Professional Documents
Culture Documents
پوپال پښتانه
پوپال پښتانه
ﻟﻮر ﻳﻮﻩ ﺷﯧﺒﻪ د ﭘﻼر ﭘﻪ ﺳﺘﺮﮔﻮ ﮐﯥ ﺳﺘﺮﮔﯥ واﭼﻮﻟﯥ.ﺧﻮ ﺧﭙﻞ ﻗﻬﺮ ﻳﯥ ﻧﺸﻮ
څﺮﮔﻨﺪوﻟﻰ .ﭘﻼرﺗﻪ ﻳﯥ ﺑﯥ ادﺑﻲ ﻧﺸﻮاى ﮐﻮﻻى .ﭘﺮ ﻣﯧﺰ اﯦښﯥ ﺗﻮﭘﻨﭽﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ
اﺷﺎرﻩ وﮐړﻩ او وﻳﯥ وﻳﻞ''.ﺗﻪ وﻟﯥ ﭘﻪ ﻣﺎ ددې ﺗﻮﭘﻨﭽﯥ ډز ﻧﻪ ﮐﻮې.؟''زﻩ ﺑﯥ
وﺳﻠﯥ ﻳﻢ.دا ﻧﻮاﺑﻲ ﺗﺎ ﭘﻮرې اړﻩ ﻟﺮي.دا ﺳﻴﻤﻪ ﮐﻪ ﻟﻪ هﻨﺪ ﺳﺮﻩ ﻳﻮځﺎى ﮐﯧﺪﻩ ﻧﻮ
ﭘﻪ دې ﻓﻴﺼﻠﻪ زﻩ ﺧﭙﻠﻪ ﮔﻮﺗﻪ ﻧﺸﻢ ﻟﮕﻮﻟﻰ.او ﺳﺒﺎ ﺑﻪ ﺧﻠﮏ واﻳﻲ ښځﻪ واﻳﻲ
ځﮑﻪ ﺧﻮ ﻳﯥ ددې ﺧﺎورې ﻟﻪ هﻨﺪ ﺳﺮﻩ د ﻳﻮ ځﺎى ﮐﯧﺪو ﻣﺨﻪ ﻳﯥ وﻧﻪ ﻧﻴﻮوﻟﻪ.او
هﻐﻪ وﻃﻦ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﯧﺮو دوﻩ ﻧﻴﻢ ﺳﻮﻩ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺮوﻧﻮ
ﭘﻪ ﺑﺪل ﺳﺎﺗﻠﻰ وو.ﻳﻮې ښځﯥ هﻨﺪ ﺗﻪ ﺗﺴﻠﻴﻢ ﮐړ''.
ﺟﻮن ﭘﻮر داﺳﯥ ﻳﻮﻩ زﻣﻴﻨﺪاري وﻩ.ﻟﻪ زﻣﻴﻨﺪارى ﭘﺮﺗﻪ د ''وﺻﻞ''ﭘﻪ ﻧﻮم هﻢ
ﻳﻮاﻧﺘﻈﺎﻣﻲ ﻳﻮﻧټ وو ﭼﯥ واړﻩ او ﮐﻮﭼﻨﻲ ﮐﻠﻲ ﺑﻪ ﻟﻪ ﮔﺎوﻧډي ﻧﻮاﺑۍ ﻳﺎ راﺟﻪ
ﺳﺮﻩ وﺻﻞ وو.ﺧﻮ دوى ﺑﻪ ﮐﻠﻪ ﮐﻠﻪ ﺧﭙﻠﻮاﮐﻪ اﺧﻴﺘﺎرات هﻢ ﻟﺮل.ﺷﻮرﭘﻮر او
ﮔړوال ددې ښﻪ ﺑﯧﻠﮕﯥ دي .ﭘﻪ راﺟﻮاړو او ﻧﻮاﺑﻴﻮ ﮐﯥ هﻢ دوﻩ ډوﻟﻪ اﻣﺘﻴﺎزات
وو.هﻐﻪ ﭼﯥ ﻟﻮى رﻳﺎﺳﺘﻮﻧﻪ وو ﻟﮑﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﺣﻴﺪرﺁﺑﺎد ﻟﺮﻟﻰ دې ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﮔﻦ
ﺳﯧﻠﻴﻮټ ﻳﺎﻧﯥ هﻐﻪ ﭼﯥ د ﺗﻮﭘﻮ ﺳﻼﻣﻲ ﻟﺮي.دا دود د اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ
ﭘﯧﻞ ﺷﻮ.او هﻐﻪ ﻧﻮاب ﻳﺎ راﺟﻪ ﭼﯥ دوى ﺑﻪ ډﯦﺮ درﻧﺎوى ورﺗﻪ ﮐﺎوﻩ هﻐﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ
ﻳﯥ د ﻳﻮوﻳﺸﺖ ﺗﻮﭘﻮ ﺳﻼﻣﻲ اﻣﺘﻴﺎز ورﮐﻮﻟﻮ.ﭼﯥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮړاﻋﺰاز وو.ﺗﺮ
ټﻮﻟﻮ وړوﮐﻰ د درﻳﻮ ﺗﻮﭘﻮ ﺳﻼﻣۍ واﻟﻪ وو.
دوﻳﻢ هﻐﻪ ځﻴﻨﯥ وو ﭼﯥ د ﺗﻮﭘﻮ ﺳﻼﻣﻲ اﻣﺘﻴﺎز ﻳﯥ ﻧﻪ ﻟﺮﻟﻮ .ﭘﻪ دې ﮐﯥ ﺑﺴﻮدﻩ
)ﭼﯥ د ﭘښﺘﻨﻮ رﻳﺎﺳﺖ وو( ،ﻧﻮاب ﮔﻨﺞ او ﺧﯧﺮﮔړ ﻏﻮﻧﺪې ځﺎﻳﻮﻧﻪ ﺷﺎﻣﻞ
وو.د ﻳﻮووﻳﺸﺖ ﺗﻮﭘﻮ د اﻋﺰاز رﻳﺎﺳﺘﻮﻧﻪ ﻳﻮازې ﭘﻴﻨځﻪ وو.ﭼﯥ د ﺣﻴﺪرﺁﺑﺎد
ﻧﻄﺎم،ﻣﯧﺴﻮر ﻣﻬﺎراﺟﻪ،د ﺟﻤﻮ او ﮐﺸﻤﻴﺮ ﻣﻬﺎ راﺟﻪ او د ﺑړودﻩ ﮔﺎﻟﻴﮏ
ﻣﻬﺎراﺟﻪ او دﮔﻮاﻟﻴﺎر ﻣﻬﺎ راﺟﻪ ﺳﻨﺪهﻴﺎ وو.
د ﻧﻮﻟﺲ ﺗﻮﭘﻮ ﺳﻼﻣﻲ ﺑﻪ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻧﻮاب د اﻧﺪور او اودې ﭘﻮرراﺟﻪ ﮔﺎﻧﻮ ﺗﻪ
ورﮐﻮل ﮐﯧﺪې .ﭘﻪ دې ﮐﯥ هﻢ ﻓﺮق دا وو ﭼﯥ ځﻴﻨﯥ ﻣﻮروﺛﻲ او ځﻴﻨﯥ ﻣﻮاﻗﺘﻲ
وو.هﻐﻪ وﺧﺖ د ﻣﺰﮐﯥ او ﺷﻤﯧﺮ ﻟﻪ ﺣﺴﺎﺑﻪ د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ ټﻮﻟﻪ ﻟﻮﻳﻪ ﻧﻮاﺑﻲ د
ﺣﻴﺪراﺑﺎد دﮐﻦ وﻩ ﭼﯥ واﮐﻤﻦ ﺑﻪ ''ﻧﻈﺎم'' ﺑﻠﻞ ﮐﯧﺪو.ﻟﻪ دې وروﺳﺘﻪ د ﻣﺰﮐﯥ ﻟﻪ
ﭘﻮﻟﻪ د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻮﻳﻪ ﻧﻮاﺑﻲ د ﺑﻬﻮﭘﺎل هﻐﯥ وﻩ.ﭼﯥ ﺑﻨﺴټ ﻳﯥ د اورﮐﺰو ﻳﻮ
ﺗﻦ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن اﯦښﯥ وﻩ.دﻟﺘﻪ څﻠﻮرو ښځﻮ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ دوﻩ ﺳﻮﻩ ﮐﺎﻟﻪ
ﺣﮑﻮﻣﺖ ﮐړى دى.ددې وړوﮐﻲ ﺳﻠﻄﻨﺖ د ﭘﻮځ ﻟﭙﺎرﻩ ﺑﻪ زﻳﺎﺗﺮﻩ دﺳﻮﺑﻪ
ﺳﺮﺣﺪ ﻳﺎ ﭘﺘﯧﺮﻩ د ﻗﺒﺎﻳﻠﻲ ﺳﻴﻤﻮ ﺧﻠﮏ روزل ﮐﯧﺪﻩ.د ﺧﻠﮑﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﺑﻪ دا هﻢ ﻧﻮې
ﺧﺒﺮﻩ وي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ اوس هﻢ اﭘﺮﯦﺪي ،ﻳﻮﺳﻔﺰي او ﻣﻴﺮزي ﺧﯧﻞ
ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ﭼﯥ ژوﻧﺪ ﮐﻮي ځﻴﻨﯥ ﭘﻪ ﮐﯥ اوس هﻢ ﭘښﺘﻮ واﻳﻲ.ﻣﺎ ددې
ﺳﻴﻤﯥ ﺗﺎرﻳﺦ ﻟﻮﺳﺘﻰ او ﺧﭙﻠﻪ هﻠﺘﻪ ورﻏﻠﯥ ﻳﻢ.هﻠﺘﻪ ﻣﯥ دځﻴﻨﻮ ﮐﻮرﻧﻴﻮ ﺳﺮﻩ
ﻟﯧﺪﻟﻲ اود هﻐﻮى د ژوﻧﺪ ژواﮎ ﺣﺎل ﻣﯥ ﻟﻪ ﻧﮋدې څﺨﻪ اﺧﻴﺴﺘﻰ دى.دا ﮐﺘﺎب
د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻣﮑﻤﻞ ﺗﺎرﻳﺢ ﻧﻪ دى.ﻳﻮاځﯥ د ﺗﯧﺮو درو ﺳﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﺣﺎل دى ﭼﯥ
ﭘﮑﯥ دوﻩ ﻧﻴﻢ ﺳﻮﻩ ﮐﺎﻟﻪ د ﭘښﺘﻨﻮ ﻣﯧﺮﻣﻨﻮ او د دوى ﺣﺎﻻت ﺑﻴﺎن ﺷﻮي دي .ﭘﻪ
وروﺳﺘﻰ ﺑﺮﺧﻪ ﮐﯥ ﻣﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل داوﺳﻨﻴﻮ ﭘښﺘﻨﻮ ﺣﺎل ﻟﻴﮑﻠﻰ دى .ﭘﻪ دې ﻻرﻩ
ﮐﯥ ﻣﺎ ﺳﺮﻩ ډﯦﺮو ﺧﻠﮑﻮ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﮐړﯦﺪﻩ .ﭘﺘﯧﺮﻩ ﺑﻴﺎ د وروﺳﺘۍ واﮐﻤﻨﯥ ﻋﺎﺑﺪﻩ
ﺳﻠﻄﺎن زوى ﺷﻬﺮﻳﺎرﺧﺎن ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﮐﻮرﻧۍ ﭘﻪ اړﻩ ﻳﯥ ډﯦﺮ ﻣﺎﻟﻮﻣﺎت
راﮐړل.
ﻟﻮﻣړى ﺑﺎب
د ﺳﻮﺑﻪ ﺳﺮﺣﺪ ﭘﻪ ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﮐﯥ د ﺗﯧﺮاﻩ ﻏﺮوﻧﻪ دي ﭼﯥ ﭘﮑﯥ د
اﭘﺮﯦﺪو ﻧﻬﻪ ﻗﺎﻣﻮﻧﻪ
ﻣﻠﮏ دﻳﻦ ﺧﯧﻞ ،ﺳﭙﺎﻩ ،ﮐﻮﮐﻲ ﺧﯧﻞ ،اﮐﺎ ﺧﯧﻞ،زﮐﺎ ﺧﯧﻞ ،ﮐﻤﺒﺮﺧﯧﻞ،ﺣﺴﻦ
ﺧﻴﻞ،او ﺁدم ﺧﯧﻞ ﺁﺑﺎد دي .ﭘﻪ ١٦٧٢م ﮐﺎل ﮐﯥ د اورﮐﺰو د ﻳﻮﻩ ﺳﺮدار
ﻧﻮرﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن ﭘﻪ ﮐﻮر ﮐﯥ ﻳﻮ ﻣﺎﺷﻮم وزﻳږدى ﭼﯥ ﭘﻪ دوﺳﺖ -ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن
وﻧﻮﻣﻮل ﺷﻮ.ﻣﻮر ﭘﻼر ﻳﯥ ډﯦﺮ ﺧﻮښﺎﻟﻪ وو.د ﭘﻨځﻮ ﮐﺎﻟﻮ ﭘﻪ ﻋﻤﺮ ﮐﯥ د ﻗﺮان
د ﻟﻮﺳﺖ او دﻳﻨﻲ زدﮐړو ﻟﭙﺎرﻩ ورﺗﻪ ﻳﻮ اﺳﺘﺎد وﺳﺎﺗﻞ ﺷﻮ.دا اﺳﺘﺎد ﻣﻼ ﺟﻤﺎﻟﻲ
ﻧﻮﻣﯧﺪﻩ ﭼﯥ د ﺑﺪﺧﺸﺎن اوﺳﯧﺪوﻧﮑﻰ وو.دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن ﭼﯥ د ﺁس د
ﺳﻮرﻟﻰ ﺷﻮ ﻧﻮ ﭘﻼر ورﻟﻪ ﻳﻮ ﺁس ورﮐړو.ﻟﻪ دې ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ ﻳﯥ د ﺗﻮرې او
ﻏﺸﻲ وﻳﺸﺘﻠﻮ ﺗﺮﺑﻴﻴﻪ هﻢ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐړﻟﻪ.
د ﻣﻐﻞ درﺑﺎر د ﺷﺎن او د هﻨﺪ د ﺷﺘﻤﻨۍ ﮐﻴﺴﯥ هﺮﭼﺎ اورﯦﺪﻟﯥ وې .ﻟﻪ ﺗﯧﺮاﻩ
څﺨﻪ هﻢ ځﻮاﻧﺎﻧﻮ ډﻳﻠﻲ ﺗﻪ د ﺗﻠﻠﻮ ارﻣﺎن ﻟﺮﻟﻮ.ځﻴﻨﯥ ځﻮاﻧﺎن د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن
ﻟﻪ ﺳﻴﻤﯥ هﻢ هﻨﺪوﺳﺘﺎن ﺗﻪ ورﻏﻠﻲ وو.او د ﻣﻐﻠﻮ ﭘﻪ ﭘﻮځ ﮐﯥ ﺑﻪ ﺷﺎﻣﻞ ﺷﻮ
ﻧﻮډﯦﺮﻩ ښﻪ ﺗﻨﺨﻮاﻩ ﺑﻪ ورﺗﻪ ورﮐﻮل ﮐﯧﺪﻩ.هﻨﺪوﺳﺘﺎن ډﯦﺮﻩ ﻟﻮﻳﻪ ﻣځﮑﻪ ﻟﺮي او د
هﺮ ﻳﻮ رﻳﺎﺳﺖ واﻟﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ د ﭘﻮځ ﻟﭙﺎرﻩ ﻣﯧړﻧﻲ ځﻮاﻧﺎن ﭘﮑﺎروو .د ﭘﻮځ ﻟﭙﺎرﻩ
ﺗﮑړﻩ ځﻮاﻧﺎن او ښﻪ ﺁﺳﻮﻧﻪ د ﭘښﺘﻨﻮ ﻟﻪ ﺳﻴﻤﻮهﻢ ور ﺗﻠﻞ .ﭘﻪ ﺗﯧﺮاﻩ ﮐﯥ ځﻴﻨﻮ
ﮐﻮرﻧﻴﻮ ددې ﺟﻨﮕﻴﺎﻟﻮ ﻟﺨﻮا ﭘﻪ راﻟﯧږﻟﻮ ﭘﻴﺴﻮ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﺗﻪ ودﻩ ورﮐﻮﻟﻪ .ﭘﻪ
١٦٩٧ﮐﺎل ﮐﯥ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن ﻟﻪ ٢٠ﮐﺎﻟﻮ اوښﺘﻰ وو.او ﺗﻞ ﺑﻪ ﻧﺎﻗﺮارﻩ
وو.ﻣﻮر ﭘﻼر ورﻟﻪ د ﻳﻮې ﺑﻠﯥ اورﮐﺰۍ ﮐﻮرﻧۍ اﻧﺠﻠۍ ﻏﻮښﺘﯥ وﻩ ﭼﯥ
ﻣﻌﺮاج ﺑﻲ ﺑﻲ ﻧﻮﻣﯧﺪﻩ.
ﺧﻮ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن ﻟﮑﻪ د ﮐﺎواﮐﻪ ﺁس ژوﻧﺪ ﮐﺎوﻩ .ﭘﻪ ﻧﻪ څﻪ ﺧﺒﺮﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ
ﺗﻮرﻩ رااﯦﺴﺘﻠﻪ او وﻳﻨﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺗﻞ ﭘﻪ ﺟﻮش ﮐﯥ وﻩ.د ﻣﻌﺮاج ﺑﻲ ﺑﻲ ﻣﻮرﭘﻼر
ﭼﯥ دا ﺣﺎل وﻟﻴﺪى ﻧﻮ و ﻳﯥ ﭘﺘﻴﻠﻪ ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻟﻮر د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن ﻳﻮﻩ ﺑﻞ
ﺗﺮﺑﺮﻩ ﺗﻪ ورﮐړي.دا ﺧﺒﺮﻩ د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن ﻟﭙﺎرﻩ د ﻣﻨﻠﻮ وړ ﻧﻪ وﻩ.ﺧﻮ
څﺮﮔﻨﺪﻩ ﻧﻪ دﻩ ﭼﯥ اﻳﺎ دى ﭘﺨﭙﻞ ﺳﭙﮑﺎوي ﻧﺎراﺿﻪ وو او ﮐﻪ ﻣﻌﺮاج ﺑﻲ ﺑﻲ
ورﺑﺎﻧﺪې ډﯦﺮﻩ ﮔﺮاﻧﻪ وﻩ.ﺧﻮ د ځﻮاﻧۍ ﺟﻮش او د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن ﮐﺎواﮐﻪ
ﻃﺒﻌﻴﺖ اﺧﺮ دى دې ﺗﻪ ورﺳﺎوﻩ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺗﺮﺑﻮر ﻳﯥ ووژﻟﻮ.
ﭘﻪ دې ﮐړﻧﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ د هﻐﻪ د ﻗﺎم ﺧﻠﮏ ﭘﺮ دﻩ ﭘﻪ ﻗﻬﺮ ﺷﻮل ﺑﻠﮑﻪ د هﻐﻪ
ﺧﭙﻠﻪ ﮐﻮرﻧۍ ﻣﻮر ﭘﻼر هﻢ ﻧﺎراﺿﻪ ﺷﻮ.او دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﻟﻪ ﻗﺎﻣﻪ وواﯦﺴﺘﻞ
ﺷﻮ.ددﻩ ﻟﭙﺎرﻩ ﺑﯥ ﻟﻪ دې ﺑﻠﻪ هﻴڅ ﭼﺎرﻩ ﻧﻪ وﻩ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ اﺧﻮرﻩ)ﻃﺒﻴﻠﯥ( ﻳﻮ
ښﻪ ﺁس واﺧﻠﻲ او ﺧﭙﻞ ټﺎټﻮﺑﻰ ﭘﺮﯦږدي.دﻩ ﺧﺘﻴﺰ ﻟﻮري ﺗﻪ ﻣﺨﻪ ﮐړﻩ او ﺟﻼل
اﺑﺎد ﺗﻪ وﻻړو )........ .داد ﻧﻨﮕﺮهﺎر ﺟﻼل ﺁﺑﺎد ﻧﻪ ﺑﻠﮑﻪ د ډﻳﻠﻲ ﭘﻪ ﺷﻤﺎل
ﻟﻮﯦﺪﯦځ ﮐﯥ ﺳﻞ ﻣﻴﻠﻪ ﻟﺮې ﻳﻮ ښﺎر دى(.
دى ﻟﻪ ﺗﯧﺮاﻩ څﺨﻪ د ﺟﻼل ﺁﺑﺎد ﭘﻪ ﻻرﻩ د ﭘﯧښﻮر ،ﻻهﻮر اﻣﺮﺗﺴﺮ او ﭘﻨﺠﺎب
ﻟﻪ ټﻮﻟﯥ ښﯧﺮازې ﻣځﮑﯥ ﺗﯧﺮ ﺷﻮ .د ﻻرې ﭘﻪ هﺮ ﻳﻮ ﺳﺮاى ﮐﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ
ﻟﻴﺪل.او ﻟﻪ دود ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﺑﻪ هﻐﻮى ورﺗﻪ ﻏﯧږﻩ ﺧﻼﺳﻪ ﮐړﻩ.ډوډۍ ،اﺳﺘﻮﮔﻨﯥ او
د وﺧﺖ د ﺣﺎﻻﺗﻮ د ﺧﺒﺮﯦﺪو ﻟﭙﺎرﻩ څﻪ ﻣﺸﮑﻞ ﻧﻪ وو .څﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ وروﺳﺘﻪ ﻟﻪ
ﺟﻼل ﺁﺑﺎد ﺳﺮﻩ ﻧﮋدې د ﻟﻮهﺎري ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﮐﯥ د ﺳﺮدارﺟﻼل ﺧﺎن ﻣﯧﻠﻤﻪ
ﺷﻮ.دى هﻢ ﺁﭘﺮﯦﺪى وو او د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﭘﻪ ﻟﯧﺪو ډﯦﺮﻩ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﺷﻮ .ﭘﻪ ﺧﭙﻞ
ﻣﯧﻠﻤﺴﺘﻮن ﮐﯥ ﻳﯥ د هﻐﻪ د اﺳﺘﻮﮔﻨﯥ ﺑﻨﺪوﺑﺴﺖ وﮐړ.ﺳﺮدارﺟﻼل ﺧﺎن ﭘﻪ
ﻟﻮهﺎري ﮐﯥ د ﻣﻐﻠﻮ ﻣﻨﺼﺐ دار وو.او د دﻩ ﻧﻴﮑﻮﻧﻮ ﺗﻪ هﻠﺘﻪ ځﻤﮑﯥ ورﮐړل
ﺷﻮې وې ﭼﯥ ورﺑﺎﻧﺪې ددﻩ ﺧﭙﻞ ټﺒﺮ ژوﻧﺪ ﮐﺎوﻩ.دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ د ﺳﺮدارﺟﻼل
ﺧﺎن د ﮐﻮرﻧۍ ﻟﻪ ځﻮاﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮﻩ د ﺁس ځﻐﻠﻮﻟﻮ ،د ﻏﺸﻲ وﻳﺸﺘﻠﻮ او ﻏﯧږي
اﯦﺴﺘﻠﻮ ﺳﻴﺎﻟۍ ﮐﻮﻟﯥ .ﭘﻪ هﻤﺪې وﺧﺖ ﮐﯥ د هﻐﻪ د ﺳﺮدارﺟﻼل ﺧﺎن ﭘﻪ ﮐﻮر
ﮐﯥ ﻳﻮﻩ ځﻮاﻧﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﮔﺎرﻩ ﺧﻮښﻪ ﺷﻮﻩ.ﻳﻮﻩ ورځ ﭼﯥ ﺳﺮدارﺟﻼل ﺧﺎن ﭘﻪ
ﮐﻮر ﮐﯥ ﻟﻮﻳﻪ ﻣﯧﻠﻤﺴﺘﻴﺎ ﮐړې وﻩ د هﻐﻪ د ځﻮى او د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن ﺗﺮﻣﻨځ
ددﻏﯥ اﻧﺠﻠۍ ﭘﺮﺳﺮ ﺧﺒﺮې وراﻧﯥ ﺷﻮې.
د ﺟﻼل ﺧﺎن ځﻮى ورﺑﺎﻧﺪې د ﻏﺸﻲ ﮔﻮزار وﮐړو دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن هﻢ
ﺳﻤﺪﻻﺳﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﻨﺠﺮ راوﺧﻴﺴﺖ او د هﻐﻪ ﭘﺮ وﺟﻮد ﻳﯥ وﻣﻨډﻟﻮ.د ځﻮان د
ﻣړﻳﻨﻲ ﺳﺮﻩ هﻐﻪ ﺗﻪ اﻧﺪازﻩ وﺷﻮﻩ ﭼﯥ دى ﻟﻪ ﻟﻮى ﺧﻄﺮ ﺳﺮﻩ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮى
دى.د ﺧﭙﻞ ﻣﺮﻳﻲ ځﻮى ﻳﯥ ﭘﻪ ﻟﻮى ﻻس وواژﻩ .دا ډﯦﺮﻩ د ﺷﺮم ﺧﺒﺮﻩ وﻩ او
ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻮ ﮐﯥ د ﻣﺮگ ﺑﺪل ﻣﺮگ وي.ﻣﺨﮑﯥ ﻟﻪ دې ﭼﯥ د ﺟﻼل ﺧﺎن ﺧﻠﮏ
ﻳﯥ وﻧﻴﺴﻲ دﻩ هﻢ هﻐﻪ وﺧﺖ راټﻮپ ﮐړل .ﭘﺮ ﺧﭙﻞ ﺁس ﺳﭙﻮر ﺷﻮ او ﻟﻪ هﻐﻪ
ځﺎﻳﻪ ﻳﯥ ﭘښﯥ ﺳﭙﮑﯥ ﮐړې.
ﺧﻮ ﻟﻪ دې هﺮڅﻪ ﺳﺮﻩ ﻟﻪ هﻐﻪ ﺧﭙﻞ هﺪف هﯧﺮ ﻧﻪ وو.......د ﻣﻐﻞ ﭘﻪ ﭘﻮځ ﮐﯥ
ﻧﻮﮐﺮي اوس هﻢ ددﻩ ارﻣﺎن وو.ﻣﻼ ﺟﻤﺎﻟﻲ هڅﻪ وﮐړﻩ ﭼﯥ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن
دﻳﻨﻲ زدﮐړو ﺗﻪ ﭘﺎم وﮐړي او ددﻩ ﻏﻮﻧﺪي ﻋﺎﻟﻢ ﺷﻲ.ﺧﻮ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن دا
ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ﻧﻮ اﺧﺮ ﻣﻼ ﺟﻤﺎﻟﻲ ورﺗﻪ ﻳﻮ ﺁس او ﭘﻨځﻪ اﺷﺮﻓۍ ورﮐړې ﭼﯥ
ځﺎن ﭘﻪ ﻣﻐﻞ ﭘﻮځ ﮐﯥ ورﮔډ ﮐړي.هﻐﻪ وﺧﺖ د اورﻧﮕﺰﯦﺐ د وﺳﻠﻪ ﺗﻮن ﻣﺸﺮ
ﻣﻴﺮ ﻓﻀﻞ اﷲ وو.
ﭘﻪ ١٧٠٤ﮐﯥ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن ﺧﭙﻞ ﻟﻮﻣړي ﻣﺴﻠﮑﻲ ﺟﻨﮓ ﺗﻪ ﺣﺎﺿﺮ
ﺷﻮ.دا ﺟﻨﮓ ﭘﻪ ﮔﻮاﻟﻴﺎر ﮐﯥ د ﺑﻨﺪﻳﻞ ﮐﻨډ ﺳﻴﻤﻪ ﮐﯥ وو.ددې ځﺎى واﻟﻲ ﺗﺮدي
ﺑﯧﮓ ﻟﻪ ﺑﺎﭼﺎ ﺑﻐﺎوت ﮐړى وو.او هﻢ ددﻩ د ﻣﺨﻨﻴﻮي ﻟﭙﺎرﻩ د ﻣﻐﻞ ﭘﻮځ
ورواﺳﺘﻮل ﺷﻮ.دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړى دﺳﺘﻪ ﮐﯥ ﺷﺎﻣﻞ وو.ﺧﻮ ډﯦﺮ ژر ﻣﻐﻞ
ﭘﻮځ ﭘﻪ ﮔﻮﻧډو ﺷﻮ.د ﺗﺮدي ﺑﯧﮓ ﻗﻮﻣﻨﺪان ﮐﺎﺷﮑﻮﺧﺎن ﻧﻮﻣﯧﺪﻩ او ﺳﺨﺖ
ﺟﻨﮕﻴﺎﻟﻰ ﺳړى وو.....،دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن د ﺗﻮرې ﮔﻮزاروﻧﻪ وﺧﻮړل او ټﭙﻲ
هﻢ ﺷﻮ،ﭼﯥ وﻳﯥ ﻟﻴﺪل ددﻩ ﭘﻮځ ﭘﻪ ﺑﺪﺣﺎل ﮐﯥ دى ﻧﻮ ﻓﻴﺼﻠﻪ ﻳﯥ وﮐړﻩ ﻗﻮﻣﻨﺪان
ﺗﻪ ځﺎن ورﺳﻮي.دﻩ ﺧﭙﻠﻪ ﻧﯧﺰﻩ راواﺧﻴﺴﺘﻪ او ﭘﻪ هﻐﻪ هﺎﺗﻲ ﻳﯥ ﻳﺮﻏﻞ وﮐړو
ﭼﯥ ﮐﺎﺷﮑﻮﺧﺎن ﭘﺮې ﺳﭙﻮر وو.ﺧﻮ د هﻐﻪ ﺳﺎﺗﻮﻧﮑﻮ او هﺎﺗﻴﻮان ورﺑﺎﻧﺪې
ﮔﻮزاروﻧﻪ وﮐړو.دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن ﭘﻪ دې هﻢ ﺑﯥ ﺣﻮﺻﻠﯥ ﻧﻪ ﺷﻮ او ﺧﭙﻠﯥ
ﺣﻤﻠﯥ ﻳﯥ ﺟﺎري وﺳﺎﺗﻠﯥ.دى ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ روزﻧﺎﻣﭽﯥ ﮐﯥ ﮐﺎږي ﻳﻮ وﺧﺖ هﺎﺗﻲ
دى ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺧړﺗﻢ ﮐﯥ وﻧﻴﻮﻟﻮ ﺧﻮ دﻩ ﺗﺮې ځﺎن ﺧﻼص ﮐړو او د ﺧړﺗﻢ ﭘﻪ
ﻣټ ﻟﻮړ وروﺧﻮت او ﭘﻪ ﻳﻮ ﮔﻮزار ﻳﯥ ﮐﺎﺷﮑﻮ ﺧﺎن ووژﻟﻮ.
د ﻗﻮﻣﻨﺪان ﭘﻪ وژﻧﻪ د ﺗﺮدي ﺑﯧﮓ ﭘﻮځ وارﺧﻄﺎ ﺷﻮ او د ﻣﻐﻞ ﭘﻮځ ﻣﺎﺗﯥ ﭘﻪ
ﺑﺮي واوښﺘﻪ.اورﻧﮕﺰﯦﺐ ﺗﻪ ﺧﺒﺮ ورﮐړى ﺷﻮ او ورﺳﺮﻩ د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن
ﺧﭙﻞ درﺑﺎر ﺗﻪ د ﻣﯧړاﻧﯥ ﮐﻴﺴﻪ هﻢ ډﻳﻠﻲ ﺗﻪ ورﺳﯧﺪﻩ.ﻣﻴﺮﻓﻀﻞ اﷲ هﻐﻪ
وروﻏﻮښﺘﻠﻮ او ﺗﺎﺑﻴﺎ ﻳﯥ وﮐړﻩ ﭼﯥ اورﻧﮕﺰﯦﺐ ﻳﯥ ووﻳﻨﻲ.
ﭘﻪ ١٧٠٨م ﮐﺎل ﮐﯥ راڼۍ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن دټﻮﻟﯥ راﺟﻮاړې ﻣﺨﺘﺎر وټﺎﮐﻠﻮ
ﭼﯥ دى ﺑﻪ د راڼۍ او د ﻣﻨﮕﻞ ﮔړ د رﻳﺎﺳﺖ ﺳﺎﺗﻨﻪ ﮐﻮي .ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﮐﯥ
دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن د راﺟﻪ د ﮐﻮرﻧۍ ﻟﻪ ﻳﻮې راﺟﭙﻮﺗﯥ اﻧﺠﻠۍ ﺳﺮﻩ وادﻩ
وﮐړو.هﻐﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ ﺷﻮﻩ او ﻧﻮم ﻳﯥ ﻓﺘﺢ ﺑﻲ ﺑﻲ ﺷﻮ.دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﻧﻮر ودوﻧﻪ
هﻢ ﮐړى وو ﺧﻮ ﻓﺘﺢ ﺑﻲ ﺑﻲ ورﺗﻪ ډﯦﺮﻩ ﮔﺮاﻧﻪ وﻩ.دې ﻣﯧﺮﻣﻨﯥ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎن
ﺳﺮﻩ ډﯦﺮﻩ ﺷﺘﻤﻨﻲ د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن ﮐﻮر ﺗﻪ ﻳﻮووړﻩ.ﻓﺘﺢ ﺑﻲ ﺑﻲ د ﺑﻬﻮﭘﺎل د
ﻣﺴﻠﻤﺎن ﻧﻮاﺑۍ ﻟﻮﻣړۍ ﻣﯧﺮﻣﻨﻪ وﻩ ﭼﯥ د ﺣﮑﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﭼﺎرو ﮐﯥ ﻳﯥ ﻣﻬﻢ رول
درﻟﻮد.ﺧﻮ ﻋﺠﻴﺒﻪ ﺧﺒﺮﻩ دا دﻩ ﭼﯥ د ﻧﻮاﺑۍ د ﺗﺎرﻳﺦ ﻟﯧﮑﻮﻧﮑﻮڅﺨﻪ ﻳﻮازې ﻓﺘﺢ
ﺑﯥ ﺑﯥ وﻩ وﻟﯥ هﻐﻪ ﺧﻠﮏ ﭼﯥ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن ﻧﻪ وو ،د هﻐﻮى ﭘﻪ اړﻩ ډﯦﺮ څﻪ ﻧﻪ
دي ﻟﻴﮑﻞ ﺷﻮي .ﭘﺘﯧﺮﻩ هﻐﻪ ځﻴﻨﯥ ﭼﯥ د ودوﻧﻮ ﻟﻪ ﻻرې ﻳﯥ ﮐﻮرﻧۍ ﺗﻪ
ورداﺧﻞ ﺷﻮي وو ﻟﻪ ﭘﺎﻣﻪ ﻏﻮرزول ﺷﻮي دي .ﭘﻪ داﺳﯥ ﺗﺎرﻳﺨﻮﻧﻮ ﮐﯥ د
ﻣﻴﺮاث او د وارﺛﺎﻧﻮ ذﮐﺮ ښﻪ ﭘﻪ ﺗﻔﺼﻴﻞ ﺷﻮى دى.
ﻓﺘﺢ ﺑﯥ ﺑﯥ ﻳﻮ ﻋﺎﻣﻪ ښځﻪ ﻧﻪ وﻩ.دا هﻮښﻴﺎرﻩ ،ﭘﻪ زړﻩ ﭘﻮرې او ﻟﻪ ژوﻧﺪﻩ ډﮐﻪ
وﻩ.ﻟﻪ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ هﺮ ځﺎى ﭘﺮ ﺁس ﺳﻮرﻩ وﻩ.هﻐﻪ ﮐﻪ ﺑﻪ ﺟﮕړﻩ وﻩ
او ﻳﺎ هﻢ ﭘﻪ ﺳﻴﻞ وﺗﻞ او ښﮑﺎر ﮐﻮل وو.
دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺑﻪ ﭘﺮې ډﯦﺮ ﺑﺎور او اﻋﺘﻤﺎد ﮐﺎوﻩ .ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﮑﻮ څﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ
ﻟﻪ دﻩ څﺨﻪ ﻣﻨﮕﻞ ﮔړ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮ او ﻟﻪ هﻐﻪ ځﺎﻳﻪ ﻳﯥ ﺷﺎ و ﺧﻮا ﺳﻴﻤﻮ ﺗﻪ ﭘﻮځ
ﮐﺸﻲ ﮐﻮﻟﻪ.ﺧﻮ ډﯦﺮ ژر ﻳﯥ ﻓﻴﺼﻠﻪ وﮐړﻩ ﭼﯥ د ځﺎن ځﺎﻧۍ ﭘﻪ دې دور ﻩ ﮐﯥ
ﺑﻪ دى د ﻧﻮرو ﻟﭙﺎرﻩ ﺗﻞ ﺟﮕړﻩ ﻧﻪ ﮐﻮي.اودﻩ ﺗﻪ د ﭘښﻮ ﻟﮕﻮﻟﻮ ﻳﻮ ځﺎى ﭘﮑﺎ ر
وو.دﻩ ﻟﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎﻟﻪ ٢٢ﮐﻠﻮﻣﻴټﺮﻩ ﻟﺮې ﺷﻤﺎل ﻟﻮر ﺗﻪ د ﺑﻴﺮاﺳﻴﺎ ﻧﻮﻣﻲ ځﺎى د
ﻣﻐﻠﻮ ﻟﻪ ﻳﻮﻩ ﻧﻮاﺑﻪ ﭘﻪ اﺟﺎرﻩ واﺧﻴﺴﺖ ،ﭼﯥ ﮐﻠﻨۍ اﺟﺎرﻩ ﻳﯥ ٣٠زرﻩ روﭘۍ
وﻩ.
دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ دﻟﺘﻪ ﻳﻮ وړوﮐﯥ ﻏﻮﻧﺪې ﻧﻮاﺑﻲ ﺟﻮړﻩ ﮐړﻩ.ﻳﻮ ﺟﻮﻣﺎت او ﻳﻮﻩ ﮐﻼ
ﻳﯥ ﭘﻪ ﮐﯥ ﺟﻮړﻩ ﮐړﻩ.او د اﻧﺘﻈﺎم ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺑﺎاﻋﺘﺒﺎرﻩ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﻪ ﮐﯥ ﻣﻘﺮر
ﮐړل.ﺧﻮ د ﮔﺠﺮات ﭘﻪ ﯦﻮﻩ ﻣﻌﺮﮐﻪ ﮐﯥ دى د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮا ﻣﺮهټﻪ ﺳﺮدار
ﺗﻪ وﺳﭙﺎرل ﺷﻮ او هﻐﻪ ﺑﻨﺪي ﮐړى و .ﻓﺘﺢ ﺑﻲ ﺑﻲ د هﻐﻪ د راﺧﻮښﻲ ﮐﻮﻟﻮ
ﻟﭙﺎرﻩ ډﯦﺮې روﭘﻰ ﻣﺮهټﻪ ﺳﺮدار ﺗﻪ ورﮐړې او دى ﻳﯥ راﺧﻮښﻰ
ﮐړى.دوﻳﻤﻪ دا ﭼﯥ د ﺳﺎزﺷﻮﻧﻮ ﭘﻪ دې دورﻩ ﮐﯥ هﻐﻪ ﭘﻪ هﻴﭽﺎ هﻢ ﺑﺎور ﻧﻪ
ﮐﺎوﻩ.او ﻏﻮښﺘﻞ ﻳﯥ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺧﭙﻠﻮان ﻟﻪ ﺗﯧﺮاﻩ راوﻏﻮاړي.
د ﻣﻨﮕﻞ راڼۍ ﭼﯥ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ځﻮى ﮐړى وو،د هﻐﯥ څﻮﮎ وارث
ﭘﺎﺗﯥ ﻧﻪ وو ،ﻧﻮ د دﻣﻨﮕﻞ ﮔړﻩ ټﻮﻟﻪ ﺧﺰاﻧﻪ او ﺷﺘﻤﻨﻲ د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﻻس ﺗﻪ
وﻟﻮﯦﺪﻩ.
اوس ﭼﯥ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺗﻪ د ﭘښﯥ اﯦښﻮدﻟﻮ ځﺎى ﭘﻴﺪا ﺷﻮ ﻧﻮ هﻐﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﭘښﯥ
ټﻴﻨﮕﯥ ﮐړې اود ﻳﻮﻩ ﺧﭙﻠﻮاﮐﻪ ﺣﮑﻤﺮان ﭘﻪ ﺗﻮﮔﻪ د ﺑﻬﻮﭘﺎل او ﺷﺎوﺧﻮا ﺳﻴﻤﻮ
واﮐﻤﻦ ﺷﻮ .ﭘﻪ دﻏﻮ ﺷﭙﻮ ورځﻮ ﮐﯥ د ﻣﻐﻞ درﺑﺎر او ﻣﺮهټﻮو ﺗﺮﻣﻨځ د واﮎ
ﭘﺮ ﺳﺮ ﺟﻨﮓ روان وو.ﻧﻮ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﮐﯥ ﻳﻮ ﺧﻮا ﻣﻐﻞ
درﺑﺎر ﺗﻪ ﺳﻮﻏﺎﺗﻮﻧﻪ واﺳﺘﻮل او هﻐﻮى ﺗﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ وﻓﺎداري څﺮﮔﻨﺪﻩ ﮐړﻩ ﻧﻮ
ﺑﻞ ﻟﻮر ﻳﯥ د ﻣﺮهټﻪ واﮐﺪار ﻟﺨﻮا اﺧﻴﺴﺘﻮﻧﮑﯥ ﻣﺎﻟﻴﻴﻪ )ﭼﻮت(ﭼﯥ د ﺣﺎﺻﻞ
څﻠﻮرﻣﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﮐﯧﺪﻩ ورﮐﻮﻟﻪ.ﺧﻮ ﻣﺮهټﻪ وو ﺗﻪ ﻳﯥ ﻣﺎﻟﻴﻴﻪ ﭘﻪ دې ﺷﺮط ورﮐﻮﻟﻪ
ﭼﯥ هﻐﻮى ﺑﻪ ددﻩ ﭼﺎرو ﮐﯥ ﻻﺳﻮهﻨﻪ ﻧﻪ ﮐﻮي.
ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﮐﯥ ددﻩ وﻓﺎدارﻩ ﻓﺘﺢ ﺑﻲ ﺑﻲ ورﺳﺮﻩ وۀ.ددې ﻧﻮاﺑۍ د اﻧﺘﻈﺎم ﮐﺎر
ﭘﯧﻞ ﺷﻮ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ د وﺧﺖ رواج وو.ټﻮﻟﯥ ﻟﻴﮑﻨﯥ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻓﺎرﺳﻲ ژﺑﻪ ﮐﯥ
ﮐﯧﺪﻟﯥ.او ﻟﻪ ﻣﻐﻞ درﺑﺎرﻩ ﻳﯥ ځﺎن ﺗﻪ د ﻧﻮاب ﻧﻮم )ﺧﻄﺎب(هﻢ واﺧﻴﺴﺘﻮ .ﭘﻪ
١٧١٧م ﮐﺎل ﮐﯥ هﻐﻪ د ﻧﻮاب دﻟﯧﺮ ﺟﻨﮓ ﻧﻮم ځﺎن ﺗﻪ ﮔټﻠﻰ وو.ﺧﻮ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ
د ﭘښﺘﻨﻮ دود وو دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﭼﺮې هﻢ د ﭘﻼر او د ﻣﺸﺮ ورو ﭘﻪ ﻣﻮﺟﻮدﮔۍ
ﮐﯥ دا ﻧﻮم ځﺎن ﮐﻠﻪ هﻢ ﻧﻪ ﮐﺎروﻟﻮ .ﺧﻮ ﺁﺧﺮ دهﻐﻮى دواړو ﭘﻪ ټﻴﻨﮕﺎر ﻳﯥ دا
ﺧﻄﺎب ځﺎن ﺗﻪ ﻏﻮرﻩ ﮐړ.
ﻳﻮ ﻩ ورځ ﻓﺘﺢ ﺑﻲ ﺑﻲ او دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن د ښﮑﺎر ﻟﭙﺎرﻩ ځﻨﮕﻠﻪ ﺗﻪ ورﻏﻠﻲ
وو .څﻮ ﺳﺎﻋﺘﻪ ﭘﻪ ﮔﺮﻣۍ ﮐﯥ دﺁس ﻟﻪ ځﻐﺎﺳﺘﯥ ﺳﺘړي ﺷﻮ او د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻟﻪ
ﺳﻔﯧﺪ ﺳﺮﻩ ﻧږدې ﻳﯥ د وﻧﻮ ﺳﻴﻮرى وﻣﻮﻧﺪ او د دﻣﯥ ﻟﭙﺎرﻩ هﻠﺘﻪ اﯦﺴﺎر
ﺷﻮل.ددې ځﺎى ﺧﺎﻣﻮﺷﻲ ﮐﯥ دواړو ﺁرام ﮐﺎوۀ او د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺳﺘﺮﮔﯥ
ﺳﺮﻩ ورﻏﻠﯥ،ﭘﻪ ﺧﻮب ﮐﯥ ﮔﻮر ي ﻳﻮ ﺑﺰرگ ورﺗﻪ واﻳﻲ ﭘﻪ دې ځﺎى ﺑﻪ ﻳﻮﻩ
ﮐﻼ ﺟﻮړﻩ وې .دى ﭼﯥ راﭘﺎڅﯧﺪو ﻧﻮﻓﺘﺢ ﺑﻲ ﺑﻲ ﺗﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺧﻮب ﺑﻴﺎن ﮐړ
هﻐﯥ ﺳﻮﮔﻨﺪ ﺗﺮې واﺧﻴﺴﺖ ﭼﯥ هﺮوﻣﺮو ﺑﻪ ﭘﺮ دې ځﺎى ﮐﻼ ﺟﻮړوې.
او دا د ﻓﺘﺢ ﮔړ د ﮐﻼ ﺑﻨﺎ وۀ.د دې ﮐﻼ ﻟﻮﻣړۍ ﺗﻴږﻩ د راى ﺳﻴﻦ ﻗﺎﺿﻲ ﻣﺤﻤﺪ
ﻣﻌﻈﻢ ﮐﯧښﻮدﻩ ﭼﯥ وروﺳﺘﻪ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻣﺸﺮ ﻗﺎﺿﻲ هﻢ ﺷﻮ.دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ،ﻓﺘﺢ
ﺑﯥ ﺑﯥ او د ﺑﺮوﮐټ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﺨﭙﻠﻮ ﻻﺳﻮﻧﻮ دا ﮐﻼ ﺟﻮړﻩ ﮐړﻩ.او د ﺑﻬﻮﭘﺎل
ﭘﺨﻮاﻧۍ ﮐﻼﻳﯥ ورﺳﺮﻩ ﻳﻮ ځﺎى ﮐړﻩ .ﭘﺪې ﮐﯥ ﺷﭙږ دروازې وې ﭼﯥ د ﺷﭙږو
ورځﻮ ﭘﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ وې.او هﻢ ﭘﻪ دې ﮐﻼ ﮐﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻟﻮﻣړى ﺟﻮﻣﺎت ﭼﯥ د
دوﻩ ﻧﻴﻤﻮ ﭘﻮړو ﺟﻮﻣﺎت ﻳﯥ ورﺗﻪ واﻳﻪ ﺟﻮړﮐړل ﺷﻮ.
}د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪاو ﻓﺘﺢ ﺑﻲ ﺑﻲ ﻗﺒﺮوﻧﻪ څﻨﮓ ﭘﻪ څﻨﮓ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﭘﻪ ﻓﺘﺢ ﮔړ
ﮐﻼ ﮐﯥ ﺟﻮړ دي {.
د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﻟﻮﻣړى دﻳﻮان ﻳﺎﻧﯥ ﻣﺸﺮ وزﻳﺮ ﺑﻴﺠﯥ رام د ﺷﺠﺎل ﭘﻮر ﻳﻮ
هﻨﺪو ﻣﺸﺮ وو .ﭘﻪ داﺳﯥ وﺧﺖ ﮐﯥ ﭼﯥ ﻧﻈﺎم د ﺣﻴﺪرﺁﺑﺎد او ﻣﺮهټﻪ ﻳﻮې ﺧﻮا
ﺗﻪ او ﻣﻐﻞ ﺑﻠﯥ ﺧﻮا ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﮐﯥ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺟﻨﮓ وو ﻧﻮ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﻟﻪ د
ﺧﭙﻠﯥ ﻧﻮاﺑۍ ﺳﺎﺗﻞ ﮔﺮان ﮐﺎر وو .ﻟﻪ ﻋﺴﮑﺮي ﭘﻠﻮﻩ ﻣﻐﻞ ﮐﻤﺰورى وو .ﻧﻈﺎم
او ﻣﺮهټﻪ دواړو د هﻨﺪ ﺟﻨﻮب ﻧﻴﻮﻟﻰ وو او د ﻣﻐﻞ واﮎ ﻳﯥ ﻧﻪ ﻣﻨﻠﻮ.ﺧﻮ
دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ د ﮐﻤﺰوري ﻣﻐﻞ واﮐﺪاراﻧﻮ ﻣﻠﻪ ﮐﻮﻟﻪ .ﭘﻪ ١٧٢٠ﮐﯥ د ﻧﻈﺎم او
ﻣﺮهټﻪ ﮔډځﻮاﮐﻮﻧﻪ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻟﻪ ﻻرې دﮐﻦ ﺗﻪ ﺗﯧﺮﯦﺪﻩ ﭼﯥ د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ
ورورﻣﻴﺮاﺣﻤﺪ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ځﻮاﮎ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ دې ﻟښﮑﺮ ﺣﻤﻠﻪ وﮐړﻩ.ﺧﻮ ﻣﺎﺗﯥ ﻳﯥ
وﺧﻮړﻟﻪ او ﺧﭙﻠﻪ هﻢ ووژل ﺷﻮ .ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﮐﯥ ﻧﻈﺎم د دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺳﺨﺖ
ﻣﺨﺎﻟﻒ ﺷﻮ .ﭘﻪ ١٧٢٣م ﮐﺎل ﮐﯥ ﻟﻪ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺳﺮﻩ ١٠ﻋﺴﮑﺮ وو او د
ﻣﺮﮐﺰي هﻨﺪ ﻳﻮﻩ ﻟﻮﻳﻪ ﺑﺮﺧﻪ ددﻩ ﭘﻪ ﻧﻮاﺑۍ ﮐﯥ ﺷﺎﻣﻠﻪ وﻩ.ﺧﻮ ﻟﻪ دې وﺧﺘﻪ ﺑﻴﺎ د
هﻐﻪ ﺗﺮ ﻣﺮﮔﻪ ﻳﺎﻧﯥ ﺗﺮ ١٧٢٨م ﮐﺎل ﭘﻮرې ددﻩ ﻣﺸﮑﻼت هﻢ ﻣﺦ ﭘﻪ
زﻳﺎﺗﯧﺪوﺷﻮل .ﭘﻪ ١٧٢٤م ﮐﯥ ﻧﻈﺎم ﻣﻐﻞ ځﻮاﮎ ﺗﻪ ﺳﺨﺖ ﮔﻮزار ورﮐړﻟﻮ ،
وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﺗﻪ ﻣﺨﻪ ﮐړﻩ ﭼﯥ ﻟﻪ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺳﺮﻩ ﺣﺴﺎب ﺑﺮاﺑﺮ
ﮐړي.دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ورﺳﺮﻩ ﺟﻨﮓ وﻧﮑړو.او د ﻟﻨډې ﻣﺤﺎﺻﺮې ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ
ﻳﻲ ﯦﻮﻩ ﻟﻮﻇﻨﺎﻣﻪ ورﺳﺮﻩ وﮐړﻩ.ددې ﻟﻮزﻧﺎﻣﯥ ﺗﺮﻣﺨﻪ دﻩ ﺧﭙﻞ ١٤ﮐﻠﻦ ځﻮى
ﻳﺎرﻣﺤﻤﺪﺧﺎن ﻧﻈﺎم ﺗﻪ د ﻳﺮﻏﻤﻞ ﭘﻪ ﺗﻮﮔﻪ وﺳﭙﺎرﻟﻮ او دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ د ﻧﻈﺎم
ﻟﺨﻮا د اﺳﻼم ﻧﮕﺮ ﮐﻼ دار وټﺎﮐﻞ ﺷﻮ.
دا هﺮ څﻪ ښﺎﻳﻲ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ډﯦﺮ ځﻴﺮﮎ ﺷﻮى وو او د ﻧﻈﺎم ﻟﻪ ځﻮاﮎ ﺳﺮﻩ
د ډﻏﺮې وهﻠﻮ ﭘﺮ ځﺎى ﻳﯥ ﭼﯥ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ د دواړو ﮐﻤﺰوري او د
ﻣﺮهټﻪ ﭘﻴﺎوړﺗﻮب وو.دﻩ د ﺳﻮﻟﯥ ﻻرﻩ ﻏﻮرﻩ ﮐړﻩ.د دﻩ ﺗﺮ واﮎ ﻻﻧﺪې اوس
اوﻩ زرﻩ ﮐﻠﻮﻣﻴټﺮﻩ ﻣﺮﺑﻊ ځﻤﮑﻪ وﻩ ﭼﯥ د اوﺳﻨﻲ اﺳﺮاﻳﻴﻞ هﻮﻣﺮﻩ ﻣﻠﮏ ﺗﺮې
ﺟﻮړﯦړي.
ﭘﻪ دې وروﺳﺘﻴﻮ څﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ زﻳﺎت ﺷﻤﯧﺮ روڼ اﻧﺪې ،اﺳﺘﺎدان
،ﺁرټﺴټﺎن او ﻋﺎﻟﻤﺎن ﺑﻬﻮﭘﺎل ﺗﻪ ورﺑﻠﻞ.د ﺑﺮو ﮐټ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﺮﺗﻪ دﻟﺘﻪ ﻳﻮﺳﻔﺰي
ﻓﯧﺮوزﺧﯧﻞ او روهﻴﻠﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﭘﻪ زﻳﺎت ﺷﻤﯧﺮ ﮐﯥ ﻣﯧﺸﺘﻪ ﺷﻮل ﭼﯥ ﺧﭙﻞ
ﭘښﺘﻨﻲ ﮐﻠﺘﻮر ﻳﯥ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮﻩ راوړو.د هﻨﺪ د ﻧﻮرو ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﭙﺎرﻩ هﻢ هﻐﻪ
وﺧﺖ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻳﻮ د اﻣﻦ ځﺎى وو.هﻢ ﭘﻪ دې وروﺳﺘﻴﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ د ﻓﺘﺢ ﺑﻲ ﺑﻲ
ﻟﻪ ﻣﺮﮔﻪ وروﺳﺘﻪ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺻﻮﻓﯥ ﻻرﻩ ﺧﭙﻠﻪ ﮐړﻩ.
دى ﭘﻪ ١٧٢٨م ﮐﯥ د ٥٦ﮐﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻋﻤﺮ ﮐﯥ ﻣړ ﺷﻮ.دﻩ ﻟﻪ ﺑﯧﻼ ﺑﯧﻠﻮ ښځﻮ
ﺷﭙږ ځﺎﻣﻦ ﻳﺎرﻣﺤﻤﺪ،ﺳﻠﻄﺎن ﻣﺤﻤﺪ،ﺻﺪرﻣﺤﻤﺪ،ﻓﺎﺿﻞ ﻣﺤﻤﺪ،واﺻﻞ ﻣﺤﻤﺪ،
ﺧﺎن ﺑﻬﺎدر او ﭘﻨځﻪ ﻟﻮڼﻪ درﻟﻮدې.
ﭘﻪ ١٨٣٥ﮐښﯥ ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﺗﻪ وادﻩ ﺷﻮۀ او ﺷﭙﺎړﻟﺲ ﮐﺎﻟﻪ وروﺳﺘﻪ
د اﻣﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪﺳﺮﻩ ﺷﻮى ﻟﻮز ﭘﻮرﻩ ﺷﻮ،د دوى دواړو وادﻩ د دښﻤﻨﻮ ﮐﻮرﻧﻴﻮ ﺗﺮ
ﻣﻨځ داﺳﯥ ﻳﻮواﻟﻰ وو ﭼﯥ د ﻣﻴﻨﯥ او ﻣﺤﺒﺖ ﭘﺮ ځﺎى ﭘﮑﯥ ﺗﺮﺑﮕﻨﻲ او رﻗﺎﺑﺖ
ډﯦﺮ وو.ﻟﻪ وادﻩ څﺨﻪ ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ وروﺳﺘﻪ اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﻟﻪ ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ ﻏﻮښﺘﻨﻪ
وﮐړﻩ ﭼﯥ ﻧﻮاﺑﻲ دې ﺟﺎﻧﮕﻴﺮ ﺗﻪ وﺳﭙﺎري.ﺧﻮ ﻗﺪﺳﻴﯥ ووﻳﻞ دهﻐﯥ زوم ﻻ ﺗﺮ
اوﺳﻪ ﻧﻮاﺑۍ ﺗﻪ ﺗﻴﺎر ﻧﻪ دى.ﺳﮑﻨﺪرې او ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﭼﯥ ﮔډ ژوﻧﺪ ﭘﯧﻞ ﮐړو ﻧﻮ
هﻐﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﺎوﻧﺪ ﺗﻪ وﻓﺎدارﻩ ﺷﻮﻩ.او دې ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻟﻪ ﻣﻮرﻩ وﻏﻮښﺘﺘﻞ ﭼﯥ واﮎ
دې د هﻐﯥ ﺧﺎوﻧﺪ ﺗﻪ وﺳﭙﺎري.د دواړو ﮐﻮرﻧﻴﻮ ﺗﺮﻣﻨځ اړﻳﮑﻲ ﺧړﭘړ وو.اﻣﻴﺮ
ﻣﺤﻤﺪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ دا ﺑﺎور درﻟﻮد ﭼﯥ ﻗﺪﺳﯧﻪ ﺑﻪ ﭼﺮې هﻢ واﮎ د هﻐﻪ ځﻮى ﺗﻪ
ﭘﺮﯦږدي.دﻩ ﻳﻮ واري ﺑﻴﺎ دﺑﻐﺎوت ﺟﻨډﻩ راﭘﻮرﺗﻪ ﮐړو.د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻟﻪ ښﺎر ﻩ ﺑﻬﺮ
ﺳﻴﻬﻮرﻧﻮﻣﻲ ځﺎى ﮐﯥ ﻳﯥ ﻣﻮرﭼﯥ وﻧﻴﻮﻟﯥ .او ﭘﻮځ ﻳﯥ ورﺑﺮاﺑﺮ ﮐړو.ﻗﺪﺳﻴﯥ
ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻣﯧړاﻧﻪ دا ﺟﻨﮓ وﮔټﻠﻮ .ﺧﻮ اوس اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ وروداﻧﮕﻞ.د ﺑﺮﺗﺎﻧﻴﺎ د
ﺑﻬﺮﻧﻮ ﭼﺎروو وزﻳﺮ ﻳﻮ ﻟﻴﮏ ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺗﻪ ورواﺳﺘﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﮐﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ دې
ﺧﺒﺮې ټﻴﻨﮕﺎرﮐړى وو ﭼﯥ هﻐﻪ واﮎ ﺧﭙﻞ زوم ﺗﻪ وﺳﭙﺎري.د ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯥ ﻟﻪ
دې ﻧﻮر وس وﻧﻪ رﺳﯧﺪ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ښﺎر څﺨﻪ د اﺳﻼم ﻧﮕﺮ ﮐﻼ ﺗﻪ وﻻړﻩ
ﺷﻲ.ﺑﺮﺗﺎﻧﻴﺎهﻐﯥ ﺗﻪ اﺗﻪ ﺳﻮﻩ او ﺷﭙﺎړﻟﺲ ﮐﻠﻲ ﭘﻪ ﺟﺎﮔﻴﺮ ﮐﯥ ورﮐړل.او د
ﻳﻮﻟﺴﻮ ﺗﻮﭘﻮ د ﺳﻼﻣﻲ اﻋﺰاز ﻳﯥ هﻢ ورﮐړو .ﭘﻪ ١٨٣٧ﮐښﯥ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ
ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ځﺎﻧﮕړي درﺑﺎر ﮐښﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻧﻮاب وټﺎﮐﻞ ﺷﻮهﻐﻪ د ﻧﻮاب ﮐﯧﺪو
ﺳﺮﻩ ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ ﺗﻪ ﭘﺘﻤﻦ د ﭘﻮځ ﻣﺸﺮ ﺑﺨﺸﻲ ﺑﻬﺎدر ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن ﺗﻪ
وړاﻧﺪﻳﺰ وﮐړوﮐﻪ د ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ ﻟﻪ ﻣﻼﺗړ ﻻس واﺧﻠﻲ ﻧﻮ ﻟﻮﻳﯥ ﻣﺰﮐﯥ ﺑﻪ ﭘﻪ
اﻧﻌﺎم ﮐښﯥ ورﮐړي.ﺑﻬﺎدرﺧﺎن ورﺗﻪ ﭘﻪ ځﻮاب ﮐﯥ ووﻳﻞ ''زﻩ ﭘﻪ ﺑﺪ وﺧﺖ ﮐﯥ
د ﺧﭙﻞ ﻣﺮﻳﯥ ﺳﺮﻩ ﻧﻴﻤﻪ وﭼﻪ ډوډۍ ﺧﻮړى ﺷﻢ ﺧﻮ ﻟﻪ ﻳﻮﻩ ډارن او ﻧﺎﺳﻴﺎﻟﻪ
ﮐﺲ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﮐﯥ د ﻣﺎل ﺧﺎوﻧﺪ ﻧﺸﻢ ﮐﯧﺪى''
دى ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮدوو ځﺎﻣﻨﻮ ﺻﺪرﺧﺎن او ﺑﺎﻗﻲ ﺧﺎن ﺳﺮﻩ ﻳﻮ ځﺎى ﺧﭙﻠﯥ ﺗﻮرې د
ﺗﻴﮑﻮ ﻧﻪ وﯦﺴﺘﻠﯥ او ﻟﻪ هﻐﯥ ډوﻟﻰ ﺳﺮﻩ روان ﺷﻮل ﭼﯥ ﭘﮑﯥ ﻗﺪﺳﻴﻴﻪ ﺑﯧﮕﻢ د
اﺳﻼم ﻧﮕﺮ د ﻗﻼ ﭘﺮ ﻟﻮري رواﻧﻪ وﻩ.
د ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ د ﻧﻮاب ﮐﯧﺪو ﺳﺮﻩ ﺳﻢ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻓﻀﺎ ﺑﺪﻟﻪ ﺷﻮﻩ .ﭘﻪ ﻣﺎڼﻴﻮ ﮐﯥ د
رﻗﺺ او ﺳﺮود ﻣﺤﻔﻠﻮﻧﻪ ﺷﺮاب او د ﻣﯧﻠﻤﺴﺘﺎوو دوران ﭘﯧﻞ ﺷﻮ.دى ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ
ﻳﻮ ﺷﺎﻋﺮ وو او ﺁرام ژوﻧﺪ ﻳﯥ ﺧﻮښﯧﺪو.د زﻣﺮي ښﮑﺎر ،د ﻧﻮرو ښځﻮ ﺳﺮﻩ
رواﺑﻂ او د ﺷﺮاﺑﻮ څښﻞ ورﺗﻪ ﻋﻴﺐ ﻧﻪ ښﮑﺎرﯦﺪل .
دﻩ ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ ﻳﻮﻩ ﻧﻮې ﺳﻴﻤﻪ د ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﺁﺑﺎد ﭘﻪ ﻧﻮم وداﻧﻪ ﮐړﻩ.د ﭘﻮځ
ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﯥ ﭼﺎوڼۍ او د ځﺎن ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﯥ ﻳﻮﻩ ﻧﻮې ﻣﺎڼۍ ﺟﻮړﻩ ﮐړﻟﻪ.ﺳﮑﻨﺪر ﻟﯧﮕﻢ
ﺑﻪ هﺮﻩ ورځ د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻮر ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﺗﻪ اﺳﻼم ﻧﮕﺮ ﺗﻪ ورﺗﻠﻪ.د
ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﻧﻮاب ﭘﻪ درﺑﺎر او ﻣﯧﻠﻤﺴﺘﻴﺎ ﮐﯥ ﺑﻪ اﻧﮕﺮﯦﺰان هﻢ ﺷﺎﻣﻞ وو.
ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﺑﻪ ﭘﻪ هﺮﻩ ﻣﻮﻗﻊ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﺎوﻧﺪ ﺳﺮﻩ ﻣﻠﻪ وﻩ.ﻳﻮﻩ ورځ د
اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮاﺳﺘﺎزي وﻳﻠﮑﻴﻨﺴﻦ ﭼﯥ هﺮ وﺧﺖ ﺑﻪ د ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﻧﻪ ﺗﺎوﻳﺪو
راﺗﺎوﯦﺪو.ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﺗﻪ ورﻧږدې ﺷﻮ.د هﻐﯥ د اﻟﻤﺎﺳﻮ ﻏﻮږواﻟﻰ ﺗﻪ ﻻس
ﻳﻮړو او وﻳﯥ وﻳﻞ ''ﺑﯧﮕﻢ ﺻﯧﺐ ﺳﺘﺎ ﮐﺎﻟﻲ څﻮﻣﺮﻩ ښﺎﻳﺴﺘﻪ دي''ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ د
ټﻮﻟﻮ ﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ وړاﻧﺪې وﻳﻠﮑﻴﻨﺴﻦ ﺗﻪ ﭘﺮ ﻣﺦ ﻳﻮﻩ څﭙﯧړﻩ ورﮐړﻩ.او ﭘﻪ ﻗﻬﺮ ﻳﯥ
ورﺗﻪ ووﻳﻞ ''وﻳﻠﮑﻴﻨﺴﻦ ﺻﯧﺐ ﺗﻪ ﻧﻪ ﻳﯥ ﺧﺒﺮ ﭼﯥ ﻳﻮې ﭘﺮدى ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﯥ ښځﯥ
ﺗﻪ ﻻس وړل د هﻐﯥ ﺳﭙﮑﺎوى وي''.
اﻣﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن او د هﻐﻪ د ډﻟﯥ ﻟﺨﻮا اوس دا ﺳﺎزﺷﻮﻧﻪ ﮐﯧﺪل ﭼﯥ څﺮﻧﮕﻪ
ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﻟﻪ ﻣﯧﻨځﻪ ﻳﻮﺳﻲ.ځﮑﻪ ﻟﻪ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﭘﻠﻮﻩ دا ﻧﻮاﺑﻪ ﻧﻪ وهﺎو ﺳﺮﻩ ﻟﻪ
دې ﭼﯥ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻧﻮاب وو.ﺧﻮ ﻋﺎﻣﻮ ﺧﻠﮑﻮ ااوس هﻢ د
ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ او د هﻐﯥ د ﻟﻮر ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ درﻧﺎوى ﮐﺎوﻩ.د ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﻟﻪ ﻻرې
اﻣﻴﺮﻣﺤﻤﺪ ﺧﭙﻠﻪ ﻏﻮښﺘﺘﻞ ﭼﯥ واﮐﻤﻦ ﺷﻲ.ﺁﺧﺮ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ځﻮى دوﻣﺮﻩ وﻟﻤﺴﻮو
ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﯧﺮﻣﻦ ووژﻧﻲ.ددﻩ د وادﻩ درې ﮐﺎﻟﻪ ﺷﻮي وو.ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ اوس
ﺣﺎﻣﻠﻪ وﻩ او څﻮ ورځﻮ ﮐﯥ دﻧﻨﻪ ﻳﯥ ﻣﺎﺷﻮم ﮐﯧﺪو.دا ﺑﻪ د ﺷﭙﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﮐﻮټﻪ ﮐﯥ
ﻳﻮازې وﻳﺪﯦﺪﻩ.ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﺑﻪ د ﺧﭙﻞ ﻋﯧﺶ و ﻧﻮش ﻟﻪ ﻣﺤﻔﻠﻮﻧﻮ د ﺷﭙﯥ ﻧﺎوﺧﺘﻪ
ورﺗﻠﻮ.ﻳﻮﻩ ﺷﭙﻪ ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ د هﺮې ورځ ﭘﻪ ﺷﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻞ څﭙﺮ ﮐټ ﻣﻼﺳﺘﻪ
وﻩ.هﻐﯥ ﺑﻬﺮ د ﺁس د راﺗﻠﻮ ﻏږ واورﯦﺪو.ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﺷﻮﻩ ﭼﯥ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﻧﻦ ﺷﭙﻪ د
وﺧﺘﻪ ﮐﻮټﯥ ﺗﻪ ورروان وو .دﭘښﻮ ښﮑﺎﻟﻮ ﻳﯥ ﺗﺮ ﻏﻮږو ﮐﯧﺪﻩ.ﺧﻮهﻐﯥ د ﻟﻮى
څﭙﺮﮐټ ﻟﻪ ﭘﺮدو ﻧﻪ اﻧﺪازﻩ ﻟﮕﻮﻟﻪ راﺗﻠﻮﻧﮑﻰ د ﺑﺮﻧډې ﭘﺮ ﭘﻮﻧړو دﺧﺘﻠﻮ ﭘﺮ
وﺧﺖ ددې ﭘﺮ څﻨډو ﺑﻠﯧﺪوﻧﮑﻲ روﻏﻨﻲ څﺮاﻏﻮﻧﻪ هﻢ ﻳﻮ ﻳﻮ ﻣړﻩ ﮐړل.ﻧﺎﺑﺒﺮﻩ
ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﭘﻮﻩ ﺷﻮﻩ ﭼﯥ د ﺧﺎوﻧﺪ ﭘﻪ ﺟﺎﻣﻪ ﮐﯥ ﻳﯥ اﺟﻞ راروان دى.هﻐﯥ د
ﭼﭙﺮ ﮐټ ﻟﻪ ﭘﺮدو ﮐﺘﻞ ﭼﯥ د هﻐﯥ ﺧﺎوﻧﺪ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﺗﻮرﻩ ﭘﻪ ﻻس ﮐﻮټﯥ ﺗﻪ
راﻧﻨﻮﺗﻮ.دا ﺳﺎﻩ ﻧﻴﻮﻟﯥ ﻣﻼﺳﺘﻪ وﻩ.ﻣﺮگ ﺗﺮﯦﻨﻪ څﻮ ﮔﺎﻣﻪ ﻟﺮې وو.او ﭘﻪ دې
وﺧﺖ ﮐﯥ هﻐﯥ ځﺎن ﭘﻪ څﺎدر ﮐﯥ ﺗﺎوراﺗﺎوو ﮐړو او ﻳﻮ ﻏټ ﺑﺎﻟښﺖ ﯦﯥ ﭘﻪ
ځﺎن ﮐﯧښﻮد.ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ د ﺗﻮرې ﻳﻮ زورور ﮔﻮزار وﮐړو او د هﻐﯥ ﭘﻪ ﺗﯧﺮﻩ
څﻮﮐﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﮔﻮﺗﻪ د ﺗﻮدو وﻳﻨﻮ اﺣﺴﺎس وﮐړو ﻧﻮ ﭘﻮﻩ ﺷﻮ ﭼﯥ د هﻐﻪ اﻧﺪازﻩ
ﺳﻤﻪ وﻩ .ښځﯥ ﻟﻪ ﺗﻮرې ﻳﻮ ﮔﻮزار ﮐﺎﻓﻲ وي.ﺳﻤﺪﻻﺳﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﮐﻮټﯥ ﭘښﯥ
ﺳﭙﮑﯥ ﮐړې او ﻟﻪ ﮐﻮټﯥ ووﺗﻠﻮ.ﺑﻬﺮ ﭘﯧﺮادارن ﺣﻴﺮاﻧﻪ وو ﭼﯥ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﻧﻦ
ﺷﭙﻪ ﺑﯧﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﺁس ﮐﯧﻨﺎﺳﺘﻮ او ﭘﻪ ﺗﻠﻮار ﻟﻪ ﻣﺎڼۍ ووﺗﻠﻮ.ﺧﻮ ورﺳﺮﻩ
د ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﭼﻴﻐﯥ ﻳﯥ واورﯦﺪې.او ﭼﯥ دوى دﻧﻨﻪ ورﻣﻨډې ﮐړې ﻧﻮ ﮔﻮري
ﭼﯥ د ﺳﮑﻨﺪرﺑﯧﮕﻢ ﮐټ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻟړﻟﻰ دى ﺧﻮهﻐﻪ ژوﻧﺪى دﻩ.
د ﺗﻮرې ﮔﻮزار ﻧﻴﻢ ﭘﻪ ﺑﺎﻟښﺖ او ﻧﻴﻢ ددې ﭘﻪ ﻣړوﻧﺪ او ﻣﻼ ﺷﻮى وو.هﻐﯥ د
ﻣﻠﻬﻢ ﭘټۍ اﻣﺮ وﮐړو.او ﭼﯥ ﺳﭙﯧﺪې ﭼﺎودﯦﺪې ﻧﻮ د ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺎﺗﻨﺪوﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﺪرﮔﻪ
دﺧﭙﻠﯥ ﻣﻮر ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ ﭘﺮ ﻟﻮري اﺳﻼم ﻧﮕﺮ ﺗﻪ رواﻧﻪ ﺷﻮﻩ.
ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ ډﯦﺮ ژر دا ﺧﺒﺮ ﺧﭙﻮر ﺷﻮ ﭼﯥ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ د ﺷﭙﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﯧﺮﻣﻦ
د وژﻟﻮ هڅﻪ ﮐړې وﻩ .ﭘﻪ دې ﭘﯧښﯥ ﺳﺮﻩ د ﻋﺎم وﻟﺲ ﻟﻪ ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ او
ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺳﺮﻩ ﻧﻮر هﻢ زړﻩ ﺳﻮى ﭘﻴﺪا ﺷﻮ.
د اﻣﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ او ﻏﻮث ﻣﺤﻤﺪ د ﮐﻮرﻧۍ ﺗﺮ ﻣﻨځ هﻐﻪ ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ رﺳﻤﻲ اړﻳﮑﻲ
ﭼﯥ ﭘﺎﺗﯥ وو ﭘﻪ دې ﮐړﻧﯥ او ﻋﻤﻞ ﺳﺮﻩ هﻐﻪ هﻢ ﻟﻪ ﻣﯧﻨځﻪ وﻻړل.اوس ﭘﻪ
ﺟﺎر دښﻤﻨﻲ ﭘﯧﻞ ﺷﻮﻩ.
ﭘﻪ اﺳﻼم ﻧﮕﺮ ﮐﯥ د ﺑﺨﺸﻲ ﺑﻬﺎدر ،ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن او ﻗﺪﺳﻴﯥ ﻧﻮر وﻓﺎدارﻩ اﻣﻴﺮان د
ﻣﻮر او ﻟﻮر دوواړو ﺗﺮ څﻨﮓ ودرﯦﺪل.ﻟﻪ ﺣﻤﻠﯥ دوﻩ ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ وروﺳﺘﻪ د
ﺳﮑﻨﺪرﺑﯧﮕﻢ ﻟﻮر وزﻳږﯦﺪﻟﻪ.اوﻧﻮم ﻳﯥ ﺷﺎﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ورﺑﺎﻧﺪې ﮐﯧښﻮدى.
اوس ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻋﻤﻼ ﭘﻪ دوو ﺑﺮﺧﻮ وﯦﺸﻞ ﺷﻮى وو.ﻣﻮر او ﻟﻮر د اﺳﻼم ﻧﮕﺮ او
ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﻟﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎﻟﻪ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﮐﻮﻟﻮ.ﻗﺪﺳﻴﻪ ﺑﯧﮕﻢ ﻳﻮواري ﺑﻴﺎ ﻓﻌﺎﻟﻌﻪ ﺷﻮﻩ او
اﻧﮕﺮﻳﺰاﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ داﺳﯥ ﭘﯧﻐﺎﻣﻮﻧﻪ ورﻟﯧږل ﭼﯥ د هﻐﯥ ﭘﺮ ﻟﻮرﻟﻪ وژوﻧﮑﻲ
ﺑﺮﻳﺪ وروﺳﺘﻪ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ د واﮐﻤﻨۍ ﺣﻖ ﺑﺎﻳﻠﻠﻰ دى.او ﺑﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ د
ﺑﻬﻮﭘﺎل واﮐﻤﻨﻪ اﻋﻼن ﮐړل ﺷﻲ.ﺧﻮ د اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ اﺳﺘﺎزي هﻢ هﻐﺴﯥ د
ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﻣﻼﺗړ ﮐﺎوﻩ.د وﺧﺖ ﭘﻪ ﺗﯧﺮﯦﺪو ﺳﺮﻩ د ﺑﻬﻮﭘﺎل وﺿﻌﻪ ﭘﻪ ﺧﺮاﺑﯧﺪو
ﺷﻮﻩ .د ﻗﺪﺳﻴﯥ هﻐﻪ ﮐﺎرﮐﻮوﻧﮑﻲ ﭼﯥ د ﺧﻠﮑﻮ د ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺣﻠﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺑﻪ ﺗﻴﺎر وو
اوس د ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﭙﻠﻮاﻧﻮ ﭘﻪ ﭘﻴﺴﻮ اﺧﻴﺴﺘﻲ وو.ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺧﺰاﻧﻪ ﭘﻪ ﺗﺸﯧﺪو
ﺷﻮﻩ ﻧﻮ وﻳﻠﮑﻴﻨﺴﻦ ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﮐﯥ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﺗﻪ ﺧﺒﺮدارى ورﮐړو ﭼﯥ ﺧﭙﻞ
ﭼﻠﻦ دې ﺳﻢ ﮐړي اﻧﮕﺮاﯦﺰاﻧﻮ د ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺗﻪ ځﻮاب ورﮐﻮو ﭼﯥ
ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ ښځﻪ ﻧﺸﻲ واﮐﻤﻨﻪ ﮐﯧﺪاى.ددې ﭘﻪ ځﻮاب ﮐﯥ ﺑﻪ ﻗﺪﺳﻴﯥ د ﺑﺮﺗﺎﻧﻴﺎ
د ﻣﻠﮑﯥ وﮐﺘﻮرﻳﻪ ﻣﺜﺎل ورﮐﻮو ﭼﯥ د دوﻣﺮﻩ ﻟﻮى ﺳﻠﻄﻨﺖ د واﮐﻤﻨﯥ ﭘﻪ
ﺣﻴﺚ اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺗﻪ د ﻣﻨﻠﻮ وړ دﻩ.ﻧﻮوﻟﯥ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ دې وړوﮐﯥ ﻧﻮاﺑۍ ﮐﯥ د ښځﯥ
واﮐﻤﻨﻲ ﻧﻪ ﻣﻨﻲ .ﭘﻪ ١٨٤١ﮐﯥ وﻳﻠﮑﻴﻨﺴﻦ ﻣړ ﺷﻮ ﻧﻮ د هﻐﻪ ﭘﺮ ځﺎى د
اﻧﮕﺮﻳﺰاﻧﻮ اﺳﺘﺎزى هﯧﻨﺮي ټﺮﻳﻮﻟﻴﺎن ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ وټﺎﮐﻞ ﺷﻮ.ﻧﻮى اﺳﺘﺎزي ﻟﻪ
ﻧﺰدې څﺨﻪ ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ ﺣﺎﻻت وڅﺎرل.د دواړو ﻏﺎړو ﺧﺒﺮې ﻳﯥ واورﯦﺪې
ﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ رﭘﻮټ ﮐﯥ ﻳﯥ وﻟﻴﮑﻞ ﭼﯥ دوى د ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﭘﻪ ﻣﻼﺗړ ﻳﻮﻩ ډﯦﺮﻩ
ﻏﻠﻄﻪ ﺗﮕﻼرﻩ ﻳﺎ ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ ﺧﭙﻠﻪ ﮐړﯦﺪﻩ.دﻩ وار ﭘﻪ وار ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﺗﻪ د هﻐﻪ
ﮐﻤﺰورۍ ﭘﻪ ﮔﻮﺗﻪ ﮐړې او د اﺻﻼح ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻳﯥ ﺗﺮې وﮐړﻩ.
ﭘﻪ ١٨٤٤ﮐښﯥ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ د ﭘښﺘﻪ ورﮔﻲ ﭘﻪ ﻧﺎروﻏۍ اﺧﺘﻪ ﺷﻮ او ډﯦﺮ ژر ﻳﯥ
ﺣﺎﻟﺖ ﺧﺮاب ﺷﻮ.ﺧﭙﻞ ﻣﺮگ ورﺗﻪ ﻧﺰدې ښﮑﺎرﻩ ﺷﻮ او ﺧﭙﻠﯥ ﻣﯧﺮﻣﻨﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ
ﻟﻴﮏ ورواﺳﺘﻮﻟﻮ.د ﺧﭙﻠﯥ ﭘﺨﻮاﻧۍ ﻣﻴﻨﯥ واﺳﻄﻪ ﻳﯥ ورﮐړﻩ او ورﺗﻪ ﻳﯥ ووﻳﻞ
ﮐﻪ هﻐﯥ ورﺳﺮﻩ ﮔډ ژوﻧﺪ ﮐﻮﻟﻰ ﻧﻮ دﻩ ﺑﻪ د ﻳﻮﻩ ښﻪ ﻧﻮاب ﭘﻪ ﺗﻮﮔﻪ ﺣﮑﻮﻣﺖ
ﮐړى واى.د هﻐﻪ ﻟﻮر ﺷﺎهﺠﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ اوس د ﺷﭙږو ﮐﺎﻟﻮ وﻩ .
ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﭼﯥ دا ﻟﻴﮏ ﺗﺮ ﻻاﺳﻪ ﮐړوﻧﻮ هﻐﯥ ﺧﭙﻞ ﺧﺎوﻧﺪ وﺑښﻠﻮ.د ﺧﭙﻞ ﻗﺘﻞ
ﺳﺎزش ﻳﯥ هﻢ هﯧﺮ ﮐړﻟﻮاو ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻮر ﺳﺮﻩ ﻳﻮ ځﺎى ﻟﻪ اﺳﻼم ﻧﮕﺮﻩ و
ﺑﻬﻮﭘﺎل ﺗﻪ رواﻧﻪ ﺷﻮﻩ.
دې ﻧږدې ﻳﻮﻩ اوﻧۍ د ﺧﺎوﻧﺪ ﻟﻪ ﮐټ ﺳﺮﻩ ﺗﯧﺮﻩ ﮐړﻩ هﻐﻪ د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺎﺷﻮﻣﯥ ﻟﻮر
ﭘﻪ ﻟﻴﺪو ﺳﺮﻩ ډﯦﺮﻩ ډﯦﺮ ﺧﻮښﺎﻟﻪ وو.ﺧﻮ د اوﻧۍ ﭘﻪ ﭘﺎى ﮐﯥ د ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﭘﻼر
اوو د هﻐﻪ ﻣﺎﻣﺎ ﻟﻪ ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ وﮐړﻩ ﭼﯥ ﻟﻪ دې ځﺎﻳﻪ دې وﻻړﻩ
ﺷﻲ.د ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ د ژوﻧﺪ وروﺳﺘﻰ ﺷﯧﺒﯥ وې او اﻣﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﭘﻪ دې ﭘﻮهﯧﺪو ﮐﻪ
ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ د ﺟﻨﺎزې ﭘﺮ وﺧﺖ هﻠﺘﻪ ﻣﻮﺟﻮدﻩ وي ﻧﻮ د ﻧﻮاﺑۍ دﻋﻮﻩ ﺑﻪ
وﮐړي.هﻤﺪﻏﻪ وﺟﻪ وﻩ ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻣږور او ﻟﻤﺴۍ ﻳﯥ ﭘﻪ زورﻩ ﻟﻪ ﻣﺎڼۍ
ووﻳﺴﺘﻠﯥ.ﻣﻮر او ﻟﻮر دواړﻩ ﭘﻪ ﺳﺮو ﺳﺘﺮﮔﻮ ﭘﻪ ﮔﺎډي ﮐﯥ ﮐﯧﻨﺎﺳﺘﯥ ﺧﻮ
ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ ﻻرﻩ ﮐﯥ ﺧﺒﺮې ﺷﻮې ﭼﯥ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ ﺳﺎﻩ ورﮐړﻩ.
د هﻐﻪ د ﻣﺮگ ﺳﺮﻩ ﺳﻤﺪﻻﺳﻪ اﻣﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺗﻪ وﻟﻴﮑﻞ ﭼﯥ ﺟﻬﺎﻧﮕﻴﺮ
ﻧﺎرﻳﻨﻪ اووﻻد ﻧﻠﺮي او ﺣﮑﻮﻣﺖ د ﻧﺎرﻳﻨﻪ وو ﮐﺎر ﻧﻮ ځﮑﻪ د ﻧﻮاﺑۍ ﺣﻖ او د
ﺧﭙﻞ ځﻮى وارث دى ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ دى.ﻟﻪ دې دﻋﻮې ﺳﺮﻩ د اورﮐﺰو ﭘﻪ ﮐﻮرﻧۍ
ﮐﯥ د دوﺳﺖ ﻧﻮر ﻟﻤﺴﻲ هﻢ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮل او د ﺧﭙﻞ ﺣﻖ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﻪ
.ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ ﻳﻮ واري ﺑﻴﺎ د ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻮر د ﺣﻖ ﻟﭙﺎرﻩ ﻧﻮي اﺳﺘﺎزي ﺗﻪ ﻟﻴﮏ
ورواﺳﺘﺎوﻩ.د اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﻟﻪ ﻟﻴﮑﻨﻮ داﺳﯥ ښﮑﺎري ﭼﯥ دوى هﻐﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ
ﺳﺮﻩ ﻟﻪ دې ﭼﯥ د اﻧﮕﻠﺴﺘﺎن او ټﻮل هﻨﺪ واﮐﻤﻨﻪ ﻣﻠﮑﻪ وﻳﮑټﻮرﻳﺎ وﻩ ﺧﻮ ﭘﻪ
ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ ﻳﯥ د ﻳﻮې ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﯥ ښځﯥ واﮐﻤﻨﻲ ﻧﻪ ﭘﺮﯦښﻮدﻩ .دوى د ﻧﻮاﺑۍ ﻟﭙﺎرﻩ
د ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ د ورور ﻣﻮﻋﯧﺰ ﻓﻮﺟﺪارﺧﺎن ﭘﻠﻮي ﮐﻮﻟﻪ.
ﭘﻪ ١٨٤٥ﮐﯥ دوى اﻋﻼن وﮐړ ﭼﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻧﻮاﺑﻪ ﺑﻪ اوﻩ ﮐﻠﻨﻪ ﻣﺎﺷﻮﻣﻪ
ﺷﺎهﺠﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ وي ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ ﭘﻼر وارﺛﻪ دﻩ.
داﭼﯥ هﻐﻪ د اوو ﮐﺎﻟﻮ ﻣﺎﺷﻮﻣﻪ وﻩ ﻧﻮ ځﮑﻪ دهﻐﯥ ﭘﺮ ځﺎى دﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ ﺗﺮ
ټﻮﻟﻮ ﮐﺸﺮ ورور ﻣﻮﻋﯧﺰ ﻓﻮﺟﺪارﺧﺎن ﺑﻪ د هﻐﯥ ﻟﭙﺎرﻩ ﻓﻴﺼﻠﯥ ﮐﻮي)ﻳﺎﻧﯥ
ﻋﻤﻼ ﻓﻮﺟﺪار ﺧﺎن واﮐﻤﻦ وو.ﺧﻮ ﺳﮑﻨﺪرﺑﯧﮕﻢ ﺑﻪ دﺧﭙﻠﯥ ﻟﻮر ﺳﺮﭘﺮﺳﺘﻪ وي.او
ﻓﻮﺟﺪار ﺑﻪ ﭘﻪ ﺣﮑﻮﻣﺘﻲ ﻣﻌﺎﻣﻠﻮ ﮐﯥ ﻟﻪ هﻐﯥ څﺨﻪ ﻣﺸﻮرې اﺧﻠﻲ.ﻟﻪ دې
ﻓﻴﺼﻠﯥ ﺳﺮﻩ د اﻣﻴﺮﻣﺤﻤﺪ او دهﻐﻪ د ﭘﻠﻮﻳﺎﻧﻮ دﻋﻮو ﺗﻪ د ﭘﺎى ټﮑﻰ ﮐﯧښﻮدل
ﺷﻮ.ﺧﻮ دﻗﺪرت او ﺣﮑﻮﻣﺖ ﺗږي ﭘﺪې ﻓﻴﺼﻠﯥ ﺑﯧﺎ ﺗﻮرې ﺗﻪ ﻻس ﮐړو .ﻟښﮑﺮ
ﻳﯥ ﺟﻮړﮐړو او ﺑﻐﺎوت ﻳﯥ اﻋﻼن ﮐړو.ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﻧﻪ ﭘﻮهﯧﺪو ﭼﯥ اوس د هﻐﻪ
ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻟﻪ ښځﯥ ﺳﺮﻩ ﻧﻪ ﺑﻠﮑﻪ اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺳﺮﻩ وﻩ .ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ ﺟﻨﮓ ﮐﯥ ﻳﯥ
ﻣﺎﺗﯥ وﺧﻮړﻩ او ﮔﺮﻓﺘﺎرﺷﻮ.اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ دى ﭘﻪ ﺑﻨﺪي ﺧﺎﻧﻪ ﮐﯥ واﭼﺎوﻩ.او هﻢ
هﻠﺘﻪ ﻧﻬﻪ ﮐﺎﻟﻪ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ ١٨٥٤ﮐﯥ ﻣړ ﺷﻮ.ﻗﺪﺳﻴﻪ ﺑﯧﮕﻢ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻮر او
ﻟﻤﺴۍ ﺳﺮﻩ ﻟﮑﻪ د ﻓﺎﺗﺢ ﭘﻪ ١٨٤٥ﮐﯥ د ﻧﻮاﺑۍ ﮔﺎډي ﮐﯥ ﻳﻮ واري ﺑﻴﺎ ﺑﻬﻮﭘﺎل
ښﺎر ﺗﻪ ورداﺧﻠﻪ ﺷﻮﻩ.د ﺳړﮎ دواړو ﻏﺎړو ﺗﻪ ﺧﻠﮏ ددې د هﺮﮐﻠﻲ ﻟﭙﺎرﻩ
راوﺗﻠﻲ وو.
ﭘﻪ ﺷﺎهﻲ ﻣﺎڼۍ ﮐﯥ د ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ او دﻓﻮﺟﺪارﺧﺎن ﺗﺮ ﺳﻴﻮري ﻻﻧﺪې
ﺣﮑﻮﻣﺘﻲ ﮐﺎروﻧﻪ ﭘﯧﻞ ﺷﻮﻟﻮ.ﺧﻮ اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺗﻪ ډﯦﺮ ژراﻧﺪازﻩ وﺷﻮﻩ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ
ﺗﻴﮑﻲ ﮐﯥ دوې ﺗﻮرې ﻧﻪ ځﺎﻳﯧږي.ﺳﮑﻨﺪر اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺗﻪ وﻟﯧﮑﻞ دا ﮐﺎر ﮐﻮل
ﻏﻮاړي ﺧﻮ اﺧﺘﻴﺎر ﻧﻪ ﻟﺮي.اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ هﻤﺪا ﺧﺒﺮﻩ ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ ﮐړﻩ او ﻓﻮﺟﺪارﺧﺎن
ﻳﯥ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې ﻟﺮې ﮐﻮﻟﻮ ﺗﻪ اړ ﮐړو.
د ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﻧﻮاﺑﻲ
ﭘﻪ ٢٧ﺟﻮﻻﻳﻲ ١٨٤٧،ﮐﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ځﺎﻧﮕړي راﺑﻠﻞ ﺷﻮي درﺑﺎر ﮐﯥ
د اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ اﺳﺘﺎزي ﺟﯥ -ډي ﮐﻨﻴﻨﮕﻢ د ﺧﭙﻞ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﻟﺨﻮا اﻋﻼن وﮐړ
ﭼﯥ ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﺑﻪ د ﺑﻬﻮﭘﺎل د ﻧﻮاﺑۍ ﺳﺮﭘﺮﺳﺘﻪ او د ﺧﭙﻠﯥ ﻧﻬﻪ ﮐﻠﻨﯥ ﻟﻮر
ﺷﺎهﺠﻬﺎن ﻟﺨﻮا واﮐﻤﻨﻪ وي.او ﭘﻪ دې اﻋﻼن د هﻐﯥ د ٢١ﮐﺎﻟﻮ د ﻧﻮاﺑۍ دورﻩ
ﭘﯧﻞ ﺷﻮﻩ.ﻟﻮﻣړﻳﻮ دﻳﺎرﻟﺴﻮ ﮐﺎﻟﻮ ﮐﯥ دا د ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻮر ﺷﺎهﺠﻬﺎن ﺳﺮﭘﺮﺳﺘﻪ وﻩ او
وروﺳﺘﻪ اﺗﻪ ﮐﺎﻟﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ واﮎ ﻻرﻩ.
ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ اوس د ٢٧ﮐﺎﻟﻮ وﻩ دا ﭘﻪ وﺟﻮد اوو ﺷﺨﺼﻴﺖ ﮐﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻮر
ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ ﭘﻪ څﯧﺮ وﻩ.د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻮر ﻏﻮﻧﺪې ﻳﯥ د ژوﻧﺪ ښﻪ ﺷﯧﺒﯥ ﭘﻪ ﮐﻮرﻧﻲ
ﺳﺎزﺷﻮﻧﻮ ،ﺟﻨﮕﻮﻧﻮ او ځﺎن ﺳﺎﺗﻠﻮ ﮐﯥ ﺗﯧﺮ ﺷﻮي وو.ﻟﻪ وړوﮐﻮاﻟﻲ ﻧﻪ ﭘﻮهﯧﺪﻩ
ﭼﯥ ﭘﺮ اوږو ﺑﻪ ﻳﯥ دروﻧﺪ ﭘﯧټۍ اﯦښﻮدل ﮐﯧږي.دې ﭘﻪ ﻣﺎﺷﻮﻣﻮاﻟﯥ ﮐﯥ د ﺁس
ﺳﭙﺮﻟﻰ ،د ﺗﻮرې او ﻧﯧﺰې وهﻞ او د ﻏﺸﻲ وﻳﺸﺘﻠﻮ ﺗﺮﺑﻴﻴﻪ اﺧﯧﺴﺘﯥ وﻩ .د ﺧﭙﻠﯥ
ﻣﻮر ﻗﺪﺳﻴﯥ ﺑﯧﮕﻢ ﭘﻪ ﻧﻮاﺑۍ ﮐﯥ دې د ﭘﻮځﻲ ډﻟﮕﻴﻮ ﻣﺸﺮي ﮐﻮﻟﻪ او ﭘﻮځﻲ
ﻣﻬﻤﺎﺗﻮ ﮐﯥ ﺑﻪ ﭘﺨﭙﻠﻪ هﻢ ﺷﺮﻳﮑﻪ وﻩ.دا هﻢ د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻮر ﭘﻪ ﺷﺎن د ﻋﻘﯧﺪې ټﻴﻨﮕﻪ
ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ وﻩ.ﺧﻮ ﭘﺮدﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ﮐﻮﻟﻪ .ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ دﻧﻨﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﺦ ﻧﻪ
ﭘټﻮﻟﻮ.ﺧﻮ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﺗﻠﻪ ﻧﻮ د ورﯦښﻤﻮ ﺳﭙﻴﻨﻪ ﺑﻮرﻗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ
اﻏﻮﺳﺘﻠﻪ،او د هﻐﯥ ﻟﻪ ﭘﺎﺳﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ د ﻣﺮﻏﻠﺮو ﺗﺎج هﻢ اﯦښﻮدﻟﻮ.دې ډﯦﺮ ﺳﺎدﻩ
ژوﻧﺪ ﺗﯧﺮوﻟﻮ.ﺧﻮ ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﻣﺮاﺳﻤﻮ او درﺑﺎر ﮐﯥ ﻟﮑﻪ د ﻧﺎرﻳﻨﻪ ﻧﻮاﺑﺎﻧﻮ
ﻏﻮﻧﺪې ﭘﻪ دﺑﺪﺑﻪ اورﻋﺐ ﮐﯧﻨﺴﺘﻠﻪ.ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ درﺑﺎرﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺨﺘﻪ
ﻟﻬﺠﻪ ﺧﺒﺮې ﮐﻮﻟﯥ.او هﻴﭽﺎ ددې ﭘﻪ ﺣﻀﻮر ﮐﯥ ﺳﺘﺮﮔﯥ ﻧﺸﻮې اووﭼﺘﻮﻟﻰ.
د ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﻟﻮﻣړى ﻣﻬﻢ ﮐﺎر دا وو ﭼﯥ هﻐﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل دﭘﻮځ ﮐﻨډﮐﻮﻧﻪ
رﺳﻤﻲ ﮐړل.ﻟﻪ دې وړاﻧﺪې ﺑﻪ د اورﮐﺰو د ﮐﻮرﻧۍ ﺧﺎﻧﺎﻧﻮ د ﺧﭙﻠﻮ ډﻟﮕﻴﻮ
ﻣﺸﺮي ﮐﻮﻟﻪ او ﻧﻈﻢ ﺑﻪ ﭘﮑﯥ ﻧﻪ وو.ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړي ځﻞ د ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ د
ﻣﻌﺎش ﺳﻴﺴټﻢ ﻣﻌﺮﻓﻲ ﮐړو.د دوى ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﯥ ﺑﺎرﮐﻮﻧﻪ ﺟﻮړﮐړل.د ﺳﭙﺮو اوو د
ﭘﻠﻲ ﻟښﮑﺮ ډﻟﮕۍ ﻳﯥ ﺑﯧﻠﯥ ﺑﯧﻠﯥ ﮐړې.او ﻳﻮﻩ ﻣﻨﻈﻤﻪ ﺗﻮﭘﺨﺎﻧﻪ ﻳﯥ ﺑﺮاﺑﺮ ﻩ ﮐړﻩ.د
ﺳﺮﮐﺎري وﺳﻠﻮ دﺛﺒﺖ او ﺳﺎﺗﻨﯥ ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﯥ ﺑﯧﻞ وﺳﻠﻪ ﺗﻮن ﺟﻮړﮐړﻟﻮ.هﻐﯥ ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻪ د ﭘﻮځﻲ رﺳﻢ ﮔﺰﺷﺖ)ﭘﺮﯦډ( ﻣﻌﺎﻳﻨﻪ ﮐﻮﻟﻪ.ددې دوﻳﻢ ﮐﺎر دا وو ﭼﯥ د
ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻣﺰﮐﯥ ﻳﯥ ﮐﭻ ﮐړې.ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻳﯥ ﭘﻪ درﻳﻮ اﻧﻨﺘﻈﺎﻣﻲ ﺑﺮﺧﻮ ووﻳﺸﻠﻮ ﭼﯥ
هﺮې ﺑﺮﺧﯥ ﮐﯥ ﻳﻮوﺷﺖ وﻟﺴﻮاﻟﻰ وې.د هﺮې وﻟﺴﻮاﻟۍ ﺣﺪوﻧﻪ ﻳﯥ وټﺎﮐﻞ او
ﭘﻪ ﻟﻮﻣړي ځﻞ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﭘﻪ ﺳﺮﺣﺪوﻧﻮ د ﻧښﯥ ﺳﺘﻨﯥ ودرول ﺷﻮې.
د هﺮې ﻳﻮې وﻟﺴﻮاﻟﻰ ﻳﻮ وﻟﺴﻮال ﻳﺎ ﻧﺎﻇﻢ او ﻋﺎﻣﻞ وټﺎﮐﻞ ﺷﻮل.او دوى ﺗﻪ ﺑﻪ
ﻣﻌﺎش ورﮐﻮل ﮐﯧﺪﻩ.د ﻣﺎﻟﻴﯥ راټﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﯥ ٥٠ﺳﭙﺎرﻩ او ٥٠ﭘﻠﻲ اﻓﺴﺮان
وټﺎﮐﻞ.د ﺧﭙﻠﯥ ﻧﻮاﺑۍ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړي ﻳﻮﮐﺎل ﮐﯥ دﻧﻨﻪ هﻐﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ٣٠ﻟﮑﻪ روﭘۍ
ﭘﻮر ﭘﺮې ﮐړو.ﭼﯥ زﻳﺎﺗﺮﻩ ﭘﻴﺴﯥ ددې ﺧﺎوﻧﺪد ﺧﭙﻠﻮ ﺧﺮڅﻮﻧﻮ ﻟﭙﺎرﻩ اﺧﻴﺴﺘﯥ
وې.
دې د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﭙﺎرﻩ د ﭘﻮﻟﻴﺲ ﻧﻈﺎم هﻢ ﺟﻮړﮐړو ﭼﯥ ﻟﺮې ﭘﺮﺗﯥ ﺳﻴﻤﯥ ﺑﻪ
ﻳﯥ ادارﻩ ﮐﻮﻟﯥ.ددې ﺑﺮﺳﯧﺮﻩ ﻳﯥ د ﮔﻤﺮﮎ )ﻣﺤﺼﻮل(او اﺳﺘﺨﺒﺎراﺗﻮ څﺎﻧﮕﯥ
راﻣﻨځ ﺗﻪ ﮐړې ﭼﯥ دې ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ د ﻣﺰﮐﻮ د ﺣﺎﺻﻼﺗﻮ او د ﻋﺎﻣﻮ ﺧﻠﮑﻮ د
ﻣﺸﮑﻼﺗﻮ ﺧﺒﺮوﻧﻪ راوړل.دﻋﺪﻟﻴﯥ ﻧﻮى ﺳﻴﺴټﻢ ﻳﯥ ﻣﻌﺎرﻓﻲ ﮐړ و ﭼﯥ ﭘﮑﯥ
ﻗﺎﺿﻴﺎن او وﮐﻴﻼن ﻳﯥ ﻟﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎﻟﻪ ﺑﻬﺮ ﻟﻪ ﻧﻮرو ﺳﻴﻤﻮ راوﻏﻮښﺘﻞ.ددې هﺪف
دا وو ﭼﯥ ﺧﻠﮑﻮ ﺳﺮﻩ اﻧﺼﺎف وﺷﻲ.د ﻋﺪاﻟﺖ او د ﻗﺎﺿﻲ د ﻓﯧﺼﻠﯥ ﭘﺮ ﺿﺪ د
اﭘﻴﻞ ﺣﻖ هﻢ ﺧﻠﮑﻮ ﺗﻪ ورﮐړى ﺷﻮ.ﻗﻮاﻧﻴﻦ ﻳﯥ داﺳﯥ ﺟﻮړﮐړل ﭼﯥ د هﻨﺪو او
ﻣﺴﻠﻤﺎن د دواړو ﺧﻴﺎل ﭘﮑﯥ ﺳﺎﺗﻞ ﮐﯧﺪﻩ.
د ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﭘﻪ ﻧﻮاﺑۍ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﭙﺎرﻩ ﺧﭙﻠﻪ ﺳﻴﮑﻪ
ﺟﻮړﻩ ﺷﻮﻩ او د ډاﮎ )ﭘﻮﺳﺖ(ﻧﻈﺎم ﻣﻌﺎرﻓﻲ ﮐړى ﺷﻮ،ﭼﯥ ﻟﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎﻟﻪ ﺑﻬﺮ
ﻳﯥ هﻢ دﻓﺘﺮوﻧﻪ ﻟﺮل.دې دﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﭙﺎرﻩ د ﻣﺤﺎﺳﺒﯥ ﻣﺸﺮ وټﺎﮐﻠﻮ ﭼﯥ د
ټﻮﻟﻮ ادارو ﺣﺴﺎب ﮐﺘﺎب وﮔﻮري او د ﻓﺴﺎد او رﺷﻮت ﻣﺨﻪ وﻧﻴﻮل ﺷﻲ.د
هﻐﯥ اﺻﻼﺣﺎت ﭘﻪ درﻳﻮ څﺎﻧﮕﻮ ﮐﯥ ﺷﻮي وو.ﺳﻴﺎﺳﺖ ،ﺗﻌﻠﻴﻢ او ﺣﮑﻮﻣﺖ.
ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ ﻟﻮﻣړۍ وﻟﺴﻲ ﺟﺮﮔﻪ ﻳﺎ ﻣﺠﻠﺲ ددې ﭘﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ ﺟﻮړ ﺷﻮ ﭼﯥ
د ﻳﻮﻩ ټﺎﮐﻠﻲ ﭘﺎرﻟﻤﺎن دﻧﺪﻩ ﻳﯥ ﭘﺮ ﻣﺦ ﺑﻴﻮﻟﻪ .ﭘﻪ دې ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﮐﯥ ﺑﯧﻼ ﺑﯧﻠﻮ
ﻣﺬهﺒﻮﻧﻮ او ﺳﻴﻤﻮ ﺧﻠﮏ ﭼﯥ ﭘﮑﯥ ﺳﭙﻴﻦ ږﻳﺮې ،ﺗﻌﻠﻴﻢ ﻳﺎﻓﺘﻪ،ﺑﯥ ﺗﻌﻠﻴﻤﻪ،ﻣﺬهﺒﻲ
اوﻣﺴﻠﮑﻲ هﺮ ډول ﮐﺴﺎن ﺷﺎﻣﻞ وو.دې ﺷﻮرا ﺑﻪ ﻗﻮاﻧﻴﻦ ﺟﻮړول او ﭘﺮ
ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺑﻪ ﻳﯥ ازاد ﺑﺤﺚ ﮐﺎوﻩ.ﭼﯥ هﻐﻪ وﺧﺖ ﻳﻮ ډﯦﺮ ﭘﺮ ﻣﺨﺘﻠﻠﻰ ﮔﺎم وو.دې
ﺷﻮرا د ﺑﻴﺎن دازادۍ ﻗﺎﻧﻮن ﺟﻮړﮐړو او ﭘﻪ ډﯦﺮو راﻳﻮ ﺳﺮﻩ وﻣﻨﻞ ﺷﻮ.دې
ﺷﻮرا ﻟﻪ ١٨٤٧ﻧﻪ ﺗﺮ ١٨٦٤ﭘﻮرې ١٣٤ﻗﻮاﻧﻴﻦ ﺟﻮړ ﮐړي وو.د ﺗﻌﻠﻴﻢ ﭘﻪ
ډﮔﺮ ﮐﯥ ﻳﯥ ﻧﻪ ﻳﻮازې د هﻠﮑﺎﻧﻮ او اﻧﺠﻮﻧﻮ ښﻮوﻧځﻲ ﺟﻮړﮐړل ﺑﻠﮑﻪ ﻟﻪ ﻳﻤﻦ
او ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن څﺨﻪ ﻳﯥ اﺳﺘﺎذان او ﻋﺎﻟﻤﺎن راوﺑﻠﻞ .ﭼﯥ د ﻧﻮاﺑۍ
ﮐﻮرﻧۍ ښځﻮ او ﺳړو ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ د ﻗﺮﺁن او ﺣﺪﻳﺚ درس ورﮐﺎوۀ.د اﺳﺘﺎذاﻧﻮد
هﺴﺘﻮﮔﻨﯥ ﻟﭙﺎرﻩ وړﻳﺎ ځﺎﻳﻮﻧﻪ ﺟﻮړﺷﻮل.او ﻟﻪ دې ﭘﺮﺗﻪ ورﺗﻪ ﻣﺰﮐﯥ او ﻧﻐﺪې
ﭘﻴﺴﯥ هﻢ ورﮐﻮل ﮐﯧﺪې.د ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﭘﻪ اﻣﻴﺮاﻧﻮ ﮐﯥ ﻳﻮ ﺗﻦ ﻣﻮﻟﻮي ﺟﻤﺎل
اﻟﺪﻳﻦ ﻧﻮﻣﻴﺪو ﭼﯥ د هﻐﯥ د ﻟﻮر ﺷﺎهﺠﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ اﺗﺎﻟﻴﻖ وو .ﭘﺪې دور ﮐﯥ د
ﺑﻬﻮﭘﺎل رﺳﻤﻲ ژﺑﻪ د ﻓﺎرﺳﻲ ﭘﺮ ځﺎى اردو ووټﺎﮐﻞ ﺷﻮۀ.
د ﺣﮑﻮﻣﺖ او ادارې ﭘﻪ ډﮔﺮ ﮐﯥ ﻳﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ښﺎر ﺳړﮐﻮﻧﻪ ﭘﺮاﺧﻪ ﮐړل.ﭼﯥ
دﺁس ﮔﺎډي ﭘﮑﯥ ﺗﯧﺮﯦﺪاى ﺷﻮى.د ﺷﭙﯥ ﭘﻪ ﻻرو ﮐﻮڅﻮ ﮐﯥ د هﺮ ﭘﻨځﻮس ﻣﻴټﺮﻩ
واټﻦ ﮐﯥ د ﺗﯧﻠﻮ څﺮاﻏﻮﻧﻪ ﺑﻠﯧﺪل.د هﻨﺪواﻧﻮ اوﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﯥ ﺑﯧﻞ ﺑﯧﻞ
ﺳﺮاﻳﻮﻧﻪ ﺟﻮړﮐړل.د ﻳﻮ ﻟﻮى روﻏﺘﻮن او ﺑﯥ ﺷﻤﯧﺮﻩ وړوﮐﻠﯧﻨﻴﮑﻮﻧﻮ ﺑﺮﺳﯧﺮﻩ
ﻳﯥ د وﮔړو د روﻏﺘﻴﺎ ﻟﭙﺎرﻩ ﻗﺎﻧﻮن ﺟﻮړﮐړو او ﺣﮑﻴﻤﺎﻧﻮ ﺗﻪ اﻣﺮ وﺷﻮ ﭼﯥ د
هﻨﺪواﻧﻮ او ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﭙﺎرﻩ دې د هﻐﻮى د ﻣﺬهﺒﻲ ﺣﺴﺎﺳﻴﺖ ﭘﻪ اﺣﺘﺮام ﺑﯧﻞ ﺑﯧﻞ
داروﮔﺎن ﺟﻮړﮐړي.ددې ﭘﻪ دور ﮐﯥ د ﻟﻮﻣړ ي ځﻞ ﻟﭙﺎرﻩ د ﭘﻮر ورﮐﻮﻟﻮ
ﺳﻴﺴټﻢ ﭘﯧﻞ ﺷﻮ.دوى ﺑﻪ ﻟﻪ ﺣﮑﻮﻣﺘﻪ ﭘﻮر واﺧﻴﺴﺘﻮ او وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ اﺳﺎﻧﻮ
ﻗﺴﻄﻮﻧﻮ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺮې ﮐﻮو.د ﺣﮑﻮﻣﺖ ﻟﺨﻮا د ځﻨﮕﻼﺗﻮ ﻳﻮﻩ څﺎﻧﮕﻪ هﻢ ﭘﺮاﻧﺴﺘﻞ
ﺷﻮﻩ ﭼﯥ د ﭼﺎﭘﯧﺮﻳﺎل ﺳﺎﺗﻨﻪ وﮐړي.او ﭘﻪ ﻧﺎﻗﺎﻧﻮﻧﻪ ﺗﻮﮔﻪ د وﻧﻮ ﭘﺮﯦﮑﻮﻟﻮ ﻣﺨﻪ
وﻧﻴﺴﻲ .ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﮐﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻟﻪ ﻧﻮر هﻨﺪ ﺳﺮﻩ دﻣﺰﮐﯥ ﻟﻪ ﻻرې د
اﻧښﻠﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎرﻩ د اورﮔﺎډي ﭘﺎټﻠﻰ ﭘﻪ ﺟﻮړﯦﺪو ﻻس ﭘﻮرې ﺷﻮ.ﺧﻮ هﻐﻪ د
اورﮔﺎډي ﻟﻴﺪو ﺗﻪ ژوﻧﺪۍ ﭘﺎﺗﯥ ﻧﻪ ﺷﻮﻩ .ﻟﻮﻣړى اورﮔﺎډى ﭘﻪ ١٨٨٢ﮐﯥ د
ﺧﺎﻧﻲ اﻧﺠﻦ ﺳﺮﻩ راﻏﻠﻰ.
٥ د ﺳﮑﻨﺪر ﺑﯧﮕﻢ ﻣﺸﮑﻼت
ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ﻟﻪ وړوﮐﻲ ﻋﻤﺮﻩ ﻟﻴﺪل ﭼﯥ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ددې ﭘﺮ ﮐﻮﻧډې ﻣﻮر
څﻮﻣﺮﻩ اﻏﯧﺰ ﻟﺮي.او دا ﻳﯥ هﻢ اﺣﺴﺎس ﮐړى وو ﭼﯥ د هﻐﻪ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ
ﺧﺪﻟﯥ ﻣﻮر ﺳﺮﻩ واټﻦ او ﻟﺮﯦﻮاﻟﻰ ﭘﻴﺪا ﺷﻮى وو.د دوس ﭘﻪ ﺳﺮﮐﺎري
اﺳﺘﻮﮔﻨځﻲ ﮐﯥ د ﺷﻌﺮوﺷﺎﻋﺮۍ او ﻣﻮﺳﻴﻘﻲ ﭘﻪ ﻣﺤﻔﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﺑﻪ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ
هﺮو ﻣﺮو ﻣﻮﺟﻮد وو.
ﭘﻪ ١٨٧١م ﮐﺎل ﮐﯥ ﭼﯥ ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن د دﯦﺎرﻟﺲ ﮐﺎﻟﻮ وﻩ هﻐﯥ د ﻗﺮﺁن ﮐﺮﻳﻢ
زدﮐړﻩ ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻮﻟﻪ او ﻟﻪ رواج ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ د ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻮر ﻟﭙﺎرﻩ
د ﻧﺸﺮح ﻣﺤﻔﻞ ﺟﻮړﮐړو .او ﺗﺮ څﻠﻮﯦښﺘﻮ ورځﻮ ﭘﻮرې ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ ددې
ﺧﻮﺷﺎﻟﻲ وﻟﻤﺎﻧځﻞ ﺷﻮﻩ.
ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﻟﻪ هﻐﯥ ورځﯥ راهﻴﺴﯥ ﭼﯥ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﺗﻮﮔﻪ ﻧﻮاﺑﻪ
ﺷﻮﻩ.ﻗﺪرت ﺗﻪ د رﺳﯧﺪو ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﯥ ﻻس وﭘښﯥ وهﻠﯥ.ددﻩ ﻟﻮﻣړى ﮐﺎر دا وو
ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺧﺴﺮ ﻣﻮﻟﻮي ﺟﻤﺎل اﻟﺪﻳﻦ ﻳﯥ ﻟﻪ ﺣﮑﻮﻣﺘﻲ ﮐﺎروﻧﻮ ﻟﺮې ﮐړو .ﭘﻪ
ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﻳﯥ دوﻣﺮﻩ اﻏﯧﺰ ﭘﯧﺪا ﮐړو ﭼﯥ ځﺎن ﻳﯥ ﻣﺪاراﻟﻤﻬﺎم )ﻣﺸﺮ
وزﻳﺮ(ﮐړو.ﻋﺠﻴﺒﻪ ﺧﺒﺮﻩ دا وﻩ ﭼﯥ د ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﻣﯧﺮﻣﻨﯥ ذﮐﻴﻪ ﺑﯧﮕﻢ ددې هﺮ
څﻪ ﻣﻼﺗړ ﮐﺎوۀ.هﻐﻪ اوس ﭘﻴﻨځﻮس ﮐﻠﻨﻪ وﻩ او ﺧﭙﻞ ﺧﺎوﻧﺪ ﻳﯥ دې ﺗﻪ هڅﺎوﻩ
ﭼﯥ ﻟﻪ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﺳﺮﻩ وادﻩ وﮐړي.
ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﭘﻪ ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ د اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ اﺳﺘﺎزي ﻣﯧﺠﺮ اﯦډورډ ﺗﺎﻣﺴﻦ ﺗﻪ ﻳﻮ
ﭘټ ﺧﺒﺮ ور واﺳﺘﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺟﻨﺴﻲ اړﻳﮑﻮ ﮐﯥ هﻐﻪ
ﺣﺎﻣﻠﻪ ﮐړﯦﺪﻩ.او هﻐﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﻗﺎﻧﻊ ﮐړو ﮐﻪ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ډﯦﺮ ژر ﻟﻪ دﻩ
ﺳﺮﻩ ﻧﮑﺎح وﻧﻪ ﺗړي ﻧﻮ دا ﺑﻪ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﻮﻩ ﻟﻮﻳﻪ ﺑﺪﻧﺎﻣﻲ وي.اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ
دا ﺧﺒﺮﻩ وﻣﻨﻠﻪ او د دوى اﺳﺘﺎځﻲ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﺳﺮﻩ وﻟﻴﺪل ﻧﻮ دا
ﺧﺒﺮﻩ ﻳﯥ ورﺗﻪ وﮐړﻩ ﭼﯥ دهﻐﯥ ﻟﭙﺎرﻩ ﺑﻪ دا ﺑﻬﺘﺮﻩ وي ﭼﯥ ﺑﻞ وادﻩ
وﮐړي.ځﮑﻪ ﭼﯥ اﺳﻼم ﮐﯥ د ښځﯥ ﻟﭙﺎرﻩ د دوﻳﻢ وادﻩ اﺟﺎزﻩ ﺷﺘﻪ.
ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻳﺎداﺷﺘﻮﻧﻮ ﮐﯥ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻣﻌﺼﻮﻣﺎﻧﻪ ټﮑﻴﻮ ﮐﯥ ﻟﻴﮑﻲ 'ﭼﯥ هﻐﯥ
د اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﻟﺨﻮا ﻳﻮ ﻟﻴﮏ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐړو ﭼﯥ ورﺗﻪ ﭘﮑﯥ د وادﻩ ﻣﺸﻮرﻩ
ورﮐړل ﺷﻮې وﻩ .دې ﺧﭙﻠﻮ ﺧﭙﻠﻮاﻧﻮ ﮐﯥ وﮐﺘﻞ ﭼﯥ څﻮﮎ دوﻣﺮﻩ ﻋﻠﻢ او
ﺷﺮاﻓﺖ ﻟﺮي ﭼﯥ ﻟﻪ دې ﺳﺮﻩ د وادﻩ ﮐﻮﻟﻮ وړ وي.ﻧﻮ دا څﺮﮔﻨﺪﻩ ﺷﻮﻩ ﭼﯥ دا
ﻣﺤﺘﺮم )ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ( ﻟﻪ ﺗﯧﺮو ﻟﺴﻮﮐﻠﻮﻧﻮ راهﻴﺴﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﺧﺪﻣﺖ ﮐﻮي او
زﻣﺎ د ﻣﻮرﺳﮑﻨﺪرﺑﯧﮕﻢ ﻣﻨﺸﻲ هﻢ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮى وو او ﭘﻪ ټﻮل ﺑﻬﻮﭘﺎل ﮐﯥ ددﻩ
ﻏﻮﻧﺪې ﻋﻠﻢ ﻟﻪ هﻴﭽﺎ ﺳﺮﻩ ﻧﻪ وو.ﻧﻮ ﻣﺎ د ﻗﺮﺁن ﻟﻪ ﺗﻌﻠﻴﻤﺎﺗﻮ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ او د
اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮﭘﻪ ﻣﺸﻮرﻩ دا ﻓﻴﺼﻠﻪ وﮐړﻩ ﭼﯥ زﻩ دوﻳﻢ وادﻩ وﮐړم'ﭘﻪ دې ﺑﻪ هﻐﻪ
ﺷﯧﻄﺎﻧﻲ ﺧﺒﺮې هﻢ ﺧﺘﻤﯥ ﺷﻲ ﭼﯥ زﻩ وﻟﯥ ﻟﻪ ﻳﻮﻩ ﭘﺮدي ﺳړي ﺳﺮﻩ ﻳﻮازې
ﻳﻤﻪ.اوودا ﺧﻮ ښﮑﺎرﻩ دﻩ ﭼﯥ زﻩ ﺑﻪ د ﺣﮑﻮﻣﺖ د ﮐﺎروﻧﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺸﺮ
وزﻳﺮ ﺳﺮﻩ ﻳﻮاځﯥ ﮐښﯧﻨﻢ .ﭘﻪ ١٨٧١ﮐﯥ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﻟﻪ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﺳﺮﻩ
وادﻩ وﮐړو .او ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﺗﻮﮔﻪ د ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﺑﯥ اﺧﺘﻴﺎرﻩ
ﺳﺮﭘﺮﺳﺖ وټﺎﮐﻞ ﺷﻮ.ﻗﺪﺳﻴﻴﻪ ﺑﯧﮕﻢ ﻻ ژوﻧﺪۍ وﻩ او اوﻳﺎ ﮐﻠﻨﻪ وﻩ.هﻐﯥ ﭼﯥ دا
ﺧﺒﺮ واورﯦﺪو ﻧﻮ ډﯦﺮﻩ ﺳﺨﺘﻪ ﺧﭙﻪ ﺷﻮﻩ.هﻐﯥ ﻻ ﭘﺨﻮا د ﺷﺎ ﻩ ﺟﻬﺎن او د ﺻﺪﻳﻖ
ﺣﺴﻦ د اړﻳﮑﻮ ﻣﺨﺎﻟﻴﻔﺖ ﮐﺎوﻩ.د هﻐﯥ ﮐﺮﮐﻪ او ﻗﻬﺮ ﻻ زﻳﺎت ﺷﻮ.ﺻﺪﻳﻖ دا
ﺧﺒﺮﻩ ﻳﺎد وﺳﺎﺗﻠﻪ او د ﻧﻴﺎ او ﻟﻤﺴۍ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻳﯥ ﻓﺎﺻﻠﻪ زﻳﺎﺗﻪ ﮐړﻩ.
ﻟﻪ وادﻩ ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ وروﺳﺘﻪ دﻩ ﭘﺮ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﻓﺸﺎر راوړ ﭼﯥ د ﻧﻮاﺑۍ ﻟﻘﺐ دې
هﻢ ورﺗﻪ ورﮐړل ﺷﻲ او اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ورﺗﻪ ﻧﻮاب واﻻﺟﺎﻩ اﻣﻴﺮاﻟﻤﻠﮏ ﺧﻄﺎب
ورﮐړو.ﺷﺎهﺠﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﭘﻪ دې دوﻣﺮﻩ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﺷﻮﻩ ﭼﯥ دى ﻳﯥ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ هﺎﺗﻲ
ﺳﭙﻮر ﮐړ اوو د ﺟﻠﻮس ﭘﻪ ﺷﮑﻞ ﻳﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻻرو ﺗﻪ ووﻳﺴﺘﻠﻮ.د ﺑﻬﻮﭘﺎل
ﺧﻠﮑﻮ ﻟﻪ هﻐﻪ دوﻣﺮﻩ ﻧﻔﺮت ﮐﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﮐﻮر ﮐﯧﻨﺎﺳﺘﻞ او هﻴﭽﺎ ﻳﯥ هﺮﮐﻠﻰ
وﻧﮑړو.
ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮﻩ ﻧﺎراﺿﻪ ﺷﻮ او ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﺗﻪ ﻳﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ دا
د هﻐﯥ د ﺧﭙﻠﻮاﻧﻮ او د ﺑﺮوﮐټ ﭘښﺘﻨﻮﻳﻮ ﺳﺎزش وو .هﻐﻪ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﭼﯥ
د ﺷﻌﺮ وﺷﺎﻋﺮى او د ﻣﻮﺳﻴﻘﻲ ﭘﻪ ﻣﺤﻔﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﺑﻪ ﮐﯧﻨﺴﺘﻠﻪ.او هﻐﻪ ﺻﺪﻳﻖ
ﺣﺴﻦ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻣﺤﻔﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ هﻢ ﮔډون ﮐﻮﻟﻰ او ﺧﻮﻧﺪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺗﺮې
اﺧﻴﺴﺘﻰ ،اوس د دواړود اﺳﻼم د ﺳﭙﯧڅﻠﻲ دﻳﻦ ﭘﻪ درﻧﺎوي د ﭘﺮدې اوو ﺳﺘﺮ
ﻓﻴﺼﻠﻪ وﮐړﻩ.ﻳﺎﻧﯥ دا ﭼﯥ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ اوس ﻟﻪ ﭘﺮدې ﺷﺎﺗﻪ ﺣﮑﻮﻣﺖ
ﮐﻮو.او د ﺧﻠﮑﻮ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻧﻪ راﺗﻠﻪ.ﺗﺮ وادﻩ ﻟﻪ ﻣﺨﻪ ﭼﯥ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ څﻪ
ډول ژوﻧﺪ ﮐﺎوﻩ ﻟﻪ وادﻩ وروﺳﺘﻪ ورﺗﻪ هﺮ څﻪ ﻋﻴﺐ ښﮑﺎرﻩ ﮐﯧﺪل د ﭘﻮښﺘﻨﯥ
وړوو.ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﭘﻪ دې ﮐﺎر ﻟﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﭘﻠﻮﻩ د ﺑﻬﻮﭘﺎل واﮎ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ
ﺗﻪ وﺳﭙﺎرﻟﻮ.او د ﮐﻮم واﮎ اﺧﺘﻴﺎر ﻟﭙﺎرﻩ ﭼﯥ د هﻐﯥ ﻣﻮر اوﻧﻴﺎﻧﻴﻤﻪ ﭘﯧړۍ
وړاﻧﺪې ﻣﺒﺎرزﻩ ﮐړې وﻩ هﻐﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﮐړﻟﻮ.د ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﭘﻪ ﻟﻤﺴﻮن
ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻧﻴﺎ ﻗﺪﺳﻴﻴﻪ ﺑﯧﮕﻢ ﺳﺮﻩ هﻢ اﺧﺘﻼف ﭘﯧﺪا ﮐړﻟﻮ،ﺗﺮ دې ﺣﺪﻩ
ﭼﯥ هﻐﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﮐﻮر ﺗﻪ ﻧﻪ راﺑﻠﻠﻪ.او ﮐﻠﻪ ﭼﯥ د ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن وادﻩ وو ﻧﻮ
هﻐﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ اﺟﺎزﻩ ورﻧﮑړﻩ ﭼﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻤﺴۍ ﺗﻪ ﺳﻮﻏﺎت راوړي.
ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻣﻬﻤﻪ ﺧﺒﺮﻩ دا وﻩ ﭼﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل اورﮐﺰي ﭘښﺘﺎﻧﻪ د ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﻟﻪ
ﻏﺮورﻩ او د هﻐﻪ ﻟﻪ ﻓﻴﺼﻠﻮ ﭘﻪ ﻋﺬاب وو،ﺧﻮ د هﻐﻪ د ﻣﻮﺟﻮدﻳﺖ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ
ﻟﻮى ﮔﻮزار د ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ژوﻧﺪ وو ﭼﯥ ﻟﻪ ﻣﻮر ﺳﺮﻩ ﻳﯥ اړﻳﮑﻲ د ورځﯥ
ﭘﻪ ﺗﯧﺮﯦﺪو ﺳﺮﻩ ﺧﺮاﺑﯧﺪل.
اﺗﻢ ﺑﺎب
ﻣﻮر ﻟﻮر او ﺳﻴﺎﺳﺖ
د١٨٧١م ﮐﺎل د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﺧﻠﮑﻮ د ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن د ﻧﺸﺮح د ﺟﺸﻦ ﭘﻪ ﺗﻮﮔﻪ ﻳﺎد
وﺳﺎﺗﻠﻮ ﺧﻮ دا ﮐﺎل د ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن د دوﻳﻢ وادﻩ ﮐﺎل هﻢ وو.ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ﭘﻪ
ﻟﻮﻣړي ځﻞ د ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﻟﻪ ﻣﻨﻔﻲ ﺷﺨﺼﻴﺖ ﺳﺮﻩ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮﻩ .دا ﻟﻪ
وړوﮐﻮاﻟﻲ راهﻴﺴﯥ د ﺟﻼل اﺑﺎد ﻳﻮﻩ اورﮐﺰي اﺣﻤﺪﻋﻠﻲ ﺗﻪ ﻧﺎﺳﺘﻪ وﻩ.او هﻐﻪ
ﻳﯥ د ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﻣﻠﮕﺮى ﻣﻨﻠﻰ وو.ﻟﻪ دﻩ ﺳﺮﻩ ﻳﯥ د ځﻮاﻧۍ ﻣﻴﻨﻪ هﻢ ﭘﻴﺪا ﺷﻮې
وﻩ ﺧﻮ اوس ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ د هﻐﯥ د ﭘﻠﻨﺪر ﭘﻪ رول ﮐﯥ ورﺑﺎﻧﺪې ﻓﺸﺎر راوړو
ﭼﯥ دا ﮐﻮﻳﮋدﻧﻪ دې ﺧﺘﻤﻪ ﮐړي او ددﻩ ﻟﻪ ځﻮى ﻧﻮراﻟﺤﺴﻦ ﺳﺮﻩ وادﻩ وﮐړي
ﭼﯥ د ﻟﻮﻣړۍ ﻣﯧﺮﻣﻨﯥ ﻧﻪ ﻳﯥ وو.ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﻪ د ﺻﺪﻳﻖ هﺮﻩ ﺧﺒﺮﻩ ﻣﻨﻠﻪ او ﭘﻪ
دې ﻣﻌﺎﻣﻠﻪ ﮐﯥ ﻳﯥ هﻢ څﻪ اﻋﺘﺮاض وﻧﮑړو.ﺧﻮ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺳﮑﻮټ اﻧﮑﺎر
وﮐړو.
ﺷﺎ ﻩ ﺟﻬﺎن اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺗﻪ وﻟﻴﮑﻞ ﭼﯥ دوى څﻪ ﻣﺸﻮرﻩ ورﮐﻮي .هﻐﻮى هﻴڅ
اﻋﺘﺮاض وﻧﮑړو.ﺑﻴﺎ دې ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺮداراﻧﻮ او ﻧﻮرو اﻣﻴﺮاﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﻣﺸﻮرﻩ
وﮐړﻩ دوى هﻢ ﭘﻪ دې وادﻩ ورﺳﺮﻩ رﺿﺎ ﺷﻮﻟﻮ.ﺧﻮ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ د دوى وادﻩ
ﺗﺮ ﻳﻮﻩ ﮐﺎﻟﻪ ﭘﻮرې وځﻨډوﻟﻮ .ﭘﻪ دوﻳﻢ ﮔﺎم ﮐﯥ دﻩ اﺣﻤﺪ ﻋﻠﻲ ﻟﻪ ﺷﺎهﻲ ﻣﺎڼۍ ﻧﻪ
وﺷړﻟﻮ او دى ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻮر ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ﺑﻞ ﺳﺮﮐﺎري ﮐﻮر ﮐﯥ ﻣﯧﺸﺖ ﺷﻮ.دﻩ
هڅﻪ ﮐﻮﻟﻪ ﭼﯥ د اﺣﻤﺪﻋﻠﻲ ﮐﻤﺰوري ﭘﻴﺪا ﮐړي ﻳﺎ دى ﻣﺠﺒﻮر ﮐړي ﭼﯥ ورﺗﻪ
ﻧﺎﻓﺮﻣﺎﻧﻲ وﮐړي ﺧﻮ اﺣﻤﺪ ﻋﻠﻲ هﻮښﻴﺎر ځﻮان وو .ﭘﺪې ﭘﻮهﯧﺪو ﭼﯥ ﻳﻮﻩ
ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ ﺧﺒﺮﻩ ﺑﻪ د وادﻩ د ﺧﺘﻤﯧﺪو ﺳﻮب وﮔﺮځﻲ.اﺧﺮ ﭘﻪ ١٨٧٥م ﮐﺎل ﮐﯥ
اﺣﻤﺪ ﻋﻠﻲ د اﺣﺘﺸﺎم اﻟﻤﻠﮏ او د ﺳﻠﻄﺎن اﻟﺪوﻟﻪ ﻟﻪ اﻟﻘﺎﺑﻮ ﺳﺮﻩ ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ﭘﻪ
ډوﻟۍ ﮐﯥ ﺧﭙﻞ ﮐﻮرﺗﻪ ﺑﻮﺗﻠﻪ.
ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﻟﻪ ﭘﺮدې ﺷﺎﺗﻪ ﭘټﻪ ﺷﻮﻩ ﻧﻮ ﭘﻪ رﺳﻤﻲ درﺑﺎروﻧﻮ ﮐﯥ
ﻳﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل د ﻧﻮاﺑﯥ ﭘﻪ ﺗﻮﮔﻪ ﻟﻪ ﮔډون ﻧﻪ ډډﻩ ﮐﻮﻟﻪ.او د ﻋﺬر ﭘﻪ ﺗﻮﮔﻪ ﻳﯥ
اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺗﻪ وﻟﻴﮑﻞ ﭼﯥ ددې اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﯧړﻩ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﮐﻮي.
د اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﻟﺨﻮا ﭘﻪ ١٨٥٧م ﮐﯥ د ﺧﭙﻠﻮاﮐۍ ﻟﻪ ﭘﺎڅﻮن څﺨﻪ د ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب
وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ
ﺑﯧﻼ ﺑﯧﻠﻮ ﺻﻮﺑﻮ ﮐﯥ درﺑﺎر راﺑﻠﻞ ﮐﯧﺪو.دې درﺑﺎروﻧﻮ ﮐﻪ ﻳﻮې ﺧﻮا ﺗﻪ ﻧﻮاﺑﺎﻧﻮ
او راﺟﻪ ﮔﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﻮﻗﻊ ورﮐﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻳﻮﻩ ﺑﻞ ﺳﺮﻩ ووﻳﻨﻲ .ﻧﻮ اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺑﻪ
ﺑﻠﺨﻮا د دوى د ﺳﻴﻤﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب اورﯦﺪل ﭼﯥ د دوى ﻧﻮې ﺗﮕﻼرﻩ څﻨﮕﻪ ﭘﻠﻲ
ﮐﻮي .ﭘﻪ دودﻳﺰﻩ ﺗﻮﮔﻪ ﻧﻮاﺑﺎﻧﻮ او راﺟﻪ ﮔﺎﻧﻮ د ﻋﯧﺶ او ﺁرام ژوﻧﺪ ﮐﻮﻟﻮ او ﭘﻪ
دې درﺑﺎر ﮐﯥ ﺑﻪ دوى ﺧﭙﻞ ﻧﻮﮐﺮان او ﺧﺪﻣﺘﮕﺎران هﻢ ځﺎن ﺳﺮﻩ وړل.د
اﺳﺘﻮﮔﻨﯥ ﻟﭙﺎرﻩ ﺑﻪ دوى ﺧﯧﻤﯥ ﻟﮕﻮﻟﯥ او ﻟﮑﻪ د ﻳﻮې ﻟﻮﻳﯥ ﻣﯧﻠﯥ ﻏﻮﻧﺪې ﺣﺎﻟﺖ
ﺑﻪ ﺟﻮړ ﺷﻮ .ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﻏﻮﻧډو ﮐﯥ ﺑﻪ د هﺮﭼﺎ ځﺎى ﻣﺎﻟﻮم وو.د راﺟﻪ ﮔﺎﻧﻮ او
ﻧﻮاﺑﺎﻧﻮ ځﺎى ﻧﺎﺳﺘﻲ ﺑﻪ هﻢ ﭘﻪ ﮐﯥ ﺷﺎﻣﻴﻠﯧﺪل او د دوى ځﺎى ﺑﻪ ﻣﺎﻟﻮم وو.د
دوى د ﻣﯧﺮﻣﻨﻮ ځﺎى ﺑﻪ ﺗﻞ د ﻏﻮﻧډو ﭘﻪ وروﺳﺘﻴﻮ ﻟﻴﮑﻮ ﮐﯥ وو .ﭘﻪ ١٨٧٧م
ﮐﺎل ﮐﯥ اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺗﻪ د ﻳﻮ اﻋﺰاز ورﮐﻮﻟﻮ اﻋﻼن وﮐړو.ﻧﻮ هﻐﯥ د
ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﻧﻮم وړاﻧﺪې ﮐړو ﭼﯥ د هﻐﯥ ﭘﺮ ځﺎى ﺑﻪ دى دا اﻋﺰاز ﺗﺮﻻﺳﻪ
ﮐړي.ﺧﻮ اﻧﮕﺮﯦﺰان ﭘﻪ دې ﭘﻮهﯧﺪل ﭼﯥ ﺻﺪﻳﻖ د واﮎ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻻرﻩ
روان دى.دوى اﻧﮑﺎر وﮐړو او ورﺗﻪ ﻳﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺑﻪ درﺑﺎر او
ﻧﻮرو ﺳﺮﮐﺎري ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﺗﻪ ورځﻲ .
ﻟﻪ وادﻩ وروﺳﺘﻪ ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ﭘﻪ ﺷﭙږو ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﭘﻴﻨځﻪ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎن وزﯦږول.
ﻟﻮﻣړۍ ﻟﻮر ﻳﯥ ﺑﻠﻘﻴﺲ ﺟﻬﺎن ﻧﻮﻣﯧﺪﻩ ﻟﻪ دې وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ ١٨٧٦م ﮐﯥ ددې
زوى ﻣﺤﻤﺪ ﻧﺼﺮاﷲ ﺧﺎن وزﯦږدى.ﭼﯥ د څﻠﻮرو واﮐﻤﻨﻮ ښځﻮ ﻧﻪ ﭘﺲ ﻟﻮﻣړى
هﻠﮏ وو.ورﭘﺴﯥ ﻋﺒﻴﺪاﷲ ﺧﺎن او ﻳﻮﻩ ﺑﻠﻪ ﻟﻮر ﺁﺻﻒ ﺟﻬﺎن ﭘﯧﺪا ﺷﻮﻩ.څﻮارﻟﺲ
ﮐﺎﻟﻪ وروﺳﺘﻪ ددې زوى ﺣﻤﻴﺪاﷲ ﺧﺎن ﭘﻪ ١٨٩٤ﮐﯥ وزﻳږﯦﺪو ﭼﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل
راﺗﻠﻮﻧﮑﻰ ﻧﻮاب وو.
ﭘﻪ دې ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﭼﯥ ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ﮐﺎل ﭘﺮ ﮐﺎل اوﻻد زﯦږوﻟﻮ.د ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن
ﺑﯧﮕﻢ او د ﺻﺪﻳﻖ اوﻻد ﻧﻪ ﮐﯧﺪو.دوى د اوﻻد ﻟﭙﺎرﻩ ډاﮐټﺮاﻧﻮ،ﺣﮑﻴﻤﺎﻧﻮ،ﭘﻴﺮاﻧﻮ
او ﻋﺎﻟﻤﺎﻧﻮ ﺗﻪ وﻻړل ﭼﯥ ﭘﮑﯥ هﻨﺪوان او ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن دواړﻩ ﺷﺎﻣﻞ وو ﺧﻮ ﻓﺎﻳﺪﻩ
ﻳﯥ وﻧﮑړﻩ .ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﮐﯥ د ﺑﻬﻮﭘﺎل ټﻮﻟﻨﻪ هﻢ دوو ﺑﺮﺧﻮ ووﻳﺸﻞ ﺷﻮﻩ ﻳﻮ
هﻐﻪ وهﺎﺑﻲ او ﻣﺰﮐﻪ وال وو ﭼﯥ ﭘﻪ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ راټﻮل وو دوﻳﻢ هﻐﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ
ﭼﯥ د ﺑﺎﻗﻲ ﻣﺤﻤﺪ د ﮐﻮرﻧۍ او د ﺟﻼل اﺑﺎدﻧﻪ ﻟﻪ اﺣﻤﺪﻋﻠﻲ ﺳﺮﻩ ورﻏﻠﯥ وﻩ.د
ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮى ﻣﻼﺗړد هﻐﯥ د ﻣﻮر ﻧﻴﺎ ﻗﺪﺳﻴﻴﻪ ﺑﯧﮕﻢ وﻩ.
د ﻣﻮر او ﻟﻮر ﺗﺮﻣﻴﻨځ راﺑﻄﻪ ﺑﻪ د ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن د ﻣﺸﺮ ﻟﻮر ﺑﻠﻘﻴﺲ ﺟﻬﺎن ﻟﻪ
ﻻرې ﮐﯧﺪﻩ ﭼﯥ ﭘﻪ ورځ ﮐﯥ ﺑﻪ ﻳﻮځﻠﻲ د ﺧﭙﻠﯥ ﻧﻴﺎ ﺳﻼم ﺗﻪ ورﺗﻠﻪ.
ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ د ﺣﮑﻮﻣﺘﻲ ﮐﺎروﻧﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ټﻮل ﺧﻠﮏ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻟﮕﻮل.د ﭘﻮﻟﻴﺲ
ﻣﺸﺮ،ﻣﺸﺮوزﻳﺮﻣﻴﺮﻣﻨﺸﻲ او دﻏﺴﯥ ﻧﻮرې ﻣﻬﻤﯥ ﭼﻮﮐۍ ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ
ﺧﻠﮑﻮ ﺗﻪ ورﮐړې.
ﭘﻪ ١٨٧٧م ﮐﺎل ﮐﯥ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﻳﻮ درﺑﺎر راوﺑﻠﻠﻮاوﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮﻩ اوږدﻩ وﻳﻨﺎ
ﮐﯥ ﻳﯥ د ﺳﮑﻨﺪرﺑﯧﮕﻢ د وﺧﺖ او د هﻐﯥ ﭘﺮ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﻳﯥ ﻧﻴﻮﮐﯥ وﮐړي.اوﺳﻨۍ
دور ﻳﯥ وﺳﺘﺎﻳﻴﻠﻮ او د ﺑﺎﻗﻲ ﻣﺤﻤﺪ د دوو زاﻣﻨﻮ ﻟﻄﻴﻒ ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن او ﻣﺠﻴﺪ
ﻣﺤﻤﺪﺧﺎن ﭘﻪ اړﻩ ﻳﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ د دوى ﻟﻪ اﺣﻤﺪﻋﻠﻲ ﺳﺮﻩ ﭘټﯥ راﺑﻄﯥ دي او
ﺳﺎزﺷﻮﻧﻪ ﮐﻮي.
ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن او اﺣﻤﺪﻋﻠﻲ هﻐﻪ ﮔړۍ هﻠﺘﻪ ﻧﺎﺳﺖ وو ﺧﻮ هﻴڅ ﻏږ ﻳﯥ
وﻧﮑړ.ﺧﻮ هﻐﯥ دا هﺮ څﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻳﺎداﺷﺘﻮﻧﻮ ﮐﯥ وﻟﻴﮑﻞ.
ﭘﻪ ١٨٨١ﮐﯥ د هﻨﺪوﺳﺘﺎن ټﻮل واﮐﻤﻦ ﮐﻠﮑﺘﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ درﺑﺎر ﮐﯥ ﻣﯧﻠﻤﺎﻧﻪ
ﺷﻮل.ﺷﺎهﺠﻬﺎن ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ځﺎى ﻧﺎﺳﺘﯥ ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ﺳﺮﻩ ورﺑﻠﻞ ﺷﻮې وﻩ.ﺷﺎﻩ
ﺟﻬﺎن د ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﭘﻪ ﺑﺪرﮔﻪ هﻠﺘﻪ وﻻړﻩ.د اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﻟﺨﻮا د هﺮ ﻳﻮﻩ ﻧﻮاب
او راﺟﻪ ﻟﭙﺎرﻩ ﺑﯧﻠﻪ ﭼﻮﮐۍ او دﺳﻠﻄﺎن ځﺎى ﻧﺎﺳﺘﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﯥ ﺑﯧﻠﯥ ﭼﻮﮐۍ
وې.ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ﻟﻴﮑﻲ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ هﻐﯥ ﻟﻪ واﻳﺴﺮاى ﺳﺮﻩ ﺳﺘړي ﻣﻪ ﺷﻲ ﮐﻮل
ﻧﻮ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ وﻻړ و او هﻐﯥ ﺗﻪ ټﺎﮐﻞ ﺷﻮې ﭼﻮﮐۍ ﺑﺎﻧﺪې ﮐﯧﻨﺎﺳﺘﻠﻮ .ﭘﻪ دې
وﺧﺖ ﮐﯥ د اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ د ﻣﺮاﺳﻤﻮ ﻣﺸﺮ راوړاﻧﺪې ﺷﻮ .ﻟﻪ هﻐﻪ ﻳﯥ ﻏﻮښﺘﻨﻪ
وﮐړﻩ ﭼﯥ دا ځﺎى دې ﭘﺮﯦږدي .ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮﻩ ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﺳﺨﺖ ﭘﻪ ﻗﻬﺮ ﺷﻮ
او اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ورﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﺨﺘﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ دى هﻠﺘﻪ ﻧﺸﻲ ﮐﯧﻨﺴﺘﻠﻰ.دى ﻣﺠﺒﻮرﻩ
ﺷﻮ ﭼﯥ هﻐﻪ ځﺎى ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ﺗﻪ ﭘﺮﯦږدي.
د ورځﻮ ﭘﻪ ﺗﯧﺮﯦﺪو ﺳﺮﻩ دﻗﺪرت ﻟﭙﺎرﻩ د ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ ﺣﺮص او د ﺳﻠﻄﺎن
ﺟﻬﺎن ﻟﭙﺎرﻩ ﻣﺸﮑﻼت زﯦﺎﺗﯧﺪل.
ﭘﻪ ١٨٨١م ﮐﯥ ﻗﺪﺳﻴﻴﻪ ﺑﯧﮕﻢ د ٨٢ﮐﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻋﻤﺮ ﮐﯥ ﻣړﻩ ﺷﻮﻩ.ﺻﺪﻳﻖ ﺣﺴﻦ
ﻳﻮازې د ﺑﻬﻮﭘﺎل واﮐﻤﻨﻲ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻠﻪ هﻐﻪ د وهﺎﺑﻲ ﻋﻘﻴﺪې ﺗﺒﻠﻴﻎ هﻢ ﮐﺎوﻩ او د
اﻧﮕﺮﯦﺰاﻧﻮ ﭘﺮ ﺿﺪ ﻳﯥ د رﺳﺎﻟﻮ او ﮐﺘﺎﺑﻮﻧﻮ د ﭼﺎﭘﻮوﻟﻮ اﺟﺎزﻩ ورﮐﻮﻟﻪ.
د ﺑﻬﻮﭘﺎل ﻟﻪ ﺧﺰاﻧﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻴﺴﯥ اﺧﻴﺴﺘﯥ او ﻋﻠﻤﺎو ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ورﮐﻮﻟﯥ.ﭼﯥ ﭘﻪ
ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﮐﯥ وﻋﻈﻮﻧﻪ وﮐړي.هﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﻮډان ﮐﯥ ﻟﻪ ﻣﻬﺪي ﺳﺮﻩ اړﻳﮑﻲ
ﺟﻮړﮐړي وو او ﻟﻪ دې ﭘﺮﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺗﺮﮐﻴﯥ ،ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن او ﺑﺮﻣﺎ ﮐﯥ ﻟﻪ
اﻧﮕﺮﯦﺰﻣﺨﺎﻟﻴﻔﻮ ځﻮاﮐﻮﻧﻮ ﺳﺮﻩ راﺑﻄﯥ وې.
ﭘﻪ ١٩٠١م ﮐﯥ ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ د ﺧﻮﻟﯥ ﭘﻪ ﺳﺮﻃﺎن اﺧﺘﻪ ﺷﻮﻩ.هﻐﯥ ﻟﻪ
ﻋﻼﺟﻪ ډډﻩ وﮐړﻩ.ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن د ﻣﻮر د ﺣﺎل ﭘﻪ اوورﯦﺪو د هﻐﯥ ﻧﻪ د
ﺑﺨښﻨﯥ ﻟﭙﺎرﻩ ورﻏﻠﻪ.دوى دواړو دﻳﺎرﻟﺲ ﮐﺎﻟﻪ ﻟﻪ ﻳﻮﻩ ﺑﻞ ﺳﺮﻩ ﺧﺒﺮې
ﻧﻪ وې ﮐړې ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ځﺎن ﺳﺮﻩ ﺧﭙﻞ اوﻩ ﮐﻠﻦ زوى ﺑﻮﺗﻠﻮ ﭼﯥ
ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن هﻴڅ ﻧﻪ وو ﻟﻴﺪﻟﻰ.ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن د ﻣﺮگ ﭘﻪ ﺑﺴﺘﺮﻩ ﭘﺮﺗﻪ وﻩ او
ﺧﭙﻠﻮ ﺧﻠﮑﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﯧﻐﺎم اﺳﺘﻮﻟﻰ وو ''ﮐﻪ زﻣﺎ ﭘﻪ رﻋﻴﺖ ﮐﯥ څﻮﮎ داﺳﯥ
وي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺗﯧﺮو ٣٣ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﻳﯥ زﻣﺎ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﺑﯥ ﮔﻨﺎﻩ ﺳﺰاﺧﻮړﻟﯥ
وي ﻧﻮ زﻩ دوى ﺗﻪ واﻳﻢ ﭼﯥ د ﺧﺪاى ﻟﭙﺎرﻩ دې ﻣﺎ وﺑﺨښﻲ''.
ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻮر د ﻟﻴﺪو ﺣﺎل ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻳﺎداﺷﺘﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﻟﻴﮑﻲ زﻩ
د هﻐﯥ ﮐټ ﺗﻪ ورﻧﮋدې ﺷﻮم.هﻐﯥ زﻩ وﻧﻪ ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻢ .ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻳﯥ وﮐړﻩ'ﺗﻪ
څﻮﮎ ﻳﯥ'.زﻩ وﯦﺮﯦﺪم هﻴڅ ځﻮاب ﻣﯥ ورﻧﮑړو.هﻐﯥ ﺑﻴﺎ وﭘﻮښﺘﻞ ﻣﺎ ﺑﻴﺎ
ځﻮاب ورﻧﮑړو،درﻳﻢ ځﻞ ﭼﯥ ﻳﯥ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﮐړﻩ ﻧﻮ ﺧﺪﻣﺘﮕﺎرې زﻣﺎ ﻧﻮم
ورﺗﻪ واﺧﻴﺴﺘﻠﻮ .هﻐﯥ د اﻓﺴﻮس او ﻗﻬﺮ ﭘﻪ ﮔډ ﻏږ ﮐﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ ''ﻣﺎ
ﭘﺮﯦږدﻩ زﻣﺎ ﻟﻪ ﻣړﻳﻨﯥ ووروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ دﻟﺘﻪ راﺷﻪ''زﻩ ﻻ ﺑﻴﺎ هﻢ ورﺗﻪ وﻻړﻩ
وم ﭼﯥ هﻐﯥ راﺗﻪ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺳﺨﺘۍ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﺒﺮﻩ وﮐړﻩ.زﻩ ﭘﻮهﯧﺪم ﭼﯥ هﻐﻪ
زﻣﺎ ﭘﻪ ﻟﻴﺪو ﻧﺎ اراﻣﻪ وﻩ ﻧﻮر ﻃﺎﻗﺖ ﻧﺸﻮ ﮐﻮﻻى او ﻟﻪ هﻠﺘﻪ ﻧﻪ ﭘﻪ
اوښﮑﻮ راوﺗﻠﻤﻪ.
ﺷﺎﻩ ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ ﭘﻪ ١٩٠١م ﮐﺎل ﮐﯥ ﻣړﻩ ﺷﻮﻩ.
٩ ﺳﻠﻄﺎن ﺟﻬﺎن ﺑﯧﮕﻢ