗـﺪرت
ﺗﻪ ځﻴﺮ ﺷﻲ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮښﻪ ځﺎن ﺳـﭙﺎري او ﭘـﻪ ﻣﻘﺎﺑـﻞ ﻛـﯥ ﻳـﯥ ﻣﻴﻨـﻪ او ﻣﺤﺒـﺖ ﭘﻴـﺪا
ﻛﻴږي ،ﭼﯥ دا درښﺘﻴﻨﻮ او ﻣﺤﻘﻘﻴﻨﻮ ﻣﺤﺒﺖ دى .
اﺑﺮاﻫﻴﻢ ﺧﻮاص څﺨﻪ ددې ډﻟﯥ ﭘﻮښـﺘﻨﻪ وﺷـﻮ ه ،ﻫﻐـﯥ داﺳـﯥ ووﻳـﻞ )) :ﻣﺤﺒـﺖ د ﺧﭙﻠـﯥ
ارادې ﻣﺤﻮه ﻛﻮل ،او دﺧﭙﻠﻮ ﺷﺨﺼﻲ ﺻﻔﺘﻮﻧﻮ ﺳﻮزول دي (( .
٣ــ درﯦﻴﻤﻪ ډﻟﻪ :دﻫﻐﻮ ﻋﺎرﻓﺎﻧﻮ ډﻟﻪ ده ﭼﯥ دوى دﺧﺪاى ) ج ( ﭘﻪ ﻗﺪﻳﻢ ﻣﺤﺒﺖ ﺑﺎﻧﺪې ﭼﯥ
ﻫﻴڅ ﺗﻤﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ وه او ﭘﻜﯥ ﻧﻪ ﺷـﺘﻪ ،ﭘﻮﻫﻴـﺪﻟﻲ دي ،ﻟـﻪ دې ﻛﺒﻠـﻪ دوى ﻫـﻢ ﻟـﻪ ﻫﻐـﻪ ﺳـﺮه
ﺑﯥ ﻟﻪ ﻛﻮﻣﯥ ﺗﻤﯥ ﻣﻴﻨﻪ او ﻣﺤﺒﺖ ﻛﻮي .
ذواﻟﻨﻮن ﻣﺼﺮي څﺨﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﺷﻮه ،ﭼﯥ ﻟـﻪ ﺧـﺪاى ﭘـﺎك ﺳـﺮه ﺳـﻮﭼﻪ او ﺧﺎﻟـﺼﻪ ﻣﻴﻨـﻪ
ﻛﻮﻣﻪ ده ؟ ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ :ﻟﻪ ﺧﺪاى ) ج ( ﺳﺮه ﺳﻮﭼﻪ او ﺧﺎﻟﺼﻪ ﻣﻴﻨﻪ دا ده ﭼﯥ ﻣﻴﻨـﻪ ﻧـﻮر ﺑﻴﺨـﯥ
ﻟﻪ زړه او اﻧﺪاﻣﻮ څﺨﻪ ووځﻲ ،ﺗﺮ دې ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﭘـﺎﺗﯥ ﻧـﻪ ﺷـﻲ ،او د ﺧـﺪاى ) ج (
ﭘﻪ ﺧﻮښﯥ د ﺧﺪاى د ﭘﺎره ﻛـﺎر ﻛـﻮي .ﻳـﻮازې ﻫﻤﺪﻏـﺴﯥ اﻧـﺴﺎن د ﺧـﺪاى ) ج ( رښـﺘﻴﻨﻰ ﻣـﻴﻦ
دى .
ﻟﻪ دې ﺧﺒﺮې څﺨﻪ دﻫﻐﻪ ﻣﻄﻠﺐ دادى ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك ﺳﺮه د ﺗﻌﻠﻘـﺎﺗﻮ ﭘـﻪ ﻣـﻨځ ﻛـﯥ ﺑﺎﻳـﺪ
ﻫﻴڅ ﻛﻮم ﻣﺎدي ﻏﺮض ﻧﻪ وي او ﻧﻪ ﺟﺴﺪي ګټﻪ ،او د ﻫﻐﻪ اړﻳﻜـﯥ ﺑﺎﻳـﺪ د روﺣـﻲ ﭘـﺎﻛۍ او
ﺗﺰﻛﻴﻲ ﭘﻪ ﻏﺮض اﺳﺘﺨﺪام ﺷﻲ .
دﻣﺤﺒﺖ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻟﻪ ﺟﻨﻴﺪ څﺨﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﺷﻮه ،ﻫﻐﻪ داﺳﯥ ووﻳـﻞ )) :ﻣﺤﺒـﺖ دې ﺗـﻪ واﻳـﻲ
ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ ﻛﯥ دﻣﺤﺒﻮب ﺻﻔﺘﻮﻧﻪ او ﺧﻮﻳﻮﻧﻪ ﭘﺮﻳﻮزي ( ١ ) (( .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ﻣﻮﻻﻧﺎ ﺟـﻼ اﻟـﺪﻳﻦ ﺑﻠﺨـﻲ واﻳـﻲ :ﭘـﻪ ادﻣـﻲ ﻛـﯥ ﻋـﺸﻖ ،ﻟټـﻪ ،ﻳـﻮ ﺗﻠﻮﺳـﻪ ،ﻏﻮښـﺘﻨﻪ او ﻳـﻮه
ﺗﻘﺎﺿﺎ ﺷﺘﻪ دﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧټﻪ ﻛﯥ ﻣﻴﻨـﻪ اﻳـښﻮدل ﺷـﻮي ،ﻛـﻪ ﺳـﻞ زره ﻋﺎﻟﻤـﻪ دده ﻣـﺎل او ﻣﻠـﻚ
52
ﺷﻲ ،ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﻧﻪ اراﻣﻴږي ،اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻫﺮ ﻛﺎر او ﭘﻴﺸﻪ ،ﺻـﻨﻌﺖ او د ﻋﻠـﻢ ،ﭘـﻮﻫﯥ ﭘـﻪ زده
ﻛړې ﻛﯥ زﻳﺎر ﺑﺎﺳﻲ او د ﻣﻨـﺼﺐ د ﻻ ﺳـﺘﻪ راوړﻟـﻮ ﭘـﻪ ﻛـﺎر ﻛـﯥ ﻫﻠـﯥ ځﻠـﯥ ﻛـﻮي او ﻫـﻴڅ ﻧـﻪ
ﻛﺮارﻳږي ،ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﻏﻮاړي ،او ﻻ ﻟﻬﺎﻧﺪه ورﭘﺴﯥ ګﺮځﻲ ،ﻻ س ﺗـﻪ ﻧـﻪ
ورځﻲ ،او زړه ﻳﻮازې ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻌﺸﻮق او ﻣﺤﺒﻮب اراﻣﻴږي ځﻜﻪ ﻫﻐـﻪ ﺗـﻪ دل آرام واﻳـﻲ
(١) .
د ﺧﺪاى ﭘﺎك د ﻣﻴﻨﯥ ﭘﻪ ﺑﺎب ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ د ﺷﻴﺦ ﻣﺘﻲ ﺷـﻌﺮوﻧﻪ ) ﭼـﯥ ﻫﻐـﻪ د ٦٢٣
څﺨــﻪ ﺗــﺮ ٦٨٨ﻫـــ ﻛﻠﻮﻧــﻮ ﭘــﻮرې ژوﻧــﺪ ﻛــﺎوه ( د ﻳــﺎدوﻧﯥ وړ دي ،دې ﭘﻴــﺎوړي ﻋــﺎرف د ))
ﺧــﺪاى ﻣﻴﻨــﻪ (( ﭘــﻪ ﻧﺎﻣــﻪ ﻳــﻮ ﻛﺘــﺎب ﻫــﻢ ﻟﻴﻜﻠــﻰ دى ﭼــﯥ دﺑﻴﻠګــﯥ ﭘــﻪ ډول دده دا ﻻ ﻧــﺪې
ﺷﻌﺮوﻧﻪ راﻧﻘﻠـﻮو .دا ﺷـﻌﺮوﻧﻪ د ﺗـﺼﻮف ﭘـﻪ ﻣﻐـﺰ څﺮﺧـﻲ او ډﯦـﺮو ژورو ﻣـﺴﺎﻳﻠﻮ ﺗـﻪ اﺷـﺎره
ﻛﻮي او ﭘﻪ ځﺎﻧګړى ﺗﻮګﻪ د ﺧﺪاى ) ج ( ﻟﻪ ﻣﻴﻨﯥ څﺨﻪ ﻳﺎدوﻧﻪ ﻛﻮي :
ﭘﻪ ﻟﻮى ﺳﻬﺎر ﭘﻪ ﻧﻴﻤﻮ ﺷﭙﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻟﻮ ﻳﻮ ﻏﺮو ﻫﻢ ﭘﻪ دښﺘﻮ ﻛﯥ
ﻳــﺎد وﻳــﺮ ژﻟـﻮ ﭘــﻪ ﺷـﭙـﻴـﻠﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻏﺎړه ږغ او ﭘﻪ ﺷﭙﻴﻠﻜﻮ ﻛﯥ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﻣﻮﻻ ﻧﺎ ﺟﻼ اﻟﺪﻳﻦ ﺑﻠﺨﻲ ،ﻓﻴﻪ ﻣﺎﻓﻴﻪ ،اﻋﻈﻢ ګړى ﻣﻌﺎرف ﻣﻄﺒﻌﻪ ٦٩ ،ــ ٧٠ﻣﺦ
ﻳﺎ د ﺳﭙﻮږﻣﻴﻪ ﺗﻨﺪى ورﻳﻦ دى ﻛﻪ ﻟﻤﺮ روښﺎﻧﻪ ﻣﺦ ﻳﯥ ﺳﭙﻴﻦ دى
ﻟـﻜـﻪ ﻫـﻨـﺪاره ﻣـﺦ د ﺳﻴﻦ دى ﻛــﻪ ﻏــﺮ دى ښـﻜﻠـﻰ ﭘﺮﺗﻤﻴﻦ دى
53
ﺳﺘﺎ دښﻜﻼ دا ﭘﻠﻮﺷﻪ ده
ښﻜﺎره ﻳﯥ ﻟﻮر ﭘﻪ ﻟﻮر ﻛﻤﺎل دى ﺧــﺎوﻧـﺪه ښـﻜﻠـﻰ ﺳـﺘـﺎ ﺟـﻤﺎل دى
ﺳﺘﺎد ﻗـﺪرت ﻛـﻤﻜۍ ﻣﺜﺎل دى ﻛﻪ ورځ ﻛﻪ ﺷﭙﻪ ﻛﻪ ﭘﻴړۍ ﻛﺎل دى
ﺳــﻮى د ﻋــﺸــﻖ ﭘﻪ ﺳـﻮزﻧــﺪ اور دى زړه ﻣﯥ دا ﺳﺘﺎ دﻣﻴﻨﯥ ﻛﻮر دى
ﺑﯥ ﻟﻪ دې ﻫﻴڅ دى ورك ﻳﯥ ﭘﻠﻮر دى رپ ﻳــﻲ وﺗـﺎﺗـﻪ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻟـﻮر دى
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﻋﺒﺪاﻟﺤﻲ ،ﺣﺒﻴﺒﻲ ،ﭘښﺘﻮادﺑﻴﺎﺗﻮ ﺗﺎرﻳﺦ ،دوﻫﻢ ټﻮك ،ﭘښﺘﻮ ټﻮﻟﻨﻪ ،ﻛﺎﺑﻞ ١٣٤٢ ،ﻫـ ﻛﺎل ١٦٦ ،ﻣﺦ
رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺗﺼﻮﻓﻲ ذوق د اﷲ ﭘﺎك د ﻣﻴﻨﯥ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ داﺳﯥ واﻳﻲ :
ﭘﻪ ﻫﺮ زړه ﭼﯥ دﻳﺎر ﻣﻴﻨﻪ ﺷﻲ ﻏﺎﻟﺒﻪ ﺑـﻠـﻪ ﻣـﻴﻨـﻪ ﻳـﯥ ﻫـﻴڅ ﻧﻪ وي ﻣﻨﺎﺳـﺒﻪ
ﻛﻪ ﺧﺒﺮ ﺷﻲ څﻮك ﻟﻪ ﻫﺴﯥ ﻣﺮاﺗﺒﻪ ﻧـﻮرې واړه ﻣـﺮﺗﺒﯥ ﺑﻪ ورﺗﻪ ﻫﻴڅ ﺷﻲ
54
)(١ ﻋـﺎﺷـﻘـﻲ ﻳــﻮه ﭘـﺎﻳــﻪ ده ﻋـﺠـﺎﻳــﺒـﻪ ﻟﻴﺎﻗــﺖ ﻳــﯥ ﻫــﺮ وګړي څﺨﻪ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ
ﭘﻪ دې څﻮ ﺑﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ د ﺧﺪاى ) ج ( ﻣﻴﻨﻪ ﻟﻪ ﺑﻞ ﻫﺮ څﻴﺰ څﺨﻪ ﻏﻮره ګڼﻲ او دﻣﻴﻨـﯥ
د ﺣﺎل ﻣﺮﺗﺒﻪ ﻟﻪ ﺑﻠﯥ ﻫﺮې ﻣﺮﺗﺒﯥ څﺨﻪ ﻟﻮړه ﺑﻮﻟﻲ ،ﺧﻮ دده ﻟﻪ ﻧﻈﺮه ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮې ﻳـﻮازې ﻫﻐـﻪ
ﻛﺴﺎن ﭘﻮﻫﻴږي ﭼﯥ د ﻣﻴﻨﯥ د ﺣﺎل ﻟﻪ ﻣﺮﺗﺒﯥ څﺨﻪ ﺧﺒﺮ وي ،او ﻫﺮ څـﻮك ﻫـﻢ دې ﻣﺮﺗﺒـﯥ ﺗـﻪ د
رﺳﻴﺪﻟﻮ وړ ﻧﻪ ﺑﻮﻟﻲ ،او دﻣﻴﻨﯥ او ﻋـﺸﻖ او ﻫﻐـﻪ ﻫـﻢ ﺣﻘﻴﻘـﻲ ﻋـﺸﻖ ﻫڅـﻪ او دﻋـﻮه دده ﻟـﻪ
ﻧﻈﺮه دﻫﺮ ﭼﺎ ﻛﺎر ﻧﻪ دى .
رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ دﻧﻮرو ﺻﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ د ﺧﺪاى د ﻣﻴﻨﯥ دﺣﺎل ،ﺣﺎﺻﻠﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﻟﻪ
ﻧﻮر ﻫﺮ څﻪ څﺨﻪ ﻻ س اﺧﻠﻲ او دﻫﻐﻮ ﻣﺤﺒﺖ او ﻣﻴﻨﻪ ﻟﻪ زړه څﺨـﻪ ﺑﺎﺳـﻲ او دﺧـﺪاى ﭘـﺎك د
ﻣﻴﻨﯥ د دﻋﻮى ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﻟﻪ ﻧﻮرو څﻴﺰوﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ رواء ﻧﻪ ﺑﻮﻟﻲ ،ﻟﻜﻪ ﭼﯥ واﻳﻲ :
ﻛــﻪ ﺑــﯥ ﺗــﺎ ده ﻧــﺎروا ده رواء ﻧــــﻪ ده ﻛــﻪ زﻣـﺎ ﻣـﻴــﻨـﻪ ﭘــﻪ ﺗــﺎ ده ﺧـﻄـﺎ ﻧـﻪ ده
څﻮك ﭼﯥ ﺑﯥ د ﺗــﺎ ﻟﻪ ﻣﺨﻪ ﺑﻞ ﺗﻪ ګﻮري آﻳـــﻨـــﻪ ﻳــــﯥ ﻧـــﺎ ﺻـﻔــﺎ ده ﺻـﻔـــﺎ ﻧــــــــﻪ ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١او ) ( ٢رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ،دﻳﻮان ،ﻣﺮﺗﺐ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﺎرف ،ﻏﺮوال ،ﭘښﺘﻮ ټﻮﻟﻨﻪ ١٣٥ ،ﻫـ ش ﻛﺎل ١٤٠ ، ١٣١ ،ﻣﺨﻮﻧﻪ
دﺧﺪاى ) ج ( د ﻣﻴﻨﯥ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑـﺎ ډﯦـﺮ ﺷـﻌﺮوﻧﻪ ﻟـﺮي ﭼـﯥ ﻫﻐـﻪ ﻛﻠـﻪ ښـﻜﺎره دﺣﻘﻴﻘـﻲ
ﻋﺸﻖ ﭘﻪ ﺑڼﻪ او ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﻳﯥ دﻣﺠﺎزي ﻋﺸﻖ او ﻣﻴﻨﯥ ﭘﻪ څﻴﺮه ﺗﻤﺜﻴﻞ ﻛړي دي .
ﻟﻪ ﻧﻴﺴﺘﻴﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دا ﻫﺴﺘﻰ آﺑﺎد ﻳﻢ زه څﺮګﻨﺪ دﻣﺤﺒﺖ ﭘﻪ ښﻪ ﺑﻨﻴﺎد ﻳﻢ
)(١ ﺗﺮ اﺑـﺪه وﻓﺎدار ﭘـﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻴﻌﺎد ﻳﻢ ﭘــﻪ ازل ﻣـﯥ دا اﻗــﺮار ﭘـﻪ ژﺑـﻪ وﻛـړ
55
ﭘــﻪ دې ﺷــﻌﺮ ﻛــﯥ ﻣﻴﺮزاﺧــﺎن اﻧــﺼﺎري دا ﭘــﻪ ګﻮﺗــﻪ ﻛــړى ﭼــﯥ دﺧــﺪاى ﭘــﺎك ﻣﻴﻨــﻪ او ﻣﺤﺒــﺖ
داﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﺧټﻪ ﻛﯥ اﺧښﻞ ﺷﻮى او ﻫﻤﺪارﻧګﻪ داﻧـﺴﺎن ﭘﻴﺪاﻳـښﺖ دده ﻟـﻪ ﻧﻈـﺮه دﻣﻴﻨـﯥ او
ﻣﺤﺒﺖ ﭘﻪ ﻏﺮض و .
ﺟـﻼ ﻧﻮداﭼﯥ داﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﺧټﻪ اوﻓﻄﺮت ﻛﯥ ﻻ ﻟﻪ ﻫﻤﻐﻪ ﭘﺨﻮا څﺨﻪ ﻟﻜـﻪ ﭼـﯥ ﻣﺨﻜـﯥ
اﻟﺪﻳﻦ ﺑﻠﺨﻲ ووﻳﻞ ،دﺧﺪاى ) ج ( ﻣﻴﻨﻪ اﻳـښﻮدل ﺷـﻮى ،ﻣﻴﺮزاﺧـﺎن اﻧـﺼﺎري ﺗـﺮ اﺑـﺪه ﭘـﻮرې
ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻣﻴﻨﯥ ﺑﺎﻧﺪې د وﻓﺎ او ﭘﺎﺗﻲ ﻛﻴﺪو وﻋﺪه ورﻛﻮي ،ځﻜﻪ ﭼﯥ دى ﭘـﻪ ﻫﻤﺪﻏـﻪ ﻣﻴﻨـﻪ
ﻣﻮﺟﻮد دى او ﭘﻪ ﻫﻤﺪﻏﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﭘﺎﻳﻲ :
ددې ګﻞ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ راﻏﻰ ﻟﻪ ﭼﻤﻨﻪ دﺑـﻠـﺒـﻞ ﭼـﯥ آﺷـﻨـﺎﻳـﻲ ﺷـﻮه ﻟـﻪ ﺳﻤﻨﻪ
او د زړه ﺳـﻔﺮ دﺳﺘﺮګﻮ ﻟﻪ روزﻧﻪ ) ( ٢ دا ﺗﻤﺎم ﺻﻮرت دزړه ﭘﻪ رﺿﺎ دروﻣﻲ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دﻣﺨﻪ ﻣﻮ ووﻳﻞ ﭼﯥ د ﺧﺪاى ) ج ( دﻧـﺰدﯦﻮاﻟﻲ ﻟﻪ ﺣﺎل څﺨﻪ دﺻﻮﻓﻲ ﭘـﻪ زړه ﻛـﯥ ﻳـﺎ ﻣﻴﻨـﻪ او
ﻣﺤﺒﺖ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﭘﻴﺎوړي ﺗﻮګﻪ ښﻜﺎره ﻛﻴږي ،او ﻳﺎ دﻫﻐﻪ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ د ﺧﺪاى ) ج ( ﻟﻪ ﻫﻴﺒـﺖ او
ﻋﻈﻤﺖ څﺨﻪ وﻳﺮه او ډار ﻏﻠﺒﻪ ﻛﻮي ،ﻛﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ ﻳﻮ ﺻﻮﻓﻲ د د ﺧﺪاى ﭘﺎك ﺗﻪ دﻧـﺰدﯦﻮاﻟﻲ ﭘـﻪ
ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ دده ﻟﻪ زړه څﺨﻪ د )) ﻏﻴﺐ (( ﭘﺮدې ﭘﻮرﺗـﻪ ﺷـﻮي دي ،دﻫﻐـﻪ ﻋﻈﻤـﺖ او ﺟـﻼ ل
ﺗﻪ ﭘﻪ ځﻴﺮ ﺷﻲ ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﺮوﻣﺮو دده ﭘﻪ زړه ﻛﯥ دﺧﺪاى ﭘﺎك څﺨﻪ وﻳﺮه ﭘﻴﺪاﻛﻴږي
56
،او ﻛﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ ﻫﻐﻪ دﻗﺮب ﭘﻪ ﺣﺎل ﻛﯥ د ﺧﺪاى ) ج ( اﺣﺴﺎن او ﻣﻬﺮﺑﺎﻧﻴﻮ ﺗﻪ ﻧﻈﺮ وﻛړي ﭘـﻪ دې
وﺧﺖ ﻛﯥ د ﻫﻐﻪ ﭘﻪ زړه ﺑﺎﻧﺪې د ﺧﺪاى ) ج ( ﻣﻴﻨﻪ او ﻣﺤﺒﺖ ﻏﻠﺒﻪ ﻛﻮي .
١ــ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻳﻮازې دﺧﺪاى ﭘﺎك ﻟﻪ ﺣﺴﺎب او ﭘﻮښﺘﻨﯥ څﺨﻪ وﻳﺮه ﻟﺮي .
٣ــ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﺪاى ) ج ( څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻮر ﻟﻪ ﻫﻴڅ څﻴﺰ او ﻫﻴﭽﺎ څﺨﻪ وﻳﺮه او ډار ﻧﻪ ﻟـﺮي .
)(١
ﻟﻪ ﺧﺪاى ﺗﻌﺎﻟﻰ څﺨﻪ وﻳﺮه او ډار د څﺮﻧګﻮاﻟﻲ او ﻛﻴﻔﻴﺖ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ درې ډوﻟﻪ ده :
اﻟﻒ ــ زﻳﺎﺗﻪ وﻳﺮه :زﻳﺎﺗﻪ وﻳﺮه ﻫﻐﻪ ده ﭼﯥ ﺳړى د ﻧـﺎﻫﻴﻠۍ او ﻳـﺎء س درﺟـﯥ ﺗـﻪ ورﺳـﻮي
او درﻧځ او ﺣﺘﻰ ﻣړﻳﻨﯥ ﺳﺒﺐ ګﺮځﻲ ،ﭼﯥ دا رﻧګﻪ وﻳﺮه رواء ﻧﻪ ده .
ب ــ ﻟږ ه وﻳﺮه :ﻟږه او ﻛﻤﻪ وﻳﺮه ﻫﻐﻪ ده ﭼﯥ ﺳړى ﻟﻪ ﻧﺎوړه ﻛﺎروﻧﻮ څﺨﻪ ﻧﻪ ﺷـﻲ اﻳـﺴﺎروﻟﻲ
ﭼﯥ دا ﻫﻢ دوﻣﺮه ﭘﻪ درد ﻧﻪ ﺧﻮري .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ج ــ ﻣﻨځﻨﯥ ﻳﺎ ﻣﻌﺘﺪﻟﻪ وﻳﺮه :ﻣﻌﺘﺪل ډار او وﻳﺮه ﻫﻐﻪ ده ﭼـﯥ ﺳـړى ﻟـﻪ ﻧـﺎوړو ﻛـﺎروﻧﻮ
څﺨﻪ اﻳﺴﺎروي ،ښﻮ ﻛړو وړو ﺗﻪ ﻳـﯥ ﺗـﺸﻮﻳﻖ او وﻫڅـﻮي .دا رﻧګـﻪ وﻳـﺮه دﻋﻠـﻢ او ﭘـﻮﻫﯥ
(١) . ﻧﺘﻴﺠﻪ وي
اﺑﻮﻋﻤﺮ دﻣﺸﻘﻲ واﻳﻲ :ﻛﻠﻪ ﭼـﯥ ﻳـﻮ څـﻮك ﻟـﻪ ﺧﭙـﻞ دښـﻤﻦ څﺨـﻪ زﻳـﺎت دﺧﭙـﻞ ﻧﻔـﺲ ﻟـﻪ ﺷـﺮ
څﺨﻪ وﻳﺮﻳﺪه ،ﻫﻐﻪ دوﻳﺮې څښﺘﻦ ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻮ .
57
اﺣﻤﺪ واﻳﻲ :ﻟﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك څﺨﻪ ﭼﯥ ﻫﺮ څـﻮك وﻳﺮﻳـږي ﻫﻐـﻪ داﺳـﯥ وي ﭼـﯥ ﻧـﻮر ټـﻮل ﻫﻐـﻪ
ﺷﻴﺎن ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﻐﻮ څﺨﻪ وﻳﺮه او ډار ﻣﻮﺟـﻮد وي ،ﻟـﻪ ده څﺨـﻪ ووﻳﺮﻳـږي .ﻳﻌﻨـﯥ ﻫﻐـﻪ څـﻮك
ﭼﯥ ﭘﻪ رښﺘﻴﺎ ﻟﻪ ﺧﺪاى څﺨﻪ وﻳﺮه ﻟﺮي ،ﺑﺎﻳﺪ دوﻣﺮه ﻫﻴﺒﺖ وﻟﺮي ﭼﯥ ﻧﻮر ټﻮل ډاروﻧﻜـﻲ او
وﻳﺮوﻧﻜــﻲ ﺷــﻴﺎن ﻟــﻪ ده څﺨــﻪ وﻳــﺮه او ډار وﻛــړي ،ﻟﻜــﻪ څﻨګــﻪ ﭼــﯥ واﻳــﻲ )) :ﻣــﻦ ﺧــﺎف اﷲ
ﻳﺨﺎﻓــﻪ ﻛــﻞ ﺷــﻰء (( ﻳﻌﻨــﯥ څــﻮك ﭼــﯥ ﻟــﻪ اﷲ ) ج ( څﺨــﻪ وﻳﺮﻳــږي ،ﻟــﻪ ﻫﻐــﻪ څﺨــﻪ ټــﻮل ﺷــﻴﺎن
)(٢ وﻳﺮﻳږي .
١ــ ﭘﻪ ژﺑﻪ ﻛﯥ :ﻫﻐﻪ څﻮك ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﺪاى ) ج ( څﺨﻪ وﻳﺮﻳږي ﺧﭙﻠﻪ ژﺑﻪ ﻟﻪ درواﻏﻮ ،ﻏﻴﺒﺖ ،
ﻏﻤﺎزي ،ﭼﻐﻠﻲ ،ﺗﻬﻤﺖ ﻛﻮﻟﻮ ،او ﺗﻮر څﺨﻪ اﻳﺴﺎروي .
٢ــ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ :څﻮك ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧـﺪاى ) ج ( څﺨـﻪ وﻳﺮﻳـږي ﻟـﻪ ﺧﭙـﻞ زړه څﺨـﻪ ﻛﻴﻨـﻪ ،رﺧـﻪ ،
ﻋﺪاوت ،ﺣﺴﺪ او داﺳﯥ ﻧﻮر ﻧﻔﺴﻲ رﻧځﻮﻧﻪ ﺑﺎﺳﻲ .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١دﺧﻮاﺟﻪ ﻣﺤﻤﺪ ﭘﺎرﺳﺎ ﺗﺤﻘﻴﻘﺎت ،ﺗﺤﻔﺔ اﻟﺴﺎﻟﻜﻴﻦ ،د دﻫﻠﻲ ﭼﺎپ ٢٣٨ ،ﻣﺦ
) ( ٢اﺑﻮ اﺑﺮاﻫﻴﻢ ﺑﻦ اﺳﻤﺎﻋﻴﻞ ﺑﺨﺎري ،ﺷﺮح ﺗﻌﺮف ،ﻧﻮﻟﻜﺸﻮر ﻟﻜﻨﻬﻮ ١٢٨ ،ﻣﺦ
٣ــ ﭘﻪ ﻧﻈـﺮ او ﻛﺘﻠـﻮ ﻛـﯥ :څـﻮك ﭼـﯥ ﻟـﻪ ﺧـﺪاى ) ج ( څﺨـﻪ وﻳـﺮه او ﺣﻴـﺎ ﻟـﺮي دﺣﺮاﻣـﻮ ﭘـﻪ
ﻟﻮرې ﻧﻈﺮ ﻧﻪ ﻛﻮي .
٤ــ ﭘﻪ ﺧﻮراك ﻛﯥ :ﻫﻐـﻪ څـﻮك ﭼـﯥ ﻟـﻪ ﺧـﺪاى ) ج ( څﺨـﻪ ډار ﻟـﺮي ،د ﺣﺮاﻣـﻮ ﻟـﻪ ﺧﻮړﻟـﻮ
څﺨﻪ ځﺎن ﺳﺎﺗﻲ .
٥ــ ﭘﻪ ﻻ ﺳﻮ ﻛﯥ :څﻮك ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك څﺨﻪ وﻳﺮﻳږي ،ﺧﭙﻞ ﻻ ﺳﻮﻧﻪ د ﺣﺮاﻣﻮ ﻟـﻮر ﺗـﻪ
ﻧﻪ اوږدوي ﺑﻠﻜﯥ ﺗﻞ ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﺑﺎﻧﺪې داﺳﯥ ﻛﺎروﻧﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﻛﯥ د ﺧﺪاى ) ج ( رﺿـﺎ
وي .
58
٦ــ ﭘﻪ ﭘښﻮ ﻛﯥ :ﻫﻤﺪارﻧګﻪ ﻟﻪ ﺧﺪاﻳـﻪ وﻳﺮﻳـﺪوﻧﻜﻲ ﻛـﺲ ،داﺳـﯥ ﻳـﻮ ځـﺎى ﺗـﻪ ﻧـﻪ ځـﻲ ،
ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ورﺗګ اﷲ ﭘﺎك ﻧﺎراض او ﺧﭙﻪ ﻛﻴږي .
٧ــ ﭘﻪ ﻃﺎﻋﺖ او ﻋﺒﺎدت ﻛﯥ :ﻫﻐﻪ څﻮك ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك څﺨﻪ وﻳﺮه ﻟﺮي ،ﻃﺎﻋـﺖ او
(١) . ﻋﺒﺎدت ﻳﯥ ﺧﺎص دﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﭘﺎره وي او ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ رﻳﺎاو ﻣﻨﺎﻓﻘﺖ ﻧﻪ ﻛﻮي
رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ دﻫﻐﻪ دﻧﻴﺎ ﭘﺮﺳﺖ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك څﺨﻪ ﻳـﯥ ﻫـﻴڅ وﻳـﺮه او
ﺣﻴﺎ ﻧﻪ وي ،داﺳﯥ واﻳﻲ :
ﻧــﻪ ﻳــﯥ ﺷــﺮم ﻧـﻪ ﺣـﻴﺎ ﻧـــﻪ ﻳــﯥ وﻳــﺮه وي ﻟـﻪ ﺧـﺪاﻳﻪ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١اﻣﺎم ﻏﺰاﻟﻲ ،ﻣﻜﺎﺷﻔﺔ اﻟﻘﻠﻮب ،د ﻣﺼﺮ ﭼﺎپ ١٣٢٣ ،ﻫـ ٨ ،ﻣﺦ
) ( ٢رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ،دﻳﻮان ،دڅﻴړﻧﻴﺎر ﻣﺤﻤﺪ ﻋﺎرف ﻏﺮوال ﭘﻪ اﻫﺘﻤﺎم ،ﭘښﺘﻮ ټﻮﻟﻨﻪ ١٣٥٦ ،ﻛﺎل ٧ ،ﻣﺦ
ﺧﺪاى ﭘﺎك ﺗﻪ ﻫﻴﻠﻪ درﻟﻮدل او ﻫﻐﻪ ﺗﻪ اﻣﻴﺪ ﻛﻮل ،ﻟﻪ څﺨﻪ د وﻳﺮﻳـﺪو ﺳـﺮه ﻻ زم دي ،ځﻜـﻪ
ﭘﺨﻮا ووﻳﻞ ﺷﻮل ﭼﯥ د ﺧﺪاى ) ج ( څﺨﻪ د وﻳﺮﻳﺪو ﻣﺎﻧﺎ دا ﻧﻪ ده ﭼﯥ ﺳړى دې ﻧﺎﻫﻴﻠﻲ وي ،
ﺑﻠﻜﯥ د ﺗﻞ ﻟﭙﺎره ښﺎﻳﻲ ﭼﯥ د ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺮﺑﺎﻧﻴﻮ ﺗﻪ ﻫﻴﻠﻪ ﻣﻦ وي .
)) ﻳﻮ ﭼﺎ ﻟﻪ ﻣﺎ څﺨﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه ﭼﯥ ﻫﻴﻠﻪ او رﺟﺎء ﺧـﻮ ﭘـﻪ ﺧﭙـﻞ ذات ﻛـﯥ ښـﻪ ﺷـﻰ دى ،دا
وﯦــﺮه د څــﻪ ﻟﭙــﺎره ده ؟ ،ﻣــﺎ ووﻳــﻞ :ﺗــﻪ ﻣﺎﺗــﻪ وﯦــﺮه ﻟــﻪ ﻫﻴﻠــﯥ ﭘﺮﺗــﻪ او ﻫﻴﻠــﻪ ﻟــﻪ وﯦــﺮې ﻏﻴــﺮ
راوښﻴﻪ ! ،دا دواړه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻛﯥ ﺳﺮه ﻧﻪ ﺑﻴﻠﻴږي ﻧﻮ ﻟﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻪ ﻟﻴـﺪل ﻛﻴـږي ،
59
دﻣﺜﺎل ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻳﻮ ﺳړى ﻏﻨﻢ ﻛﺮي ،ﻫﻴﻠﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺷـﻨﻪ ﺷـﻲ ،ﺧـﻮ ﭘـﻪ ﻋـﻴﻦ وﺧـﺖ ﻛـﯥ
دا وﯦﺮه ﻫﻢ ورﺳﺮه وي ﭼﯥ ﻛﻮم ﻣﺎﻧﻊ او آﻓﺖ ورﭘﻴښ ﻧﻪ ﺷﻲ ،ﻧﻮ ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ ﺷﻮه ﭼﯥ رﺟـﺎء او
وﯦﺮه ﻫﻢ ﻟﻪ ﻫﻴﻠﯥ ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﻴﺪاﻛﻴږي ( ١ ) (( . ﻫﻴﻠﻪ ﻟﻪ وﯦﺮې ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻪ وي ،او ﺑﺮﻋﻜﺲ
اﷲ ﺗﻌﺎﻟﻰ ﺗﻪ دﻫﻴﻠﯥ اورﺟﺎء ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭘﻪ ﻗﺮآﻧﻜﺮﻳﻢ ﻛﯥ ډﯦﺮآﻳﺘﻮﻧﻪ ﺷﺘﻪ ،د ﻣﺜﺎل ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ :
)) ﻳﺮﺟﻮن رﺣﻤﺔ وﻳﺨﺎﻓﻮن ﻋﺬاﺑﻪ (( ﻳﻌﻨﯥ دﺧﺪاى ﭘﺎك د رﺣﻤﺖ ﻫﻴﻠﻪ وﻟﺮئ او ﻟﻪ ﻋـﺬاب
څﺨﻪ ﻳﯥ ووﻳﺮﻳږئ .
ﻳــﺎداﭼﯥ واﻳــﻲ )) :ﻓﻤــﻦ ﻛــﺎن ﻳﺮﺟــﻮ اﻟﻘــﺎﻋﺮ ﺑــﻪ ﻓﻠﻴﻌﻤــﻞ ﻋﻤـﻼً ﺻــﺎﻟﺤﺎً (( ﻳﻌﻨــﯥ ﻛــﻪ ﭼﻴﺮﺗــﻪ
څﻮك ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﺎﻟﻮﻧﻜﻲ ﺧﺪاى ﺳﺮه د ﻣﻼ ﻗﻲ ﻛﻴﺪو او ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﻴـﺪو ﻫﻴﻠـﻪ ﻟـﺮي ،ﻧـﻮ ﻫﻐـﻪ
ﺗﻪ ﻻ زﻣﻪ ده ﭼﯥ ښﻪ او ﺻﺎﻟﺢ ﻋﻤﻠﻮﻧﻪ ا وﻛﺎروﻧﻪ وﻛړي .
زﻣﻮﻧږ ﺳﺘﺮ ﭘﻴﻐﻤﺒﺮ ﺣﻀﺮت ﻣﺤﻤﺪ ) ص ( وﻳﻠـﻲ دي )) :ﻛـﻪ ﭼﻴﺮﺗـﻪ دﻣـﻮء ﻣـﻦ وﻳـﺮه او ﻫﻴﻠـﻪ
ﺳﺮه وﺗﻠﻞ ﺷﻲ ﻧﻮ ﻫﺮوﻣﺮو ﺑﻪ دواړه ﺳﺮه ﺑﺮاﺑﺮ وﺧﻴﮋي (( .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﺟﻼ اﻟﺪﻳﻦ ﺑﻠﺨﻲ ،ﻓﻴﻪ ﻣﺎ ﻓﻴﻪ ،داﻋﻈﻢ ګړۍ ﻣﻌﺎرف ﻣﻄﺒﻌﻪ ١٩٢٨ ،ع ﻛﺎل ٨٣ ،ﻣﺦ
د ﭘﻮرﺗﻪ وﻳﻨﺎ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ څﺮګﻨـﺪه ﺷـﻮه ﭼـﯥ دا )) ﺣـﺎل (( د ﺻـﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﭘـﻪ ﻣـﻨځ ﻛـﯥ ډﯦـﺮ اﻫﻤﻴـﺖ
ﻟﺮي ځﻜﻪ ﻳﻮ ﺻـﻮﻓﻲ ﻫـﻢ داﺳـﯥ وﻳﻠـﻲ دي )) :وﻳـﺮه او ﻫﻴﻠـﻪ د )) ﻋﻤـﻞ (( او ﻛـړو وړو دوه
)(١ وزروﻧﻪ دي ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﻐﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻪ ﻫﻴڅﻮك واﻧﻪ ﻟﻮزي (( .
ﺳﺘﺮ ﺻﻮﻓﻲ ﺷﺎﻋﺮ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ﻟﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك څﺨﻪ داﺳﯥ ﻫﻴﻠﻪ ﻛﻮي :
ﭼــﯥ اﻣــﻴــﺪ ﻳــﯥ وي د ﺳــﺘــﺎ ﭘــﻪ ﻛــﺮم ﻛـــړى ﺧـــﺪاﻳـﻪ ! ﻣـﻪ ﻛـړه ﻧـﺎ اﻣـﻴـﺪ ﻫـﻐـﻪ وګړى
ﭼـﯥ دې ځـﺎن دى د رﺣﻴﻢ ﭘﻪ ﻧـﻮم ﻧــﻮﻣـﻮړى ﺳﺘﺎ ﻟﻪ رﺣﻤﻪ ﺑﻪ زه وﻟﯥ ﻧﺎ اﻣﻴﺪ ﻛـــــړم
ﺗﻪ ﺧﻮ ﺧﺪاى ﻳﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﻧﻪ ﻳﯥ ﻧﻴﻤګړى داﻧﻴﻤګړى ﺳړى ﻧﻨګ ﻫﻢ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﻧﺎم ﻛﺎ
ﺗـــــﺮ ﻣـــﻘــﺼــﻮده ﺑــﻪ وﻧــــﻪ رﺳــــﻲ وګـــړى ﭼــﯥ ﺑــﯥ ﺗـﺎ ﻳـﯥ ﭘـﻪ زړه ﺑﻠﻪ ﻫﻮا ګﺮځﻲ
60
ﭘـﺮڅـښـﺘــﻦ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺨﻠﺺ ﺑﻨﺪه اﻳﺎز دى دﻣﺨﻠﺺ ﺑﻨﺪه ﻫﻤﻴﺶ ﭘﺮ څښﺘﻦ ﻧﺎز دى
ﺗــﺮ ﻗﻴﺎﻣﺘﻪ ﭘـﻮرې ور د ﺗـﻮﺑـﯥ واز دى ﻛـﻪ ﺧـﻄـﺎ ﻳــﯥ د ﺳـړي ﭘــﻪ ﺑـﺨـﺮه ﻛـﻴـښﻮه
ﭘﻪ دا ﻛـﻮر ﻛﯥ راﺳﺮه ﺑﺪ ﺧﻮاه ﻏﻤﺎز دى زه ﭼـﯥ ﻫـﺴﯥ ﭘـﻪ اﻣـﻴـﺪ ﭘـﻪ وﻳــﺮه اوﺳــﻢ
د اﻣـﻴﺪ ﻻ س ﻣـﯥ ﻧﻴﻮﻟﻰ ﭘﻪ آب ﺑﺎز دى ) ( ٣ ﭘـﻪ ﻫـﺮ ﻫـﺮ زﻣﺎن ﻣﯥ وﻳـﺮه ﺷﻲ ﻟﻪ ﻣﻮﺟﻪ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١اﺑﻲ ﻧﺼﺮ ﺳﺮاج ﻃﻮﺳﻲ ،اﻟﻠﻤﻊ ،دﻣﺼﺮ او ﺑﻐﺪاد ﭼﺎپ ١٣٨٠ ،ﻫـ ق ٩١ ،ﻣﺦ
) ( ٢رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ،دﻳﻮان ،دﻣﺤﻤﺪ ﻋﺎرف ﻏﺮوال ﭘﻪ اﻫﺘﻤﺎم ،ﭘښﺘﻮ ټﻮﻟﻨﻪ ،ﻛﺎﺑﻞ ١٣٥٦ ،ﻫـ ش ٢١٩ ،ﻣﺦ
) ( ٣ﻣﻴﺮزاﺧﺎن ،اﻧﺼﺎري ،دﻳﻮان ،دﭘﻴښﻮر ﭼﺎپ ١٩٥٩ ،ع ﻛﺎل ٢٠٨ ،ﻣﺦ
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ دﺻﻮﻓﻲ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ دﺧﺪاى ﭘﺎك ﻣﻴﻨﻪ او وﻳﺮه ځﺎى ﻧﻴﺴﻲ او ﻫﻐﻪ ﺗـﻪ ﻫﻴﻠـﻪ ﻣـﻦ وي
او دا اﺣــﻮال ورځ ﭘــﻪ ورځ دده ﭘــﻪ زړه ﻛــﯥ ﭘﺨﻴــږي او د ﻫﻐــﻪ ﭘــﻪ رګ ،رګ او وﻳﻨــﻪ ﻛــﯥ
ورﻧﻨﻮزي ،ﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ ﻟﻪ ده ﺳﺮه دﺧﺪاى ﭘﺎك ﭘـﻪ ﻫﻜﻠـﻪ زﻳﺎﺗـﻪ ﺗﻠﻮﺳـﻪ او ﺷـﻮق ﭘﻴـﺪا
ﻛﻴږي او ﺗﻞ ﺗﺮ ﺗﻠﻪ دﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻟﻴﺪﻧﯥ او ﻣﺸﺎﻫﺪې ﭘﺴﯥ ﻻ ﻟﻬﺎﻧـﺪه او ﺳـﺮګﺮداﻧﻪ وي ،ﻟـﻪ دې
ﻛﺒﻠــﻪ دﺻــﻮﻓﻲ ﭘــﻪ زړه ﻛــﯥ د ﺷــﻮق ﺣــﺎل ﭘــﻪ ﭘﻴﺪاﻳــښﺖ ﺳــﺮه ﻟــﻮى ﺑــﺪﻟﻮن راځــﻲ او دﻫﻐــﻪ ﭘــﻪ
اﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ ،ﻋﻮاﻃﻔﻮ ،روﺣﻴﺎﺗﻮ ﻛﯥ ژور ﺑﺪﻟﻮن ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي .
ﭘﻴﻐﻤﺒﺮ ) ص ( دﻳـﻮې ﻣـﺸﻬﻮرې دوﻋـﺎ ﭘـﻪ ﺗـﺮڅ ﻛـﯥ وﻳﻠـﻲ دي )) :اﺳـﺎﻟﻚ ﻟـﺬة اﻟﻨﻈـﺮ اﻟـﻰ
وﺟﻬﻚ اﻟﻜﺮﻳﻢ واﻟﺸﻮق اﻟﻰ ﻟﻘﺎﺋﻚ (( .ﻳﻌﻨﯥ زه ﻟﻪ ﺗﺎ څﺨﻪ دﺳﺘﺎ دﻣﺒـﺎرك ذات دﻟﻴـﺪﻧﯥ
د ﻟﺬت او ﺧﻮﻧﺪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮم او ﻟﻪ ﺳﺘﺎ ﺳﺮه د ﭘﻴﻮﺳﺘﻮن د ﺗﻠﻮﺳﯥ او ﺷﻮق ﺳﻮال ﻛﻮم .
61
١ــــ ﻟــﻮﻣړى ﻫﻐــﻪ ډﻟــﻪ ده ﭼــﯥ دﻫﻐــﻪ ﻛﺮاﻣــﺖ ،ﺛــﻮاب او اﺟــﺮ ﺗــﻪ ﺗﻠﻮﺳــﻪ او ﺷــﻮق ﻟــﺮي ﭼــﯥ
ﺧﺪاى ﭘﺎك ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ دوﺳﺘﺎﻧﻮ ﺳﺮه دﻫﻐﻮ د ورﻛړې وﻋﺪه ﻛړى ده .
٢ــ ځﻴﻨﯥ ﻫﻐﻪ ﺻﻮﻓﻴﺎن دي ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك ﺳﺮه د ډﯦـﺮې ﻣﻴﻨـﯥ ﻟـﻪ ﻛﺒﻠـﻪ ،ﻫﻐـﻪ ﻣﺨـﺎﻣﺦ
ﻛﻴﺪو او ﻣﻼ ﻗﺎت ﺗﻪ زﻳﺎﺗﻪ ﺗﻠﻮﺳﻪ او اﺷﺘﻴﺎق ﻟﺮي .
٣ــ درﯦﻴﻤﻪ ډﻟﻪ ﻫﻐﻪ ده ﭼﯥ :د ﺷﻮق ﻟﻪ ﻣﺮﺣﻠﯥ څﺨـﻪ ﻫـﺎﺧﻮا اوښـﺘﻲ وي او ﭘـﻪ ﻫـﺮ څـﻪ ﻛـﯥ
ﺧــﺪاى ﭘــﺎك ﺣﺎﺿــﺮ وﻳﻨــﻲ ،او ﻫــﺮه ﺛﺎﻧﻴــﻪ د اﻟﻬــﻲ ﺟــﻼ ﻟــﻲ او ﺟﻤــﺎﻟﻲ اﺛــﺎرو ﭘــﻪ ﻣــﺸﺎﻫﺪې
ﺑﻮﺧﺖ او ﻣﺸﻐﻮل وي ( ١ ) .
داﺳﯥ ﻳﻮه ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﺷﻮى ﭼﯥ ﺷﻮق ﻟﻮړ دى ﻛﻪ ﻣﻴﻨﻪ ؟ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ وﻳﻞ ﺷﻮي دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١اﺑﻲ ﻧﺼﺮ ﺳﺮاج ﻃﻮﺳﻲ ،اﻟﻠﻤﻊ ،دﻣﺼﺮ او ﺑﻐﺪاد ﭼﺎپ ٩٤ ،
ﭼﯥ ﺷﻮق ﻫﻐﻪ ﺳﻮځﻨﺪه اور دى ﭼﯥ ﻟﻪ ځﻴګﺮ څﺨﻪ راوزي ،او ﻟﻤﺒـﻪ ) ﻟﻨﺒـﻪ ( ﻳـﯥ دﺑﻴﻠﺘـﻮن
(١) . ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ښﻜﺎرﻳږي
د ﺑـﻞ زﺧـﻢ ﭘـﻪ څـﻴـﺮ ﺳـﻬـﻞ او اﺳﺎن ﻧﻪ دى د ﻋﺸﻖ زﺧﻢ څـﻪ د زﺧﻢ ﭘﻪ ﺷﺎن ﻧﻪ دى
ﻛﻮم ﺳړى ﭘﻪ دﻏﻪ ﻛﺎر ﻛﯥ ﺣﻴﺮان ﻧــﻪ دى ؟ ﻋــﺎﺷــﻘـﻲ ﻧــﻪ ده ﻛــﻪ ګـﻮرئ ﺣـﻴﺮاﻧــﻲ ده
ﭼﯥ ﻳﯥ رود ﭘﻪ ﻣﺦ د اوښﻜﻮ روان ﻧﻪ دى ﻳﻮ ﻋﺎﺷﻖ دې څﻮك راوښﺎﻳﻲ ﭘﻪ ﻋﺸﻖ ﻛﯥ
ﺗﻪ ﺑﻪ واﻳﯥ ﭼﯥ ﻳﻮ ﺳﻴﻨﺪ دى ګﺮﻳـﻮان ﻧﻪ دى ﻫﻮﻣﺮه اوښﻜﯥ د ﻋﺎﺷﻖ ﭘﻪ ګﺮﻳﻮان اوري
دا ﻛﻢ ﻋﻘﻞ ډﯦﺮ ﻫﻮښﻴﺎر دى ﻧﺎدان ﻧــﻪ دى ﭼﯥ ﺑﺎﻟﻪ ﺷﻲ څﻮك ﭘﻪ ﻋﺸﻖ ﻛﯥ ﻛﻢ ﻋﻘﻞ
62
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١اﺑﻮﻋﻠﻲ ﺑﻦ اﺣﻤﺪ ﻋﺜﻤﺎﻧﻲ ،ﺗﺮﺟﻤﻪ رﺳﺎﻟﻪ ﻗﺸﻴﺮﻳﻪ ،ﺗﻬﺮان ١٣٤٥ ،ﻫـ ش ٥٧٧ ،ﻣﺦ
) ( ٢رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ،دﻳﻮان ،ﭘښﺘﻮ ټﻮﻟﻨﻪ ،ﻛﺎﺑﻞ ١٣٥٦ ،ﻫـ ش ٢٠٤ ،ﻣﺦ
ﭘﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك ﺑﺎﻧﺪې ډاډه ﻛﻴﺪل دا ﻣﺎﻧﺎ ﻟﺮي ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﺻﻮﻓﻲ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ د ﻫﻴﻠﯥ او رﺟـﺎء
ﺣﺎل ﭘﻮخ او ټﻴﻨګ ﺷﻲ ،ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ اﻋﺘﻤﺎد زﻳـﺎﺗﻴږي او ﭘـﻪ ﻫﻐـﻪ ﺑﺎﻧـﺪې اراﻣﻴـږي
او ﻛﺮارﻳږي ،او ﻳﻮازې ﻟﻪ ﻫﻐﻪ څﺨﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻏﻮاړي ،اُﻧﺲ او ډاډ داﺳﯥ ﻳﻮ روﺣﻲ ﺣﺎﻟـﺖ
او ﻛﻴﻔﻴﺖ دى ﭼﯥ ﻟﻪ ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻋﺒﺎرت څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻳﯥ ﻧﻮر ﭘﻪ ﺑﻞ ﻋﺒﺎرت ﺗﻌﺒﻴﺮ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻴـﺪاى
،ﺻﻮﻓﻴﺎن ددې ﺣﺎل ﻟﻪ ﭘﻠﻮه ﺑﻴﺎﻫﻢ ﭘﻪ درې ډﻟﻮ وﻳﺸﻞ ﺷﻮي دي :
ﻟﻮﻣړى :ﻫﻐﻪ ﺻﻮﻓﻴﺎن دي ﭼﯥ د ﺧﺪاى ﭘﺎك ﭘﻪ ﻳﺎدوﻧﯥ او ذﻛﺮ ﺑﺎﻧﺪې ډاډه ﻛﻴـږي او ﻟـﻪ
او ﻟـﻪ ﺧـﺪاى ) ج ﻫﻐﻪ څﺨﻪ د ﻏﻔﻠﺖ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻧﺎﻛﺮارﻳږي ،ﭘﻪ ﻃﺎﻋﺖ ﻳﯥ ﺧﻮښﻴږي
( څﺨﻪ د ﺳﺮ ﻏړوﻧﯥ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ ﻳﻮ وﺣﺸﺖ او وﻳﺮه ،ﻧﺎ ﻛﺮارﺗﻴﺎ ورﻟﻮﻳږي
دوﻳﻢ :ﻫﻐﻪ ﺻﻮﻓﻴﺎن دي ﭼﯥ ﻳﻮازې ﭘﻪ ﺧـﺪاى ﺗﻌـﺎﻟﻰ ارام او ډاډه وي ،او ﻟـﻪ ﻫﻐـﻪ څﺨـﻪ
ﭘﺮﺗﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻧﻮرو ټﻮﻟﻮ ﺷﻴﺎﻧﻮ ﻧﻔـﺮت راځـﻲ ،او ﻟـﻪ ﻫـﺮ څـﻪ څﺨـﻪ ډډه ﻛـﻮي او وﺣـﺸﺖ ﺗـﺮې
ﻛﻮي .
درﯦﻴﻢ :درﯦﻴﻤﻪ ډﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﺻﻮﻓﻴﺎن دي ﭼﯥ د ﺧﺪاى ﭘﺎك د ﻧــﺰدﯦﻮاﻟﻲ ﻟـﻪ ﻛﺒﻠـﻪ ﻳـﯥ اُﻧـﺲ او
ډاډ د زړوﻧﻮ ﻟﻪ ﻇﺎﻫﺮي او ښـﻜﺎره ﭘـﺮدو څﺨـﻪ وﺗﻠـﯥ او ﺗـﻞ ﻳـﯥ ﭘـﻪ زړوﻧـﻮ ﻛـﯥ )) ﻫﻴﺒـﺖ ((
ﭘﺮوت وي .
63
ﻳﻮ ﺳړي ذواﻟﻨﻮن ﻣﺼﺮي ﺗﻪ ﻟﻴـﻚ واﺳـﺘﻮه او ورﺗـﻪ ﻳـﯥ وې ﻟﻴﻜـﻞ )) :او ﺣـﺸﻚ اﷲ ﺑﻘﺮﺑـﻪ
((
ﻳﻌﻨــﯥ ﺧــﺪاى ﭘــﺎك دې ﺳــﺘﺎ ﭘــﻪ زړه ﻛــﯥ د ﺧﭙــﻞ ﻗﺮﺑــﺖ او ﻧـــﺰدﯦﻮاﻟﻲ ﻟــﻪ ﻛﺒﻠــﻪ )) ﻫﻴﺒــﺖ ((
)(١ ﭘﻴﺪاﻛړي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١اﺑﻲ ﻧﺼﺮ ﺳﺮاج ﻃﻮﺳﻲ ،اﻟﻠﻤﻊ ،دﻣﺼﺮ او ﺑﻐﺪاد ﭼﺎپ ١٣٨٠ ،ﻫـ ق ٩٦ ،ﻣﺦ
ﻫﻴﺒﺖ او اُﻧﺲ د ﻃﺮﻳﻘﺖ د ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻟﻪ اﺣﻮاﻟﻮ څﺨﻪ دوه ﺣﺎﻟﺘﻮﻧﻪ ﻟﺮي ،ﭘﻪ دې ﻣﺎﻧﺎ ﭼﯥ ﻛﻠـﻪ
ﺧﺪاى ﭘﺎك د ﺧﭙﻞ ﺑﻨﺪه ﭘﻪ زړه د ﺟﻼ ﻟﻲ ﺻﻔﺎﺗﻮ ﻟﻪ ﭘﻠـﻮه ﺗﺠﻠـﻰ وﻛـړي ،دﻫﻐـﻪ ﭘـﻪ زړه ﻛـﯥ
ﻫﻴﺒﺖ اﭼﻮي او ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د ﺧﺪاى ﭘﺎك د ﺟﻤﺎﻟﻲ ﺻﻔﺎﺗﻮ ﭘﻠﻮﺷﯥ د ﺻﻮﻓﻲ زړه ﺗـﻪ ورﻧﻨـﻮزي
ﭘـــﻪ ﻫﻐـــﻪ ﻛـــﯥ اُﻧـــﺲ او ډاډ ﭘﻴـــﺪاﻛﻴږي ،ﻫﻴﺒـــﺖ دﻋﺎرﻓـــﺎﻧﻮ درﺟـــﻪ او ﻧـــﺼﻴﺒﻪ ده او ډاډ د
ﻣﺮﻳﺪاﻧﻮ ﺑﺮﺧـﻪ ده .د ﻟـﻮﻣړي ډﻟـﯥ ﭘـﻪ زړوﻧـﻮ ﻛـﯥ د دوﺳـﺘۍ ﻟﻤﺒـﯥ ﺑﻠـﯥ وي او د دوﻫﻤـﯥ
(١) . ډﻟﯥ زړوﻧﻪ د ﺧﺪاى ﭘﺎك ﻟﻪ ﺟﻤﺎل څﺨﻪ روښﺎﻧﻪ وي
ﻟﻪ ﺟﻨﻴﺪ څﺨﻪ د اُﻧﺲ او ډاډ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﺷـﻮه ،ﻫﻐـﻪ ووﻳـﻞ )) :ډاډ دې ﺗـﻪ واﻳـﻲ ﭼـﯥ
دﻋﺎﺷﻖ او ﻣﻌﺸﻮق ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﭘﺮده ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻲ ﭘﻪ دې ﺷﺮط ﭼﯥ ﻫﻴﺒﺖ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ ددې ﺧﺒﺮې
ﻣﺎﻧﺎ دا ده ﭼﯥ د ﺻﻮﻓﻲ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ ﻫﻴﻠﻪ ﭘﺮ وﻳﺮې ﻏﺎﻟﺒﻪ وي (( .
اﺑﺮاﻫﻴﻢ ﻣﺎرﺳﺘﺎﻧﻲ واﻳﻲ )) :اُﻧﺲ ﻟـﻪ ﻫﻐـﯥ ﺧﻮښـﻰ څﺨـﻪ ﻋﺒـﺎرت دى ﭼـﯥ د ﻣﺤﺒـﻮب ﻟـﻪ
ﻣﺸﺎﻫﺪې او ﻟﻴﺪﻧﯥ څﺨﻪ ﭘﻴﺪاﻛﻴږي (( .
ذواﻟﻨﻮن واﻳﻲ )) :د اُﻧﺲ او ډاډ ډﯦﺮه ټﻴټﻪ ﻣﺮﺗﺒﻪ داده ﭼﯥ ﻛـﻪ ﭼﻴﺮﺗـﻪ ﺑﻨـﺪه ﭘـﻪ اور ﻛـﯥ
(( ) ( ٢ واﭼﻮل ﺷﻲ ،اور ﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺤﺒﻮب څﺨﻪ ﻣﺸﻐﻮل ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛړاى .
څﻪ ﭘﻮﻫﻴږي ﭼﯥ ﭘﻪ ځﺎى ﻛړي ﻛﻪ ﺑﯥ ځﺎﻳﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧﻮر څﻪ ﭘﻮرې زړه ﺗړي ﺑﯥ ﺧﺪاﻳﻪ
ﭘﺎﻳـﻪ ) ( ٣ ــﻪ ﺑـﻴـﺎ ﭘـﺎﻳـﻲ ﺧــﻮ ﺗـــﺮ ﺳــﻠـــﻮ ﻛﺎﻟــﻮ دا ﺧــﻮ ﻧـﻪ ﺷـﺘـﻪ ﭼـﯥ ﺑــﻪ ﺗـﻞ ﺗﺮ ﺗﻠﻪ ﭘﺎﻳﻲ
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﺑﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ د اُﻧﺲ او ﭘﻪ ﺧﺪاى ) ج ( ﺑﺎﻧﺪې اﻋﺘﻤﺎد دﻧﻮرو
64
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﻣﻮﻻ ﻧﺎ ﺷﻴﺦ ﻋﻠﻲ ﺑﻦ ﺷﻴﺦ ﻋﺜﻤﺎن ﺟﻼ ﻟﻲ ﻫﺠﻮﻳﺮي ﻏﺰﻧﻮي ،ﻛﺸﻒ اﻟﻤﺤﺠﻮب ،ﺳﻤﺮﻗﻨﺪ ٣٣٠ ،ﻫـ ش ٤٣٩ ،ﻣﺦ
) ( ٢دﺧﻮاﺟﻪ ﻣﺤﻤﺪ ﭘﺎرﺳﺎ ﺗﺤﻘﻴﻖ ،ﺗﺤﻔﺔ اﻟﺴﺎﻟﻜﻴﻦ ،د ډﻫﻠﻲ ﭼﺎپ ١٩٧٠ ،ع ﻛﺎل ٢٤٦ ،ﻣﺦ
) ( ٣رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ،دﻳﻮان ،ﭘښﺘﻮ ټﻮﻟﻨﻪ ١٣٥٦ ،ﻫـ ش ﻛﺎل ١٧٩ ،ﻣﺦ
ﺻﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ﺗﻤﺜﻴﻞ ﻛـړي ،ﻫﻐـﻪ دا ﭼـﯥ اﻧـﺴﺎن ﺗـﻪ ښـﺎﻳﻲ ﭼـﯥ ﻳـﻮازې ﭘـﻪ ﺧـﺪاى ﭘـﺎك
اﻋﺘﻤﺎد وﻛړي او ﭘﻪ ﻧﻮرو څﻴﺰوﻧﻮ زړه وﻧﻪ ﺗړي .
ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﻞ ځﺎى ﻛﯥ ﻫﻢ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ دﺧﺪاى ﭘﺎك ﺳـﺮه د اُﻧـﺲ او ﭘـﻪ ﻫﻐـﻪ ﺑﺎﻧـﺪې د ډاډ او
اﻋﺘﻤﺎد ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ داﺳﯥ وﻳﻠﻲ دي :
ځــﺎن ﺟـﻬـﺎن واړه ﻓـﻨـﺎ ﻛﻪ ﺳـﺘـﺎ ﭘــﻪ ﻣـﻬـﺮو ﻣـﺤـﺒـﺖ ﻛﯥ
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻨﻴﻮ ﺑﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ﻟﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎك ﺳﺮه اُﻧﺲ ﻧﻴﻮل ﻟﻪ ﻫﺮ څﻪ څﺨﻪ ﻟﻮړ
ګڼﻲ او دا د رﻳښﺘﻴﻨﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻣﻘﺎم ﺑﻮﻟﻲ .
65
___________________________________________________________
______
ﻣﺸﺎﻫﺪه ،ﻣﻜﺎﺷﻔﻪ ،ﻣﻌﺎﻳﻨﻪ ،ﻣﺤﺎﺿـﺮه او ﺗﺠﻠـﻰ دﺻـﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﻟـﻪ اﺻـﻄﻼ ح ګـﺎﻧﻮ څﺨـﻪ
دي .ﭼﯥ د ﻫﻐﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﯥ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﻛﻮل ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﺗﺼﻮف ﻛﯥ ډﯦﺮ ګﺮان ﻛﺎر دى ،
ﭼﯥ ﻟﻪ ﭘﻴﺎوړو او ځﺎى ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﻮ ﻣﺘﺼﻮﻓﻴﻨﻮ څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻞ ﭼﺎﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﺘﻪ ﻧﻪ ﻟګﻴږي .
داﭼﯥ دﺻﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻋﻘﻴﺪه ټﻮل ﻣﻮﺟـﻮدات او اﺷـﻴﺎء د اﻟﻬـﻲ ﺻـﻔﺎﺗﻮ ﻣﻈﻬـﺮ ګڼـﻞ ﻛﻴـږي
او د اﻟﻬﻲ اﻧﻮارو ،ﭘﻠﻮﺷﻮ د ﺗﺠﻠﻰ ځـﺎى ﺑﻠـﻞ ﻛﻴـږي ،ﻟـﻪ دې ﻛﺒﻠـﻪ ﻳـﻮ ﺻـﻮﻓﻲ ﻣﺤﻤـﺪ ﺑـﻦ
واﺳﻊ واﻳﻲ )) :ﻣﺎ ﻫﻴڅ ﻛﻮم داﺳﯥ څﻴﺰ ﺑﻴﺨﯥ ﻧـﻪ دى ﻟﻴـﺪﻟﻰ ﻣګـﺮ دا ﭼـﯥ ﭘـﻪ ﻫﻐـﻪ ﻛـﯥ ﻣـﯥ
ﺧــﺪاى ﻟﻴــﺪﻟﻰ (( .ﭘــﻪ ﭘــﺎى ﻛــﯥ ﺗــﺮ دې ﭼــﯥ د ټﻮﻟــﻮ اﺷــﻴﺎو وﺟــﻮد ﻧﻔــﻲ ﻛــﻮي او ﺣﻘﻴﻘــﻲ
ﻣﻮﺟﻮد ﻳﻮازې ﺧﺪاى ﭘﺎك ګڼﻲ ،ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﺷﺒﻠﻲ واﻳـﻲ )) :ﻣـﺎ ﻟـﻪ ﺧـﺪاى ﭘـﺎك څﺨـﻪ
ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻮر ﻫﻴڅ څﻴﺰ ﻧﻪ دى ﻟﻴﺪﻟﻰ (( .
داﭼﯥ د اﷲ ﺗﻌﺎﻟﻰ ﺗﺠﻠﻰ ﭘﻪ ﻣﻮﺟﻮداﺗﻮ ځـﺎﻧګړې درﺟـﯥ ﻟـﺮي ﻟـﻪ دې ﻛﺒﻠـﻪ د ﭘﻮرﺗﻨﻴـﻮ
اﺻﻄﻼ ح ګﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﯥ څﻪ ﻧﺎ څﻪ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﺷﺘﻪ :
٢ــ ﻣﻜﺎﺷﻔﻪ :ﻛﺸﻒ راﻟﻮڅﻮﻧﯥ ﺗﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﻟـﻪ ﻣﺤﺎﺿـﺮي څﺨـﻪ وروﺳـﺘﻪ د ﺻـﻮﻓﻲ ﭘـﻪ
زړه ﻛﯥ ﭘﻴﺪاﻛﻴږي او ددې ﻣﺴﻠﻚ ﭘﻪ اﺻﻄﻼ ح ﻛﯥ ﻫﻐـﻪ ﻟـﻪ ﻳـﻮې ﻧـﺎزﻛﯥ ﭘـﺮدې څﺨـﻪ ﻫـﺎ
ﺧﻮا د ځﻴﻨﯥ اﻟﻬـﻲ ﺻـﻔﺎﺗﻮ ،اود اﺷـﻴﺎو د ﺣﻘﻴﻘـﺖ ﻟـﻪ ښـﻜﺎره ﻛﻴـﺪو او راﻇـﺎﻫﺮ ﻳـﺪو څﺨـﻪ
ﻋﺒﺎرت دى .
66
٣ــ ﻣﺸﺎﻫﺪه :ﻣﺸﺎﻫﺪه ﻳﺎ ﻟﯧﺪﻧﻪ ﭘﻪ درﯦﻴﻤﻪ ﻣﺮﺣﻠﻪ ﻛﯥ ﻳﻮ ﺻﻮﻓﻲ ﺗﻪ ﭘﻴښﻴږي او ﻫﻐﻪ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١اﺑﻮ ﻋﻠﻲ ﺑﻦ اﺣﻤﺪ ﻋﺜﻤﺎﻧﻲ ،ﺗﺮﺟﻤﻪ رﺳﺎﻟﻪ ﻗﺸﻴﺮﻳﻪ ،ﺗﻬﺮان ١٣٤٥ ،ﻫـ ش ١١٧ ،ﻣﺦ
ﺑــﯥ ځــﺎﻧګړى او ﻣﺨــﺼﻮص ﻣﻈﻬــﺮه او ﺑــﯥ ﻟــﻪ ټــﺎﻛﻠﻲ ،ﺗﻌــﻴﻦ ﺷــﻮي ﺻــﻔﺖ څﺨــﻪ د اﺷــﻴﺎو
دﺣﻘﻴﻘﺖ راښﻜﺎره ﻛﻴﺪل او ﻟﻴﺪل دي ،ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ د ﻫﻐﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﯥ څﻪ ﻧـﺎ څـﻪ ﺗـﻮﭘﻴﺮ ﻟﻴـﺪل
ﻛﻴږي .
٤ــ ﻣﻌﺎﻳﻨﻪ :ﻟﻪ دې ټﻮﻟﻮ څﺨﻪ ﻟﻮړه ﻣﺮﺗﺒـﻪ ده او ﻫﻐـﻪ ﭘﺮﺗـﻪ ﻟـﻪ ﻛـﻮم ﺧـﺼﻮﺻﻴﺖ څﺨـﻪ د
(١) . ﺣﻘﺎﻳﻘﻮ ﻟﻪ ﻇﺎﻫﺮﻳﺪﻟﻮ ﻧﻪ ﻋﺒﺎرت ده
٥ــ ﺗﺠﻠﻰ :د ﻣﻮﻣﻦ ﭘﻪ زړه ﺑﺎﻧﺪې د اﻟﻬﻲ اﻧﻮارو او ﭘﻠﻮﺷﻮ ﻟﻪ اﻏﻴـﺰې څﺨـﻪ ﻋﺒـﺎرت دى
ووﻳﻨﻲ ( ٢ ). ،ﭼﯥ د ﻫﻐﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﺻﻮﻓﻲ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ د زړه ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﺧﺪاى ﭘﺎك
دا ﺧﺒﺮې ﭼﯥ ﻣـﻮﻧږ ﻳـﯥ دﻟﺘـﻪ ﻟﻴﻜـﻮ ټـﻮل اﻟﻔـﺎظ دي ځﻜـﻪ ﭼـﯥ ﻣـﺸﺎﻫﺪه ﻳـﺎ ﻣﻜﺎﺷـﻔﻪ ﻟﻜـﻪ
څﻨګﻪ ﭼﯥ د ﺻﻮﻓﻲ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ را ﭘﻴﺪاﻛﻴږي ،ﻋﺒﺎرت او اﻟﻔﺎﻇﻮ ﻳﯥ ﺗﻌﺒﻴـﺮ ﻧـﻪ ﺷـﻲ ﻛﻴـﺪاى
او ﭘﻮره )) وﺟـﺪاﻧﻲ (( اړخ ﻟـﺮي ﭼـﯥ ﺧﭙﻠـﻪ ﻫﻤﺎﻏـﻪ ﺻـﻮﻓﻲ ﭘـﻮه ﺷـﻲ او دﻫﻐـﻪ ﺧﭙـﻞ ﻧﻔـﺴﻲ
ﺣﺎﻟــﺖ او ﻛﻴﻔﻴــﺖ ،ځﻜــﻪ ﭼــﯥ دوى ) ﺻــﻮﻓﻴﺎن ( ﺧﭙﻠــﻪ واﻳــﻲ :اﻟﻤــﺸﺎﻫﺪه ﻗــﺼﻮر اﻟﻠــﺴﺎن
ﺑﺤﻀﻮراﻟﺠﻨﺎن /ﻣﺸﺎﻫﺪه او ﻟﻴﺪﻧﻪ د ژﺑﯥ ﻧﻴﻤګړﺗﻴـﺎ ده ﭘـﻪ ﻫﻐـﻪ وﺧـﺖ ﻛـﯥ ﭼـﯥ د ﺻـﻮﻓﻲ
دځــﺎن ټــﻮل ﻏــړي وﻳښ او ﻟﻴــﺪو ﺗــﻪ ﭼﻤﺘــﻮ وي د ﻣــﺸﺎﻫﺪې او ﻣﻜﺎﺷ ـﻔﯥ ﭘــﻪ وﺧــﺖ ﻛــﯥ ﻟــﻪ
ﺻــﻮﻓﻲ څﺨــﻪ ځــﺎن او ﺟﻬــﺎن ﻫﻴﺮﻳــږي او ټــﻮل ﭘــﺎم او ﻫڅــﻪ ﻳــﯥ د اﻟﻬــﻲ ﺟــﻼ ﻟــﻲ او ﺟﻤــﺎﻟﻲ
ﺻﻔﺘﻮﻧﻮ ﺗﻪ اړوﻟﻲ وي ،ﻣﺜﺎل ﻳﯥ دا دى ﻟﻜﻪ څﻮك ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺪاره ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺦ
67
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ٢دﺧﻮاﺟﻪ ﻣﺤﻤﺪ ﭘﺎرﺳﺎ ﺗﺤﻘﻴﻘﺎت ،ﺗﺤﻔﺔ اﻟﺴﺎﻟﻜﻴﻦ ،دﻫﻠﻰ ١٩٧٠ ،ع ٣٧٥ ،ﻣﺦ
دﻟﺘـــﻪ ده ﭼـــﯥ د اﺷـــﻴﺎو ﺑـــﯥ ﺛﺒـــﺎﺗﻲ او د دوى ﻣﺠـــﺎزي او ﻋـــﺎرﻳﺘﻲ وﺟـــﻮد ﺻـــﻮﻓﻲ ﺗـــﻪ
ﻣﻌﻠﻮﻣﻴږي او ﭘـﻪ رښـﺘﻴﺎﻧﻲ او ﺣﻘﻴﻘـﻲ ﻣﻮﺟـﻮد ﻳـﯥ ﻫـﻢ ﻋﻠـﻢ رﺳـﻴږي او دا ﻧﻬﻴﻠـﻪ ﻳـﯥ ﭘـﻮره
ﻛﻴږي .ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﭘﻴﻐﻤﺒﺮ ) ص ( وﻳﻠﻲ دي )) :ارﻧـﻰ اﻻ ﺷـﻴﺎء ﻛﻤـﺎﻫﻰ (( ﻳﻌﻨـﯥ اﺷـﻴﺎء
ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دي ﻫﻤﻐﺴﯥ ﻳﯥ راووﻳﻨﻪ .ﭘـﻪ دې وﺧـﺖ ﻛـﯥ ﺻـﻮﻓﻲ ﺗـﻪ د وﺣـﺪت اﻟـﺸﻬﻮد ﺣﺎﻟـﺖ
ﭘﻴﺪاﻛﻴږي ) ﭼﯥ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ دوﺣﺪت اﻟﻮﺟﻮد ﺗﺮ ﺳﺮ ﻟﻴﻚ ﻻ ﻧﺪې واﺿﺢ ﻛړو (
ﻛﻪ ﻟﻪ ﻏﻴﺮ اﻧﺪﻳښﻨﻮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺻﻴﻘﻞ ﻛړئ دﻏــﻪ زړه ﭘــﻪ ﻣﺜـﺎل د آﺋﻴﻨﻪ دى
ﻛﻪ ﭼـﺮاغ د ﻣـﻌﺮﻓـﺖ ورﺑﺎﻧﺪې ﺑﻞ ﻛړئ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺑﻪ د اﺷﻴﺎء وﺗﺎ څﺮګﻨﺪ ﺷﻲ
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﺑﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﻴﺮزاﺧﺎن زړه دﻫﻨﺪارې ﭘﻪ څﻴﺮ ګڼﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻨﺪاره ﻛـﯥ ښـﺎﻳﻲ
ﭼــﯥ دﻃﺒﻴﻌــﺖ ﺣﻘــﺎﻳﻖ وﻛﺘــﻞ ﺷــﻲ ،او ﻟــﻪ دې ﻻ رې څﺨــﻪ د ﺧــﺪاى ﭘــﺎك ﺟﻤــﺎل او ﺟــﻼ ل
ﻣﺸﺎﻫﺪه ﻛړي ،ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ واﻳﻲ :
68
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﻣﻴﺮزاﺧﺎن اﻧﺼﺎري ،دﻳﻮان ،ﭘﻴښﻮر ﭼﺎپ ٦٧ ،ﻣﺦ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ،دﻳﻮان ،دﻣﺤﻤﺪ ﻋﺎرف ﻏﺮوال ﭘﻪ اﻫﺘﻤﺎم ،ﭘښﺘﻮ ټﻮﻟﻨﻪ ،ﻛﺎﺑﻞ ١٣٥٦ ،ﻫـ ش ٢٣٢ ،ﻣﺦ
69
رﺳﻴږي ،ﻟﻜﻪ څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﻋﺎﺑﺮ ﺑﻦ ﻗﻴﺲ واﻳﻲ :
ﺗﻪ )) ﻛﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ ﭘﺮده ﻫـﻢ ﭘﻮرﺗـﻪ ﺷـﻲ زﻣـﺎ ﻳﻘـﻴﻦ ﺑـﻪ ﻟـﻪ دې څﺨـﻪ زﻳـﺎت ﻧـﻪ ﺷـﻲ (( .ﺧـﻮ ﺑﻴـﺎﻫﻢ
ﻟﻪ )) ﺷﻄﺤﺎﺗﻮ (( څﺨﻪ ګڼﻠﯥ ده ( ١ ) . ځﻴﻨﻮ ﺧﻠﻜﻮ دده دا ﺧﺒﺮه
دﻳﻘـــﻴﻦ ﺣـــﺎل د ﺗـــﺼﻮﻓﻲ اﺣﻮاﻟـــﻮ وروﺳـــﺘﻰ ﭘـــړاو دى ﻛﻠـــﻪ ﭼـــﯥ ﺻـــﻮﻓﻲ دې ﺣـــﺎل ﺗـــﻪ
راورﺳﻴږي ﻧﻮر ﻳﯥ ﺗﺮ زﻳﺎﺗﯥ اﻧﺪازې زړه ﺟﻤﻊ او ﻣﻄﻤﻴﻦ ﺷـﻲ )) .اﻟـﺬﻳﻦ اﻣﻨـﻮا و ﺗﻄﻤـﻴﻦ
ﻗﻠﻮﺑﻬﻢ ﺑﺬﻛﺮ اﷲ ،اﻻ ﺑﺬﻛﺮ اﷲ ﺗﻄﻤﻴﻦ اﻟﻘﻠﻮب (( ﻳﻌﻨـﯥ ﻫﻐـﻪ ﻛـﺴﺎﻧﻮ ﭼـﯥ ﺑـﺎور وﻛـړ و او
ﭼـﯥ د ﺧـﺪاى ) ج ( دﺧﺪاى )ج ( ﭘﻪ ﻳﺎدوﻧﯥ ﻳﯥ زړوﻧﻪ ډاډه ﺷـﻮل ،او ﺗﺎﺳـﯥ ﭘـﻪ دې ﭘـﻮه ﺷـﺊ
ﭘﻪ ﻳﺎدوﻧﯥ زړوﻧﻪ ډاډه ﻛﻴږي .
ﭘﻪ دې وﺧـﺖ ﻛـﯥ دوى د ﻣﻄﻤﻴﻨـﻪ ﻧﻔـﺴﻮﻧﻮ ﺧﺎوﻧـﺪان ګﺮځـﻲ او د ﻗﻴﺎﻣـﺖ ﭘـﻪ ورځ ﺑـﻪ ورﺗـﻪ
وﻳﻞ ﻛﻴږي ﭼﯥ )) :ﻳﺎاﻳﻬﻨﺎاﻟﻨﻔﺲ اﻟﻤﻄﻤﻴﻨـﺔ ،ارﺟﻌـﻰ اﻟـﻰ رﺑـﻚ راﺿـﻴﻪ ﻣﺮﺿـﻴﻪ ﻓـﺎدﺧﻠﻰ
ﻓـــﻰ ﻋﺒـــﺎدى ،وادﺧﻠـــﻰ ﺟﻨﺘـــﻰ (( ﻳﻌﻨـــﯥ اى ډاډه او ﻣﻄﻤـــﻴﻦ ﻧﻔـــﺴﻪ ! وروګﺮځـــﻪ ﺧﭙـــﻞ
ﭘﺎﻟﻮﻧﻜﻲ ﺧﺪاى ) ج ( ﺗﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﻐـﯥ راﺿـﻲ ﻳـﯥ او ﻫﻐـﻪ ﻟـﻪ ﺗـﺎ راﺿـﻲ ا و
ﺧﻮښ وي ﻧﻮ زﻣﺎ د ﺧﺎﺻﻮ ﺑﻨـﺪه ګـﺎﻧﻮ ﭘـﻪ ډﻟـﻪ ﻛـﯥ ورﻧﻨـﻮزه زﻣـﺎ ﺟﻨـﺖ ﺗـﻪ ورداﺧـﻞ ﺷـﻪ ! او
ﻧﻨﻮزه !
ﻳﺎدوﻧﻪ :ﻛﻪ څﻮك ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړي ﭼﯥ :ﺻﻮﻓﻴﺎن ﻟﻪ دې ﺗﻜﻠﻴـﻒ ﻟﺮوﻧﻜـﻲ ﺳـﻴﺮ او ﺳـﻠﻮك
څﺨﻪ څﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﻟﺮي ؟ او دوى څﻪ ﻏﻮاړي ؟
ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﺑﺎﻧﺪې دﭘﻮﻫﻴﺪو دﭘﺎره ﻻ زﻣﻪ ده ﭼﯥ د اﻧﺴﺎن ﺷﺨـﺼﻴﺖ او ﭘـﻪ ځـﺎﻧګړي ﺗﻮګـﻪ
د ﻫﻐــﯥ روﺣــﻲ ﺧــﻮا ﺗــﻪ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧــﻪ وﻛــړو ﻟــﻪ دې اﻣﻠــﻪ ﺿــﺮوري ﺑﺮﻳــښﻲ ﭼــﯥ دا ﻣﻮﺿــﻮع د
دﻳﻦ او ﺳﺎﻳﻜﺎﻟﻮژي ﻟﻪ ﭘﻠﻮه وڅﻴړل ﺷﻲ .
داﻧﺴﺎن دوه اړﺧﻴﺰ ﺷﺨﺼﻴﺖ :
د دﻳــﻦ او دﻓﺮوﻳــﺪ د ﺳــﺎﻳﻜﺎﻟﻮژ ﻳﻜــﻲ ﻣﻜﺘــﺐ ﻟــﻪ ﻧﻈــﺮه د دوه اړﺧﻴــﺰ روﺣــﻲ ﺷﺨــﺼﻴﺖ
ﺧﺎوﻧﺪ دى ﭘﻪ دې ﻣﺎﻧﺎ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ ددې ﻓﻄﺮي اﺳﺘﻌﺪاد ﭘﺮوت دى ﭼﯥ دﺷﺮ او ﻧـﺎوړه
ﻛړو وړو ﻣﺨﻪ وﻧﻴـﺴﻲ او ﻳـﺎ د ښـﻮ ﻛـﺎروﻧﻮ او ﻧﻴﻜـﻮ اﻋﻤـﺎﻟﻮ ﻻ ره ﻏـﻮره ﻛـړي ،ﺧـﻮ د ډول
ډول ﻋﻮاﻣﻠﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﭘﻪ ﭼﺎ دا ﻏﺎﻟﺒﻴږي او ﭼﺎ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ .
١ــ د دﻳﻦ ﭘﻪ اﺳﺎس :دا ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ واﻳﻮ ﭘﻪ اﻧﺴﺎن ﻛﯥ د ﺧﻴﺮ او ﺷﺮ دواړو اﺳﺘﻌﺪاد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﻟﻪ ﻛﺸﻒ اﻟﻤﺤﺠﻮب ،ﺗﺤﻔﺔ اﻟﺴﺎﻟﻜﻴﻦ او اﻟﻠﻤﻊ څﺨﻪ اﻗﺘﺒﺎس .
70
دا ﻣﻮﺿﻮع ﻟﻪ ډﯦﺮو دﻳﻨﻲ ﻧﺼﻮﺻﻮ ) اﺣﻜﺎﻣﻮ ( څﺨﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﻴږي ،د ﺑﻴګﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ :
و ﻗـﺪ ﺧـﺎب )) و ﻧﻔﺲ و ﻣﺎ ﺳﻮﻫﺎ oﻓﺎﻟﻬﻤﻬﺎ ﻓﺠﻮرﻫـﺎ و ﺗﻘﻮﻫـﺎ oﻗـﺪ اﻓﻠـﺢ ﻣـﻦ زﻛﻬـﺎ o
ﻣﻦ دﺳﻬﺎ ( ١ ) (( o
ژﺑﺎړه :زﻣﺎ دې ﻗﺴﻢ وي ﭘﻪ ﻧﻔﺲ ،او ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ذات ﭼﯥ څﺮﻧګﻪ ﻳﯥ اول دا ﻧﻔﺲ ﺑﺮاﺑـﺮ ﻛـړ او
ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ د ﻫﻐﻪ ﺑﺪﻛﺎري او دﻫﻐﻪ ﭘﺮﻫﻴﺰګﺎري وراﻟﻬـﺎم ﻛـړه ،ﻫﻐـﻪ څـﻮك ﺑﺮﻳـﺎﻟﻰ ﺷـﻮ
ﭼﯥ دا ﻧﻔﺲ ﻳﯥ ﺗﺰﻛﻴـﻪ ،ﭘـﺎك او ﺳـﻮﭼﻪ ﻛـړ ،او ﻧﺎﻛـﺎم ﺷـﻮ ﻫﻐـﻪ څـﻮك ﭼـﯥ دا ﻧﻔـﺲ ﻳـﯥ ﭘـﻪ
ﺧﺎورو ﻛﯥ وﻟړه .
ﭘﻪ دې آﻳﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮ روښﺎﻧﻪ ډول د ﻧﻔﺲ دواړه ﺧﻮاوې ﺑﻴﺎن ﺷﻮي دي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻟـﻪ ﺧﻴـﺮ
او ﺷﺮ څﺨﻪ ﻋﺒﺎرت دي ،
ﻫﻤﺪارﻧګﻪ د رواه اﻟﺘﺮﻣﺬي ﺣﺪﻳﺚ دى ) : ( ٢
اﺑﻦ ﻣﺴﻌﻮد رﺿﻰ اﷲ ﻋﻨﻪ واﻳـﻲ ﭼـﯥ :ﭘﻴﻐﻤﺒـﺮ ) ص ( داﺳـﯥ ووﻳـﻞ )) :ﺷـﻴﻄﺎن دﺑﻨـﻲ ادم ﭘـﻪ
زړه ﻛﯥ ﻳﻮ ﻧﻮع ﺗﺼﺮف ﻟﺮي او ﻫﻤﺪارﻧګﻪ ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﺳﺮه ﻓﺮښﺘﻪ ﻫﻢ ﻛﺎر ﻟـﺮي او د ﺷـﻴﻄﺎن ﻛـﺎر
او ﺗــﺼﺮف دا دى ﭼــﯥ ﻫﻐــﻪ ﺗــﻪ دﺷــﺮ وﻋــﺪې ورﻛــﻮي ا و ﻟــﻪ ﺣــﻖ څﺨــﻪ ﻳــﯥ اﻧﻜــﺎر ﻛﻮﻟــﻮ ﺗــﻪ
ﺗﺸﻮﻳﻘﻮي ،او د ﻓﺮښﺘﯥ ﻛﺎر دا دى ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ د ﺧﻴﺮ وﻋﺪه ورﻛﻮي او ﭘﻪ ﺣﻖ ﺑﺎﻧﺪې ﻳـﯥ
ﺑﺎور ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺗﺸﻮﻳﻘﻮي ،ﻛﻪ څﻮك داﺳﯥ څﻪ ووﻳﻨﻲ ﻧﻮ ﭘﻪ دې دې ﭘﻮه ﺷﻲ ﭼـﯥ د دﺧـﺪاى
) ج ( ﻟﻪ ﺧﻮا دي ﻧﻮ ښﺎﻳﻲ ﭼﯥ د ﺧﺪاى ﭘﺎك ﺣﻤﺪ و ﺛﻨﺎ وواﻳﻲ .
او ﻛﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ ﻳﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻠـﻪ ) دﺷـﻴﻄﺎن وﺳﻮﺳـﻪ ( ﭘـﻪ زړه ﻛـﯥ وﻟﻴﺪﻟـﻪ ﭘـﻪ ﺧـﺪاى ) ج ( دې ﺛﻨـﺎء
وواﻳﻲ او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ دا آﻳﺖ وﻟﻮﺳﺖ :
ژﺑﺎړه )):ﺷﻴﻄﺎن ﺗﺎﺳﯥ ﺗﻪ دﻓﻘﺮوﻋﺪې درﻛﻮي او ﺗﺎﺳﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧﺎوړه ﻛﺎروﻧﻮ اﻣﺮﻛﻮي (( .
ﻳﻌﻨﯥ ﻟﻪ ﻓﻘﺮ څﺨﻪ ﻣﻮ وﻳﺮوي ﭼﯥ ﻟﻪ ﭼﺎ ﺳﺮه ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻧﻪ ﻛړئ او ﺑﻴﺎ ﻣﻮ ﻓﺤﺶ ﺗـﻪ ﺗـﺸﻮﻳﻘﻮي
ﭼﯥ ﻣﺎﻟﻮﻧﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺻﺮف ﺷﻲ ﻧﻮ ﻛـﻪ ﭼﻴﺮﺗـﻪ څـﻮك د ﺷـﻴﻄﺎن ﻻ ره ﻏـﻮره ﻛـړي او دﻫﻐـﻪ د
وﺳﻮﺳﻮ ﺗﺮ اﻏﻴﺰې ﻻ ﻧﺪې راﺷﻲ ﭘﻪ ﻧﺎوړه ﻛﺎروﻧﻮ ﭘﻴﻞ ﻛﻮي ،ﺗﺮ دې ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ ﻋﻤـﻼً
ﻟﻪ ﻫﻐﻪ څﺨﻪ ﺷﻴﻄﺎن ﺟﻮړ ﺷﻲ )) .ﻣﻦ اﻟﺠﻨﺔ واﻟﻨﺎس (( ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﺷﻴﻄﺎن څﺨﻪ ﭘﻨﺎه ﻏﻮاړم ﭼﯥ
د ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ زړوﻧﻮ ﻛﯥ وﺳﻮﺳﯥ اﭼﻮي ،ﺑﺮاﺑﺮه ده ﭼﯥ دا ﺷﻴﻄﺎن ،
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١ﭘﻪ ﻗﺮآﻧﻜﺮﻳﻢ ﻛﯥ ،ا اﻟﺸﻤﺲ ﺳﻮرة ٦ ،ـــــ ١٠ﭘﻮرې آﻳﺘﻮﻧﻪ
) ( ٢ﻣﺸﻜﺎ ة اﻟﻤﺼﺎﺑﻴﺢ ،د دﻫﻠﻲ ﭼﺎپ ١٩ ،ﻣﺦ
71
او ﻛﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ ﻳﯥ دﻓﺮښﺘﯥ اﻟﻬﺎم ﺗﻪ ﻏﻮږ وﻧﻴﻮ او ښﻪ ﻛﺎروﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻴﻞ ﻛړل او ﻟـﻪ ﺑـﺪو ﻛـﺎروﻧﻮ
څﺨــﻪ ﻳــﯥ ﺗﻮﺑــﻪ ووﻳــﺴﺘﻠﻪ د داﺳــﯥ اﻧــﺴﺎن ﻧﻔــﺲ ورو ورو ﺳــﻮﭼﻪ ﻛﻴــږي او ﭘــﻪ ﭘــﺎى ﻛــﯥ
دﻓﺮښﺘﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻫﻴڅ وﺧﺖ ﻧﺎوړه ﻛﺎر ﺗﻪ اﻗﺪام ﻧﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ داﺳﯥ اﻧـﺴﺎن ﺗـﻪ )) وﻟـﻲ (( او
)) ﺑﺰرګ (( وﻳﻞ ﻛﻴږي .
٢ــ دﻓﺮوﻳﺪ د ﺳﺎﻳﻜﺎﻟﻮژﻳﻜﻲ ﻣﻜﺘﺐ ﭘﻪ اﺳﺎس :د اﻧﺴﺎن روﺣﻲ اړخ د ﺳﺎﻳﻜﺎﻟﻮژي
او ارواﭘﻮﻫﻨﯥ ﻟﻪ ﺧﻮا ﭘﻪ درﻳﻮ ډوﻟﻮ وﻳﺸﻞ ﺷﻮي دى :
اﻟﻒ :وﻳښ ﺿﻤﻴﺮ ،ب :ﻧﺎګﺎره ﺿﻤﻴﺮ ،ج :ﺳﻮﭼﻪ او ﻟﻮړ ﺿﻤﻴﺮ .
وﻳښ او ﭘــﻪ ځــﺎن ﺧﺒــﺮ ﺿــﻤﻴﺮ ﺗــﻞ زﻳــﺎر ﺑﺎﺳــﻲ ﭼــﯥ ﻟــﻪ ﻣﻮﺟــﻮده ټــﻮﻟﻨﻴﺰ ﻧﻈــﻢ او ﻋــﺎدﺗﻮﻧﻮ ،
رواﺟﻮﻧﻮ ،ﻗﻮاﻧﻴﻨﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ ځﺎن ﺳﻨﺒﺎل ﻛړي او ﻟﻪ ﻫﻐﻪ څﺨﻪ ﺳﺮ وﻧﻪ ﻏړوي .
ﻧﺎګﺎره او ځﺎﻧﻪ ﻧﺎ ﺧﺒﺮه ﺿﻤﻴﺮ ﭼﯥ د ژوﻧﺪ د ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﭘﻴـښﻮ او ﻋﻘـﺪو او ﻏﻮټـﻮ ﻣﺠﻤﻮﻋـﻪ
ده ،د ﺗﻞ ﻟﭙﺎره ﻛﻮښښ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻓﺮد د ﻣﻮﺟـﻮده ټـﻮﻟﻨﻴﺰو ﻗﺮاردادوﻧـﻮ ﭘـﻪ ﺿـﺪ ﺗﺤﺮﻳـﻚ
ﻛـــړي ،ﭘـــﻪ دې ﺗﻮګـــﻪ ددې دواړو ﺗـــﺮ ﻣـــﻨځ اخ و ډب ﻣﻮﺟـــﻮد وي ﭼـــﯥ د ﻟـــﻮﻣړي ﻫڅـــﻪ
ﺳﻤﺒﺎﻟښﺖ ﺗﻪ وي او د دوﻫﻢ ﺗﻠﻮﺳﻪ وراﻧښﺖ ﺗﻪ وي ﺧﻮ ﭘـﻪ دې ﺟﺎروﺟﻨﺠـﺎل ﻛـﯥ ﻧﺎګـﺎره
ﺿــﻤﻴﺮ ﭘﻴــﺎوړى ﺑﺮﻳــښﻲ ﻟــﻪ دې ﻛﺒﻠــﻪ د وﻳښ ﺿــﻤﻴﺮ ﻣﺮﺳــﺘﯥ ﺗــﻪ ﺳــﻮﭼﻪ او ﻟــﻮړ ﺿــﻤﻴﺮ ور
داﻧګﻲ او د ﻣﺎﺗﯥ ﻣﺨﻨﻴﻮي ﻳﯥ ﻛﻮي .
ﻟــﻪ ﭘﻮرﺗﻨﻴــﻮ څﺮګﻨــﺪوﻧﻮ څﺨــﻪ دا ﻧﺘﻴﺠــﻪ اﺧﻴــﺴﺘﻠﻰ ﺷــﻮ ﭼــﯥ د اﻧــﺴﺎن ﭘــﻪ وﺟــﻮد ﻛــﯥ دوه
ﻣﺘﻀﺎده ﻗﻮاوې ﭘـﻪ ﺧﭙﻠـﻮ ﻛـﯥ ﭘـﻪ ﺟګـړې ﺑـﻮﺧﺘﯥ دي ﭼـﯥ ﻳـﻮه ﻳـﯥ ﻟـﻪ اﻧـﺴﺎن څﺨـﻪ ﺣﻴـﻮان
ﺟﻮړوي او ﺑﻠﻪ ﻳﯥ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﻻ ﭘﻴﺎوړى ﻛﻮي .
ﻧﻮ ﻟﻪ ﻫﻤﺪې ﻛﺒﻠﻪ ﺻﻮﻓﻴﺎن زﻳـﺎر ﺑﺎﺳـﻲ ﭼـﯥ دﺧﭙﻠـﻮ ځـﺎﻧﻮﻧﻮ ﺣﻴـﻮاﻧﻲ اړخ ﻛﻤـﺰورى او د
رﻳﺎﺿﺖ او ددې ﻣﺸﻘﺖ ﻟﺮوﻧﻜـﻲ ﺳـﻴﺮ او ﺳـﻠﻮك ﭘـﻪ ﻣﺮﺳـﺘﻪ د ﺧﭙﻠـﻮ ځـﺎﻧﻮﻧﻮ د اﻧـﺴﺎﻧﻴﺖ
ﺧﻮا ﭘﻴﺎوړي ﻛړي .
ﻣﻴﺮزاﺧﺎن اﻧﺼﺎري ﭘﻪ دې ﺑﺎب څﻪ ښﻪ وﻳﻠﻲ دي :
اﻣــﺎره او ﻟـﻮاﻣـﻪ ﭘـﻜـﯥ ﺳـﻄــﺮﻧـﺞ ﻛــــــﻪ دا ﻟـښـﻜــﺮ ﭘــﻪ ﻓـﺮﻣــﺎن وﺑــﻠـﻪ زﻏـﻠـﻲ
او وﺳﻠﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺧﻮﻳﻮﻧﻪ ﭘﺮې وﻳﺸﻠﻲ ﻧﻮﻛﺮان ﻳﯥ ﭘﻪ ﺷﺪت و ﺟﻨګ ﺗﻪ ﺳﺎزﻛړه
ﺑـﺪ ګـﻤـﺎن ﻟـﻜـﻪ ﻟـﻴـﻨﺪه ،ﻏﻴﺮت ﻳﯥ ژۍ ﻛـﻢ دﻟـﻴـﻞ ﻳــﯥ ﻫــﺮ زﻣـﺎن و ﺑـﻠـﻪ وﻟـﻲ
ﭘـﺮ ﻗـﺒـﻀـﻪ ﺑﺎﻧـﺪې ﻛﻴښﻮد ﺟـﻮړوﻟــــــﻲ ﻧﺎﻣﺸﺮوع وﻳﻨﺎوې دي ﭘﻪ ﻣﺜﺎل ﻏﺸﻲ
ﭘﺮ اﻧﺪوه د ﺑﺪ ﺳـړي ﺷﻴﻄﺎن ﺧﻨﺪﻟــــــﻲ ﺑــﺪ اواز ﭘـﻪ زړه ﭘـﺮﻫـﺎر وﻛـﻪ ﺑـﯥ ﻣﺜﻠـﻪ
ﻟـﻪ ښـﻴـګــړې ﻗــﺮاري ﻛﺎ ﻟـﻜـﻪ څـﻠــــــﻲ وﺑــﺪى وﺗــﻪ ﻳــﯥ څــﺮﻧــګــﻪ ﺗــﻠــﻮار ده
د دارو ﭘــﻪ ځــﺎى ﻳــﯥ زﻫـﺮ دي ﻛﺮﻟـــــﻲ او دا زړه د ﺳـــړي ځــﺎى دى د دارو
اودروح ﭘﻪ ﻣﻠﻚ ﻳﯥ ﻛښﻲ ﺷﻴﻄﺎن ﻣﻠﻲ ) ( ١ د ﻧـﻮﺳﻚ ﻋﺎﻟﻢ ﻳﯥ زور ﭘﻪ زړګﻲ وﻛـﻪ
72
ﭘــﻪ دې ﭘــﻮرﺗﻨﻲ ﺑﻴﺘﻮﻧــﻮ ﻛــﯥ ﭘــﻪ ډﯦــﺮ ﺻــﺮاﺣﺖ د اﻧــﺴﺎن د روﺣــﻲ اړخ دوه ﻣﺘــﻀﺎده ﻗــﻮاو
ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺤﺚ ﺷﻮي او دﻫﻐﻮ د ﺟګړې اﻫﻤﻴﺖ ﻳﯥ ښﻮدﻟﻰ دى ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑـﻞ ځـﺎى ﻛـﯥ ﻳـﯥ
ﻫﻢ وﻳﻠﻲ دي :
ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻧـﺰد ﻓﺘﺤﻪ دﻏﻪ ده ﻟﻮﻳﻪ ﺳﻮﺑﻪ ) ( ٢ ﻛﻪ ﭘﻪ ﻧﻔﺲ اﻣﺎره دې ﺑﺮى ﺑﻴﺎﻣﻮﻧﺪ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
) ( ١او ) ( ٢ﻣﻴﺮزاﺧﺎن اﻧﺼﺎري ،دﻳﻮان ،ﭘﻴښﻮر ﭼﺎپ ١٩٠ ،ﻣﺦ او ١٦ﻣﺦ
73